Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: स्साफ्फात   श्लोक:
فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
نو د ده د قوم له خوا بل څه نه ؤ پرته له دې چې درواغجن یې کړ او د دوی د تکذیب له امله به دوی په عذاب کې حاضرکړای شوو څخه وي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
د ده د قوم له مومنو او الله ته په عبادت کې له مخلصو کسانو پرته، نو بېشکه هغه عذاب ته له حاضرېدو څخه نجات موندونکی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
او مونږ د ده ښایسته ستاینه او پاک یاد په ورستنیو امتونو کې پرېښوده.
अरबी व्याख्याहरू:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟
د الله لخوا دې الیاس ته ښه راغلاست او ستاینه وي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
لکه څرنګه مو چې الیاس ته دا ښایسته بدله ورکړه، خپلو نیکانو مؤمنو بندګانو ته هم همداسې بدله ورکوو.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه الیاس په حقه سره زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤ چې په خپل رب باندې ایمان لرلو کې ریښتیني دي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشکه لوط د الله تعالی له هغو رسولانو څخه ؤ چې ده خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي لېږلي دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو یاد کړه کله چې مو هغه او د هغه ټوله کورنۍ د ده په قوم له رالېږل شوي عذاب څخه وساتل.
अरबी व्याख्याहरू:
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟
پرته له مېرمنې د ده، د خپل قوم عذاب ورته ورسېده؛ ځکه چې هغه هم د دوی په څېر کافره وه.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بیا مو د ده د قوم څخه هغه پاتې شوي تباه کړل چې دا یې دروغجن ګڼلی و او څه چې ده راوړي ؤ پر هغه یې باور نه کولو.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ
او بېشکه تاسو-ای د مکې والاو- خامخا شام ته په خپلو سفرونو کې د دوی په کورونو سهار مهال تېرېږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
او تاسو پرې همدا راز د شپې لخوا هم تېرېږئ، آیا عقل نه چلوئ، او له هغه څه پند نه اخلئ چې دوی ور وګرځېدل پس له دروغجنولو او کفر کولو او د داسې بدکارۍ ترسره کولو چې مخکې ترې چا نه وه ترسره کړې؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشکه زمونږ بنده یونس د الله له هغو رسولانو څخه و چې خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي یې لېږلي وو.
अरबी व्याख्याहरू:
اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
کله چې له قوم څخه د خپل رب له اجازې پرته وتښتېد او یوې داسې بېړۍ کې سپور شو چې له مسافرو او سامان ډکه وه.
अरबी व्याख्याहरू:
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ
نو نږدې وه چې بېړۍ د ډکوالي له امله ډوبه شي، نو مسافرو پچه واچوله چې ځینې یې وغورځوي؛ د بېړۍ د ډوبېدو د ویرې له کبله د زیاتوالي د مسافرو، نو یونس علیه السلام له همدوی بایلونکو څخه ؤ، نو په سمندر کې یې وغورځولو.
अरबी व्याख्याहरू:
فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟
نو کله چې یې په سمندر کې وغورځولو نوماهي ونیولو او روغ یې تېر کړ، په داسې حال کې چې ده د ملامتیا کار کړی و؛ چې د خپل رب له اجازې پرته سمندر ته تللی ؤ.
अरबी व्याख्याहरू:
فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ
نو که چېرې یونس مخکې له دې چې څه پرې وشي د الله له ډېرو ذکر کوونکو څخه نه وی او که چېرې د ده تسبیح ویل د ماهي په خیټه کې نه وی.
अरबी व्याख्याहरू:
لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ
نو خامخا به د ماهي په ګېډه کې تر قیامت ورځې پورې ځنډېدلی وی څو یې قبر ګرځېدلی و.
अरबी व्याख्याहरू:
فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ
بیا مو د ماهي له ګېډې څخه د ونو او ودانیو څخه خالي زمکه باندې وغورځولو، په داسې حال کې چې تن یې کمزوری شوی و له دې کبله چې د ماهي په ګېډه کې څه وخت ځنډېدلی و.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ
او په دغه خالي زمکه کې مو ورباندې د کدو بوټی را زرغون کړ څو یې سوري ته کښیني او خوراک ترې وکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ
او هغه مونږ خپل قوم ته استولی ؤ چې شمېر یې سل زره ؤ بلکې زیات وو.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ
نو ایمان یې راوړ او په هغه څه یې باور وکړ چې ده ورته راوړي وو، نو الله تعالی ورته د دنیا په ژوند کې مهلت او سوکالي ورکړه تر دې چې هغه ټاکلي نېټې یې پوره شوې.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ
ای محمده! د مشرکانو نه د انکار په ډول وپوښته: آیا تاسو الله لره هغه لورګانې ګرځوئ چې خپله یې بدې ګڼئ، او ځانونو لپاره هغه ځامن ګرځوئ چې ورسره مینه لرئ؟! دا څرنګه ویش دی؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟
څرنګه دوی دعوه لري چې ملائکې ښځینه دي، په داسې حال کې چې دوی د هغوی پېدایښت کې حاضر نه وو، او نه یې لېدلي ؤ؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ
آیا الله خپل ځان لپاره هغه لورګانې غوره کړي چې تاسو یې بدې ګڼئ په هغو زامنو باندې چې تاسو یې خوښوئ؟! هېڅکله نه.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• سُنَّة الله التي لا تتبدل ولا تتغير: إنجاء المؤمنين وإهلاك الكافرين.
د الله هغه سنت نه بدلېږي او نه تغیرېږي: د مومنانو ساتنه او د کافرانو هلاکول دي.

• ضرورة العظة والاعتبار بمصير الذين كذبوا الرسل حتى لا يحل بهم ما حل بغيرهم.
د هغو خلکو د انجام څخه عبرت اخیستلو ضرورت چې رسولان یې دروغجن ګڼل څو پرې هغه څه نازل نشي چې پر هغوی نازل شوي.

• جواز القُرْعة شرعًا لقوله تعالى: ﴿ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ اْلْمُدْحَضِينَ ﴾.
د پچې اچولو روا والی د الله د دې وینا له کبله: بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.

 
अर्थको अनुवाद सूरः: स्साफ्फात
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद । - अनुवादहरूको सूची

मर्क्ज तफ्सीर लिद्दिरासात अल-कुर्आनियह द्वारा प्रकाशित।

बन्द गर्नुस्