Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: رعد   آیت:
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اُكُلُهَا دَآىِٕمٌ وَّظِلُّهَا ؕ— تِلْكَ عُقْبَی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا ۖۗ— وَّعُقْبَی الْكٰفِرِیْنَ النَّارُ ۟
د هغه جنت صفت چې الله يې له ځان ساتونکو سره ژمنه کړې د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، مېوې به يې تل وي نه به ختميږي د دنيا د مېوو سر چپه، سيوری به يې تل وي نه به ورکيږي او نه به ټوليږي، دغه د هغو کسانو پايله ده چې له الله څخه د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي او د کافرانو پايله اور دی ورننوځي به تل به پکښې اوسېدونکي وي.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمِنَ الْاَحْزَابِ مَنْ یُّنْكِرُ بَعْضَهٗ ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ وَلَاۤ اُشْرِكَ بِهٖ ؕ— اِلَیْهِ اَدْعُوْا وَاِلَیْهِ مَاٰبِ ۟
هغه يهوديان چې تورات مو ورکړی او هغه نصارا چې انجيل مو ورکړی دی، ای رسوله! پر هغه څه خوشحاليږي چې پرتا نازليږي له ځينې هغه څه سره د موافق کېدو له امله چې پر هغوی نازل کړل شوي و، له يهودانو اونصاراوو ځينې ډلې له ځينو هغه څه نټه کوي چې تاته نازل کړل شوي دي چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي او يا يې هغوی په تبديلۍ او تحريف سره بيانوي، ای رسوله! ورته ووايه: بېشکه ماته الله امر کړی چې يوازې د هغه عبادت وکړم او له هغه سره بل شريک نکړم، يوازې هغه راوبولم بل را ونه بولم، يوازې هغه ته مې ورګرځېدل دي او په همدې سره تورات او انجيل راغلي دي.
عربي تفسیرونه:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ حُكْمًا عَرَبِیًّا ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا وَاقٍ ۟۠
د پخوانيو کتابونو د خپلو قومونو په ژبو د نازلېدو غوندې پر تا مو هم ای رسوله! قرآن څرګنده حق بيانوونکي عربي وينا نازله کړې ده، که چېرې ای رسوله! د کتاب د څښتنانو د نفسي غوښتنو پيروي وکړې ستا سره د هغوی په معامله کې د هغه څه په لرې کولو چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي وروسته د هغې پوهې له راتګه چې الله تاته ښوولې ده؛ نو تا لره د الله لخوا کوم دوست نشته چې ستا کار خوښ کړي او د دوښمنانو پر وړاندې دې مرسته وکړي او نه تا لره کوم خنډ شته چې د الله له سزا دې مخه ونيسي.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ اَزْوَاجًا وَّذُرِّیَّةً ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— لِكُلِّ اَجَلٍ كِتَابٌ ۟
له تا مخکې مو ای رسوله! له انسانانو رسولان لېږلي، ته له رسولانو نوی نه يې، هغوی لره مو مېرمنې ګرځولې، هغوی لره مو د ټولو انسانانو غوندې اولادونه ګرځولي، هغوی مو پرېښتې نه دي ګرځولې، چې نه ودونه کوي او نه اولادونه زيږوي او ته له همدغو رسولانو يې چې هغوی انسانان دي ودونه کوي اولادونه زيږوي؛ نو مشرکان ستا له داسې کېدو ولې حيرانيږي؟ د رسول لپاره سمه نده چې له ځانه کومه نښانه راوړي خو دا چې الله د هغې د راوړلو اجازه وکړي، د هر کار لپاره چې الله يې پرېکړه کړې کتاب شته چې دغه پکښې ياد شوي دي او داسې نېته شته چې نه مخته کيږي او نه وروسته.
عربي تفسیرونه:
یَمْحُوا اللّٰهُ مَا یَشَآءُ وَیُثْبِتُ ۖۚ— وَعِنْدَهٗۤ اُمُّ الْكِتٰبِ ۟
الله له منځه وړي هغه څه چې له منځه وړل يې وغواړي له خير او شره، نېکمرغۍ او بدمرغۍ او داسې نورو شيانو څخه او پر ځای پرېږدي کوم څه چې وغواړي، له هغه سره لوح محفوظ دی چې هغه د دغو ټولو د ورګرځېدو ځای دی او له منځه وړو او پرېښودو چې څه څرګنديږي له هغه څه سره سم دي چې په لوح محفوظ کې دي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ مَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ وَعَلَیْنَا الْحِسَابُ ۟
او که موږ تاته در وښيو ای نبي! ځينې هغه سزا چې له هغوی سره مو ژمنه کړې مخکې ستا تر مړينې؛ نو دا زموږ کار دی او که دې مړ کړو مخکې تردې چې تاته هغه دروښيو؛ نو پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې پر رسولو مو امر درته کړی او پرتا د هغوی سزا او د هغوی حساب نشته، دغه پر موږ دي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— وَاللّٰهُ یَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهٖ ؕ— وَهُوَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
آيا دغو کافرانو ونه ليدل چې څنکه موږ د کفر ځمکې ته راځو د اسلام په خپرېدو د مسلمانانو په بريا يې څنډې ورکموو، الله د خپلو بندګانو ترمنځ د هغه څه حکم او پرېکړه کوي چې ويې غواړي، هيڅوک نشته چې د هغه پرېکړه ماته، تغيير يا بدله کړي، هغه پاک ذات ژر حساب کوونکی دی، له لومړنيو او وروستنيو سره په يوه ورځ کې حساب کوي.
عربي تفسیرونه:
وَقَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلّٰهِ الْمَكْرُ جَمِیْعًا ؕ— یَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ ؕ— وَسَیَعْلَمُ الْكُفّٰرُ لِمَنْ عُقْبَی الدَّارِ ۟
او مخکېنيو امتونو له خپلو نبيانو سره چل وکړ او هغوی ته يې دامونه کېښودل او هغه څه يې درواغ وګڼل چې هغوی ورسره راغلي وو، نو هغوی لره يې په خپل تدبير څه وکړل؟ هيڅ، ځکه اغېزناکه تدبير يوازې د الله دی، نه د بل چا، لکه څنګه چې الله پاک هغه ذات دی چې د خپل مخلوق پر ټولو کړنو پوهيږي، له هغه هيڅ هم ترې نه پټيږي، او هغه مهال به دغه درواغ ګڼونکي ژر پوه شي چې پر الله ايمان نه راوړلو کې څومره تېروتي وو، او مؤمنان څومره په حقه وو، چې پر دغه يې جنت او ښه پايله ترلاسه کړل.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الترغيب في الجنة ببيان صفتها، من جريان الأنهار وديمومة الرزق والظل.
جنت ته هڅونه د هغو د صفت په بيانولو، د نهرونو د روانوالي، د روزۍ او سيورې له دائموالي څخه.

• خطورة اتباع الهوى بعد ورود العلم وأنه من أسباب عذاب الله.
د نفسي غوښتنو د پيروۍ خطر وروسته د پوهې تر راتګ چې هغه د الله د سزا له لاملونو څخه ده.

• بيان أن الرسل بشر، لهم أزواج وذريات، وأن نبينا صلى الله عليه وسلم ليس بدعًا بينهم، فقد كان مماثلًا لهم في ذلك.
د دې خبرې بيان چې رسولان بشر دي، هغوی لره مېرمنې او اولادونه وي، او زموږ نبي صلی الله عليه وسلم د هغوی ترمنځ کوم نوی نبي نه و، په دې کې د هغوی غوندې و.

 
د معناګانو ژباړه سورت: رعد
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول