د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

شعراء

د سورت له موخو څخه:
بيان آيات الله في تأييد المرسلين وإهلاك المكذبين.
د رسولانو په تاييد او درواغ ګڼونکو په تباه کولو کې د الله د آيتونو بيان. info

external-link copy
1 : 26

طٰسٓمّٓ ۟

د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی. info
التفاسير: |

external-link copy
2 : 26

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟

دغه د هغه قرآن آيتونه دي چې د حق له باطل څخه بېلوونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 26

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

ښايي ای رسوله د خپل زيات حرص له امله چې هغوی ولې په سمه لار نه دي، د هغوی پر سمه لار راتلو د غم او حرص له کبله د ځان وژونکی شې. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 26

اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ ۟

که له آسمانه کومه نښانه ورباندې ښکته کول وغواړو، ورباندې ښکته به يې کړو، چې غاړې به يې ذليله ورته ټيټې وي، خو د هغوی د ازمايښت له امله مو دا نه دي غوښتي: چې آيا هغوی پر پټو ايمان راوړي؟. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 26

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ ۟

دغو مشرکانو ته چې هر نوی نصيحت د رحمان لخوا- له داسې دلايلو سره - را نازليږي چې د الله پر يووالي او د نبي پر رېښتينولۍ دلالت کوي، هغوی يې له اورېدو او منلو مخ اړوي. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 26

فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

کله چې هغوی هغه څه درواغ وګڼل چې رسول يې ورته راوړي وو؛ نو هغوی ته د به هغو خبرونو حقيقت راشي چې ملنډې يې پرې وهلې او عذاب به پرې رانازل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 26

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟

آيا دغه کسان پر خپل کفر ټينګار کوونکي پاتې شول، زمکې ته يې و نه کتل چې له هر ډول څخه مو څومره بېلابېلې شينګياوې چې ښکلی منظر او زياتې ګټې لري پکې را شنې کړېدي؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه په ځمکه کې بېلابېلې شينګياوې را شنې کول، د هغه چا پر قدرت څرګند دلالت دی چې مړي به را ژوندي کوي، خو د هغوی ډېری باور کوونکي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، پر بندګانو يې مهربانه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 26

وَاِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او (درياد كړه) ای پيغمبره! کله چې آواز وکړ ستا رب موسی ته پداسې حال چې امر کوونکی و هغه ته پدې خبره چې هغه ظالم قوم ته لاړ شي چې په الله ج یې کفر کړی او د موسی قوم یې خپل مریان ګرځولي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 26

قَوْمَ فِرْعَوْنَ ؕ— اَلَا یَتَّقُوْنَ ۟

او هغوی د فرعون قوم دی، چې هغوی ته په نرمۍ اوښه توګه له الله څخه د وېرې حکم کوه تر څو د هغه امرونه ومني او له نواهيوو څخه يې ډډه وکړي. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 26

قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟ؕ

موسی عليه السلام وويل: بېشکه زه له دې خبرې ډارېږم چې په هغه څه کې به مې درواغجن وګني چې ستا لخوا يې ور رسوم. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 26

وَیَضِیْقُ صَدْرِیْ وَلَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ ۟

د هغوی د درواغ ګڼلو له امله مې سينه تنګيږي او له خبرو مې ژبه بنديږي؛ نو جبريل عليه اسلام زما ورور هارون ته ولېږه ترڅو هغه زما مرستيال شي. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 26

وَلَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟ۚۖ

او د هغوی لخوا پر ما يوه ګناه هم شته د قبطي د وژلو له امله، وېرېږم چې وبه مې وژني. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ ۟

الله موسی عليه السلام ته وويل: هيڅکله نه، هيڅکله دې نه شي وژلی، ته او ورور دې هارون زموږ له داسې نښانو سره ورشئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې دي، پرته له شکه موږ ستاسو سره يو په مرسته او ملاتړ د هغه څه اورېدونکي يو چې تاسو يې وايئ او هغه څه چې تاسو ته ویل کیږي، له دغه څخه له موږ هيڅ هم نه پاتې کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 26

فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

دواړه فرعون ته ورشئ ورته ووايئ: پرته له شکه موږ تاته د ټولو مخلوقاتو لخوا رالېږل شوي يو. info
التفاسير: |

external-link copy
17 : 26

اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

دا چې بني اسرائيل له موږ سره ولېږې. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 26

قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّلَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ ۟ۙ

فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: آيا موږ ته کوچنی له ځان سره و نه روزلې، او د خپل عمر يوشمېر کلونه دې له موږ سره تېر کړل؛ نو بيا څه شي د نبوت دعوې ته و هڅولې؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 26

وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَاَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

او لوی کار دې وکړ، کله چې دې د خپل قوم د يو سړي د مرستې په موخه قبطي ووژلو، او ته د هغو نعمتونو څخه نټه کوونکی يې چې زموږ لخوا پر تا دي. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• حرص الرسول صلى الله عليه وسلم على هداية الناس.
د خلکو سمې لارې ته په راوستلو کې د رسول صلی الله عليه وسلم حرص. info

• إثبات صفة العزة والرحمة لله.
د الله لپاره د عزت او رحمت صفت اثبات. info

• أهمية سعة الصدر والفصاحة للداعية.
د بلونکي لپاره د سينې د پراخوالي او فصاحت لرلو اهميت. info

• دعوات الأنبياء تحرير من العبودية لغير الله.
د انبياو بلنه له الله پرته د نورو له بندګۍ څخه آزادول دي. info

• احتج فرعون على رسالة موسى بوقوع القتل منه عليه السلام فأقر موسى بالفعلة، مما يشعر بأنها ليست حجة لفرعون بالتكذيب.
فرعون د موسی عليه السلام د رسالت پر وړاندې له هغه څخه د ترسره شوي قتل دليل وړاندې کړ؛ نو موسی عليه السلام هغه ومانه او دا يې احساس کړه چې هغه د فرعون لخوا د درواغ ګڼلو دليل نه دی. info

external-link copy
20 : 26

قَالَ فَعَلْتُهَاۤ اِذًا وَّاَنَا مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ؕ

موسی عليه السلام، فرعون ته د اعتراف کوونکي په توګه وويل: دغه سړی ما وواژه په داسې حال کې چې ماته له وحي راتلو مخکې زه له ناپوهانو وم. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 26

فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِیْ رَبِّیْ حُكْمًا وَّجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

د هغه له وژلو وروسته د مدين کلي ته له تاسو څخه وتښتیدلم، کله چې ستاسو لخوا له وژلو وډار شوم؛ نو پالونکي مې پوهه راکړه او له هغو رسولانو يې وګرځولم چې خلکو ته يې لېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 26

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَیَّ اَنْ عَبَّدْتَّ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

ستا لخوا زما روزنه پرته له دې چې مرېيی مې وګرځوې سره له دې چې بني اسرائيل دې مرېيان ګرځولي دي دا په رېښتيا کومه داسې پېرزوينه چې ته يې احسان پر ما اچوې، خو دا کار مې ستا له بلنې څخه نه منع کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 26

قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: دا د مخلوقاتو رب بيا څوک دی چې ګومان کوې ته د هغه رسول يې؟. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 26

قَالَ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟

موسی، فرعون ته د ځواب ويونکي په توګه وويل: د مخلوقاتو پالونکی، د آسمانونو، زمکې او څه چې د هغوی تر منځ دي د هغو پالونکی دی، که چېرې تاسو باور کوونکي ياست چې هغه يې پالونکی دی؛ نو يوازې هغه ولمانځئ. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 26

قَالَ لِمَنْ حَوْلَهٗۤ اَلَا تَسْتَمِعُوْنَ ۟

فرعون خپل شاوخوا د قوم سردارانو ته يې وويل: آيا د موسی ځواب او هغه درواغجن ګومان ته مو غوږ دی؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 26

قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

هغوی ته موسی وويل: الله ستاسو او ستاسو د لومړنيو پلرونو پالونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 26

قَالَ اِنَّ رَسُوْلَكُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْكُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۟

فرعون وويل: پرته له شکه هغه کس چې ګومان کوي چې تاسوته را لېږل شوی، لېونی دی، نه پوهيږي چې څنګه ځواب ووايي او هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 26

قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

موسی وويل:هغه الله چې زه مو ورته رابولم د ختيځ، لوېديځ او د هغو تر منځ چې څه دي د هغو پالونکی دی، که چېرې تاسو عقلونه لرئ او کار ترې اخلئ. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 26

قَالَ لَىِٕنِ اتَّخَذْتَ اِلٰهًا غَیْرِیْ لَاَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُوْنِیْنَ ۟

فرعون په دليل وړاندې کولو کې له عاجزه کېدو وروسته، موسی ته وويل: که دې له ما پرته د بل معبود عبادت وکړ، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 26

قَالَ اَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَیْءٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ

موسی عليه السلام، فرعون ته وويل: آيا ته ما له بنديانو ګرځوې که څه هم زه تاته داسې څه راوړم چې هغه زما دا رېښتينولي بيانوي چې زه درته د الله له لورې راغلی يم؟ info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 26

قَالَ فَاْتِ بِهٖۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ويې ويل:هغه څه راوړه چې ياد دې کړل چې ستا پر رېښتينولي دلالت کوي، که چېرې ته په هغه څه کې له رېښتينو څخه وې چې دعوی يې کوې. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 26

فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

نو موسی خپله لکړه په ځمکه وغورځوله؛ نو هغه سملاسي د ليدونکو لپاره په ښکاره ښامار بدله شوه. info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 26

وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠

او خپل لاس يې په ګرېوان کې ننه اېستی چې سپين نه و، خو سپين نوراني يې ترې راوويستی چې د فيس ناروغۍ له سپينوالی هم نه و، ليدونکو همداسې وليدی. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 26

قَالَ لِلْمَلَاِ حَوْلَهٗۤ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

فرعون د خپل قوم چاپېرو سردارانوته وويل: پرته له شکه دغه سړی پر کوډو پوه کوډګر دی. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 26

یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهٖ ۖۗ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟

غواړي په خپلو کوډو تاسو له خپلې ځمکې وباسي؛ نو ستاسو رايه څه ده د هغه څه په اړه چې له هغه سره يې وکړو؟. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 26

قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَابْعَثْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ

هغوی ورته وويل: هغه او ورور يې وروسته وکړه، د هغوی په سزا کې بيړه مه کوه، د مصر ښارونو ته خلک ولېږه چې کوډګر را ټول کړي. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 26

یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِیْمٍ ۟

تاته به هر په کوډو پوه کوډګر راولي. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 26

فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ

نو فرعون خپل کوډګر په ټاکلي ځای او ټاکلي وخت کې د موسی د مقابلې لپاره راټول کړل. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 26

وَّقِیْلَ لِلنَّاسِ هَلْ اَنْتُمْ مُّجْتَمِعُوْنَ ۟ۙ

او خلکو ته وويل شول: آيا تاسو راټولېږئ چې ووينئ چې موسی برلاسی دی او که کوډګر؟. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أخطاء الداعية السابقة والنعم التي عليه لا تعني عدم دعوته لمن أخطأ بحقه أو أنعم عليه.
د الله لوري ته د رابلونکو پخوانۍ تېروتنې او هغه نعمتونه چې فرعون ته ورکړل شوي وو، دا معنی نه لري چې هغه که له حق څخه تېروتی وي او يا پر هغه پېرزوينې شوې وي؛ نو بلنه به نه ورته کيږي. info

• اتخاذ الأسباب للحماية من العدو لا ينافي الإيمان والتوكل على الله.
د اسبابو اختيارول له دښمن څخه د خونديتابه په موخه پر الله د ايمان او بروسې سره په ټکر کې نه دي. info

• دلالة مخلوقات الله على ربوبيته ووحدانيته.
د الله د مخلوقاتو د هغه پر ربوبيت او يووالي دلالت. info

• ضعف الحجة سبب من أسباب ممارسة العنف.
د دليل کمزوروالی د تاوتریخوالي له لاملونو څخه یو لامل دی. info

• إثارة العامة ضد أهل الدين أسلوب الطغاة.
د دين والا پر خلاف د عامو خلکو راپارول د سرکښانو کړنلار ده. info

external-link copy
40 : 26

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

په دې هيله چې موږ به په دين کې د کوډګرو پيروي وکړو، که چېرې هغوی لره پر موسی برلاسي وه. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 26

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

نو کله چې کوډګر فرعون ته راغلل تر څو پر موسی برلاسي شي، هغه ته يې وويل: آيا موږ ته به کومه مادي يا معنوي بدله وي که چېرې موږ لره پر موسی برلاسی و. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 26

قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟

فرعون هغوی ته وويل: هو تاسو لره به بدله وي، د هغه پرخلاف ستاسو د بريا په حالت کې به تاسو زما له نږدې کسانو څخه وئ چې لوړې رتبې به درکړم. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 26

قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

موسی په داسې حال کې چې د الله پر مرسته باوري او د دې خبرې بيانوونکی و چې څه له هغه سره دي هغه کوډې نه دي، هغوی ته يې وويل: وغورځوئ هغه رسۍ او لکڼې تاسو يې غورځوونکي ياست. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 26

فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِیَّهُمْ وَقَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

هغوی خپلې رسۍ او لکڼې و غورځولې او د غورځولو پر مهال يې وويل: د فرعون پر لويۍ موږ برلاسي يو، او موسی به مغلوب وي. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 26

فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚۖ

موسی چې لکڼه وغورځوله، هغه ماروګرځېدله؛ نو هغې سملاسي هغه څه تېرول پيل کړل چې خلکو ته يې له کوډو څه ښکارول. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 26

فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ

کله چې کوډګرو د موسی لکڼه وليدله چې د هغوی غورځول شوي د کوډو توکي يې تېرول، سملاسي په سجده پرېوتل. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 26

قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

هغوی وويل: موږ د ټولو مخلوقاتو پر پالونکي ايمان راوړ. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 26

رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

د موسی او هارون عليهما السلام پر پالونکي. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 26

قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ؕ۬— لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

فرعون، د کوډګرو د ايمان پر بد ګيلو سره وويل: آيا تاسو مخکې له دې چې زه اجازه درته وکړم پر موسی ايمان راوړ؟! پرته له شکه همدغه موسی ستاسو هغه مشر و چې تاسو ته يې کوډې درښودلې وې او تاسو ټول په يوه خوله شوي ياست تر څو د مصر خلک له خپل ښاره وباسئ؛ نو ژر به پوه شئ چې زه څنګه سزا درکوم، هرومرو به د هر يوه د يو لوري پښه د بل لوري لاس چې ښۍ پښه او چپ لاس يا سرچپه ور پرې کړم، او هرومرو به تاسو ټول د خرماوو پر ونو را وځړوم او هيڅوک به له تاسو پرې نه ږدم. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 26

قَالُوْا لَا ضَیْرَ ؗ— اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ

کوډګرو، فرعون ته وويل: په دنيا کې چې د کومو پرې کولو او ځړولو ګوت څنډنه راته کوې، هغه دومره تاواني نه دی، ستا سزا پای ته رسېدونکې ده، موږ خپل پالونکي ته ورتلونکي يو او موږ په خپله تلپاتې پېرزوينه کې داخل کړي. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 26

اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ۠

موږ هيله لرو چې الله زموږ هغه پخوانۍ تېروتنې له منځه يوسي کومې چې مو ترسره کړي دي د دې له امله چې موږ تر ټولو لومړی پر موسی ايمان راوړ او هغه مو رېښينی وبللو. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 26

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟

او موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه، چې بني اسرائيل د شپې له لوري دررسره روان کړه، ځکه فرعون او څوک چې له هغه دي ورپسې دي تر څو یې بیرته راوګرځوي. info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 26

فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۚ

نو فرعون ځنې عسکر ښارونو ته ولیږل تر څو نورې لښکرې راغونډې کړي او بني اسرائیل یې پر مټ بیرته راوګرځوي، هغه مهال چې فرعون یې له مصر څخه په تللو پوه شو. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 26

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَ ۟ۙ

فرعون د بني اسرائلو په کم ګڼلو سره وويل: دغه بني اسرائيل يوه کوچنۍ ډله ده. info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 26

وَاِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَ ۟ۙ

او هغوی د هغه څه کوونکي دي چې موږ پر هغوی په غوسه کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 26

وَاِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَ ۟ؕ

او پرته له شکه موږ هغوی ته چمتو او بيداره يو. info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 26

فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

نو فرعون او د هغه قوم مو د مصر د زياتو باغونو او د اوبو چينو لرونکې ځمکې را ويستل. info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 26

وَّكُنُوْزٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

د مال لرونکو خزانو اوښکلو ځايونو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 26

كَذٰلِكَ ؕ— وَاَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

لکه څنګه مو چې فرعون او د هغه قوم له دغو نعمتونو څخه واېستل، له هغوی وروسته مو د شام په ښارونو کې، بني اسرائيلو ته دغه نعمتونه ورکړل. info
التفاسير: |

external-link copy
60 : 26

فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ ۟

نو فرعون او د هغه قوم د لمر د ښه راپورته کېدو پر مهال په بني اسرائيلو پسې شول. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• العلاقة بين أهل الباطل هي المصالح المادية.
د باطل پرستو تر منځه اړیکي یوازې مادي ګټې دي. info

• ثقة موسى بالنصر على السحرة تصديقًا لوعد ربه.
د کوډګرو پر خلاف د موسی پر خپله بريا باوري کېدل د خپل پالونکي د ژمنې رېښتيني ګڼل دي. info

• إيمان السحرة برهان على أن الله هو مُصَرِّف القلوب يصرفها كيف يشاء.
د کوډګرو ايمان راوړل د دې خبرې دليل دی چې الله د زړونو اړوونکی دی څنګه چې غواړي اړوي يې. info

• الطغيان والظلم من أسباب زوال الملك.
سرکښي او ظلم د قدرت د لمنځه تللو له لاملونو څخه دي. info

external-link copy
61 : 26

فَلَمَّا تَرَآءَ الْجَمْعٰنِ قَالَ اَصْحٰبُ مُوْسٰۤی اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَ ۟ۚ

کله چې فرعون او د هغه قوم، د موسی او د هغه له قوم سره مخ شول، په داسې حال کې چې هرې ډلې بله ډله ليدله، د موسی ملګرو وويل: بېشکه فرعون او د هغه قوم په موږ پسې را ورسېدل او موږ د هغوی مقابله نه شو کولی. info
التفاسير: |

external-link copy
62 : 26

قَالَ كَلَّا ۚ— اِنَّ مَعِیَ رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟

موسی خپل قوم ته وويل: چاره داسې نه ده لکه تاسو چې تصور کوئ، پرته له شکه زما پالونکی زما تاييد او مرسته کوي، ژر به لارښوونه راته وکړي او د خلاصون لار به راته وښيي. info
التفاسير: |

external-link copy
63 : 26

فَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ؕ— فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

نو موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه چې درياب په خپله لکڼه ووهي؛ نو هغه يې پرې وواهه، درياب و چاودلو او د بني اسرائیلو د قبيلو په شمېر دولس لارې ترې جوړې شوې، د درياب هره چاودل شوې ټوټه په لوی والي او ځای په ځای کېدو کې د لوی غره غوندې وه، په داسې ډول چې اوبه نه ترې بهېدلې. info
التفاسير: |

external-link copy
64 : 26

وَاَزْلَفْنَا ثَمَّ الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

او فرعون او د هغه قوم مو دومره رانېږدې کړل چې درياب ته د داسې ګومان کوونکو په توګه ننوتل چې دغه د تګ وړ لاره ده. info
التفاسير: |

external-link copy
65 : 26

وَاَنْجَیْنَا مُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

موسی او ورسره بني اسرائيل مو وژغورل، له هغوی مو هيڅوک هم تباه نه کړل. info
التفاسير: |

external-link copy
66 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ؕ

بيا مو فرعون او د هغه قوم په درياب کې په ډوبېدو تباه کړل. info
التفاسير: |

external-link copy
67 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د موسی لپاره د درياب په چاودلو، د هغه په خلاصون، د فرعون او د هغه د قوم په تباهۍ کې يوه داسې نښانه ده چې د موسی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو ډېری هغه کسان چې له فرعون سره دي پرې باور کوونکي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
68 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی داسې برلاسی دی چې له دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي. info
التفاسير: |

external-link copy
69 : 26

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

ای رسوله! پر هغوی د ابراهيم کيسه ولوله. info
التفاسير: |

external-link copy
70 : 26

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا تَعْبُدُوْنَ ۟

کله يې چې خپل پلار آزر او قوم ته وويل: له الله پرته دا د څه شي عبادت کوئ؟. info
التفاسير: |

external-link copy
71 : 26

قَالُوْا نَعْبُدُ اَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عٰكِفِیْنَ ۟

قوم يې ورته وويل: بوتان لمانځو تل به يې همداسې په لمانځلو لګيا اوسو. info
التفاسير: |

external-link copy
72 : 26

قَالَ هَلْ یَسْمَعُوْنَكُمْ اِذْ تَدْعُوْنَ ۟ۙ

ابراهيم هغوی ته وويل: آيا بتان ستاسو خبره اوري کله يې چې رابولئ؟. info
التفاسير: |

external-link copy
73 : 26

اَوْ یَنْفَعُوْنَكُمْ اَوْ یَضُرُّوْنَ ۟

او يا ګټه در رسوي که يې پيروي وکړئ، او يا هم زيان در رسوي که سرغړونه ترې وکړئ؟. info
التفاسير: |

external-link copy
74 : 26

قَالُوْا بَلْ وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

هغوی وويل: نه اوري کله يې چې رابولو، نه ګټه را رسولی شي که يې پيروي وکړو، او نه زيان را رسولی شي که سرغړونه ترې وکړو، بلکې لنډه دا چې موږ خپل پلرونه موندلي چې همداسې يې کول؛ نو موږ د هغوی پيروي کوو. info
التفاسير: |

external-link copy
75 : 26

قَالَ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

ابراهيم وويل: آيا فکر مو کړی چې هغه بتان مو ليدلي وای چې له الله پرته مو لمانځل؟ info
التفاسير: |

external-link copy
76 : 26

اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمُ الْاَقْدَمُوْنَ ۟ؗ

او هغه څه چې ستاسو پخوانيو پلرونو يې عبادت کاوه. info
التفاسير: |

external-link copy
77 : 26

فَاِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّیْۤ اِلَّا رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

پرته له شکه د ټولو مخلوقاتو له پالونکي پرته، نور هغوی ټول زما دښمنان دي، ځکه هغوی پر باطل دي. info
التفاسير: |

external-link copy
78 : 26

الَّذِیْ خَلَقَنِیْ فَهُوَ یَهْدِیْنِ ۟ۙ

همغه ذات چې زه يې پيداکړی يم، د دنيا او آخرت ښېګڼې ته مې لارښوونه کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
79 : 26

وَالَّذِیْ هُوَ یُطْعِمُنِیْ وَیَسْقِیْنِ ۟ۙ

او يوازې همغه ذات دی چې کله وږی شم خواړه راکوي او چې کله تږی شم څښاک راکوي. info
التفاسير: |

external-link copy
80 : 26

وَاِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْنِ ۟

او چې کله ناروغ شم يوازې همغه ذات له ناروغۍ روغتيا راکوي له هغه پرته بل روغتيا راکوونکی ما لره نشته. info
التفاسير: |

external-link copy
81 : 26

وَالَّذِیْ یُمِیْتُنِیْ ثُمَّ یُحْیِیْنِ ۟ۙ

او يوازې همغه ذات دی چې مړ کوي مې چې کله مې نېته پوره شي او له مرګ وروسته مې بېرته راژوندی کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
82 : 26

وَالَّذِیْۤ اَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لِیْ خَطِیْٓـَٔتِیْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

او هغه ذات دی چې يوازې له هغه څخه دا هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبښي. info
التفاسير: |

external-link copy
83 : 26

رَبِّ هَبْ لِیْ حُكْمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ

ابراهيم له خپل پالونکي څخه د دعاء غوښتو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! ما ته په دين کې پوهه راکړه، له مخکېنيو نېکانو انبياو سره مې يوځای کړه چې له هغوی سره مې جنت ته داخل کړه. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الله مع عباده المؤمنين بالنصر والتأييد والإنجاء من الشدائد.
الله له مؤمنانو بنده ګانو سره يې وي چې مرسته او ملاتړ يې کوي او له سختيو يې ژغوري. info

• ثبوت صفتي العزة والرحمة لله تعالى.
د الله لپاره د عزت او رحمت صفتونو ثابتوالی. info

• خطر التقليد الأعمى.
د ړندې پيروۍ خطر. info

• أمل المؤمن في ربه عظيم.
د مؤمنانو هيله د خپل پالونکي په اړه لويه وي. info

external-link copy
84 : 26

وَاجْعَلْ لِّیْ لِسَانَ صِدْقٍ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

او له ما وروسته پېړۍ چې راځي په هغو کې ښه يادونه او ښکلې ستاينه راکړې. info
التفاسير: |

external-link copy
85 : 26

وَاجْعَلْنِیْ مِنْ وَّرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِیْمِ ۟ۙ

او له هغو کسانو مې وګرځوې چې د جنت د هغو کورونو وارثان دي چې په هغو کې ستا مؤمن بندګان خوندونه اخلي او په هغو کې مې و اوسوې. info
التفاسير: |

external-link copy
86 : 26

وَاغْفِرْ لِاَبِیْۤ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ

او پلار ته مې بښنه وکړې، بېشکه هغه د شرک له امله له حقه له لارورکو څخه دی، د ابراهيم دعا د خپل پلار لپاره مخکې تردې وه چې هغه ته دا خبره څرګنده شي چې هغه له دوزخيانو څخه دی، خو کله چې هغه ته دغه ښکاره شوه بيا ترې بېزاره شو او دعا يې ورته و نه کړه. info
التفاسير: |

external-link copy
87 : 26

وَلَا تُخْزِنِیْ یَوْمَ یُبْعَثُوْنَ ۟ۙ

اوپه هغه ورځ مې په سزا راکولو مه شرموه، په کومه ورځ چې خلک د حساب لپاره راپاڅول کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
88 : 26

یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّلَا بَنُوْنَ ۟ۙ

په هغه ورځ چې نه انسان ته هغه مال ګټه رسوي چې په دنيآ کې يې غونډ کړی وي او نه هغه زامن چې د هغوی په مرسته به برلاسی کېدلو. info
التفاسير: |

external-link copy
89 : 26

اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟ؕ

مګر هغه څوک چې الله ته له داسې روغ زړه سره راغلی وي چې نه په هغه کې شرک وي، نه نفاق، نه ځان ښودنه او نه هم لويي؛ نو هغه به له خپل هغه مال څخه ګټه واخلي چې د الله په لار کې يې لګولی وي او له هغو اولادونو څخه به ګټه واخلي چې هغه ته دعا کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
90 : 26

وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

د هغه ځان ساتونکو لپاره به جنت را نېږدې کړل شي چې د خپل پالونکي امرونه يې منل او له نواهيوو يې ځانونه ساتل. info
التفاسير: |

external-link copy
91 : 26

وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِلْغٰوِیْنَ ۟ۙ

او د محشر په ورځ هغو لارورکو ته چې له حق دينه لار ورکي وو دوزخ ورڅرګند کړل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
92 : 26

وَقِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

او هغوی ته به د ملامتيا په ډول وويل شي: هغه بوتان چېرې دي چې تاسو يې عبادت کاوه؟ info
التفاسير: |

external-link copy
93 : 26

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— هَلْ یَنْصُرُوْنَكُمْ اَوْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟ؕ

آيا له الله پرته مو د هغو عبادت کاوه؟ آيا د الله له سزا څخه په مخنيوي سره مو مرسته کولای شي او يا هغوی د خپلو ځانونو مرسته کولای شي؟ info
التفاسير: |

external-link copy
94 : 26

فَكُبْكِبُوْا فِیْهَا هُمْ وَالْغَاوٗنَ ۟ۙ

نو ځينې به پر ځينو سربېره په دوزخ کې ور وغورځول شي، هم هغوی او هم هغه کسان چې لار ورکي کړي يې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
95 : 26

وَجُنُوْدُ اِبْلِیْسَ اَجْمَعُوْنَ ۟ؕ

او له شيطانانو څخه د ابليس ټول مرستندويان هم، هيڅوک به ځنې استثناء نه کړل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
96 : 26

قَالُوْا وَهُمْ فِیْهَا یَخْتَصِمُوْنَ ۟ۙ

مشرکان چې له الله پرته د نورو عبادت يې کاوه او له هغه پرته يې نور شريکان نيول وبه وايي: په داسې حال کې چې له هغو کسانو سره به شخړه کوي چې له الله پرته يې د هغوی عبادت کاوه. info
التفاسير: |

external-link copy
97 : 26

تَاللّٰهِ اِنْ كُنَّا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

په الله قسم موږ له حق څخه په څرګنده بې لارۍ کې وو. info
التفاسير: |

external-link copy
98 : 26

اِذْ نُسَوِّیْكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

کله مو چې د ټولو مخلوقاتو د پالونکي غوندې وګرځوو، نو داسې عبادت به مو کوو لکه د هغه چې کوو.
info
التفاسير: |

external-link copy
99 : 26

وَمَاۤ اَضَلَّنَاۤ اِلَّا الْمُجْرِمُوْنَ ۟

او موږ له حق لارې بل چا نه يو بې لاري کړي، مګر هغو مجرمانو چې له الله پرته يې موږ عبادت ته وربللو. info
التفاسير: |

external-link copy
100 : 26

فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِیْنَ ۟ۙ

نو اوس موږ لره سپارښت کوونکي نشته چې د الله پر وړاندې زموږ سپارښتنه وکړي، تر څو مو د هغه له سزا څخه وژغوري. info
التفاسير: |

external-link copy
101 : 26

وَلَا صَدِیْقٍ حَمِیْمٍ ۟

او کوم خالص ملګری شته چې زموږ دفاع او سپارښتنه وکړي. info
التفاسير: |

external-link copy
102 : 26

فَلَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

که چېرې موږ لره يو ځل د دنيا ژوند ته ورګرځېدل وای؛ نو پر الله به باور کوونکي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
103 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د ابراهيم عليه السلام په دغه ياده شوې کيسه او د درواغ ګڼونکو په داسې کېدو کې يو پند دی د پند اخېستونکو لپاره، خو د هغوی ډېری باور کوونکي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
104 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکي داسې برلاسی دی چې له دوښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي. info
التفاسير: |

external-link copy
105 : 26

كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوْحِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

د نوح قوم رسولان درواغجن وګڼل، کله چې هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګاڼه. info
التفاسير: |

external-link copy
106 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ نُوْحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله چې هغوی ته يې نسبي ورور نوح وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ تر څو د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.
info
التفاسير: |

external-link copy
107 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې تر کموم. info
التفاسير: |

external-link copy
108 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

له الله و وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم. info
التفاسير: |

external-link copy
109 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير: |

external-link copy
110 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ؕ

له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر درته کوم او له کوم څه څخه مو چې راګرځوم. info
التفاسير: |

external-link copy
111 : 26

قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْاَرْذَلُوْنَ ۟ؕ

هغه ته يې قوم وويل: ای نوحه! آيا موږ د هغه څه پيروي وکړو او عمل پرې وکو حال دا چې ستا پيروان يوازې پست خلک دي په هغو کې موږ سرداران او درانه خلک نه وينو؟!. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أهمية سلامة القلب من الأمراض كالحسد والرياء والعُجب.
د کينې، ځان ښودنې او لويۍ غوندې ناروغيو څخه د زړه د سلامتيا اهميت. info

• تعليق المسؤولية عن الضلال على المضلين لا تنفع الضالين.
د لار ورکوونکو مسؤليت تر لار ورکۍ پورې ورکول، لار ورکو ته کومه ګټه نه رسوي. info

• التكذيب برسول الله تكذيب بجميع الرسل.
د الله د يو رسول درواغجن ګڼل د ټولو رسولانو درواغجن ګڼل دي. info

• حُسن التخلص في قصة إبراهيم من الاستطراد في ذكر القيامة ثم الرجوع إلى خاتمة القصة.
د ابراهيم کيسه په ښه ډول پای ته رسېدل، چې د قيامت يادونه پکې وشوه او بيا کيسه پای ته ورسېده. info

external-link copy
112 : 26

قَالَ وَمَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زما به څه پوهه وي د دغو مؤمنانو پر هغو کارونو چې کول يې؟ زه پر هغوی وکيل نه يم چې کړنې يې څارم. info
التفاسير: |

external-link copy
113 : 26

اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَ ۟ۚ

د هغوی حساب يوازې زما پر پالونکي دی، چې پر پټو او ښکاره و يې پوهيږي، ما لره نه دی، که چېرې تاسو پوهېدلی نو هغه څه به مو نه وای ويلي کوم څه مو چې وويل. info
التفاسير: |

external-link copy
114 : 26

وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

زه له خپل مجلسه ستاسو د غوښتنې پر بنسټ د دغو مؤمنانو شړونکی نه، ترڅو تاسو ايمان راوړئ. info
التفاسير: |

external-link copy
115 : 26

اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ

زه يوازې يو څرګند وېروونکی يم چې د الله له عذابه مو وېروم. info
التفاسير: |

external-link copy
116 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَ ۟ؕ

هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې. info
التفاسير: |

external-link copy
117 : 26

قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِ ۟ۚۖ

نوح د خپل پالونکي د رابللو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! پرته له شکه قوم مې درواغجن وګڼلم، په هغه څه کې يې زما تصديق و نه کړ چې ستا لخوا ورسره راغلی وم. info
التفاسير: |

external-link copy
118 : 26

فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَبَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّنَجِّنِیْ وَمَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

نو زما او زما د قوم ترمنځه څه فيصله وكړې او ما وژغورې او څوك مؤمنان چې له ماسره دي. info
التفاسير: |

external-link copy
119 : 26

فَاَنْجَیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۚ

موږ د هغه دعا قبوله کړه، هغه او کوم مؤمنان چې ورسره وو هغوی مو له خلکو او څارويو په يوه ډکه کښتۍ کې وژغورل. info
التفاسير: |

external-link copy
120 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَ ۟ؕ

بيا له هغوی پاتې خلک مو ډوب کړل، چې هغه د نوح قوم و. info
التفاسير: |

external-link copy
121 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د نوح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې، د هغه او ورسره مؤمنانو، د هغه له قومه د کافرانو په تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، و ډېری د هغوی ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
122 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له هغوی توبه ورته وباسي. info
التفاسير: |

external-link copy
123 : 26

كَذَّبَتْ عَادُ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

عاديانو رسولان درواغجن وګڼل کله يې چې خپل رسول هود عليه السلام درواغجن وګاڼه. info
التفاسير: |

external-link copy
124 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

ياد کړه کله چې هغه وخت چې نسبي ورور يې هود ورته وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.
info
التفاسير: |

external-link copy
125 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې دې رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم. info
التفاسير: |

external-link copy
126 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو سره او زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير: |

external-link copy
127 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير: |

external-link copy
128 : 26

اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ ۟ۙ

آيا تاسو پر هر لوړ ځای داسې ساختمان جوړوئ چې پرته له کومې دنيوي يا اخروي ګټې هسې يوه چټي نښه وي؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
129 : 26

وَتَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَ ۟ۚ

او داسې کلاوې او ماڼۍ جوړوئ لکه تل چې په دغه دنيا کې ياست او له هغې څخه نه ځئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
130 : 26

وَاِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَ ۟ۚ

او کله چې په وژلو او وهلو برلاسي اختياروئ؛ نو پرته له زړه سوي او رحمدلي، ظلم کوونکي برلاسي اختياروئ. info
التفاسير: |

external-link copy
131 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلوسره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير: |

external-link copy
132 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۚ

او د هغه الله له قهره وډارشئ چې تاسو ته يې داسې نعمتونه درکړي چې تاسو هم پرې پوهېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
133 : 26

اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۚۙ

تاسو ته يې څاروي درکړي او او لادونه يې درکړي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
134 : 26

وَجَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚ

تاسو ته يې باغونه او روانې چينې درکړې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
135 : 26

اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ؕ

پرته له شکه ای زما قومه! زه پرتاسو د قيامت د لويې ورځې له سزا وېرېږم. info
التفاسير: |

external-link copy
136 : 26

قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَعَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَ ۟ۙ

قوم يې ورته وويل: ستا وېرونه او نه وېرونه زموږ لپاره برابره ده، هيڅکله به ايمان درباندې را نه وړو او له هغه څه هيڅکله ونه ګرځو چې پرې يو. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أفضلية أهل السبق للإيمان حتى لو كانوا فقراء أو ضعفاء.
د لومړنيو ايمان راوړونکو غوره والی که څه هم هغوی بې وزله او کمزوري وي. info

• إهلاك الظالمين، وإنجاء المؤمنين سُنَّة إلهية.
د ظالمانو تباه کول او د مؤمنانو ژغورنه الهي سنت او لاره ده. info

• خطر الركونِ إلى الدنيا.
دنيا ته د مايل کېدو خطر. info

• تعنت أهل الباطل، وإصرارهم عليه.
د باطل والا ضد او پر هغه يې ټينګار. info

external-link copy
137 : 26

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

دا يوازې د پخوانيو دين دی، د هغوی عادات او خويونه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
138 : 26

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

اوموږ سزا ليدونکي نه يو. info
التفاسير: |

external-link copy
139 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

هغوی د خپل نبي هود عليه السلام درواغجن ګڼلو ته دوام ورکړ؛ نو هغوی مو د درواغجن ګڼلو له امله په شنډه هوا تباه کړل، پرته له شکه په دغه تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
140 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير: |

external-link copy
141 : 26

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل، د خپل نبي صالح عليه السلام په درواغجن ګڼلو سره. info
التفاسير: |

external-link copy
142 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله يې چې نسبي ورور يې صالح ورته وويل: آيا له الله څخه نه ډارېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ. info
التفاسير: |

external-link copy
143 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې د رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم. info
التفاسير: |

external-link copy
144 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو په ځان ساتلو سره ووېرېږئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير: |

external-link copy
145 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير: |

external-link copy
146 : 26

اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

آيا تاسو هيله لرئ چې تاسو به په هغو ښېګڼو او نعمتونو کې همداسې ډاډه پرېښودل شئ چې نه به وېرېږئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
147 : 26

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

په باغونو او روانو چينو کې. info
التفاسير: |

external-link copy
148 : 26

وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ

په داسې کښتونو او خرماوو کې چې مېوې يې نرمې او پخې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
149 : 26

وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ

او غرونه پرې کوئ، تر څو کورونه پکې جوړ کړئ چې پکې اوسېږئ او تاسو يې په توږلو کې مهارت لرئ. info
التفاسير: |

external-link copy
150 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، زما پیروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير: |

external-link copy
151 : 26

وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ

او د ګناهونو په تر سره کولو سره پر خپلو ځانونو له بريده اوښتونکو خلکو امر ته غاړه مه ږدئ. info
التفاسير: |

external-link copy
152 : 26

الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

هغه کسان چې په ځمکه کې وران کاري کوي د ګناهونو په خپرولو، او د الله په پیروۍ د ځانونو سمون نه کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
153 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ

قوم يې ورته وويل: پرته له شکه ته يو له هغه چا يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې پر عقلونو يې غالبه شوې او له منځه يې ویوړ. info
التفاسير: |

external-link copy
154 : 26

مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ته هم يوازې زموږ غوندې انسان يې؛ نو تا لره پر موږ کوم غوراوی نشته تردې چې ته رسول وې؛ نو يوه داسې نښانه راوړه چې پردې خبره دلالت کوي چې ته رسول يې، که چېرې ته په هغه دعوا کې رېښتينی وې چې کوې يې چې ته رسول يې. info
التفاسير: |

external-link copy
155 : 26

قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ

هغوی ته صالح -په داسې حال کې چې الله هغه ته نښانه ورکړې وه، چې هغه يوه اوښه وه، الله له لويې ډبرې را اېستلې وه -وويل: دغه اوښه ده چې ليدل کيږي او لمس کيږي، هغې لره د اوبو خپله برخه ده او تاسو لره ټاکلې برخه ده، ستاسو په برخه کې هغه اوبه نه څښي او تاسو په هغه ورځ اوبه نه څښئ چې د هغې برخه ده. info
التفاسير: |

external-link copy
156 : 26

وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

هغې ته کوم د زخمي کولو او وهلو زيان مه رسوئ، چې د هغه له امله به د الله عذاب درته ورسيږي چې په لويه ورځ به مو تباه کړي، ځکه چې په هغې ورځ کې پرتاسو کړاو را ښکته کېدونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
157 : 26

فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ

نو پر وژلو يې په يوه خوله شول؛ چې تر ټولو بد بخته يې هغه ووژله، بيا هغوی پر هغه څه پښېمانه شول، کله چې پر ځانونو د خامخا راښکته کېدونکي عذاب په اړه پوه شول، خو دغه پښېمانۍ د عذاب د ليدو پر مهال هغوی ته کومه ګټه نه رسوله. info
التفاسير: |

external-link copy
158 : 26

فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

نو هغې سزا ونيول چې له هغوی سره يې ژمنه شوې وه، چې هغه ځمکه ښورېدنه او چېغه وه، پرته له شکه د صالح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
159 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• توالي النعم مع الكفر استدراج للهلاك.
له کفر سره د نعمتونو پرله پسې والی د تباهۍ لپاره استدراج دی. info

• التذكير بالنعم يُرتجى منه الإيمان والعودة إلى الله من العبد.
د نعمتونو يادونه د ايمان راوړلو هيله پيدا کوي او بنده د الله لوري ته راګرځوي. info

• المعاصي هي سبب الفساد في الأرض.
ګناهونه په زمکه کې د ورانکارۍ لامل دي. info

external-link copy
160 : 26

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

د لوط قوم رسولان درواغجن وګڼل، ځکه هغوی خپل نبي لوط عليه السلام درواغجن وګڼی. info
التفاسير: |

external-link copy
161 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ لُوْطٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله چې هغوی ته يې نسبي ورور لوط وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې شرک پرېږدئ.
info
التفاسير: |

external-link copy
162 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

پرته له شکه زه تاسوته رسول يم، الله تاسو ته لېږلی يم، امانت دار يم نه په هغه څه کې چې د هغه لخوا يې رسوم نه څه پکې زياتوم او نه څه ترې کموم. info
التفاسير: |

external-link copy
163 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

له الله و وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم. info
التفاسير: |

external-link copy
164 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير: |

external-link copy
165 : 26

اَتَاْتُوْنَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

ايا تاسو يوازې له خلکو څخه نارينه وو ته د شا لخوا ورځئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
166 : 26

وَتَذَرُوْنَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ عٰدُوْنَ ۟

او هغه څه پرېږدئ چې الله ستاسو د شهوتونو د پوره کولو لپاره پيداکړي دي چې هغه ستاسو د مېرمنو شرمځايونه دي؟! بلکې تاسو د الله له پولو په دغه ناوړه نابلده کار اوښتونکي ياست. info
التفاسير: |

external-link copy
167 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰلُوْطُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِیْنَ ۟

قوم يې ورته وويل: ای لوطه! که چېرې له دغه کاره زموږ له منع کولو او پر موږ د بد ويلو څخه لاس په سر نه شې، هرومرو به ته او څوک چې درسره دي زموږ له کلي څخه د اېستل شويو څخه شې. info
التفاسير: |

external-link copy
168 : 26

قَالَ اِنِّیْ لِعَمَلِكُمْ مِّنَ الْقَالِیْنَ ۟ؕ

هغوی ته لوط وويل: پرته له شکه زه ستاسو د دغه کار چې کوئ يې له بد ګڼونکو او ناوړه ګڼونکو څخه يم. info
التفاسير: |

external-link copy
169 : 26

رَبِّ نَجِّنِیْ وَاَهْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟

هغه د خپل پالونکي په رابللو سره وويل: ای زما پالونکيه! ما او کورنۍ مې له هغه عذابه وساتې چې دغو خلکو ته د هغوی د ناروا کار له امله رسيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
170 : 26

فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو د هغه دعا مو قبوله کړه او هغه او ټوله کورنۍ مو يې وژغورله. info
التفاسير: |

external-link copy
171 : 26

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟ۚ

پرته د هغه له مېرمنې، بېشکه هغه کافره وه؛ نو له منځه تلونکو او تباه کېدونکو څخه وه. info
التفاسير: |

external-link copy
172 : 26

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

بيا وروسته له دې چې لوط او کورنۍ يې له سدوم نومي کلي څخه ووتل، پاتې قوم مو يې له هغه وروسته په سخته تباهۍ تباه کړل. info
التفاسير: |

external-link copy
173 : 26

وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

او پر هغوی مو له آسمانه د باران غوندې ډبرې و اورولې؛ نو د دغو کسانو باران چې لوط وېرول او د الله له عذابه يې ډارول ډېر بد و، ځکه چې هغوی د ناوړه کار په ترسره کولو کې دوام وکړ. info
التفاسير: |

external-link copy
174 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د لوط پر قوم د هغوی د ناوړه کار له امله یاد نازل شوي عذاب کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
175 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير: |

external-link copy
176 : 26

كَذَّبَ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

د ګڼې ونې والا کلي خلکو رسولان درواغجن وګڼل، کله يې چې خپل نبي شعيب عليه السلام درواغجن وګڼلو.
info
التفاسير: |

external-link copy
177 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَیْبٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله چې هغوی ته يې نبي شعيب وويل: آيا له الله څخه د هغه له وېرې د شرک په پرېښودلو نه وېرېږئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
178 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې ترې کموم. info
التفاسير: |

external-link copy
179 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او يا مو ترې منع کوم. info
التفاسير: |

external-link copy
180 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير: |

external-link copy
181 : 26

اَوْفُوا الْكَیْلَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُخْسِرِیْنَ ۟ۚ

خلکو ته پېمانه پوره ورکوئ، کله چې څه پرې پلورئ او له هغه چا مه کېږئ چې خلکو ته د پېر پر مهال په پېمانه کې کمی کوي.
info
التفاسير: |

external-link copy
182 : 26

وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ۟ۚ

او کله چې نورو خلکو تلل کوئ؛ نو په سمه تله تول کوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
183 : 26

وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟ۚ

او د خلکو حقوق مه کموئ، او د ګناهونو په ترسره کولو په زمکه کې فساد مه زیاتوئ. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• اللواط شذوذ عن الفطرة ومنكر عظيم.
لواطت د فطرت څخه وتل دي او لوی ناوړه کار دی. info

• من الابتلاء للداعية أن يكون أهل بيته من أصحاب الكفر أو المعاصي.
د الله لارې ته د رابلونکي له ازامويښت څخه دا دی چې کورنۍ يې کافره او ګناهکاره وي. info

• العلاقات الأرضية ما لم يصحبها الإيمان، لا تنفع صاحبها إذا نزل العذاب.
له ځمکنيو اړيکو سره چې تر څو ايمان نه وي، څښتن ته يې ګټه نه شي رسولی کله چې عذاب پرې راشي. info

• وجوب وفاء الكيل وحرمة التَّطْفِيف.
د پېمانې پوره ورکولو لازموالی او د کمولو نارواوالی. info

external-link copy
184 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ

او له هغه ذاته په دې وېره ځانونه وساتئ چې عذاب درباندې را نازل نه کړي، کوم ذات چې تاسو يې پيداکړي ياست، او پخواني امتونه يې پيداکړي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
185 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۙ

د شعيب قوم، شعيب ته وويل: پرته له شکه ته له هغو کسانو څخه يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې کوډې دې پر عقل غالبې شوې دي او له منځه يې وړی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
186 : 26

وَمَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَاِنْ نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۚ

او ته يوازې زموږ غوندې يو انسان يې او تا لره پر موږ کوم زيادت نشته؛ نو بيا ته څنګه رسول يې؟ او موږ ستا په اړه يوازې دا ګومان کوو چې ته له درواغجنو يې په دغه دعوی کې چې ته رسول يې. info
التفاسير: |

external-link copy
187 : 26

فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟ؕ

او که ته په هغه دعوی کې رېښتينی وې چې کوې يې؛ نو له آسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه. info
التفاسير: |

external-link copy
188 : 26

قَالَ رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

شعيب هغوی ته وويل: زما پالونکی پر هغه شرک او ګناهونو ډېر پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو څه پټ نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
189 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمْ عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

د هغه درواغجن ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ نو لوی عذاب ورته ورسېدی، داسې چې له سختې ګرمې ورځې وروسته ورېځ پرې راغله، پر هغوی يې اور را و اورولو، چې ويې سوځول، بېشکه د هغوی د تباهۍ ورځ د لويې وېرې ورځ وه. info
التفاسير: |

external-link copy
190 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه د شعيب د قوم په ياده شوې تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره يو پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه وو. info
التفاسير: |

external-link copy
191 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير: |

external-link copy
192 : 26

وَاِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او بېشکه دغه قرآن پر محمد صلی الله عليه وسلم د مخلوقاتو د پالونکي لخوا نازل کړل شوی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
193 : 26

نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ ۟ۙ

د جبرئیل امين عليه السلام په واسطه نازل شوی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
194 : 26

عَلٰی قَلْبِكَ لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟ۙ

ای رسوله! ستا پر زړه نازل شوی، تر څو له هغو رسولانو شې چې خلک وېروي او د الله له عذابه يې ډاروي. info
التفاسير: |

external-link copy
195 : 26

بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍ ۟ؕ

په څرګنده عربي ژبه يې نازل کړی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
196 : 26

وَاِنَّهٗ لَفِیْ زُبُرِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او دغه ياد شوی قرآن د پخوانيو په کتابونو کې هم شته، چې پخوانيو آسماني کتابونو د هغه په اړه زيري ورکړي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
197 : 26

اَوَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ اٰیَةً اَنْ یَّعْلَمَهٗ عُلَمٰٓؤُا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

آيا د دغو درواغ ګڼونکو لپاره ستا پر رېښتينولۍ دا يوه نښانه نده چې د هغه څه پر حقيقت د عبدالله بن سلام غوندې د بني اسرائيلو علماء هم پوهيږي کوم څه چې پر تا نازل شوي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
198 : 26

وَلَوْ نَزَّلْنٰهُ عَلٰی بَعْضِ الْاَعْجَمِیْنَ ۟ۙ

او که دغه قرآن مو پر ځينو هغو اعجميانو نازل کړی وای چې په عربي خبرې نه شي کولای. info
التفاسير: |

external-link copy
199 : 26

فَقَرَاَهٗ عَلَیْهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

او هغه پر دوی لوستی وای، بيا به هم هغوی ايمان راوړونکي نه وو، ځکه ويل به يې: موږ نه پرې پوهېږو؛ نو په کار ده چې د الله شکر وباسي چې په خپله ژبه يې نازل شوی. info
التفاسير: |

external-link copy
200 : 26

كَذٰلِكَ سَلَكْنٰهُ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

همدارنګه مو درواغ ګڼل او کفر د ګناهکارانو په زړونو کې ور ننه اېستلي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
201 : 26

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ۙ

له هغه کفره نه اوړي چې پرې دي او نه ايمان راوړي ترڅو دردوونکی عذاب ونه ويني. info
التفاسير: |

external-link copy
202 : 26

فَیَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

نو دغه عذاب ناڅاپه ورته راشي، په داسې حال کې چې په راتګ يې نه پوهيږي تردې چې ناببره يې را ګير کړي. info
التفاسير: |

external-link copy
203 : 26

فَیَقُوْلُوْا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُوْنَ ۟ؕ

نو له سخت افسوسه به وايي کله چې ناببره عذاب پرې را نازل شي: آيا موږ ته به مهلت را کول کيږي چې الله ته توبه وباسو؟! info
التفاسير: |

external-link copy
204 : 26

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

آيا دغه کافران زموږ لخوا په عذاب راتلو بيړه کوي وايي: موږ هيڅکله تا لره ايمان نه راوړو ترڅو آسمان پر موږ ټوټې ټوټې را ونه لويږي لکه ته چې ګومان کوې؟! info
التفاسير: |

external-link copy
205 : 26

اَفَرَءَیْتَ اِنْ مَّتَّعْنٰهُمْ سِنِیْنَ ۟ۙ

نو ای رسوله! خبر راکړه که موږ دغو کافرانو ته د دنيا په ژوند کې تر اوږدې زمانې پورې له نعمتونو د مزو اخېستلو مهلت ورکړ، چې له هغه څه مخ اړوونکي دي چې زه ورسره راغلی يم. info
التفاسير: |

external-link copy
206 : 26

ثُمَّ جَآءَهُمْ مَّا كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

بيا له دغې زمانې وروسته چې دغه نعمتونه يې پکې ترلاسه کړي هغه عذاب ورته راشي چې ژمنه يې ورسره کېدله. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• كلما تعمَّق المسلم في اللغة العربية، كان أقدر على فهم القرآن.
کله چې هم مسلمان په عربي ژبه کې ژور فکر وکړي همدومره د قرآن پر پوهاوي توانمند کيږي. info

• الاحتجاج على المشركين بما عند المُنْصِفين من أهل الكتاب من الإقرار بأن القرآن من عند الله.
د مشرکانو پر خلاف په هغه اقرار استدلال کول کوم چې د انصاف لرونکو کتاب څښتنانو لخوا شوی چې قرآن د الله له لورې دی. info

• ما يناله الكفار من نعم الدنيا استدراج لا كرامة.
کافرانو ته چې کوم د دنيا نعمتونه رسيږي هغه استدراج دی نه کرامت. info

external-link copy
207 : 26

مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَ ۟ؕ

هغوی ته به څه ګټه ورسوي هغه نعمتونه چې په دنيا کې ورسره وو؟! پرته له شکه دغه نعمتونه اوس پرې شول او هيڅ هم له هغو نه موندل کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
208 : 26

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ ۟

او موږ هيڅ امت له امتونو نه دی تباه کړی مګر وروسته د هغوی له عذر پای ته رسولو څخه د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو سره. info
التفاسير: |

external-link copy
209 : 26

ذِكْرٰی ۛ۫— وَمَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

د هغوی لپاره پند او يادونه ده، موږ هغوی ته د رسولانو په لېږلو او کتابونو په نازلولو د هغوی له عذر ختمولو وروسته په سزا ورکولو ظالمان نه يو. info
التفاسير: |

external-link copy
210 : 26

وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ ۟ۚ

او دغه قرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر زړه شيطانانو نه دی نازل کړی. info
التفاسير: |

external-link copy
211 : 26

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَمَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ؕ

او د هغوی لپاره صحيح نه ده چې د هغه پر زړه يې نازل کړي او نه د دغه توان لري.
info
التفاسير: |

external-link copy
212 : 26

اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَ ۟ؕ

هغوی دا نه شي کولای، ځکه هغوی په آسمان کې له هغه ځايه ګوښه کړل شوي دي؛ نو څنګه به هلته ورسېدلی شي او هغه به نازل کړلای شي؟! info
التفاسير: |

external-link copy
213 : 26

فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

نو له الله سره بل معبود مه رابوله چې له هغه سره يې شريک کړې، که نه د دغه له امله به بيا ته له عذاب ورکړل شويو څخه شې. info
التفاسير: |

external-link copy
214 : 26

وَاَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ ۟ۙ

ای رسوله! له قومه دې تر ټولو نږدې نږدې خپلوان ووېروه، تر څو د الله عذاب ورته و نه رسيږي که چېرې هغوی پر شرک پاتې شي. info
التفاسير: |

external-link copy
215 : 26

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

په کړنه او وينا دې خپل اړخ د هغو کسانو لپاره نرم کړه چې ستا پيروي يې کړې او مؤمنان دي، پر هغوی د رحم کولو او نرمۍ کولو له امله. info
التفاسير: |

external-link copy
216 : 26

فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

که چېرې هغوی له تا سرغړونه وکړي، او هغه د الله يووالی او پيروي و نه مني چې ته يې امر ورته کوې؛ نو هغوی ته ووايه: زه له هغه شرک او ګناهونو بېزاره يم چې تاسو يې کوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
217 : 26

وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

او په ټولو چارو کې دې پر هغه برلاسي ذات بروسه وکړه چې له دښمنانو يې غچ اخلي، له هغوی پر هغه چا مهربانه دی چې هغه ته په توبه ورګرځي. info
التفاسير: |

external-link copy
218 : 26

الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

هغه پاک ذات چې ويني دې کله چې لمانځه ته پاحېږې. info
التفاسير: |

external-link copy
219 : 26

وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟

او هغه پاک ذات چې له يو حاله بل حال ته په لمونځ کوونکو کې ستا بدلېدل را بدلېدل ويني، له هغه هيڅ هم پټ نه دي ته يې يا له تا پرته بل څوک يې ترسره کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
220 : 26

اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

بېشکه همغه ذات دی چې د هغه قرآن او ذکر اورېدونکی دی چې ته يې لولې يا يې په لمانځه کې کوې او پر نيت دې ښه پوه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
221 : 26

هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُ ۟ؕ

آيا خبر درکړم چې هغه شيطانان پر چا نازليږي چې تاسو ګومان کوئ چې هغوی دغه قران را نازلوي؟ info
التفاسير: |

external-link copy
222 : 26

تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

شيطانان له غيب ويونکو څخه پر درواغ جوړوونکي او زيات ګناهکاره نازليږي. info
التفاسير: |

external-link copy
223 : 26

یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَاَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَ ۟ؕ

له پورته مجلسه شيطانان خبرې غلا کوي، بيا يې له کاهنانو(غيب ويونکو) خپلو دوستانو ته ور ښيي، او ډېری کاهنان درواغجن دي، که چېرې يوه کلمه رېښتيا وايي سل نورې درواغ ورسره جوړوي. info
التفاسير: |

external-link copy
224 : 26

وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ

او هغه شاعران چې تاسو دا ګومان کوئ چې محمد صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه دی، د هغوی پيروي خو يوازې له سمې او نېغې لارې اوښتي خلک کوي؛ نو هغه شعرونه روايت کوي چې هغوی يې وايي. info
التفاسير: |

external-link copy
225 : 26

اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَ ۟ۙ

ای رسوله! ته وينې چې د هغوی د لار ورکۍ له نښانو دا هم ده چې په هر ناو کې لالهانده وي، کله د چا ستاينه کوي او کله يې بيا بد بيانوي او کله بيا له دغو دواړو پرته په بل حالت کې وي. info
التفاسير: |

external-link copy
226 : 26

وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ

او هغوی درواغ وايي؛ نو وايي: موږ دا وکړل او په حقيقت کې يې کړي نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
227 : 26

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّانْتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ؕ— وَسَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ ۟۠

مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او د الله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او د هغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې د هغوی لپاره څنګه د ورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• إثبات العدل لله، ونفي الظلم عنه.
د الله لپاره د عدل ثابتول او له هغه د ظلم نفي کول. info

• تنزيه القرآن عن قرب الشياطين منه.
قران ته د شيطانانو له نږدې والي څخه پاکوالی ثابتول. info

• أهمية اللين والرفق للدعاة إلى الله.
د الله لوري ته د بلونکي لپاره د نرموالي او مهربانۍ مهم والی. info

• الشعر حَسَنُهُ حَسَن، وقبيحه قبيح.
ښه شعر ښه وي او بد يې بد وي. info