د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (65) سورت: النحل
وَاللّٰهُ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟۠
او الله تعالی د اسمان له طرفه باران نازل کړی، نو راژوندۍ کړي يې ده په دغه باران سره زمکه په راویستلو د بوټو وروسته له هغې نه چې وچه کلکه وه، یقینا د اسمان له طرفه د دې باران په راوریدلو کې، او په دې باران سره د بوټو په راویستلو کې خامخا ښکاره دلیل دی د الله تعالی په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی خبري اوري او سوچ او فکر پکې کوي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• جعل تعالى لعباده من ثمرات النخيل والأعناب منافع للعباد، ومصالح من أنواع الرزق الحسن الذي يأكله العباد طريًّا ونضيجًا وحاضرًا ومُدَّخَرًا وطعامًا وشرابًا.
الله تعالی خپلو بندګانو لره د کجورو (خرماو) او د انګورو د میوو نه فایدې ګرځولي، او نور مصلحتونه د مختلف قسمونو د ښایسته خوراکونو نه هغه چې بندګان يې تازه خوري او جمع کوي يې هم او خوراک او څښاک ترې هم جوړوي.

• في خلق النحلة الصغيرة وما يخرج من بطونها من عسل لذيذ مختلف الألوان بحسب اختلاف أرضها ومراعيها، دليل على كمال عناية الله تعالى، وتمام لطفه بعباده، وأنه الذي لا ينبغي أن يوحَّد غيره ويُدْعى سواه.
د شاتو کوچنۍ مچۍ او هغو خوندورو، رنګارنګ ګبينو (عسلو) په ييدايښت کې چې له ګېډو يې را وځي، بېل بېل رنګونه لري د هغوی د ځمکې او څړځای د اختلاف له امله د الله تعالی پر بشپړه پاملرنه او پر خپلو بنده ګانو يې د هراړخيزه مهربانۍ دليل دی او دا چې هغه داسې ذات دی چې په کار نه ده له هغه پرته بل څوک یوازې وګڼل شي او له هغه پرته بل څوک را وبلل شي.

• من منن الله العظيمة على عباده أن جعل لهم أزواجًا ليسكنوا إليها، وجعل لهم من أزواجهم أولادًا تقرُّ بهم أعينهم، ويخدمونهم ويقضون حوائجهم، وينتفعون بهم من وجوه كثيرة.
د الله تعالی د لویو احساناتو څخه په خپلو بندګانو دا دي چې هغوی لره یې بیبیانې پیدا کړي چې هغوی ته ارام ویسي او مطمئن شي، او دوی لره يې د دوی د بیبیانو نه بچي پيدا کړي چې د دوی سترګې پرې یخې شي، او د دوی خدمت وکړي او د دوی ضرورتونه پوره کړي، او په ډيرو طریقو سره ترې فایدې واخلي.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (65) سورت: النحل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول