Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । * - अनुवादहरूको सूची

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

अर्थको अनुवाद सूरः: बकरः   श्लोक:
اَوَلَا یَعْلَمُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
آیا نه پوهیږي دوی چې بیشکه الله عالم دی په هغه څه چې پټوي يې دوی او په هغه څه چې ښکاره کوي يې.
अरबी व्याख्याहरू:
وَمِنْهُمْ اُمِّیُّوْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ الْكِتٰبَ اِلَّاۤ اَمَانِیَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ ۟
او ځینې له هغوی څخه امیان (ناپوهه) دي چې په کتاب (تورات) باندې نه پوهېږي، مګر دا چې بې بنسټه هیلې (امیدونه) لري او نه دي دوی مګر ګومانونه کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ یَكْتُبُوْنَ الْكِتٰبَ بِاَیْدِیْهِمْ ۗ— ثُمَّ یَقُوْلُوْنَ هٰذَا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ لِیَشْتَرُوْا بِهٖ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— فَوَیْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا كَتَبَتْ اَیْدِیْهِمْ وَوَیْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا یَكْسِبُوْنَ ۟
نو عذاب (هلاک او خرابي) دی لپاره د هغو خلکو چې لیکي کتاب په خپلو لاسونو بیا وايې چې دا د الله له لوري دی، دې لپاره چې په دغه (کتاب) لږ قیمت ترلاسه کړي، نو هلاکت (عذاب) دی دوی لره د هغه شی چې لیکلی دی لاسونو د دوی او بیا هلاکت دی دوی لره د هغه کار چې دوی یې کوي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَقَالُوْا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَیَّامًا مَّعْدُوْدَةً ؕ— قُلْ اَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللّٰهِ عَهْدًا فَلَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ عَهْدَهٗۤ اَمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او وایې دوی چې موږ ته به کله هم (د جهنم) اور ونه رسېږي، مګر څو شمېرل شوې ورځې، ته ورته ووایه (ای محمده) آیا تاسې له الله -تعالی- څخه عهد (ژمنه) اخیستې؟ نو الله د خپل عهد مخالفت نه کوي، یا په الله پورې داسې خبرې تړئ چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
अरबी व्याख्याहरू:
بَلٰی مَنْ كَسَبَ سَیِّئَةً وَّاَحَاطَتْ بِهٖ خَطِیْٓـَٔتُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
بلکې ولې نه، (رسېږي تاسې ته دائمي اور) هر چا چې بدي وکړه او چاپيره شوه پر ده ګناه د ده. نو هم دغه کسان څښتنان د اور (د دوزخ) دي، دوی به په هغه اور (د دوزخ) کې تل وي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠
او هغه کسان چې مؤمنان دي او نېک عملونه یې کړي دي، هم دغه کسان دجنت څښتنان دي، دوی به په هغه جنت کې تل وي.
अरबी व्याख्याहरू:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ لَا تَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ ۫— وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَقُوْلُوْا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَّاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ؕ— ثُمَّ تَوَلَّیْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْكُمْ وَاَنْتُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موږ کلکه وعده له بني اسرائیلو څخه واخیستله، دا چې له الله پرته د بل چا عبادت به نه کوئ او له مور او پلار سره به نېکي کوئ، او له خپلوانو سره به هم او له یتیمانو او مسکینانو سره به هم (نیکي کوئ) او خلقو ته ښایسته خبرې وکړئ او لمونځ سم قائموئ او ورکوئ زکات، بیا تاسې (له دې وعدې) وګرځیدئ مګر لږ له تاسې څخه (ونه ګرځیدل)، حال دا چې همدا تاسي (له الهي احکامو څخه) مخ ګرځوونکي یاست.
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: बकरः
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र । - अनुवादहरूको सूची

यसलाई रुव्वाद अनुवाद केन्द्रको टोलीले रब्वा दावाह संघ र इस्लामी सामग्री सेवा संघको सहयोगमा अनुवाद गरिएको छ।

बन्द गर्नुस्