Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद श्लोक: (88) सूरः: माइदः
وَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا ۪— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اَنْتُمْ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟
او خورئ د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي د خپل رزق نه پداسې حال کې چې حلال او پاک وي، نه دا چې حرام وي لکه په زوره اخیستل شوی وي او یا يي عقل بد ګڼي، او وویریږئ د الله تعالی نه په عملي کولو سره د هغه حکمونو لره او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، نو الله؛ هغه ذات دی چې تاسو پرې ایمان لرئ، او ستاسو ایمان لرل په هغه باندې په تاسو لازموي چې د هغه نه وویریږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الأمر بتوخي الطيب من الأرزاق وترك الخبيث.
امر دی پر دې چې د رزق لپاره دې پاک شیان ولټول شي او له ناپاکو څخه دې ډډه وشي.

• عدم المؤاخذة على الحلف عن غير عزم للقلب، والمؤاخذة على ما كان عن عزم القلب ليفعلنّ أو لا يفعلنّ.
هغه سوګند چې د زړه له ارادې څخه نه وي نیول پرې نشته، او نیول شته دی په هغه باندې چې کوم د زړه له قصد څخه وي چې خامخا به داسی کوي او یا به يې نه کوي.

• بيان أن كفارة اليمين: إطعام عشرة مساكين، أو كسوتهم، أو عتق رقبة مؤمنة، فإذا لم يستطع المكفِّر عن يمينه الإتيان بواحد من الأمور السابقة، فليكفِّر عن يمينه بصيام ثلاثة أيام.
د قسم د کفارې بیان چې: ډوډۍ ورکول دي لسو مسکینانو ته، او یا هغوی ته جامی کول دي، او یا ازادول د مریي مسلمان دي، نو که چیرته د قسم نه کفاره ورکوونکي یو د دې دریو شیانو څخه پیدا نه کړی شو، نو بیا دې د خپل قسم نه درې ورځې روژې ونیسي.

• قوله تعالى: ﴿... إنَّمَا الْخَمْرُ ...﴾ هي آخر آية نزلت في الخمر، وهي نص في تحريمه.
د الله تعالی دا وینا: (( ... إنَّمَا الخمرُ... )) دا اخرنی ایت دی چې د شرابو باره کې نازل شوی، او دا آیت نص دی په حراموالي د شرابو.

 
अर्थको अनुवाद श्लोक: (88) सूरः: माइदः
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद । - अनुवादहरूको सूची

मर्क्ज तफ्सीर लिद्दिरासात अल-कुर्आनियह द्वारा प्रकाशित।

बन्द गर्नुस्