Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Vers: (131) Surah: Soerat Albaqarah (De Koe)
اِذْ قَالَ لَهٗ رَبُّهٗۤ اَسْلِمْ ۙ— قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
الله تعالی دی ځکه غوره کړ چې اسلام ته یې بېړه کوله کله چې خپل رب ورته وویل: ما ته خپله بندګي ځانګړې کړه، او په طاعت کې راته عاجزي کوه، نو په ځواب کې یې خپل رب ته وویل: ما خپله غاړه الله تعالی ته ایښې ده چې د بندګانو پېدا کوونکی، روزي ورکوونکی او د هغوی د چارو چمتو کوونکی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• المؤمن المتقي لا يغتر بأعماله الصالحة، بل يخاف أن ترد عليه، ولا تقبل منه، ولهذا يُكْثِرُ سؤالَ الله قَبولها.
پرهېزګاره مومن په خپلو نېکو عملونو نه مغروره کېږي، بلکې وېرېږي چې عملونه یې رد او ونه منل شي، له دې امله له الله تعالی څخه ډېره غوښتنه کوي چې عمل یې قبول شي.

• بركة دعوة أبي الأنبياء إبراهيم عليه السلام، حيث أجاب الله دعاءه وجعل خاتم أنبيائه وأفضل رسله من أهل مكة.
د پیغمبرانو د پلار ابراهیم علیه السلام د دعاء برکت دی چې الله تعالی یې دعا ومنله او وروستی او غوره پیغمبر یې د مکې له خلکو څخه وګرځولو.

• دين إبراهيم عليه السلام هو الملة الحنيفية الموافقة للفطرة، لا يرغب عنها ولا يزهد فيها إلا الجاهل المخالف لفطرته.
د ابراهیم علیه السلام دین حق او له فطرت سره سم دین دی، چې له هغه څخه پرته له ناپوهه او له روغ فطرت څخه مخالف کس بل څوک مخ نه اړوي.

• مشروعية الوصية للذرية باتباع الهدى، وأخذ العهد عليهم بالتمسك بالحق والثبات عليه.
اولاد ته د هدایت د پیروۍ د سپارښتنې (وصیت) جواز او له دوی څخه ژمنه اخیستل چې په حق به کلک او همیشه اوسي.

 
Vertaling van de betekenissen Vers: (131) Surah: Soerat Albaqarah (De Koe)
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Index van vertaling

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Sluit