Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹശ്ർ   ആയത്ത്:
وَالَّذِیْنَ جَآءُوْ مِنْ بَعْدِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِیْ قُلُوْبِنَا غِلًّا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّكَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او هغه هم پکې برخه من دي چې له لومړنیو مهاجرینو څخه وروسته راغلي او وایې زمونږ ربه مونږ وبښه او زمونږ هغه وروڼه وبښه چې له مونږ نه وړاندې یې ایمان راوړی دی.او زمونږ په زړونو کې د مؤمنانو کینې ته ځای مه ورکوه.ای زمونږ ربه!ته ډیر زیات مهربان او د رحم والا یې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نَافَقُوْا یَقُوْلُوْنَ لِاِخْوَانِهِمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَىِٕنْ اُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِیْعُ فِیْكُمْ اَحَدًا اَبَدًا ۙ— وَّاِنْ قُوْتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
ای پیغمبره!تاته هغه منافقان معلوم نه دي چې په اهل کتابو کې خپلو کافرو وروڼو ته وایې:که تاسې وویستل شوئ نو مونږ به خامخا درسره ووځو.او ستاسې په هکله به د هیچا خبره وانه ورو.او که له تاسې سره جنګ وشو نو مونږ به ستاسې ملاتړ وکړو.خو الله پاک شاهدي وایې چې دوی درواغجن دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَىِٕنْ اُخْرِجُوْا لَا یَخْرُجُوْنَ مَعَهُمْ ۚ— وَلَىِٕنْ قُوْتِلُوْا لَا یَنْصُرُوْنَهُمْ ۚ— وَلَىِٕنْ نَّصَرُوْهُمْ لَیُوَلُّنَّ الْاَدْبَارَ ۫— ثُمَّ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
قسم دی که اهل کتاب وویستل شو دا منافقان به ورسره ونه ووځي او که پر هغوی جنګ وشو نو دوی به یې ملاتړ ونه کړي.او بالفرض که ملاتړ ته یې ووتل هم نو ډیر ژر به وتښتي.بیا به له دوی سره هیڅ ډول ملاتړ ونه شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَاَنْتُمْ اَشَدُّ رَهْبَةً فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنَ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟
په زړونو کې یې له الله نه زیاته ستاسې ویره ده.ځکه چې الله یې نه دی پيژندلی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ جَمِیْعًا اِلَّا فِیْ قُرًی مُّحَصَّنَةٍ اَوْ مِنْ وَّرَآءِ جُدُرٍ ؕ— بَاْسُهُمْ بَیْنَهُمْ شَدِیْدٌ ؕ— تَحْسَبُهُمْ جَمِیْعًا وَّقُلُوْبُهُمْ شَتّٰی ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْقِلُوْنَ ۟ۚ
هیڅکله به په سپین میدان کې له تاسې سره جنګ ونه کړي که جنګیږي هم نو د کلکو کلیو او دنګو دیوالونو تر شاه به جنګیږي.په خپلو مینځو کې یې سره خورا سخته دښمني ده.ته ګڼې چې سره یو دي خو د هغوی زرونه یو له بل نه بیزاره دي.ځکه چې دوی هغه خلک دي چې له عقل څخه کار نه اخلي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
كَمَثَلِ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِیْبًا ذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۚ
د هغو خلکو[۸]په شان دي چې له دوی نه لږ وړاندې یې د خپلو بدو کړنو خوند څکلی دی.او دردناک عذاب یې په برخه دی.
[۸] ـ کافرو قریشو او د بنې قینقاع یهودو ته اشاره ده چې د مسلمانانو له خوایې ماتې خوړلې وه.(تفسیر البیضاوی).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
كَمَثَلِ الشَّیْطٰنِ اِذْ قَالَ لِلْاِنْسَانِ اكْفُرْ ۚ— فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْكَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
منافقان شیطان ته ورته دي چې انسان ته وایې کافر شه او کله چي کافر شي نو بیا ورته وایي چې زه له تا څخه بې زاریم زه له هغه الله نه ډاریږم چې د ټول عالم واکمن دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹശ്ർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക