Check out the new design

Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Vers: (9) Surah: De bij
وَعَلَی اللّٰهِ قَصْدُ السَّبِیْلِ وَمِنْهَا جَآىِٕرٌ ؕ— وَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠
او په الله تعالی باندې دی بیان د نیغې لارې چې د هغه رضا ته رسیدونکې ده او هغه اسلام دی، او بعضي د لارو نه هغه د شیطان لارې دي چې کږي دي د حق نه، او هره لاره بغیر د اسلام د لارې نه چې ده نو هغه کږه لاره ده، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې تاسې ټولو ته د ایمان توفیق درکړي نو خامخا به يې درکړی وی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• من عظمة الله أنه يخلق ما لا يعلمه جميع البشر في كل حين يريد سبحانه.
د الله تعالی د لويی څخه دا دي چې داسې شیان پیداکوي په هر وخت کې چې يې وغواړي چې انسانان پرې نه پوهیږي.

• خلق الله النجوم لزينة السماء، والهداية في ظلمات البر والبحر، ومعرفة الأوقات وحساب الأزمنة.
الله تعالی ستوري پیداکړي د اسمان د ښایست لپاره، او د خلکو د لارښودنې لپاره په تیارو د وچې او لمدې کې، او لپاره د پیژندلو د وختونو او د زمانې د حسابونو.

• الثناء والشكر على الله الذي أنعم علينا بما يصلح حياتنا ويعيننا على أفضل معيشة.
شکر ویستل او ثناء ویل په هغه الله تعالی باندې چې په مونږ ئې انعامات کړي په داسې څه سره چې زمونږ زندګي پرې برابریږي او زمونږ سره مدد کوي په ښه زندګۍ تیرولو.

• الله سبحانه أنعم علينا بتسخير البحر لتناول اللحوم (الأسماك)، واستخراج اللؤلؤ والمرجان، وللركوب، والتجارة، وغير ذلك من المصالح والمنافع.
الله پاک پر موږ د درياب په اېل کولو سره پېرزوينه کړې ده، د کبانو د غوښو په ترلاسه کولو او ملغلرو او مرجان په را اېستلو، سپرلۍ، سوداګرۍ او داسې نورو مصلحتونو او ګټو سره.

 
Vertaling van de betekenissen Vers: (9) Surah: De bij
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran - Index van vertaling

Uitgegeven door het Tafsier Centrum voor Koranstudies.

Sluit