पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: सूरतुज्जुमर   श्लोक:

الزمر

सूरहका अभिप्रायहरूमध्ये:
الدعوة للتوحيد والإخلاص، ونبذ الشرك.
يووالي او اخلاص ته بلنه او د شرک غورځول.

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟
راتلل د قران د الله د طرفه چې زورور دي داسې زورور چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای د مخلوق په پیداکولو کې او د هغې په ژوره څارنه او پاملرنه کې او د قانون په جوړولو کې د حکمت والا دی، د بل چا لخوا ندی نازل شوی.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللّٰهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّیْنَ ۟ؕ
بېشکه مونږ تا ته -اې رسوله- په حق باندې شامل قرآن نازل کړی، چې ټولې خبرې یې ریښتینې دي او ټول حکمونه یې د انصاف دي، نو د الله عبادت کوه یو ګڼونکی ده لره، اخلاص کوونکی ده لره په یووالي کې له شرک څخه.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَا لِلّٰهِ الدِّیْنُ الْخَالِصُ ؕ— وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۘ— مَا نَعْبُدُهُمْ اِلَّا لِیُقَرِّبُوْنَاۤ اِلَی اللّٰهِ زُلْفٰی ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ فِیْ مَا هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ؕ۬— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ كٰذِبٌ كَفَّارٌ ۟
خبر اوسئ چې الله لره له شرک څخه تش دین دی، او کومو خلکو چې له الله پرته بوتان او باطل معبودان په دوستۍ نیولي له الله پرته یې په دې بهانه بندګي کوي چې: مونږ د دوی عبادت نه کوو مګر دې لپاره چې الله ته مو مرتبه کې ورنږدې کړي، او زمونږ اړتیاوې ورته پورته کړې، او د هغه په وړاندې زمونږ سفارش وکړي، بېشکه الله د مومنو موحدینو او کافرو مشرکانو تر منځ د قیامت په ورځ فیصله کوي، د هغه توحید په اړه چې دوی پکې اختلاف کولو، بېشکه الله حق ته نه رسوي هغه څوک چې په الله درواغ وایې چې هغه ته شریک منسوبوي، د الله په نعمتونو ډېر نا شکره وي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَوْ اَرَادَ اللّٰهُ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفٰی مِمَّا یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— هُوَ اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟
که چېرې الله د زوی د نیولو اراده درلودی نو له خپل مخلوقه څخه به یې غوره کړی وای څه یې چې خوښه وای، نو د زوی په مرتبه به یې ګرځولی وای، هغه پاک او سپېڅلی دی له هغه څخه چې دا مشرکان یې وایي، هغه په خپل ذات، صفاتو او کړنو کې یو دی، په دې کې څوک شریک نه لري، په ټول مخلوق باندې برلاسی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ— یُكَوِّرُ الَّیْلَ عَلَی النَّهَارِ وَیُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَی الَّیْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اَلَا هُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟
آسمانونه او ځمکه یې د پوره حکمت لپاره پېدا کړي دي، نه عبث (چټي) لکه چې ظالمان وایي، شپه په ورځ کې ننباسي، او ورځ په شپه کې ننباسي، نو کله چې یو له دې دواړو راشي نو بل پټ شي، او لمر یې تابع کړی، او سپوږمۍ یې تابع کړې، هر یو له دې دواړو څخه تر یو ټاکلي وخت پورې ګرځي چې هغه د دې ژوند ختمېدل دي، خبر اوسئ هغه ذات چې پاکې ده ورلره، داسې برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو غچ اخلي، او هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، ډېر بخښونکی دی د هغو بندګانو د ګناهونو چې توبه وباسي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الداعي إلى الله يحتسب الأجر من عنده، لا يريد من الناس أجرًا على ما يدعوهم إليه من الحق.
الله ته بلنه ورکوونکی د هغه څخه د اجر هیله لري، د خلکو څخه په هغه حق چې دوی ته یې بلنه ورکوي کوم اجر نه غواړي.

• التكلّف ليس من الدِّين.
په دیني چارو کې ځان په تکلیف کې غورځول له دین څخه نه دي.

• التوسل إلى الله يكون بأسمائه وصفاته وبالإيمان وبالعمل الصالح لا غير.
الله ته وسیله نیول د هغه په نومونو او صفتونو او په ایمان او نېک عمل سره کېږي نه په بل څه.

خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَاَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ الْاَنْعَامِ ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ ؕ— یَخْلُقُكُمْ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ خَلْقًا مِّنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِیْ ظُلُمٰتٍ ثَلٰثٍ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ ۟
ای خلکو! ستاسو رب تاسو له یو نفس څخه چې آدم علیه السلام ؤ پېدا کړي یاست، بیا یې له آدم څخه د هغه مېرمن حواء پېدا کړه، او تاسو لره یې له اوښ او غوا، ګډې او بېزې اته ډوله پېدا کړي، له هر ټولګي څخه یې نارینه او ښځینه پېدا کړي، د پاکۍ والا ذات مو د میندو په خیټو کې پړاو په پړاو د ګېډې او رحم او پردې په تیارو کې پېدا کوي، همدا ذات چې دا هر څه پېدا کوي هماغه الله ستاسو رب دی، یوازې هغه لره پاچایي ده، له هغه پرته بل معبود په حقه سره نشته، نو څرنګه د هغه له عبادت څخه د هغه چا عبادت ته اړول کېږئ چې هېڅ نشي پېدا کولی بلکې هغوی پېدا کېږي؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنْكُمْ ۫— وَلَا یَرْضٰی لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۚ— وَاِنْ تَشْكُرُوْا یَرْضَهُ لَكُمْ ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
ای خلکو! که چېرې تاسو په خپل رب کفر وکړئ نو هغه ستاسو د ایمان څخه بې پروا دی، او ستاسو کفر ورته زیان نه رسوي، بلکې ستاسو د کفر زیان تاسو ته راګرځي، خو خپلو بندګانو ته نه خوښوي چې کفر پرې وکړي، او نه ورته په کفر امر کوي؛ ځکه چې الله په بدکارۍ او ناکاره کار امر نه کوي، او که چېرې د الله په نعمتونو د هغه شکر وکړئ او ایمان پرې راوړئ نو شکر مو خوښوي، او ثواب به پرې درکړي، او یو نفس به د بل نفس ګناه نه باروي، بلکې هر نفس په خپلو کړنو ګرو دی، بیا مو یوازې خپل رب ته د قیامت په ورځ ورګرځېدل دي، نو په هغه کړنو به خبر درکړي چې په دنیا کې مو ترسره کول، او په خپلو عملونو به بدله درکړي، بېشکه هغه پاک ذات د خپلو بندګانو په زړونو پوه دی، د دې زړونو څخه هېڅ هم ترې پټ نه دي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهٗ مُنِیْبًا اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَا خَوَّلَهٗ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِیَ مَا كَانَ یَدْعُوْۤا اِلَیْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِیْلًا ۖۗ— اِنَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۟
او کله چې کافر ته د رنځ او مال له لاسه ورکولو او د ډبېدو د وېرې زیان ورسي نو خپل رب رابلي چې هغه زیان ترې لرې کړي چې ورته رسېدلی، یوازې ده ته ورګرځېدونکی وي، بیا چې کله د هغه زیان په لرې کولو ورته خپل نعمت ورکړي نو هغه څوک پرېږدي چې مخکې یې ورته عاجزي کوله چې الله دی، او د الله سره شریکان ګرځوي چې له هغه پرته یې عبادت کوي څو نور الله ته له ورتلونکې لارې څخه واړوي، ای رسوله! هغه چا ته ووایه چې دا حال یې وي: له خپل کفر څخه دې پاتې عمر هم ګټه واخله، او دا ډېره لږه زمانه ده، ځکه بېشکه ته د اور والاوو څخه یې د قیامت په ورځ ورسره داسې تړل شوی یې لکه یو ملګری چې د بل ملګري سره تړل شوی وي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّقَآىِٕمًا یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ وَیَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠
او که هغه څوک چې د الله تعالی منونکی دی د شپې وختونه خپل رب ته سجده کوونکي او ودرېدونکي حالت کې تېروي، د آخرت له عذاب څخه ډارېږي، او خپل رب څخه هیله لري، غوره دی؟ او که هغه کافر چې په سختۍ کې د الله عبادت کوي او په اسانۍ کې پرې کفر کوي، او له الله سره نور شریکان ګرځوي؟! ای رسوله! ته ورته ووایه: آیا هغه کسان چې پوهېږي په هغه څه چې الله پرې واجب کړي د الله د پېژندنې له کبله، او هغه کسان چې دا هېڅ هم نه پېژني؟! بېشکه د دې دواړو ډلو تر منځ توپېر یوازې د سمو عقولونو خاوندان پېژني.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ یٰعِبَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ ؕ— وَاَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةٌ ؕ— اِنَّمَا یُوَفَّی الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته چې پر ما او زما په رسولانو یې ایمان راوړی ووایه: د خپل رب څخه د هغه د اوامرو په تر سره کولو، او د هغه له نواهیو په ځان ساتلو ووېریږئ، د هغو کسانو لپاره چې په دنیا کې یې نېک عمل ترسره کړی، په دنیا کې نېکه (بدله) ده په بریا، صحت او مال سره، او په آخرت کې په جنت سره، او د الله ځمکه پراخه ده، نو تاسو ورته هجرت وکړئ څو داسې ځای ومومئ چې د الله عبادت پکې وکړئ، هېڅ منع کوونکی مو ترې منع نه کړي، بېشکه صبر کوونکو ته د قیامت په ورځ بې شمیره او بې اندازې ثواب ورکول کېږي د ډیروالي او د ډولونو له امله.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• رعاية الله للإنسان في بطن أمه.
د الله لخوا د مور په ګېډه کې د انسان ساتنه.

• ثبوت صفة الغنى وصفة الرضا لله.
الله لره د بې پرواهۍ او خوښۍ د صفتونو ثبوت.

• تعرّف الكافر إلى الله في الشدة وتنكّره له في الرخاء، دليل على تخبطه واضطرابه.
د کافر لخوا د سختۍ پر مهال د الله پېژندنه او د آسانۍ پر مهال د هغه نه پېژندل د ده د ګډوډۍ او د (عقل) د اختلال دلیل دی.

• الخوف والرجاء صفتان من صفات أهل الإيمان.
وېره او هیله د ایمان والاوو د صفتونو څخه دوه صفتونه دي.

قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! ووایه: بېشکه ماته الله پدې امر کړی چې یوازې د هغه عبادت وکړم او په عبادت کې ورته پوره اخلاصمند واوسم.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاُمِرْتُ لِاَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او راته یې امر کړی چې له دې امت څخه ورته لومړی تسلیم شم او غاړه ورته کېږدم.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
ای رسوله! ورته ووایه: که چېرې د الله نافرماني وکړم او (امر) یې ونه منم نو بېشکه وېرېږم د لویې ورځې له عذاب څخه چې د قیامت ورځ ده.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلِ اللّٰهَ اَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهٗ دِیْنِیْ ۟ۙۚ
ای رسوله! بېشکه زه یوازې د الله عبادت کوم، اخلاصمند یم هغه لره په عبادت کې، د بل چا عبادت ورسره نه کوم.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاعْبُدُوْا مَا شِئْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَا ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟
نو تاسو -ای مشرکانو- له هغه پرته د هغو بوتانو عبادت وکړئ چې خوښه مو وي (امر د ننګونې لپاره دی)، ای رسوله! ته ووایه: بېشکه ریښتیني زیانمن هغه خلک دي چې ځانونه او کورنۍ یې په تاوان کې اچولي، نو ورسره به مخ نشي له کبله د جداوالي جنت ته په ننوتلو یا دوی سره دوزخ ته په ننوتلو، نو هېڅکله به دوی یو بل سره مخ نه شي، خبر اوسئ همدا ریښتینی او څرګند تاوان دی هغه تاوان چې هیڅ نوع ګډوډي پکې نشته.
अरबी व्याख्याहरू:
لَهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ؕ— ذٰلِكَ یُخَوِّفُ اللّٰهُ بِهٖ عِبَادَهٗ ؕ— یٰعِبَادِ فَاتَّقُوْنِ ۟
دوی لره له پورته خوا لوګی، لمبې او ګرمي ده، او له ښکته خوا هم لوګی، لمبې او ګرمي ده، دې یاد شوي عذاب باندې الله خپل بندګان ډاروي، ای زما بندګانو! له ما څخه زما د اوامرو په ترسره کولو او د نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې ووېرېږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوْتَ اَنْ یَّعْبُدُوْهَا وَاَنَابُوْۤا اِلَی اللّٰهِ لَهُمُ الْبُشْرٰی ۚ— فَبَشِّرْ عِبَادِ ۟ۙ
او هغه کسان چې د بوتانو له عبادت څخه ځان ساتي او له هغه څه څخه چې له الله پرته یې عبادت کېږي، او الله ته په توبه کولو ورګرځېدلي، همدوی ته د مرګ پر مهال، او په قبر او دقیامت په ورځ د جنت زېری دی، نو -ای رسوله- زما بندګانو ته زېری ورکړه.
अरबी व्याख्याहरू:
الَّذِیْنَ یَسْتَمِعُوْنَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُوْنَ اَحْسَنَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدٰىهُمُ اللّٰهُ وَاُولٰٓىِٕكَ هُمْ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟
هغه کسان چې خبرې ته غوږ نیسي او د ښو او بدو ترمنځ توپیر کوي، نو د ښایسته خبرې تابعداري کوي ځکه چې ګټه پکې وي، په همدې صفتونو نومول شوي خلک هغه دي چې الله ورته د هدایت وس ورکړی، او همدوی د روغو عقلونو څښتنان دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَفَمَنْ حَقَّ عَلَیْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ ؕ— اَفَاَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِی النَّارِ ۟ۚ
په چا چې د عذاب کلمه له دې کبله واجب شوه چې په کفر او بې لارېتوب کې روان وي، نو ته هېڅ چاره نلرې -ای رسوله- د هدایت او وس ورکولو د دوی، نو آیا ته -ای رسوله- د داسې صفت لرونکی (کس) د اور څخه د ژغورلو توان لرې؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
لٰكِنِ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِیَّةٌ ۙ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ۬— وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ الْمِیْعَادَ ۟
خو کوم کسان چې د خپل رب څخه د هغه د اوامرو په ترسره کولو او د نواهیو څخه ځان ژغورلو سره وېرېدلي وي، دوی لپاره لوړې ماڼۍ دي، ځينې یې پر ځینو پورته دي، لاندې ترې ویالې بهېږي، الله ورسره په دې وعده کړې ده، او الله د وعدې مخالفت نه کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَلَكَهٗ یَنَابِیْعَ فِی الْاَرْضِ ثُمَّ یُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَجْعَلُهٗ حُطَامًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟۠
بېشکه تاسو په لېدلو سره پوهېږئ چې الله له آسمانه د باران اوبه نازل کړي، نو په چینو او ویالو کې یې ننویستي، بیا په دې اوبو سره ګڼ رنګونه د کښت را وباسي، بیا کښت وچېږي، نو ته به یې -اې لیدونکیه- زیړ رنګه وینې پس له دې چې زرغون ؤ، بیا یې له وچوالي وروسته مېده خځلي شي، بېشکه په دې یادو شوو کې د ژونديو زړونو لپاره پند دی.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• إخلاص العبادة لله شرط في قبولها.
په عبادت کې اخلاص کول د هغې د قبلېدو شرط دی.

• المعاصي من أسباب عذاب الله وغضبه.
ګناهونه د الله د عذاب او غضب له لاملونو څخه دي.

• هداية التوفيق إلى الإيمان بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
ایمان ته د لارښوونې وس د الله په لاس کې دی، او د رسول صلی الله علیه وسلم په لاس کې نه دي.

اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰی نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— فَوَیْلٌ لِّلْقٰسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ مِّنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
آیا نو د چا سینه چې الله تعالی د اسلام لپاره پرانیستې وي، او لارښوونه یې ورته شوې وي، او د خپل رب لخوا په دلیل هم وي، د هغه چا په شان دی چې زړه یې د الله له یاد څخه سخت وي؟! هېڅکله سره برابر نه دي، نو ژغورنه خو د لارموندونکو لپاره ده، او تاوان د هغو لپاره دی چې زړونه یې د الله له یاد څخه سخت شوي وي، همدوی د حق څخه (لیرې) په ښکاره بې لارېتوب کې دي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَللّٰهُ نَزَّلَ اَحْسَنَ الْحَدِیْثِ كِتٰبًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُوْدُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ۚ— ثُمَّ تَلِیْنُ جُلُوْدُهُمْ وَقُلُوْبُهُمْ اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
الله تعالی په خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن نازل کړی چې ډېرې ښایسته خبرې دي، متشابه یې نازل کړ چې یو بل ته ورته دی په ریښتنوالي، ښایست، موافقت او د مخالفت په نشتوالي کې، کیسې او احکام پکې تکرارېږي، وعدې (د نعمتونو) او وعېدونه (د عذابونو)، د حق د خاوندانو صفتونه، د باطل والاوو صفتونه، او داسې نور، د هغو خلکو پوستکي ترې لړزېږي چې د الله څخه وېرېږي کله چې هغه وعیدونه او ګوت څنډنه واورې چې پکې دي، بیا یې پوستکي او زړونه د الله یاد لره نرم شي کله چې هغه هېلې او زیري واوري چې پکې دي، دا یادې شوې خبرې د قرآن او د هغه د اغیز په اړه د الله لارښوونه ده چې چا ته وغواړي لارښوونه کوي، او څوک چې الله رسوا کړي او د لارښوونې وس ورنکړي، نو بیا هېڅ لارښوونکی نلري چې لار ور وښایي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَفَمَنْ یَّتَّقِیْ بِوَجْهِهٖ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَقِیْلَ لِلظّٰلِمِیْنَ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟
آیا برابر دی هغه کس چې الله ورته لارښوونه کړې، او په دنیا کې یې وس ورکړی او په آخرت کې یې جنت ته ننویستی، او هغه کس چې کفر یې کړی او په خپل کفر مړ شوی، نو دوزخ ته تړل شوي لاسونه او پښې یې ورننویستی، نشي کولای چې له اور څخه ځان وساتي مګر پړمخ؟! او هغو ظالمانو ته چې په کفر او ګناهونو کولو یې پر ځانو ظلم کړی د زورنې په ډول وویل شي: د هغه کفر او ګناهونو سزا وڅکئ چې کول مو، همدا مو بدله ده.
अरबी व्याख्याहरू:
كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
له دغو مشرکانو مخکې امتونو تکذیب کړی ؤ، نو ناببره ورته عذاب له هغه لوري راغی چې دوی پرې نه پوهېدل څو په توبې یې چمتووالی ونیسي.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَذَاقَهُمُ اللّٰهُ الْخِزْیَ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
نو په همدې عذاب ورته الله د دنیا په ژوند کې رسوایي او شرم ور وڅکلو، او بېشکه د آخرت هغه عذاب چې دوی یې انتظار باسي ستر او سخت دی، که چېرې دوی پوهېدلی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ
او بېشکه مونږ خلکو ته په دې قرآن کې چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی شوی ډول ډول د خیر او شر، حق او باطل، ایمان او کفر او داسې نور مثالونه بیان کړي؛ په دې هیله چې عبرت ترې واخلي، نو په حق عمل وکړي او باطل پرېږدي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا غَیْرَ ذِیْ عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
په عربي ژبه مو قرآن (لوستل شوی) ګرځولی، کوږوالی او ګډوډي نلري، په دې هیله چې له الله ووېرېږي؛ د اوامرو پر ځای کولو او د نواهیو څخه په ځان ساتلو.
अरबी व्याख्याहरू:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِیْهِ شُرَكَآءُ مُتَشٰكِسُوْنَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ۚ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله تعالی د مشرک او موحد لپاره مثال بیانوي د یو مریي سړي چې د څو مخالفو شریکانو وي؛ که ځینې خوشاله کړي نور غصه کړي، نو هغه په حېرانتیا او ګډوډۍ کې وي، او بل سړی (مریی) د یو سړي وي، یوازې یې مالک وي، او د هغه مراد پېژني نو هغه په اطمینان او د زړه په آرامتیا کې وي، دا دواړه سړي سره برابر نه دي، ستاینه الله لره ده، بلکې زیاتره د هغوی نه پوهېږي، نو ځکه د الله سره نور شریکان نیسي.
अरबी व्याख्याहरू:
اِنَّكَ مَیِّتٌ وَّاِنَّهُمْ مَّیِّتُوْنَ ۟ؗ
بېشکه ته -ای رسوله- مړ کېدونکی یې، او بېشکه دوی هم له شک پرته مړه کېدونکي دي.
अरबी व्याख्याहरू:
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُوْنَ ۟۠
بیا به تاسو -ای خلکو- د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې په هغه څه کې ناندرۍ وهئ چې تاسو پکې اختلاف کولو، نو حقدار به له باطل والا څخه څرګند شي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• أهل الإيمان والتقوى هم الذين يخشعون لسماع القرآن، وأهل المعاصي والخذلان هم الذين لا ينتفعون به.
د ایمان او تقوی خاوندان هغه خلک دي چې د قرآن په اورېدلو عاجزي کوي، او د ګناهونو او رسوایي خاوندان هغه خلک دي چې ترې ګټه نه اخلي.

• التكذيب بما جاءت به الرسل سبب نزول العذاب إما في الدنيا أو الآخرة أو فيهما معًا.
په هغه څه تکذیب کول چې رسولانو راوړي په دنیا یا په آخرت او یا دواړو کې د عذاب د نازلېدو لامل دی.

• لم يترك القرآن شيئًا من أمر الدنيا والآخرة إلا بيَّنه، إما إجمالًا أو تفصيلًا، وضرب له الأمثال.
قرآن د دنیا او آخرت له کارونو څخه له بیانولو پرته هېڅ هم ندي پرېښي، یا لنډ (اجمالي) او یا اوږد (تفصیلي)، او ورته یې بېلګې بیان کړې دي.

فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَی اللّٰهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ اِذْ جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
تر هغه زيات ظالم نشته چې الله ته د شريک، ښځې او بچي نسبت کوي چې له هغه سره نه ښايي، او نه تر هغه زيات ظالم شته چې د الله د رسول صلی الله عليه وسلم راوړې وحي درواغ ګڼي، آيا هغه کسان چې پر الله او پر هغه څه کافران دي چې د هغه رسول راوړي د هغوی ځای او هستوګنه په اور کې نه ده؟! ولې نه، له شک پرته د هغوی ځای او هستوګنه به هملته وي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْ جَآءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟
او له نبيانو او نورو خلکو چې په ويناوو او کړنو کې له رېښتيا سره راغلي، او د مومن په توګه يې رېښتيا ګڼلي، د هغو پر غوښتنه يې عمل کړی، همدوی په رېښتيا کره پرهیزګان دي،دا هغه خلک دي چې د خپل رب امر مني او له نهي یې ډډه کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚۖ
د هغوی لپاره د خپل پالونکي په وړاندې يې تلپاتې هغه مزې دي چې هغوی يې غواړي، دغه د نېکانو د هغو کړنو بدله ده چې د خپل پيداکوونکي او د هغه د بندګانو پر وړاندې يې ترسره کړي دي.
अरबी व्याख्याहरू:
لِیُكَفِّرَ اللّٰهُ عَنْهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ عَمِلُوْا وَیَجْزِیَهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
ترڅو الله د هغوی هغه ناوړه ګناهونه له منځه يوسي چې په دنيا کې يې کول، د هغوی د توبې او خپل پالونکي ته د ورګرځېدو له امله، او هغوی ته يې پوره بدله ورکړي د هغو نېکيو له امله چې کولې يې.
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَیْسَ اللّٰهُ بِكَافٍ عَبْدَهٗ ؕ— وَیُخَوِّفُوْنَكَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟ۚ
آيا الله د خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم د دين او دنيا د چارې لپاره بسنه نه کوي او ایا الله به د دشمن څخه د هغه دفاع ونکړي؟! ولې نه، هغه بسنه کوي، ای رسوله! هغوی د ناپوهۍ او کم عقلۍ له امله له الله پرته تا پر هغو بوتانو وېروي چې هغوی يې د الله څخه په غیر عبادت کوي، چې تاته به زيان ورسوي، او څوک چې الله يې خوار کړي او د لارښوونې توفيق ور نه کړي، نو هغه لره هيڅ لارښود نشته چې لارښوونه او مرسته يې وکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّضِلٍّ ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِعَزِیْزٍ ذِی انْتِقَامٍ ۟
او چاته چې الله د لارښوونې توفيق ورکړي، نو هيڅ داسې لار ورکوونکی نشته چې لار ترې ورکه کړي، آيا الله داسې برلاسی نه دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدلای، له هغه چا غچ اخېستونکی چې پر هغه (الله) يې کفر کړی او سرغړونه يې ترې کړې؟! ولې نه، له شک پرته هغه برلاسی غچ اخېستونکی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ ؕ— قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ؕ— عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟
ای رسوله! که له دغو مشرکانو وپوښتې: چې اسمانونه اوځمکه چا پيداکړي؟ هرومرو به ووايي: الله پيداکړي دي، د هغوی د معبودانو د بې وسۍ ښکاره کولو په موخه ورته ووايه: له الله پرته دغه معبودان چې تاسو یی عبادت کوئ د هغوی په اړه خبر راکړئ، که چېرې الله ماته ضرر رسول و غواړي آيا هغوی له ما څخه ضرر لیرې کولای شي؟! او يا مې پالونکی وغواړي چې رحمت راباندې وکړي، آيا هغوی له ما څخه د رحمت مخه نيولای شي؟! ورته ووايه: يوازې الله بسنه راته کوي، په ټولو چارو کې بروسه پرې کوم، او بروسه کوونکي يوازې پر هغه بروسه کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
ای رسوله ووايه: ای زما قومه! پر هغه حال عمل کوئ چې تاسو د الله د شرک لپاره خوښ کړی، له شک پرته زه د هغه څه عمل کوونکی يم چې پالونکي خپل يووالي او عبادت کې اخلاص ته د بلنې لپاره امر راته کړی، ژر به د هرې لارې په پايله پوه شئ.
अरबी व्याख्याहरू:
مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
ژر به پوه شئ چې پر چا په دنيا کې داسې سزا راځي چې رسوا او سپکوي يې او په آخرت کې تلپاتې داسې سزا پرې را پرېوزي چې نه قطع کيږي او نه به پای ته رسيږي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• عظم خطورة الافتراء على الله ونسبة ما لا يليق به أو بشرعه له سبحانه.
پر الله او د هغه پر شريعت د داسې تور تړلو د خطر لوی والی چې د هغه له شان سره نه ښايي.

• ثبوت حفظ الله للرسول صلى الله عليه وسلم أن يصيبه أعداؤه بسوء.
د الله لخوا د رسول صلی الله عليه وسلم د ساتنې ثبوت چې دښمنان به يې کوم ضرر ور ونه شي رسولای.

• الإقرار بتوحيد الربوبية فقط بغير توحيد الألوهية، لا ينجي صاحبه من عذاب النار.
الله پخپلو کارونو کې یو ګڼل او په حقوقو کې یې ورسره شریکان جوړول ددې نظر والا داور د عذاب څخه نه شي خلاصیدای

اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟۠
ای رسوله! له شک پرته موږ پر تا د خلکو لپاره قرآن نازل کړ، تر څو يې ووېروې، نو څوک چې په سمه لار شو د لارښوونې ګټه يې د ځان لپاره ده، د هغه لارښوونه الله ته ګټه نه رسوي، ځکه هغه ترې بې پروا دی، او څوک چې لارورکی شو، د لارورکۍ ضرر يې د ځان پرخلاف دی، ته پر هغوی ګومارل شوی نه يې تر څو يې لارښوونې ته اړکړې، پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې د رسولو امر يې درته شوی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
اَللّٰهُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَالَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَا ۚ— فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰی عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَیُرْسِلُ الْاُخْرٰۤی اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
همغه الله دی چې د وختونو له پای ته رسېدلو سره ساګانې اخلي، او د خوب پرمهال هغه ساګانې اخلي چې وختونه يې پای ته نه وي رسېدلي، نو پر کومو چې د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي، او پرکومو چې پرېکړه نه وي شوې هغه له خپلې پوهې سره سم تر ټاکلې مودې پورې راليږي، له شک پرته په دغه اخېستلو، پرېښودلو، مړه کولو او ژوندي کولو کې د هغه قوم لپاره پر دې خبره دلايل دي چې فکر کوي پر دې خبره چې څوک دا کار کوي هغه قادر پر دې چې خلک د هغوی له مړينې وروسته د حساب او بدلې لپاره راپورته کړي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُفَعَآءَ ؕ— قُلْ اَوَلَوْ كَانُوْا لَا یَمْلِكُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَعْقِلُوْنَ ۟
مشرکانو له الله پرته خپل بوتان داسې سفارش کوونکي نيولي چې ځانو ته د ګټې هيله ترې لري، ای رسوله ورته ووايه: ايا تاسو هغوی سفارشیان نيسئ که څه هم هغوی نه تاسو ته او نه ځانونو ته د هيڅ واک لري او نه عقل لري، هغوی داسې ګونګي جمادات دي چې نه خبرې کوي، نه اوري، نه لیدل کولای شي، نه ګټه رسوي او نه ضرر؟!.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ لِّلّٰهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیْعًا ؕ— لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووایه: يوازې الله لره ټوله سپارښتنه ده، د هغه له اجازې پرته هيڅوک سپارښتنه نه شي کولای، او يوازې هغه څوک به سپارښتنه کوي چې يې ورته خوښه وي، يوازې هغه لره د اسمانونو او ځمکې پاچايي ده، بيا يوازې همغه ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ، نو پرکړنو به مو بدله درکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
او کله چې يوازې الله ياد شي، د هغو مشرکانو زړونه کرکه کوي چې پر آخرت او پر هغه څه باور نه لري چې په آخرت کې کوم بېرته راپاڅېدل، حساب او بدله ده، او کله چې هغه بوتان ياد شي چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، نو يودم هغوی خوښ او خوشحاله شي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلِ اللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ عٰلِمَ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ اَنْتَ تَحْكُمُ بَیْنَ عِبَادِكَ فِیْ مَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
ای رسوله! ووايه: يا الله له مخکينۍ بېلګې پرته د اسمانونو او ځمکې پيداکوونکيه، په پټو او ښکاره و پوه (الله)! له تا څخه له دغه هيڅ هم نه دي پټ، يوازې ته د خپلو بندګانو تر منځ د قيامت په ورځ په هغه څه کې پرېکړه کوې چې هغوی يې په اړه په دنيا کې لانجې کوي، نو حق به له باطله او نېکمرغه به له بدمرغه بېل کړې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَوْ اَنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ مِنْ سُوْٓءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَبَدَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مَا لَمْ یَكُوْنُوْا یَحْتَسِبُوْنَ ۟
او که هغه کسان چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، ټول هغه غوره شيان، مالونه او نور شيان او د هغه غوندې څو برابره نور ورسره د هغه سخت عذابه د ځان ژغورلو لپاره فديه کړي چې له بېرته را پورته کېدو وروسته يې وويني، خو دا هغوی لره نه دي، او که فرض کړل شي چې هغوی لره به دا وي، ترې وبه نه منل شي، او هغوی لره به د الله له لوري ډول ډول عذابونه ښکاره شي چې هغوی يې توقع نه لرله.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• النوم والاستيقاظ درسان يوميان للتعريف بالموت والبعث.
خوب او بيدارېدل، د مرګ او بيا ژوندي کېدو د پېژندګلوۍ لپاره دوه ورځني درسونه دي.

• إذا ذُكِر الله وحده عند الكفار أصابهم ضيق وهمّ؛ لأنهم يتذكرون ما أمر به وما نهى عنه وهم معرضون عن هذا كله.
کله چې د کافرانو په وړاندې يوازې الله ياد شي، نو تنګي او غم ورسيږي، ځکه هغوی ته هغه څه ورپه ياد شي چې امر پرې شوی او هغه څه چې ترې منع کړل شوي او هغوی له دغو ټولو مخ اړوونکي دي.

• يتمنى الكافر يوم القيامة افتداء نفسه بكل ما يملك مع بخله به في الدنيا، ولن يُقْبل منه.
د قيامت په ورځ به کافر تمنا (هيله) کوي چې د ځان ژغورنې په موخه هرهغه څه چې لري يې سره له دې چې په دنيا کې يې بخيلي پرې کوله ولګوي او هيڅکله به ترې ونه منل شي.

وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او له شرک او ګناهونو يې چې څه کړي هغه به ورته ښکاره شي، او هغه سزا به پرې چاپېره شي چې په دنيا کې ترې وېرول شوي وو او هغوی ملنډې پرې وهلې.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ؗ— ثُمَّ اِذَا خَوَّلْنٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا ۙ— قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ ؕ— بَلْ هِیَ فِتْنَةٌ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
کله چې کافر انسان ته ناروغي، بې وزلي یا د دې په شانته بل څه مصیبت ورسيږي، نو موږ رابولي ترڅو دغه رسېدلې ستونزه ترې لیرې کړو، بيا چې کله د روغتيا او مال پېرزوينه پرې وکړو، کافر وايي: دا الله زما د پوهې له امله راکړي دي چې زه يې وړ وم، خو سمه خبره دا ده چې دا ازميښت او استدراج دی، خو ډېری کافران په دغه نه پوهيږي، نو پر هغه څه غره کيږي چې الله پرې پېرزو کړي دي.
अरबी व्याख्याहरू:
قَدْ قَالَهَا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
له شک پرته همدغه وينا مخکينيو کافرانو هم کړې وه، خو هغوی ته يې ترلاسه کړو مالونو او رتبې هيڅ ګټه ونه رسوله.
अरबी व्याख्याहरू:
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ؕ— وَالَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ هٰۤؤُلَآءِ سَیُصِیْبُهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ۙ— وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟
هغوی ته يې د شرک او ګناهونو بدو کړنو سزا ورسېدله، او له دغو حاضرو مشرکانو چې چا پر ځانونو د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، هغوی ته به يې د بدو کړنو سزا ورسيږي، او له الله څخه به هيڅکله پاتې نه شي او نه به پرې برلاسي شي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
آيا دغو مشرکانو وويل هغه څه چې ويې ويل، او پوه نه شول چې الله چاته وغواړي د ازميښت په توګه يې روزي پراخوي: چې آيا صبرکوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟! له شک پرته په دغه ياد شوي د روزۍ په پراخوالي او تنګوالي کې د الله پر تدبير [ژوره پاملرنه]دلايل دي د هغه قوم لپاره چې ايمان لري، ځکه همدوی له دلايلو ګټه پورته کوي، خو کافران چې دي هغوی داسې پرې تېريږي چې ترې مخ اړوونکي وي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته ووایه چې د شرک او ګناهونو ترسره کولو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی: د الله له رحمت او خپلو ګناهونو له بښنې مه ناهيلې کېږئ، له شک پرته الله د هغه چا ټول ګناهونه بښي چې توبه وباسي، او بیشکه همغه توبه اېستونکو ته د ګناهونو څخه بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَنِیْبُوْۤا اِلٰی رَبِّكُمْ وَاَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
او پالونکي ته مو په توبه اېستلو او نېکو کړنو وروګرځئ، او غاړه ورته کېږدئ، مخکې تردې چې د قيامت د ورځې عذاب درباندې راشي، بيا به مو له خپلو بوتانو او کورنيو څوک ونه مومئ چې له عذابه په اېستلو مو مرسته وکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
او د هغه غوره قرآن پيروي کوئ چې پالونکي مو پر خپل استازي نازل کړی، د هغه پر امرونو عمل کوئ، له نهيو يې ډډه کوئ، مخکې تردې چې ناببره عذاب درباندې راشي او تاسو يې احساس هم نه کوئ، ترڅو په توبه اېستلو چمتووالی ورته ونيسئ.
अरबी व्याख्याहरू:
اَنْ تَقُوْلَ نَفْسٌ یّٰحَسْرَتٰی عَلٰی مَا فَرَّطْتُ فِیْ جَنْۢبِ اللّٰهِ وَاِنْ كُنْتُ لَمِنَ السّٰخِرِیْنَ ۟ۙ
دغه کار وکړئ د دغې خبرې څخه په ډډه کولو سره چې بيا د قيامت په ورځ څوک د سختې پښېمانۍ له امله وايي:واه افسوس؛په هغه کوتاهي چې د الله په حق کې مې کړی چې د کفر او ګناهونو له امله ورباندې بارده، او په دې خبره چې پر ايمان لرونکو او پيروي کوونکو يې ملنډې وهلې.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• النعمة على الكافر استدراج.
پر کافر پېرزوينه يو استدراج وي.

• سعة رحمة الله بخلقه.
د الله د رحمت پراخوالی پخپل مخلوق.

• الندم النافع هو ما كان في الدنيا، وتبعته توبة نصوح.
ګټوره پښېماني هغه ده چې په دنيا کې وي او نصوح توبه ورپسې وي.

اَوْ تَقُوْلَ لَوْ اَنَّ اللّٰهَ هَدٰىنِیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او يا په تقدير دليل وړاندې کړي چې ووايي: که الله ماته توفيق راکړی وای، زه به هم د هغه پرهیزکارانو څخه وای، چې امرونه به مې منلای او له نهيو به مې ډډه کولای.
अरबी व्याख्याहरू:
اَوْ تَقُوْلَ حِیْنَ تَرَی الْعَذَابَ لَوْ اَنَّ لِیْ كَرَّةً فَاَكُوْنَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او يا د عذاب ليدلو پر مهال د هيله کوونکي په توګه ووايي: که ما لره دنيا ته ګرځېدل وي، نو الله ته به توبه وباسم او په کړنو کې به له نېکانو شم.
अरबी व्याख्याहरू:
بَلٰی قَدْ جَآءَتْكَ اٰیٰتِیْ فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
حالت داسې نه دی لکه ته چې د لارښوونې هيله کوې، له شک پرته زما آيتونه درته راغلي وو، تا درواغ وګڼل او لويي دې وکړه او ته پر الله، د هغه پر نښانو او استازو له کفر کوونکو څخه وې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ تَرَی الَّذِیْنَ كَذَبُوْا عَلَی اللّٰهِ وُجُوْهُهُمْ مُّسْوَدَّةٌ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
او د قيامت په ورځ به هغه خلک ووينې چې الله ته يې د شريک او بچي په نسبت کولو سره درواغ ويلي، مخونه به يې تور وي، د هغوی د بدبختۍ د نښې په توګه، آيا پر الله او د هغه پر رسولانو د ايمان راوړلو څخه لويي کوونکو ځای دوزخ نه دی؟! ولې نه، له شک پرته په دوزخ کې هغوی لره ځای دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَیُنَجِّی اللّٰهُ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ ؗ— لَا یَمَسُّهُمُ السُّوْٓءُ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
او الله به هغه خلک د بريا ځای ته چې جنت دی په ننه اېستلو اور ته له داخلولو و ساتي چې له پالونکي يې د امرونو په پرځای کولو او له نهيو يې په ډډه کولو سره وېريږي، عذاب به ورته ونه رسیږي او نه به د دنيا د برنامو په پاتې کېدلو خپه کيږي.
अरबी व्याख्याहरू:
اَللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ ؗ— وَّهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ ۟
الله د هر څه پيداکوونکی دی، له هغه پرته بل پيداکوونکی نشته، او هغه د هرڅه ساتونکی دی، د خپل کار تدبيرکوي او څنګه یې چې وغواړي تصرف په کې کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
يوازې هغه لره په اسمانونو او ځمکه کې د ښېګڼو د خزانو چابيانې دي، چاته چې وغواړي ورکوي يې او چاته چې وغواړي ترې راګرځوي يې، او کومو خلکو چې د الله پر آيتونو کفر کړی همدوی تاوانيان دي، ځکه د دنيا په ژوند کې له ايمانه بې برخې دي او په آخرت کې به د تل لپاره اور ته ننوزي.
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَاْمُرُوْٓنِّیْۤ اَعْبُدُ اَیُّهَا الْجٰهِلُوْنَ ۟
اې رسوله! دغه مشرکان چې د بوتانو عبادت ته دې راګرځوي ورته ووايه: اې له خپل پالونکي ناپوهانو تاسو ماته امر کوئ چې له الله پرته د بل چا عبادت وکړم؟! حال دا چې د عبادت مستحق نه دی مګر یو الله، هيڅکله به له هغه پرته د بل چا عبادت ونه کړم
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَقَدْ اُوْحِیَ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— لَىِٕنْ اَشْرَكْتَ لَیَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
او ای رسوله! الله تاته او له تا مخکې نورو رسولانوته وحي کړې: که دې له الله سره د بل چا عبادت هم وکړ ، د نېک عمل بدله به دې له منځه يوسي او په دنیا کې د ديني تاوان له امله او په آخرت کې د سزا ليدلو له امله به له زيانمنو څخه شې.
अरबी व्याख्याहरू:
بَلِ اللّٰهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
بلکې يوازې د الله عبادت کوه او له هغه سره هيڅوک مه شريکوه، او هغه لره پر هغو پېرزوينو يې له شکر اېستونکو اوسه چې درباندې کړې يې دي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ۖۗ— وَالْاَرْضُ جَمِیْعًا قَبْضَتُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَالسَّمٰوٰتُ مَطْوِیّٰتٌ بِیَمِیْنِهٖ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
او مشرکانو د الله په حقه درناوی ونه کړ، کله يې چې له بې وسو کمزورو مخلوقاتو نور ورسره شريک کړل، او د الله د قدرت له هغو ښکاره نښانو بې خبره شول، چې ځمکه له دومره غرونو، ونو، ويالو او دريابونو سربېره د قيامت په ورځ به د هغه په موټي کې وي، او اوه اسمانونه به يې په ښي لاس کې رانغښتي وي، او هغه له هغه څه پاک او لوړ دی چې مشرکان يې وايي او عقیده يې لري.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الكِبْر خلق ذميم مشؤوم يمنع من الوصول إلى الحق.
لويي يو بد او ناوړه خوی دی، چې حق ته له رسېدو منع کوونکی دی.

• سواد الوجوه يوم القيامة علامة شقاء أصحابها.
د مخونو توروالی د قيامت په ورځ د څښتنانو د بدبختۍ نښه يې ده.

• الشرك محبط لكل الأعمال الصالحة.
شرک د ټولو نېکو کړنو له منځه وړونکی دی.

• ثبوت القبضة واليمين لله سبحانه دون تشبيه ولا تمثيل.
پرته له تشبيه او بېلګې بیانولو د الله لپاره د موټي او ښي لاس ثابتوالی.

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَصَعِقَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— ثُمَّ نُفِخَ فِیْهِ اُخْرٰی فَاِذَا هُمْ قِیَامٌ یَّنْظُرُوْنَ ۟
کله چې د شپېلۍ پوکولو مسؤوله پرېښته په ښکر کې پوکی وکړي، ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي مړه به شي، مګر چاته چې الله نه مړه کېدل غوښتي وي، بيا به پرېښته دویم ځل د بېرته را پورته کېدو په موخه پوکی وکړي، نو ټول به ژوندي ولاړ وي، ګوري به چې الله پر هغوی څه کوونکی دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاَشْرَقَتِ الْاَرْضُ بِنُوْرِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتٰبُ وَجِایْٓءَ بِالنَّبِیّٖنَ وَالشُّهَدَآءِ وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
د بندګانو د بېلوالي په موخه به د الله د تجلي (نور) له امله ځمکه رڼا شي، د خلکو د کړنو پاڼې به وغوړول شي، نبيان به راوستل شي، د محمد صلی الله عليه وسلم امت به راوستل شي تر څو د نبيانو لپاره د هغوی پر قومونو شاهدي ورکړي، الله به د هغوی ټولو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، په دغه ورځ به پرهغوی ظلم نه کيږي، د انسان په بدۍ کې به زيادت نه راځي او نه به يې نيکي کميږي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَوُفِّیَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟۠
او الله به هر چاته بشپړه بدله ورکړي، هغه که عمل يې ښه وي او که بد، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له ښو او بدو کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي، او په دغه ورځ به هغوی ته يې د کړنو بدله ورکړي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَسِیْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا فُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَتْلُوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ رَبِّكُمْ وَیُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
او پرېښتې به پر الله کفرکوونکي خلک ډلې ډلې خوار، جهنم خواته روان کړي، تر دې چې دوزخ ته ورسيږي، پر دوزخ ګومارل شوې پرېښتې به د هغوی لپاره د دوزخ دروازې پرانيزي، هرکلی به يې کوي د توبيخ په ډول به ورته وايي: آيا ستاسو له جنسه رسولان نه وو درغلي چې پر هغوی د پالونکي نازل شوي آيتونه يې درباندې لوستلي وای او تاسو يې د قيامت د ورځې له مخامخ کېدو وېرولي وای، چې په هغو کې څومره سخت عذاب دی؟! هغه کسان چې کفر يې کړی پرځانونو د اقرار کوونکو په ډول به ووايي: ولې نه، دا هرڅه شوي، خو پرکافرانو د عذاب کلمه واجبه شوې او موږ کافران وو.
अरबी व्याख्याहरू:
قِیْلَ ادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
هغوی ته به د سپکاوي، د الله له لورېينې او اوره د وتلو د ناهيله کولو په توګه وويل شي: د دوزخ له دروازو ننوځئ، تل به پکې ياست، د حق پر وړاندې د لويي کوونکو کبرجنو ځای بد او ناوړه دی.
अरबी व्याख्याहरू:
وَسِیْقَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ اِلَی الْجَنَّةِ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا وَفُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوْهَا خٰلِدِیْنَ ۟
او پرېښتې به په نرمۍ هغه مؤمنان چې له پالونکي يې د هغه د امرونو په منلو او له نهيو يې په ډډه کولو وېريږي جنت خوا ته ډلې ډلې په درناوي روان کړي، تردې چې جنت ته راشي، دروازې به يې ورته پرانېستل شي، او پر هغو ګومارل شوې پرېښتې به ورته ووايي: پرتاسو دې له هر ضرره او له هغه څه سلامتيا وي چې نه يې خوښوئ، زړونه او کړنې مو خوشحاله اوسئ، جنت ته ننوزئ تل پکې اوسېږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ صَدَقَنَا وَعْدَهٗ وَاَوْرَثَنَا الْاَرْضَ نَتَبَوَّاُ مِنَ الْجَنَّةِ حَیْثُ نَشَآءُ ۚ— فَنِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟
او مؤمنان چې کله جنت ته ننوزي وبه وايي: هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ سره يې خپله هغه ژمنه رېښتينې کړه چې د رسولانو په خولو يې را سره کړې وه، او له موږ سره يې دا ژمنه کړې وه چې جنت ته به مو ننباسي او د جنت د ځمکې وارثان به مو ګرځوي، هلته به هغه ځای ته ځو چېرې چې تلل وغواړو، نو د هغو نېکوکړنو ترسره کوونکو لپاره څومره ښه بدله ده چې د خپل پالونکي لپاره يې کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• ثبوت نفختي الصور.
په شپيلۍ کې د دوه ځلې پوکي ثبوت.

• بيان الإهانة التي يتلقاها الكفار، والإكرام الذي يُسْتَقبل به المؤمنون.
د کافرانو له سپکاوي سره د مخامخ کېدو بيان، او د مؤمنانو د داسې درناوي بيان چې هرکلی به يې پرې کيږي.

• ثبوت خلود الكفار في الجحيم، وخلود المؤمنين في النعيم.
د کافرانو په دوزخ کې او مؤمنانو په نعمتونو کې د تل پاتې کېدو ثبوت.

• طيب العمل يورث طيب الجزاء.
ښه عمل، ښه بدله لري.

وَتَرَی الْمَلٰٓىِٕكَةَ حَآفِّیْنَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ ۚ— وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَقِیْلَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
دغه د شهادت په ورځ به پرېښتې پر عرش چاپېرېدونکي وي، او له هغه څه به د الله پاکي بيانوي چې وړ يې نه دی او کافران يې وايي، او الله به د ټولو خلکو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، نو د چا چې درناوی کوي درناوی به يې وکړي او چاته چې عذاب ورکوي عذاب به ورکړي او وبه ويل شي: د مخلوقاتو پالونکي الله لره ستاينه ده پر هغه پرېکړه چې د مؤمنو بندګانو لپاره يې د لورېينې پرېکړه وکړه او کافرو بندګانو لپاره د عذاب پرېکړه.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الجمع بين الترغيب في رحمة الله، والترهيب من شدة عقابه: مسلك حسن.
د الله په لورېينه کې د هڅونې او د هغه د سزا له سختوالي وېره؛ دواړه یو ځای کول بهترینه تګلاره ده

• الثناء على الله بتوحيده والتسبيح بحمده أدب من آداب الدعاء.
د دعا د ادابو څخه یو ادب دا هم دی چې دالله ثنا د هغه په یووالی،پاکۍ،ستاینو سره ووایې

• كرامة المؤمن عند الله؛ حيث سخر له الملائكة يستغفرون له.
د الله په وړاندې د مؤمن درناوی چې پرېښتې يې د هغه د بښنې غوښتلو لپاره تابع کړي دي.

 
अर्थको अनुवाद सूरः: सूरतुज्जुमर
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - अनुवादहरूको सूची

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

बन्द गर्नुस्