Check out the new design

ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ * - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ


ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߝߊߙߊ߲ߝߊߛߌ   ߟߝߊߙߌ ߘߏ߫:
وَلَا یَاْتُوْنَكَ بِمَثَلٍ اِلَّا جِئْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاَحْسَنَ تَفْسِیْرًا ۟ؕ
او هغوی چې ستا په هکله هره خبره کوي مونږ د هغې حق ځواب په ښه شان سره بیانوو.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اَلَّذِیْنَ یُحْشَرُوْنَ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ اِلٰی جَهَنَّمَ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠
او کوم کسان چې د جهنم په لور پرمخونو(۲) بیول کیږي د هغوی هستوګنځآی خورا بد او هغوی خورا لار ورکي دي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهٗۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ وَزِیْرًا ۟ۚۖ
او په تحقیق چې مونږ موسی ته کتاب ورکړی او د هغه ورور هارون مو د هغه ملاتړ ګرځولی وو.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
فَقُلْنَا اذْهَبَاۤ اِلَی الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— فَدَمَّرْنٰهُمْ تَدْمِیْرًا ۟ؕ
مونږ ورته وویل: تاسې دواړه هغه قوم ته ولاړ شئ چې زما ایاتونه يې درواغ ګڼلي دي په پای کې مو هغه قوم هلاک کړ.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَقَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَجَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟ۚۙ
او د نوح قوم مو هم چې پیغمبران يې درواغجن وګڼل په اوبو کې غرق او د خلکو لپاره مو د عبرت نښه وګرځول او مونږ د تیري کوونکو لپاره دردناک عذاب تیار کړی دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَّعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَاَصْحٰبَ الرَّسِّ وَقُرُوْنًا بَیْنَ ذٰلِكَ كَثِیْرًا ۟
په همدغه شان مو عادیان، ثمودیان، د څاه خاوندان[۳] او په دې اوږدو کې د پیړیو پیړیو خلک تس، نس کړل.
[۳] ځینې علماء وايې چې دا د شعیب (عَ) قوم وو، او نور وايي چې دا یو قوم وو چې خپل پیغمبر يي وواژه او بیا يي په څاه کې واچاوو( فتح القدیر).
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْاَمْثَالَ ؗ— وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِیْرًا ۟
مونږ د هیر یوه د پوهولو لپاره هر ډول مثالونه وړاندې کړل خو بالاخره مو ټول هلاک او تار، مار کړل.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَلَقَدْ اَتَوْا عَلَی الْقَرْیَةِ الَّتِیْۤ اُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ؕ— اَفَلَمْ یَكُوْنُوْا یَرَوْنَهَا ۚ— بَلْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ نُشُوْرًا ۟
او د مکې کافران خامخا په هغه کلي تیر شوي دي چې خورا بد ورښت پرې شوی ؤ . ایا هغوی يې نه ګوري؟ ښه يې ګوري خو دوی په بیا ژوندي کیدو نا باوره دي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَاِذَا رَاَوْكَ اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ بَعَثَ اللّٰهُ رَسُوْلًا ۟
او چې تا وګوري نو پرته له ملنډو بل څه نه کوي او وايې چې: ښه دا همغه څوک دی چې الله پیغمبر رالیږلی دی؟
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِنْ كَادَ لَیُضِلُّنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا لَوْلَاۤ اَنْ صَبَرْنَا عَلَیْهَا ؕ— وَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ حِیْنَ یَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟
که مونږ ټینګار نه وای کړی، لرې نه وه چې مونږ به يې له خپلو خدایانو نه اړولي وو خو کله چې د الله عذاب ووینې پوه به شي چې ډیر لار ورکي څوک دي؟
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ ؕ— اَفَاَنْتَ تَكُوْنُ عَلَیْهِ وَكِیْلًا ۟ۙ
ایا تا هغه څوک لیدلی چې خپله هوا او هوس يي خپل خدای ګرځولی؟ ایا نو ته پر هغه څارونکی يې؟
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
 
ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߝߊߙߊ߲ߝߊߛߌ
ߝߐߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ
 
ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ

ߡߎ߬ߤ߭ߊߡߡߊߘߎ߫ ߖߊߣߌߓߊߛߌ߫ ߛߙߝߙߊߛߌ߫ ߟߊ߫

ߘߊߕߎ߲߯ߠߌ߲