Check out the new design

Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz. * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Surah: Albaqarah   Vers:
وَالَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَیَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا یَّتَرَبَّصْنَ بِاَنْفُسِهِنَّ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّعَشْرًا ۚ— فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
او ستاسې کوم کسان چې مړه شي او ښځې يې پاتې شي نو باید چې ښځې یې څلور میاشتي او لس ورځې اتظار وکړي او کله يې چې خپل ټاکلی عدت پوره کړ، نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې هغوی پر ځانونو باندې د عرف او رواج په رڼا کې په نیکه توګه څه ترسره کړي او الله ستاسې له ټولو کړنو څخه ښه خبر دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا عَرَّضْتُمْ بِهٖ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَآءِ اَوْ اَكْنَنْتُمْ فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ سَتَذْكُرُوْنَهُنَّ وَلٰكِنْ لَّا تُوَاعِدُوْهُنَّ سِرًّا اِلَّاۤ اَنْ تَقُوْلُوْا قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ؕ۬— وَلَا تَعْزِمُوْا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتّٰی یَبْلُغَ الْكِتٰبُ اَجَلَهٗ ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوْهُ ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟۠
او پر تاسې په دې کې هم ګناه نشته چې همدغو ښخو ته چې په عدت کې وي په اشارو سره د واده وړاندیز وکړئ او یا یې هیله په زړونو کې پټه وساتئ الله پوهیږي چې تاسې به ډیر ژر دوی یادې کړئ خو په پټه ورسره د واده پخه خبره مه کوئ یوازې ددې خبرې اجازه شته چې نیکه او ښکاره خبره ورته وکړئ او تر هغو چې عدت پای ته نه وي رسیدلی تاسې یي د نکاح د تړلو هوډ ونه کړئ او پوه شئ چې الله په هغه څه ښه پوهیږي چې تاسې په زړونو کې دي، نو له هغه څخه وډارشئ او پوه شئ چې بې شکه الله بښونکی او زغم کوونکی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ مَا لَمْ تَمَسُّوْهُنَّ اَوْ تَفْرِضُوْا لَهُنَّ فَرِیْضَةً ۖۚ— وَّمَتِّعُوْهُنَّ ۚ— عَلَی الْمُوْسِعِ قَدَرُهٗ وَعَلَی الْمُقْتِرِ قَدَرُهٗ ۚ— مَتَاعًا بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— حَقًّا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
پر تاسې ګناه نشته چې ښځې مو وړاندې له دې چې لاس ور وړئ او یا مهر ورته وټاکئ طلاقې کړئ خو په دې صورت کې به څه خرڅ ورکوئ پراخ لاسی به یې د خپل توان او وسې په اندازه ورکوي، او تنګ لاسی د خپلې وسې په اندازه دا څوری او خرڅ په نیکه توګه د عرف او رواج مطابق پر نیکیو کوونکو باندې لازم شوی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَاِنْ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِیْضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ اِلَّاۤ اَنْ یَّعْفُوْنَ اَوْ یَعْفُوَا الَّذِیْ بِیَدِهٖ عُقْدَةُ النِّكَاحِ ؕ— وَاَنْ تَعْفُوْۤا اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی ؕ— وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَیْنَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
او که له لاس ور وړلو وړاندې مو ښخې طلاقې کړې او مهر مو ورته ټاکلی وو نو باید چې د ټاکلي مهر نیمایې برخه ورکړئ خو نیم هم نشته چې ښځې عفوه وکړي او مهر وانخلي او یا ( پوره ورکړل شي) چې د نکاح د غوټې څښتن عفوه وکړي او ټول مهر ورکړي عفوه کول مو پرهیزګارۍ ته خورا نژدې دی په خپلو مینځو کې غوره والی او نیک چلن مه هیروئ بې له شکه الله ستاسې ټولې کړنې ویني.
Arabische uitleg van de Qur'an:
 
Vertaling van de betekenissen Surah: Albaqarah
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz. - Index van vertaling

Vertaling van de betekenissen van de Heilige Koran naar het Pashto, vertaald door Moulavi Janbaz Sarfaraz.

Sluit