Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: अादियात   श्लोक:
اِنَّ الْاِنْسَانَ لِرَبِّهٖ لَكَنُوْدٌ ۟ۚ
پرته له شکه انسان د هغه خير ډېر منع کوونکی دی کوم چې پالونکی يې ترې غواړي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّهٗ عَلٰی ذٰلِكَ لَشَهِیْدٌ ۟ۚ
او پرته له شکه هغه په خپله هم د خير پر منع کولو شاهد دی، د هغو د څرګندوالي له امله نټه ترې نه شي کولای.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّهٗ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیْدٌ ۟ؕ
او هغه له مال سره د زياتې مينې له امله پرې بخل کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَفَلَا یَعْلَمُ اِذَا بُعْثِرَ مَا فِی الْقُبُوْرِ ۟ۙ
آيا دغه د دنيا په ژوند دوکه شوی انسان نه پوهيږي چې کله الله هغه مړي را پورته کړي چې په قبرونو کې دي او له ځمکې يې د حساب او بدلې لپاره را وباسي، حال به داسې نه وي لکه څرنګه چې هغوی خيال کاوه؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
وَحُصِّلَ مَا فِی الصُّدُوْرِ ۟ۙ
او څرګند او بيان به کړل شي کوم نيتونه، عقيدې او نور شيان چې په زړونو کې دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّخَبِیْرٌ ۟۠
پرته له شکه پر هغوی به يې پالونکی په دغه ورځ ښه خبر وي، له هغه څخه به د خپلو بندګانو له امر څخه هيڅ هم نه پټيږي، او پر دغه به هغوی ته بدله ورکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• خطر التفاخر والتباهي بالأموال والأولاد.
پر مالونو او اولادونو د وياړ او فخر کولو خطر.

• القبر مكان زيارة سرعان ما ينتقل منه الناس إلى الدار الآخرة.
قبر د ورتګ ځای دی، ژر به خلک د آخرت کور لوري ته ترې انتقال شي.

• يوم القيامة يُسْأل الناس عن النعيم الذي أنعم به الله عليهم في الدنيا.
د قيامت په ورځ به خلک د هغو نعمتونو په اړه پوښتل کيږي چې په دنيا کې پرې پېرزو کړي دي.

• الإنسان مجبول على حب المال.
د انسان طبيعت له مال سره د مينې پر بنسټ اېښودل شوی دی

 
अर्थको अनुवाद सूरः: अादियात
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद । - अनुवादहरूको सूची

मर्क्ज तफ्सीर लिद्दिरासात अल-कुर्आनियह द्वारा प्रकाशित।

बन्द गर्नुस्