د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (61) سورت: النور
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ وَّلَا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَنْ تَاْكُلُوْا مِنْ بُیُوْتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اٰبَآىِٕكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اُمَّهٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اِخْوَانِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخَوٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَعْمَامِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ عَمّٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخْوَالِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ خٰلٰتِكُمْ اَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَّفَاتِحَهٗۤ اَوْ صَدِیْقِكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَاْكُلُوْا جَمِیْعًا اَوْ اَشْتَاتًا ؕ— فَاِذَا دَخَلْتُمْ بُیُوْتًا فَسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ تَحِیَّةً مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُبٰرَكَةً طَیِّبَةً ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠
نه پر هغه ړانده چې سترګې يې له لاسه ورکړې کومه ګناه شته، نه پر ګوډ ګناه شته، نه پر ناروغ ګناه شته که د الله په لار کې جهاد غوندې ځينې مکلفيتونه پرېږدي چې توان يې نه لري، نه ای مؤمنانو پر تاسو کومه ګناه شته چې له خپلو کورونو خوراک وکړئ چې له هغو څخه مو د پلرونو کورونه هم دي، نه پر تاسو په دې کې ګناه شته چې د پلرونو له کورونو خوراک وکړئ، يا مو د ميندو له کورونو، يا مو د وروڼو له کورنو، یا مو د خويندو له کورنو، يا مو د ترونو له کورنو، يا مو د عمه ګانو له کورنو، يا مو د خاله ګانو له کورونو، يا له هغو کورنو څخه چې ساتنه يې تاسوته در سپارل شوې ده، لکه د باغ ساتونکی، او نه پر تاسو ګناه شته چې له خپل عادت سره سم په خوښه د ملګري له کورونو خوراک وکړئ، نه پر تاسو ګناه شته چې ګډ خوراک سره وکړئ يا بېل بېل، کله چې دغو ياد شويو کورونو يا نورو ته ننوځئ؛ نو څوک چې پکې دي پر هغوی داسې سلام واچوئ چې السلام عليکم. خو که څوک پکې نه وو بيا پر خپلو ځانونو سلام واچوئ او داسې ووايئ: السلام علينا و علی عباده الصالحين، دغه د الله لخوا يوه مبارکه ډالۍ ده چې تاسو ته يې حکم کړی دی، تر څو مو تر منځ مينه او محبت پيداشي، يوه ښه کلمه ده چې د اورېدونکي زړه پرې خوشحاليږي، په دغه ډول تېر شوي ښکاره بيان سره په مخکېني سورت کې الله نښانې بيانوي په دې هيله که تاسو له عقله کار واخلئ او عمل پرې وکړئ.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• جواز وضع العجائز بعض ثيابهنّ لانتفاء الريبة من ذلك.
د بوډيو ښځو لپاره د ځينو جامو د اېښودلو جواز ځکه په دغه کې کومه شبه شتون نه لري.

• الاحتياط في الدين شأن المتقين.
په دين کې احتیاط د ځان ساتونکو شان دی.

• الأعذار سبب في تخفيف التكليف.
د عذرونو شتون د مکلفيت د کموالي لامل کيږي.

• المجتمع المسلم مجتمع التكافل والتآزر والتآخي.
مسلمانه ټولنه له يو او بل سره د مرستې، ملاتړ او ورورګلوۍ ټولنه ده.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (61) سورت: النور
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول