Check out the new design

Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz. * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Surah: Al-Qasas   Vers:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًی وَّمَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟
کله چې موسی زمونږ له ښکاره نښو سره راغی نو هغوی وویل: دا پرته له ځانه جوړ شوي سحر څخه بل څه نه دی او مونږ دا وړ خبرې په خپلو پخوانیو پلرونو کې ندي اوریدلي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالَ مُوْسٰی رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی مِنْ عِنْدِهٖ وَمَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
موسی وویل: زما ربه تا ته هغه څوک ښه معلوم دي چې د هغه له لورې يې هدایت راوړی، او دا هم ورته معلومه ده چې پای به د چا په ګټه وي؟ او دا خبره ډاګیزه ده چې ظالمان بریمن کیدای نه شي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَاُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرِیْ ۚ— فَاَوْقِدْ لِیْ یٰهَامٰنُ عَلَی الطِّیْنِ فَاجْعَلْ لِّیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَطَّلِعُ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی ۙ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
او فرعون وویل: ای د قوم مشرانو! زه پرته له ځان څخه ستاسې بل خدای نه پيژنم. نو هامانه! ماته خښتې پخې او یوه دنګه ماڼۍ راته جوړه کړه کیدای شي چې زه پرې د موسی خدای ته وروخیژم او زه پوخ باور لرم چې هغه له درواغجنو څخه دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُوْدُهٗ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ اِلَیْنَا لَا یُرْجَعُوْنَ ۟
فرعون او د هغه لښکر په ناحقه په ځمکه کې لويي وکړه او ګومان يي کاوو چې مونږ ته به بیرته راونه ګرځول شي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
مونږ هغه او لښکریان يي ونیول او په سیند کې مو لاهو کړل نو وګوره چې دظالمانو پاې څه شو؟
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
او مونږ هغوی د اور په لور د بلنې مشران وګرځول. او د قیامت په ورځ به هیڅ مرسته ورسره ونه شي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَاَتْبَعْنٰهُمْ فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا لَعْنَةً ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ هُمْ مِّنَ الْمَقْبُوْحِیْنَ ۟۠
په دې دنیا کې مې پرې لعنت کړی او د قیامت په ورځ به له غندلو شوو نه وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِ مَاۤ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ الْاُوْلٰی بَصَآىِٕرَ لِلنَّاسِ وَهُدًی وَّرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او مونږ وروسته له دې چې پخوانۍ ډیرې پيړۍ مو هلاکې کړې موسی ته مو یو داسې کتاب ورکړ چې د خلکو لپاره لارښود، هدایت او رحمت و. تر څو هغوی پند واخلي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
 
Vertaling van de betekenissen Surah: Al-Qasas
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Sarfraz. - Index van vertaling

Vertaald door Molvi Janbaz Sarfaraz

Sluit