ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ


ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߟߝߊߙߌ ߘߏ߫: (118) ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߌߡߎ߬ߙߊ߲߬ ߞߐߙߍ ߝߐߘߊ
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا بِطَانَةً مِّنْ دُوْنِكُمْ لَا یَاْلُوْنَكُمْ خَبَالًا ؕ— وَدُّوْا مَا عَنِتُّمْ ۚ— قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ۖۚ— وَمَا تُخْفِیْ صُدُوْرُهُمْ اَكْبَرُ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې! تاسو له مومنانو پرته بل څوک ملګری او رازدار مه نیسئ، چې تاسو ورته خپل رازونه وايئ او خپل خاص احوال ورته ورښایئ، نو پس هغوی چې دي تاسو ته په ضرر در اړولو کې کمی نه کوي او ستاسو د حالاتو په خرابولو کې هم کمی نه کوي، ارزو لري د هغه څه چې تاسو ته ضرر دررسوي او په تاسو باندې مشقت کیږی، په تحقیق سره بدي او د ښمني د هغوئ په ژبو راښکاره شوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او ستاسو تر منځ دښمني اچوي، او ستاسو رازونه ښکاره کوي، او هغه کینه چې هغوی یې په سینو کې پټه ساتي ډیره زیاته ده، مونږ بیان کړل -ای مومنانو- تاسو ته ښکاره دلیلونه په هغه څه باندې چې ستاسو پکې خیر او مصلحت دی په دنیا او اخرت کې، که چیرته تاسو پوهیږئ په هغه څه چې تاسو ته د خپل رب له طرف نه نازل شوي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• نَهْي المؤمنين عن موالاة الكافرين وجَعْلهم أَخِلّاء وأصفياء يُفْضَى إليهم بأحوال المؤمنين وأسرارهم.
د مسلمانانو منع کول د کافرانو له دوستئ څخه او د هغوی نه خاص ملګري او رازداران جوړول چی د مسلمانانو ټول احوال او رازونه ورته بیانوي.

• من صور عداوة الكافرين للمؤمنين فرحهم بما يصيب المؤمنين من بلاء ونقص، وغيظهم إن أصابهم خير.
د کافرانو د دښمنۍ یو صورت دا دی چې د مسلمانانو په مصیبتونو او نقصان خوشحالیږي، او دوی ته په خیر رسیدلو باندې غصه کیږي.

• الوقاية من كيد الكفار ومكرهم تكون بالصبر وعدم إظهار الخوف، ثم تقوى الله والأخذ بأسباب القوة والنصر.
د کافرانو د چلونو او دوکو څخه بچ کیدل په صبر سره وي او د هغوی په مخ کې د ویرې په نه ښکاره کولو سره، او بیا د الله تعالی څخه ویریدل او د قوت او کامیابئ په اسبابو عمل کولو سره وي.

 
ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߟߝߊߙߌ ߘߏ߫: (118) ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߌߡߎ߬ߙߊ߲߬ ߞߐߙߍ ߝߐߘߊ
ߝߐߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ
 
ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

ߘߊߕߎ߲߯ߠߌ߲