Check out the new design

Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Surah: Ar-Rahmaan   Vers:
فِیْهِنَّ خَیْرٰتٌ حِسَانٌ ۟ۚ
په دغو باغونو کې نېک خويه ښايسته مخونه والا ښځې دي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
Arabische uitleg van de Qur'an:
حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِ ۟ۚ
په خېمو کې پټې حورې د هغوی د ساتنې په موخه.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
Arabische uitleg van de Qur'an:
لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ
هغوی ته يې له خپلو مېړونو مخکې نه انسان ور نېږدې شوی او نه پېری.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
Arabische uitleg van de Qur'an:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَّعَبْقَرِیٍّ حِسَانٍ ۟ۚ
پر شنو پوښونو پټو تکيو او ښکلو فرشونو به ډډه وهونکي ناست وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
Arabische uitleg van de Qur'an:
تَبٰرَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِی الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟۠
ستا د پالونکي د نوم خير زيات اولوی دی، د لويۍ، ښېګڼې او پر بندګانو يې د پېرزوينې څښتن دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
Voordelen van de verzen op deze pagina:
• دوام تذكر نعم الله وآياته سبحانه موجب لتعظيم الله وحسن طاعته.
د الله د نعمتونو او د هغه پاک ذات د نښانو د يادونې دوام د الله د درناوي او د هغه د ښې پېروۍ لامل کيږي.

• انقطاع تكذيب الكفار بمعاينة مشاهد القيامة.
د قيامت په مخامخ ليدو سره د کافرانو د درواغ ګڼلو پای ته رسېدل.

• تفاوت درجات أهل الجنة بتفاوت أعمالهم.
د جنتيانو د مرتبو توپير به د هغوی د کړنو د توپير پر بنسټ وي.

 
Vertaling van de betekenissen Surah: Ar-Rahmaan
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashto-vertaling van de samenvatting van de tafsier van de Heilige Koran - Index van vertaling

Uitgegeven door het Tafsier Centrum voor Koranstudies.

Sluit