Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുംതഹനഃ   ആയത്ത്:
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْهِمْ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ كَانَ یَرْجُوا اللّٰهَ وَالْیَوْمَ الْاٰخِرَ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟۠
هو!د همدغو ټولو خلکو په کړنلاره کې تاسې ته غوره نمونه ده.خو د هغه چا لپاره چې:د الله او د قیامت د ورځې هیله ورسره وي.او څوک چې له الله نه مخ واړوي نو بې شکه چې الله بې پروا او ستایلی شوی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّجْعَلَ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَ الَّذِیْنَ عَادَیْتُمْ مِّنْهُمْ مَّوَدَّةً ؕ— وَاللّٰهُ قَدِیْرٌ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
نژدې ده چې الله ستاسې او د هغه قوم په مینځ کې مینه او محبت پیدا کړي چې تاسې ورسره دښمني را اخیستي ده.الله ډير وسمن.او الله ښه بښوونکی او مهربان دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَا یَنْهٰىكُمُ اللّٰهُ عَنِ الَّذِیْنَ لَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ وَلَمْ یُخْرِجُوْكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ اَنْ تَبَرُّوْهُمْ وَتُقْسِطُوْۤا اِلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ ۟
الله تاسې له دې څخه نه منع کوي چې چا له تاسې سره په دین جنګ نه دی کړی او نه یې له کورونو ویستلي یي چې تاسې له هغوی سره ښیګڼه وکړئ.او د هغوی په هکله د انصاف قدم پورته کړئ.بې شکه چې الله انصاف کوونکي خوښوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّمَا یَنْهٰىكُمُ اللّٰهُ عَنِ الَّذِیْنَ قَاتَلُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ وَاَخْرَجُوْكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ وَظَاهَرُوْا عَلٰۤی اِخْرَاجِكُمْ اَنْ تَوَلَّوْهُمْ ۚ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
خو تاسو هرو،مرو د هغو خلکو له دوستۍ څخه منع کوي چې په دین یې درسره جنګ کړی.له کورونو یې ویستلي او ستاسې په ویستلو کې یي لاس کړی دی.او هر چا چې له هغوی سره دوستي وکړه نو هغوی ظالمان دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا جَآءَكُمُ الْمُؤْمِنٰتُ مُهٰجِرٰتٍ فَامْتَحِنُوْهُنَّ ؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ بِاِیْمَانِهِنَّ ۚ— فَاِنْ عَلِمْتُمُوْهُنَّ مُؤْمِنٰتٍ فَلَا تَرْجِعُوْهُنَّ اِلَی الْكُفَّارِ ؕ— لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ یَحِلُّوْنَ لَهُنَّ ؕ— وَاٰتُوْهُمْ مَّاۤ اَنْفَقُوْا ؕ— وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ اِذَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ ؕ— وَلَا تُمْسِكُوْا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَسْـَٔلُوْا مَاۤ اَنْفَقْتُمْ وَلْیَسْـَٔلُوْا مَاۤ اَنْفَقُوْا ؕ— ذٰلِكُمْ حُكْمُ اللّٰهِ ؕ— یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو!کله چې مؤمنو ښځو تاسو ته هجرت وکړ.نو د ایمان بلټنه یې وکړئ.الله ته یي ایمان ښه معلوم دی. او چې تاسې ته معلومه شوه چې ایمان لرونکي دي،نو بیا یې کافرانو ته بیرته مه لیږئ.ځکه چې مومنې ښځې کافرانو ته روانه دي.او نه کافران هغوی ته روا کیږي.خو تاسو دهغوی کافرو میړونو ته هغه مهر ورکړئ چې دغو ښځو ته یي ور کړی وو.او په تاسو هیڅ ګناه نشته چې له دغو ښځو سره نکاح وکړئ،کله مو چې مهر ورکړ.او تاسې هم کافرې ښځې په خپله نکاح که مه ساتئ او هغه مهر وغواړئ چې خپلو کافرو ښځو ته مو ورکړی او کافر میړونه دې هم هغه مهر وغواړي چې خپلو اسلام راوړونکو ښځو ته یې ورکړی و.دا د الله پریکړه ده چې ستاسې په مینځ کې یې کوي.الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِنْ فَاتَكُمْ شَیْءٌ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ اِلَی الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَاٰتُوا الَّذِیْنَ ذَهَبَتْ اَزْوَاجُهُمْ مِّثْلَ مَاۤ اَنْفَقُوْا ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اَنْتُمْ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟
او که چیرې تاسو ته ستاسې د کافرو ښځو مهرونه په لاس درنه غلل خو له کافرانو څخه غنیمت په لاس درغی.نو له ټولو لومړی همدغو سړیو ته همغومره مال ورکړئ.چې کافرو ښځو ترې وړی دی.او له هغه الله نه چې تاسې پرې ایمان لرئ وډارشئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുംതഹനഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക