Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بقره   آیت:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالنَّصٰرٰی وَالصّٰبِـِٕیْنَ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۪ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
بېشکه له دې امت څخه چې کومو کسانو ایمان راوړی او همدا راز هغه کسان چې له پخوانیو امتونو څخه ایمان راوړی او د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وړاندې وو، لکه یهودیان، عیسویان او صابئین -چې دا د ځینو پېغمبرانو د پېروانو یو ډله ده چا کې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان شتون درلود- نو دوی لپاره د الله تعالی په نزد ثواب دی او نه به پر دوی د آخرت په اړه وېره وي او نه به دوی په پاتې شوې دنیا پسې غمجن وي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ ؕ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاذْكُرُوْا مَا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟
او هغه کلکه ژمنه یاده کړئ چې له تاسو څخه مو اخیستې وه، پدې چې په الله تعالی او پېغمبرانو به ایمان لرئ او غر مو پر تاسو پورته کړ څو ووېرېږئ او په ژمنه وفا وکړئ، مونږ تاسې ته امر وکړ چې هغه څه چې مونږ په تورات کې پر تاسو نازل کړي دي، له سستۍ او سپکاوۍ پرته، په کلکه واخلئ او هغه څه چې په دې کې دي (هغه) زده کړئ او فکر پرې وکړئ؛ ښايي چې په دې کار سره د الله تعالی له عذاب څخه ځانونه وژغورئ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ تَوَلَّیْتُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ۚ— فَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ لَكُنْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
پس ستاسو غبرګون دا ؤ چې د کلکې ژمنې له اخیستلو وروسته مو مخ واړولو او نا فرماني مو وکړه، نو که چېرې د الله تعالی فضل پر تاسو نه وای، چې ستاسو ګناهونه یې وبښل او رحمت یې نه وای چې ستاسې توبه یې قبوله کړه؛ نو خامخا به تاسو د دې مخ اړولو او نافرمانۍ له کبله له زیانکارانو ځنې وئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِیْنَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِی السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِـِٕیْنَ ۟ۚ
او تاسي د خپلو مشرانو په اړه داسې خبر یاست چې هېڅ شک په کې نشته؛ کله چې دوی د شنبې په ورځ په ښکار تېری وکړ چې په دغه ورځ په دوی ښکار حرام شوی ؤ، نو دوی ورته حیله جوړه کړه چې جالونه به یې د شنبې په ورځ ودرول او بیا به یې د یکشنبې په ورځ راویستل؛ نو الله تعالی له دوی څخه د حیلې کولو په سبب ذلیله بېزوګان جوړ کړل.
عربي تفسیرونه:
فَجَعَلْنٰهَا نَكَالًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟
پس همدا تېری کوونکی کلی مونږ د نورو ګرد چاپېره کلیو لپاره عبرت وګرځاوه او د هغو کسانو لپاره هم عبرت شو چې وروسته راتلونکي دي؛ څو د هغوی په څېر کړنه ونه کړي او د هغوی په څېر د سزا وړ ونه ګرځي، او مونږ دوی د هغو پرهېزګارانو لپاره پند وګرځول چې د الله تعالی له عذاب او د هغه له حدودو څخه تېري کوونکو د بدلې اخیستلو څخه وېرېږي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖۤ اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تَذْبَحُوْا بَقَرَةً ؕ— قَالُوْۤا اَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ؕ— قَالَ اَعُوْذُ بِاللّٰهِ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ ۟
او د خپلو مشرانو د خبرونو څخه هغه خبرې اترې هم یادې کړئ چې د هغوی او موسی علیه السلام تر منځ تېرې شوې دي، چې موسی علیه السلام ورته خبر ورکړ په دې چې تاسو ته د الله تعالی امر دی چې یوه غوا حلاله کړئ، پس پر ځای د دې چې په بېړه کار وکړي، په سرکشۍ یې وویل: آیا ته مونږ پورې ملنډې وهې، نو موسی علیه السلام وویل: پناه غواړم په الله تعالی چې زه له هغه کسانو څخه شم چې په الله تعالی دروغ تړي او په خلکو ملنډې وهي.
عربي تفسیرونه:
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا هِیَ ؕ— قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا فَارِضٌ وَّلَا بِكْرٌ ؕ— عَوَانٌ بَیْنَ ذٰلِكَ ؕ— فَافْعَلُوْا مَا تُؤْمَرُوْنَ ۟
دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې د هغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي د کومې غوا د حلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه د ډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې د دې دواړو تر منځ ده، پس د خپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ یُبَیِّنْ لَّنَا مَا لَوْنُهَا ؕ— قَالَ اِنَّهٗ یَقُوْلُ اِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَآءُ ۙ— فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ النّٰظِرِیْنَ ۟
پس دوی خپلې جګړې او سرکشۍ ته ادامه ورکړه او موسی علیه السلام ته یې وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې مونږ ته د غوا رنګ وښایي، نو موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: بېشکه چې دا زېړه غوا ده، تېز زېړوالی لري، چې هر لېدونکی حېرانوي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الحُكم المذكور في الآية الأولى لِمَا قبل بعثة النبي صلى الله عليه وسلم، وأما بعد بعثته فإن الدين المَرْضِيَّ عند الله هو الإسلام، لا يقبل غيره، كما قال الله تعالى: ﴿ وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْه ﴾ (آل عمران: 85).
په لومړي آیت کې یاد شوی حکم د نبي علیه السلام له بعثت څخه تر مخه پورې اړه لري او د هغه له بعثت څخه وروسته بیا نو د الله تعالی پر وړاندې خوښ دین اسلام دی، له هغه پرته بل دین نه مني، لکه چې الله تعالی فرمایي: (څوک چې له اسلام څخه پرته بل دین غواړي نو هېڅکله به ترې ونه منل شي). آل عمران: ۸۵

• قد يُعَجِّلُ الله العقوبة على بعض المعاصي في الدنيا قبل الآخرة؛ لتكون تذكرة يتعظ بها الناس فيحذروا مخالفة أمر الله تعالى.
کله نا کله الله تعالی په چټکتیا سره د ځینو ګناهونو سزا له آخرت څخه وړاندې په دنیا کې ورکوي، د دې لپاره چې خلک پند واخلي او د الله تعالی د امر له مخالفت څخه ځانونه وساتي.

• أنّ من ضيَّق على نفسه وشدّد عليها فيما ورد موسَّعًا في الشريعة، قد يُعاقَبُ بالتشديد عليه.
بېشکه هغه څوک چې پر ځان باندې په هغو کارونو کې سختي راولي چې شریعت پرې آسانه کړي وي، نو کېدای شي چې سزا یې هم پردوی سخته شي.

 
د معناګانو ژباړه سورت: بقره
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول