د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (8) سورت: الرعد
اَللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ اُ وَمَا تَغِیْضُ الْاَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ؕ— وَكُلُّ شَیْءٍ عِنْدَهٗ بِمِقْدَارٍ ۟
الله پوهيږي په هغه څه چې هره ښځينه يې په خپله خېټه کې وړي، پوهيږي په هغه څه چې په رحمونو کې کوم کمی زيادت، روغتيا او ناروغي رامنځته کيږي او د هغه پاک ذات په وړاندې هر څه اندازه کړل شوي دي چې نه ترې زياتيږي او نه کميږي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• عظيم مغفرة الله وحلمه عن خطايا بني آدم، فهم يستكبرون ويَتَحَدَّوْنَ رسله وأنبياءه، ومع هذا يرزقهم ويعافيهم ويحلم عنهم.
د انسانانو د تېروتنو په وړاندې د الله بښنه او نرمي لويه ده، هغوی لويي کوي او رسولان او نبيان يې ننګوي، سره له دې هغه روزي ورکوي، ساتنه يې کوي او ترې تېريږي.

• سعة علم الله تعالى بما في ظلمة الرحم، فهو يعلم أمر النطفة الواقعة في الرحم، وصَيْرُورتها إلى تخليق ذكر أو أنثى، وصحته واعتلاله، ورزقه وأجله، وشقي أو سعيد، فعلمه بها عام شامل.
د الله تعالی د پوهې پراخي هغه څه ته چې د رحم په تياره کې وي، هغه په رحم کې په واقع کېدونکې نطفه، د هغې د نارينه او ښځينه پيدايښت ته په ګرځېدو، د روغتيا او ناروغۍ، په روزي او د مرګ په نېټه يې، په بدمرغۍ او نېکمرغۍ يې پوهيږي؛ نو د هغه پوهه عامه او شامله ده.

• عظيم عناية الله ببني آدم، وإثبات وجود الملائكة التي تحرسه وتصونه وغيرهم مثل الحَفَظَة.
د آدم اولاد لره د الله جل جلاله د پاملرنې لوی والی، او د هغه پریښتو د شتون اثبات چې د بني آدم پيره کوي او ساتي یې، او پرته لدې د نورو پرښتو اثبات لکه ساتونکي(حفظه) پریښتې.

• أن الله تعالى يغير حال العبد إلى الأفضل متى ما رأى منه اتباعًا لأسباب الهداية، فهداية التوفيق منوطة باتباع هداية البيان.
بېشکه الله تعالی د بنده حالت نور هم د غوره والي لورې ته بدلوي کله چې له هغه د لارښوونې د لارو پيروي وويني؛ نو د لارښوونې توفيق د بيان د لارښوونې په پيروۍ پورې تړلی دی.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (8) سورت: الرعد
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول