[۱۲] دا هغه درواغ دي چې د بني مصطلق غزا په اوږدو کې پر بي بي عایشي رضي الله عنها تړل شوي وو ( ابن جریر الطبری).
[۱۳] عبدالله بن ابی ابن سلولو چې ددې بهتان جوړوونکی وو ( ابن جریر الطبری).
[۱۴] عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه لباس ښوولې او عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما مخ او ورغوي ښوولي او ځینو نورو دواړه ښوولي( معارف القران).
[۱۵] د یوه یهودي او منافق سره جګړه وه، یهودي ورته ویل چې پریکړه په محمد صلی الله علیه وسلم کوو، خو منافق پوهیده چې حق دده په خوا نه دی نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پریکړې لپاره نه تلو. نو دا ایت نازل شو( تفسیر ابن کثیر).
[۱۶] هدف هغه پوړنی یا ټوټه ده چې سینګار او ښایست پرې پټولا شي. نه دا چې ځان به لوڅوي او پوړنی به نه استعمالوي( معارف القران).
[۱۶] بله معنې يې دا ده چې پیغمبر ته هسې نارې مه وهئ په خپلو مینځونو کې يې یو بل ته وهئ، دریمه معنا يي دا ده چې پیغمبر ښیرا او دغاء داسې مه ګڼئ لکه په خپلو مینځونو کې يي چې تاسې یو بل ته کوئ( تفسیر الماوردی) مړ په (۴۵۰).