Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - الترجمة البشتوية - سرفراز * - Index van vertaling


Vertaling van de betekenissen Surah: Soerat Al-Insaan (De Tijd)   Vers:

الانسان

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا ۟
ایا پر انسان داسې یو وخت تیر شوی چې هغه د یاد وړ کوم څیزنه ؤ.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ ۖۗ— نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟ۚ
مونږ انسان له ګډوشوو اوبو څخه پيدا کړی[۵]چې ويي ازمایو.نو اوریدونکی او لیدونکی مو وګرځاو.
[۵] ـ د مور او پلار ګډې شوې اوبه.یا له مختلفو عناصرو څخه را ټولې شوې اوبه(کابلی تفسیر).
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّاِمَّا كَفُوْرًا ۟
لار مو وروښووله یا به شکر کوونکی وی او یا ناشکره.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَاَغْلٰلًا وَّسَعِیْرًا ۟
او بیشکه چې مونږ د کافرانو لپاره ځنځیرونه،غاړکۍ او ګرم اور تیار کړی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًا ۟ۚ
بیشکه چې نیکان به د هغو شرابو ډکې پيالې وڅښي چې کافور به ورسره ګډ شوي وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟
د هغې چینې اوبه چې د الله ځانګړي بندګان به يي څښي او په خپله خوښه به یې پر هر لور بیا يي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟
(د الله نیک بندګان هغه دي چې)نذرونه پوره کوي او له هغې ورځې څخه ډاریږي چې شر به يي په هر لور خوروي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟
د الله د مینې په رڼا کې به،مسکین،یتیم او بندي ته خوراک ورکوي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟
(او وايي به چې) مونږ یې یوازې د الله په مخ درکوو له تاسې،نه بدل غواړو او نه شکریه.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟
بیشکه چې مونږ د خپل رب له هغې ورځې ډیر ډاریږو چې خورا تریو مخې او له کړاوونو څخه به ډکه وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ
نو الله د همغې ورځې له شر څخه وژغورل او له تازه ګۍ او خوښۍ سره یي مخ کړل.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ
او د صبر په بدل کې یي جنت او د وریښمو لباس ورکړ.
Arabische uitleg van de Qur'an:
مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ
هلته به یي په تختونو تکیه کړې وي.نه به پکې د لمر ګرمي او نه د ژمي سخته یخني ویني.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟
د جنت د ونو سیوری به پرې زوړند او میوې به يي په بشپړ ډول په واک کې ور کړی شوې وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ
د سپینو زرو لوښي او د ښیښو ګیلاسونه به پرې ګرځول کیږي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟
د سپینو زرو ښیښې به د جنت ساقیانو په بشپړ ډول اندازه کړي وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ
د هغو شرابو په ډکو کاسو به خړوبه کیږي چې سونډ به ورسره ګډ شوي وي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟
دا یوه چینه ده په سلسبیل نومول شوې ده.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟
هغه همیشني هلکان به پرې ګرځیږي چې ويي ګوري نو ګومان به وکړې چې ګواکې شیندلې شوې ملغلرې دي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟
او چې په هر لورې ګورې نو په نعمتونو او لویه پاچايي به دې سترګې نښلي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟
د شنو نریو او دشنو پیړو وریښمو کالي به یې يه تن او د سپینو زرو بنګړي به ورته په لاس کړی شوي او رب به یې په پاک ځښاک خړوبوي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠
بیشکه چې د ستاسې د نیکو کړنو بدل او هڅې مو منل شوي دي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ
بیشکه چې مونږ پرتا قران په بشپړ ډول نازل کړی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ
د خپل رب په حکم صبر وکړه او د ګناه ګار او ناشکره کافر مننه مه کوه.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ
د خپل رب نوم سهار او ماښام یادوه.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟
په شپه کې ورته سجده وکړه او اوږده شپه یې په پاکۍ ستایه.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟
بیشکه چې دغه خلک دنیا خوښوي او راتلونکې لویه درنه ورځ پریږدي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟
مونږ پيدا کړل او بندونه مو ورته کلک کړل.او چې کله وغواړو نو هغوی ته له ورته خلکو سره به يي په بشپړ ډول بدل کړو.
Arabische uitleg van de Qur'an:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
بیشکه چې دا قران نصیحت دی.نو د چا چې خوښه وي د خپل رب په لور به لار ونیسي.
Arabische uitleg van de Qur'an:
وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او تاسې خوښه نشئ کولای مګر هله چې د الله خوښه شي،بیشکه چې الله پوره پوه او د حکمت څښتن دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
چاته يي چې خوښه شي پخپل رحمت کې یي داخلوي.او د ظالمانو لپاره يي دردناک عذاب تیار کړی دی.
Arabische uitleg van de Qur'an:
 
Vertaling van de betekenissen Surah: Soerat Al-Insaan (De Tijd)
Surah's Index Pagina nummer
 
Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - الترجمة البشتوية - سرفراز - Index van vertaling

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز.

Sluit