د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: الأحزاب   آیت:

الأحزاب

د سورت د مقصدونو څخه:
بيان عناية الله بنبيه صلى الله عليه وسلم، وحماية جنابه وأهل بيته.
د الله له لوري خپل نبي صلی الله عليه وسلم ته د پاملرنې، په خپله د هغه او د کورنۍ د ملاتړ بيان يې.

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اتَّقِ اللّٰهَ وَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ
ای پېغمبره! د الله تعالی په تقوی او د هغه امر منلو او نواهي څخه ځان ژغورلو باندې خپله او ستا ملګري پاتې شئ، او یوازې له ده ووېرېږه، او د کافرانو او منافقانو په هغه څه کې مه منئ چې د دوی زړونه یې غواړي، بېشکه الله تعالی د کافرانو او منافقانو په چلونو پوه دی، او د خپل مخلوق په پېدایښت او تنظیمولو کې دحکمت والا دی .
عربي تفسیرونه:
وَّاتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟ۙ
او د هغې وحې پېروي وکړه چې پر تا یې ستا رب نازلوي، بېشکه الله تعالی په هغه څه چې تاسو یې کوئ خبردار دی، هېڅ شی ترې نه پاتې کېږي، او زر به تاسو ته ستاسو د کړنو بدله درکړي.
عربي تفسیرونه:
وَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟
او په خپلو ټولو کارونو کې یوازې پر الله تعالی بروسه کوه، او الله تعالی د هغه بندګانو لپاره چې بروسه پرې کوي د ساتونکي په توګه بس دی.
عربي تفسیرونه:
مَا جَعَلَ اللّٰهُ لِرَجُلٍ مِّنْ قَلْبَیْنِ فِیْ جَوْفِهٖ ۚ— وَمَا جَعَلَ اَزْوَاجَكُمُ الّٰٓـِٔیْ تُظٰهِرُوْنَ مِنْهُنَّ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— وَمَا جَعَلَ اَدْعِیَآءَكُمْ اَبْنَآءَكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِاَفْوَاهِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَقُوْلُ الْحَقَّ وَهُوَ یَهْدِی السَّبِیْلَ ۟
الله د يو سړي په سينه کې دوه زړونه نه دي پيداکړي، همدارنګه يې مېرمنې په ناروا والي کې د ميندو غوندې نه دي ګرځولې او نه يې په خوله بللي زامن د حقيقي زامنو غوندې کړي، ځکه ظهار چې سړی خپله مېرمن د خپلې مور او خور غوندې ناروا کوي او همدارنګه د ناپوهۍ د زمانې له هغو دودونو چې يوڅوک به يې زوی وبللو چې تاسې يې په خپلو خولو کې سره تکراروئ اسلام دغه عادات باطل کړل، هغه لره هيڅ حقيقت نشته، نو مېرمن مور نه کيږي او په خوله بللی زوی د هغه چا حقيقي زوی نه کيږي چې د زوی والي دعوی يې کوي، او الله پاک حق وايي ترڅو يې بنده ګان پرې عمل وکړي او حق لارې ته يې لارښوونه وکړي.
عربي تفسیرونه:
اُدْعُوْهُمْ لِاٰبَآىِٕهِمْ هُوَ اَقْسَطُ عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— فَاِنْ لَّمْ تَعْلَمُوْۤا اٰبَآءَهُمْ فَاِخْوَانُكُمْ فِی الدِّیْنِ وَمَوَالِیْكُمْ ؕ— وَلَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ فِیْمَاۤ اَخْطَاْتُمْ بِهٖ وَلٰكِنْ مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوْبُكُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
هغه کسان چې تاسو یې د زویتوب دعوه لرئ خپلو ریښتینو پلرونو ته وبلئ، ځکه چې هغوی ته یې بلل د الله په نزد انصاف دی، نو که چېرې یې تاسو پلرونه نه پېژنئ چې ورته یې وبلئ نو بیا دوی ستاسو ورونه دي په دین کې او له مرییتوب څخه ستاسو آزاد کړی شوي دي، نو یوه ده دوی ته په ای وروره او ای تره زویه غږ وکړئ، او په تاسو ګناه نشته کله چې له تاسو څخه یو څوک تېروته او په زویتوب نیونکي ته یې وبله، لیکن قصدا په داسې وینا ګناهګارېږئ، او الله تعالی د هغو بندګانو بخښونکی دی چې توبه وباسي، پرې لورین دی چې په تېروتنه یې نه نیسي.
عربي تفسیرونه:
اَلنَّبِیُّ اَوْلٰی بِالْمُؤْمِنِیْنَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ وَاَزْوَاجُهٗۤ اُمَّهٰتُهُمْ ؕ— وَاُولُوا الْاَرْحَامِ بَعْضُهُمْ اَوْلٰی بِبَعْضٍ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُهٰجِرِیْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَفْعَلُوْۤا اِلٰۤی اَوْلِیٰٓىِٕكُمْ مَّعْرُوْفًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟
پېغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) پر مومنانو له خپلو ځانونو هم زیات حق لرونکی دی په ټولو هغو څه کې چې هغې خوا ته دوی راوبلي، که څه هم د دوی زړونه بل څه وغواړي، او د ده صلی الله علیه وسلم بیبیانې د ټولو مومنانو د مېندو په منزله دي، په هر مومن حرام دي چې کومې یوې د دوی سره واده وکړي پس د هغه صلی الله علیه وسلم د مرګ څخه، او د خپلولئ څښتنان د میراث په اړه د الله په حکم کې یو په پر بل ډېر حق لرونکي دي نظر له ایمان او د الله په لار کې د هجرت خاوندانو، هغه کسان چې د اسلام په پېل کې به یې له یو بل څخه میراث اخیستلو، بیا وروسته د دوی میراث اخیستل منسوخ شول، مګر که تاسو -ای مومنانو- د وارثانو څخه پرته خپلو دوستانو ته وصیت یا کومه ښیګڼه ورسره کوئ نو کولی شئ، دا پرېکړه په لوح محفوظ کې لیکل شوې وه نو عمل پرې واجب دی.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• لا أحد أكبر من أن يُؤْمر بالمعروف ويُنْهى عن المنكر.
هېڅوک له دې لوی نشته چې ده ته دې په نیکیو امر وشي او له بدیو څخه دې منع شي.

• رفع المؤاخذة بالخطأ عن هذه الأمة.
له دې امت څخه په تېروتنه نیول پورته شوي دي.

• وجوب تقديم مراد النبي صلى الله عليه وسلم على مراد الأنفس.
د زړونو له غوښتنو څخه د پېغمبر علیه السلام غوښتنې وړاندې کول واجب دي.

• بيان علو مكانة أزواج النبي صلى الله عليه وسلم، وحرمة نكاحهنَّ من بعده؛ لأنهن أمهات للمؤمنين.
د نبي علیه السلام د بیبیانو د منزلې لوړوالی، او د هغوی د نکاح کولو حراموالی پس له مرګه د ده؛ ځکه چې دوی د مومنانو مېندې دي.

وَاِذْ اَخَذْنَا مِنَ النَّبِیّٖنَ مِیْثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُّوْحٍ وَّاِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی وَعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ ۪— وَاَخَذْنَا مِنْهُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟ۙ
او یاد کړه -اې پېغمبره- کله چې مونږ د پېغمبرانو څخه ټېنګه ژمنه واخیسته چې یوازې د یو الله عبادت به کوي او د هغه سره به څوک نه شریکوي، او کومه وحي چې دوی ته راغلې هغه به رسوي، او له تا مو ځانګړې (ژمنه) واخیسته، او له نوح او ابراهیم او موسی او د مریمې زوی عیسی څخه، له دوی مو ټېنګه ژمنه واخیسته چې وفاء به کوي په رسولو د الله د هغه رسالت (پېغام) کوم چې دوی ته په امانت ورکړل شوی و.
عربي تفسیرونه:
لِّیَسْـَٔلَ الصّٰدِقِیْنَ عَنْ صِدْقِهِمْ ۚ— وَاَعَدَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
دا ټېنګه ژمنه الله تعالی له پېغمبرانو ځکه واخیستله څو له ریښتینو پېغمبرانو څخه د دوی د ریښتیا په اړه پوښتنه وکړي، کافرانو ته د زورنې په موخه، او الله تعالی د قیامت په ورځ په ده او د ده په پېغمبرانو باندې کفر کوونکو ته د دوزخ د اور دردناک عذاب چمتو کړی دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُوْدٌ فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا وَّجُنُوْدًا لَّمْ تَرَوْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرًا ۟ۚ
ای هغو کسانو چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه په شریعت یې عمل کړی، یاد کړئ د الله نعمت پر تاسو، کله چې مدینې ته ډلې ډلې لښکرې ستاسو د وژلو لپاره راغلې، او منافقانو او یهودو ورسره مرسته وکړه، نو مونږ پرې سیلۍ راولېږله چې هغه د صبا باد و کوم سره چې د پېغمبر علیه السلام مرسته شوې وه، او مونږ د ملائکو لښکرې هم راولېږلې چې تاسو نه کتلې، نو کافران په تېښته پر شا شول، چې هېڅ وس یې نه درلود، او الله تعالی په هغه څه چې تاسو کول لېدونکی دی هېڅ ترې نشي پټېدلای، او زر دی چې تاسو ته به ستاسو د کړنو بدله درکړي.
عربي تفسیرونه:
اِذْ جَآءُوْكُمْ مِّنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ اَسْفَلَ مِنْكُمْ وَاِذْ زَاغَتِ الْاَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوْبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّوْنَ بِاللّٰهِ الظُّنُوْنَا ۟ؕ
او کله چې تاسو ته کافران د درې له پورته او ښکته، ختیځ او لوېدیځ خوا وو راغلل، دغه مهال سترګې له ټولو شیانو څخه یوازې خپل دښمن خواته کږې شوې، او د سختې وېرې له کبله زړونه ستونو ته ورسېدل، او په الله تعالی مو ګڼ ګومانونه کول؛ کله به د مرستې او کله ترې د ناهیلې کیدلو.
عربي تفسیرونه:
هُنَالِكَ ابْتُلِیَ الْمُؤْمِنُوْنَ وَزُلْزِلُوْا زِلْزَالًا شَدِیْدًا ۟
د خندق غزا په دغه دریځ کې مومنان وآزمایل شول دا چې د دښمنانو راټولېدو سره مخامخ شول، او د وېرې له کبله په سختو خوځولو سره وخوځول شول، او په دې ازميښت کې مومن او منافق څرګند شول.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اِلَّا غُرُوْرًا ۟
په دغه ورځ منافقانو او کمزوري ایمان والاوو چې په زړونو کې یې شک دی وویل: په دښمن باندې د بریا او پر ځمکه د واکمنۍ وعده نه وه کومه چې مونږ سره الله او د هغه رسول کړې وه پرته له دې چې برباده او بې بنسټه وي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ قَالَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ یٰۤاَهْلَ یَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوْا ۚ— وَیَسْتَاْذِنُ فَرِیْقٌ مِّنْهُمُ النَّبِیَّ یَقُوْلُوْنَ اِنَّ بُیُوْتَنَا عَوْرَةٌ ۛؕ— وَمَا هِیَ بِعَوْرَةٍ ۛۚ— اِنْ یُّرِیْدُوْنَ اِلَّا فِرَارًا ۟
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې وویلې د منافقانو یوې ډلې مدینې والاوو ته: ای د یثرب (د مدینې نوم وو د اسلام څخه مخکې) خلکو، ستاسو پاتې کېدل نشته د خندق نږدې د سلع غره په لمن کې نو خپلو کورونو ته ستانه شئ، او یوې ډلې د پېغمبر علیه السلام څخه اجازه غوښتله چې خپلو کورونو ته په دې بهانه وګرځي چې هغه دښمن ته ښکاره دي، خو هغه ښکاره نه دي څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکه دوی په دروغو عذر وړاندې کولو سره له دښمن څخه تېښته غواړي.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَیْهِمْ مِّنْ اَقْطَارِهَا ثُمَّ سُىِٕلُوا الْفِتْنَةَ لَاٰتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوْا بِهَاۤ اِلَّا یَسِیْرًا ۟
او که چېرې دښمن پر دوی د مدینې له ټولو خواوو ورننوځي او له دوی وغواړي چې کفر او الله سره شریک نیولو ته بېرته وګرځي نو دوی به خامخا دښمن سره دا ومني، او په مرتد کېدلو او کفر ته بېرته ګرځېدلو کې به ځنډ ونکړي مګر لږ.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ كَانُوْا عَاهَدُوا اللّٰهَ مِنْ قَبْلُ لَا یُوَلُّوْنَ الْاَدْبَارَ ؕ— وَكَانَ عَهْدُ اللّٰهِ مَسْـُٔوْلًا ۟
او پرته له شکه دغو منافقانو د احد په ورځ له جګړې د تېښتې وروسته ژمنې وکړې، که الله هغوی په بله جګړه حاضر کړي؛ نو له خپل دښمن سره به هرومرو جګړه کوي، د هغوی د وېرې له امله به نه تښتي، خو هغوی بيا هم ژمنه ماته کړه، بنده د هغه څه په اړه پوښتل کيږي چې له الله سره یې پرې ژمنه کړې وه او ژر به حساب ورسره پرې وشي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• منزلة أولي العزم من الرسل.
د اولو العزم (د کلکې ارادې خاوندانو) پېغمبرانو مرتبه.

• تأييد الله لعباده المؤمنين عند نزول الشدائد.
مومنو بنده ګانو سره د سختیو د نازلېدو پر مهال د الله تعالی مرسته.

• خذلان المنافقين للمؤمنين في المحن.
مومنانو ته په مصیبتونو کې د منافقانو رسوایي.

قُلْ لَّنْ یَّنْفَعَكُمُ الْفِرَارُ اِنْ فَرَرْتُمْ مِّنَ الْمَوْتِ اَوِ الْقَتْلِ وَاِذًا لَّا تُمَتَّعُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
ته ووایه -ای پېغمبره- دوی ته: تېښته به درته هېڅ ګټه و نه رسوي که چېرې د مرګ یا وژنې له وېرې له جنګ څخه وتښتئ؛ ځکه نېټې (د مرګ) ټاکل شوې دي، او که وتښتئ او نېټه مو نه وي را رسېدلي نو له ژوند څخه به خوند وانخلئ مګر لږه موده.
عربي تفسیرونه:
قُلْ مَنْ ذَا الَّذِیْ یَعْصِمُكُمْ مِّنَ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَ بِكُمْ سُوْٓءًا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً ؕ— وَلَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
ورته ووایه -ای پېغمبره-: څوک دی چې تاسو له الله څخه وساتي که وغواړي تاسو لپاره هغه مرګ او وژنه چې تاسو یې بد ګڼئ، او یا تاسو لپاره سلامتیا او خیر وغواړي چې تاسو یې هیله لرئ، هېڅوک به مو ونه ساتي، او دا منافقان به ځانونو لپاره له الله پرته بل دوست ونه مومي چې د دوی کار ساز کړي، او نه مرستندوی چې دوی د الله له عذاب څخه بچ کړي.
عربي تفسیرونه:
قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الْمُعَوِّقِیْنَ مِنْكُمْ وَالْقَآىِٕلِیْنَ لِاِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ اِلَیْنَا ۚ— وَلَا یَاْتُوْنَ الْبَاْسَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ
پرته له شکه الله په تاسو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ملتيا له جګړې د نورو را ګرځوونکي پېژني او هغه کسان هم پېژني چې خپلو وروڼو ته وايي: موږ ته راځئ، له هغه سره يوځای جنګ مه کوئ، ترڅو مړه نه شئ، ځکه موږ پر تاسو له وژلو وېرېږو، دغه مرسته پرېښودونکي جنګ ته نه راځي او نه ګډون پکې کوي، مګر ډېر کم ترڅو له ځانونو عار دفع کړي، نه د دې لپاره چې د الله او د هغه د رسول مرسته وکړي.
عربي تفسیرونه:
اَشِحَّةً عَلَیْكُمْ ۖۚ— فَاِذَا جَآءَ الْخَوْفُ رَاَیْتَهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ تَدُوْرُ اَعْیُنُهُمْ كَالَّذِیْ یُغْشٰی عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۚ— فَاِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوْكُمْ بِاَلْسِنَةٍ حِدَادٍ اَشِحَّةً عَلَی الْخَیْرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَمْ یُؤْمِنُوْا فَاَحْبَطَ اللّٰهُ اَعْمَالَهُمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟
پر تاسو -ای مومنانو- بخیلان دي په مالونو کې چې ستاسو مرسته پرې نه کوي، او په خپلو ځانو بخیلان دي چې تاسو سره جنګ ته نه ځي، او بخیلان په دوستۍ کې نو تاسو سره دوستي نه کوي، پس کله چې ویره پرې راشي د دښمن سره د مخامخ کېدو پر مهال نو وینې به دوی چې تا ته به ګوري -ای پېغمبره- چې سترګې به یې چورلي له بې زړه توب څخه په شان د هغه چا د سترګو چې د مرګ سلګۍ پرې وي، خو کله چې وېره ترې لاړه شي او ډاډه شي نو تاسو بیا د تېرو ژبو په وینا ځوروي، بخیلان دي د غنیمتونو په لټولو کې، د دې صفاتو لرونکو ریښتنی ایمان نه دی راوړی، نو الله تعالی یې د کړنو ثواب برباد کړی، او دا بربادول الله تعالی ته اسانه دي.
عربي تفسیرونه:
یَحْسَبُوْنَ الْاَحْزَابَ لَمْ یَذْهَبُوْا ۚ— وَاِنْ یَّاْتِ الْاَحْزَابُ یَوَدُّوْا لَوْ اَنَّهُمْ بَادُوْنَ فِی الْاَعْرَابِ یَسْاَلُوْنَ عَنْ اَنْۢبَآىِٕكُمْ ؕ— وَلَوْ كَانُوْا فِیْكُمْ مَّا قٰتَلُوْۤا اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠
دا بې زړه خلک ګومان کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو وژلو ته راټولې شوې لښکرې به تر هغې لاړې نشي تر څو د مومنانو بېخ ونباسي، او که فرض کړه دا لښکرې بیا راشي نو دا منافقان به خوښوي چې دوی دې د مدینې څخه بهر وي د کوچیانو سره، او ستاسو د حالاتو پوښتنې دې کوي: څه وشول پر تاسو پس له جنګ کولو له دښمن خپل سره؟ او که چېرې دوی ستاسو تر منځ وای -ای مومنانو- نو تاسو سره به جنګ ته نه تللی مګر ډېر لږ، نو تاسو یې پروا مه ساتئ، او مه پرې خفه کېږئ.
عربي تفسیرونه:
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ كَانَ یَرْجُوا اللّٰهَ وَالْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَذَكَرَ اللّٰهَ كَثِیْرًا ۟ؕ
پرته له شکه ستاسو لپاره په هغه څه کې چې رسول الله ويلي، ترسره کړي او کوي يې غوره بېلګه ده، په خپله مبارک حاضر شو او جګړه يې وکړه، نو له دغه وروسته بيا تاسې څنګه د هغه له ځانه په خپلو ځانونو بخيلي کوئ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم لار نه غوره کوئ، مګر هغه څوک چې د الله د بدلې او لورېينې هيله لري، د آخرت د ورځې هيله لري او عمل ورته کوي او الله ډېر يادوي، او څوک چې د آخرت د ورځې هيله نه لري او نه الله ډېر يادوي، نو هغه د الله د رسول صلی الله عليه وسلم تګلاره نه غوره کوي.
عربي تفسیرونه:
وَلَمَّا رَاَ الْمُؤْمِنُوْنَ الْاَحْزَابَ ۙ— قَالُوْا هٰذَا مَا وَعَدَنَا اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ وَصَدَقَ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ ؗ— وَمَا زَادَهُمْ اِلَّاۤ اِیْمَانًا وَّتَسْلِیْمًا ۟ؕ
او کله چې مومنانو د دوی د جنګ لپاره راټولې شوې لښکرې ولېدلې ویې ویل: دا هغه ازمیښت او مصیبت او مرسته ده چې الله او د هغه پېغمبر یې له مونږ سره ژمنه کړې وه، الله او د هغه پېغمبر په دې خبره کې ريښتیا ویلې وو، بېشکه چې واقع شو، زیات نکړل د دې لښکرو لېدل دوی لره مګر په الله ایمان او هغه ته غاړه ایښودل.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الآجال محددة؛ لا يُقَرِّبُها قتال، ولا يُبْعِدُها هروب منه.
د (مرګ) نېټې ټاکلې شوې دي، جنګ یې نه نږدې کولی شي او نه یې له (جنګ) تېښته لرې کولی شي

• التثبيط عن الجهاد في سبيل الله شأن المنافقين دائمًا.
د الله تعالی په لیارکې جهاد کولو کې سستي کول تل د منافقانو صفت دی.

• الرسول صلى الله عليه وسلم قدوة المؤمنين في أقواله وأفعاله.
پېغمبر صلی الله علیه وسلم په وینا او کړنو کې د مومنانو رهبر او مشرتابه دی.

• الثقة بالله والانقياد له من صفات المؤمنين.
په الله بروسه لرل او هغه ته غاړه ایښودل د مومنانو له صفاتو څخه دي.

مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ رِجَالٌ صَدَقُوْا مَا عَاهَدُوا اللّٰهَ عَلَیْهِ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ قَضٰی نَحْبَهٗ وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّنْتَظِرُ ۖؗ— وَمَا بَدَّلُوْا تَبْدِیْلًا ۟ۙ
په مومنانو کې ځېنې داسې نران دي چې الله سره یې ريښتیا ویلي، نو په څه يې چې الله سره ژمنه کړې په هغې یې وفا کړې کلک پاتې شوي او د الله په لار جهاد کې یې صبر کړی، له دوی څخه ځینې مړه شوي او یا د الله په لار کې وژل شوي، او ځينې یې لا د هغه په لار کې د شهادت انتظار کوي، او دغو مومنانو چې د الله تعالی سره په څه ژمنه کړې وه تبدیل یې نکړه لکه څرنګه چې منافقانو د خپلو ژمنو باره کې وکړل.
عربي تفسیرونه:
لِّیَجْزِیَ اللّٰهُ الصّٰدِقِیْنَ بِصِدْقِهِمْ وَیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ اِنْ شَآءَ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۚ
څو بدله ورکړي الله تعالی هغو ريښتینو ته چې وفا یې کړې د الله سره په ژمنو د خپل ريښتیا ویلو او په ژمنو د وفا کولو، او عذاب ورکړي منافقانو ماتوونکي د ژمنو خپلو که خوښه یې شي، دا چې له توبې یې مخکې په خپل کفر کې مړه کړي، او یا توبه وباسي چې د توبې وس ورکړي، او الله تعالی د هغه چا ته بخښونکی دی چې له خپلو ګناهونو توبه وباسي، پرې لورین دی.
عربي تفسیرونه:
وَرَدَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِغَیْظِهِمْ لَمْ یَنَالُوْا خَیْرًا ؕ— وَكَفَی اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ الْقِتَالَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ قَوِیًّا عَزِیْزًا ۟ۚ
او وګرځول الله تعالی قریش او غطفان او هغه کسان چې دوی سره وو د سختیو او غم سره چې هیلې یې له لاسه ورکړې وې، او په هغه څه برلاسي نشو چې کومه اراده یې د مومنانو د بېخ ایستلو کړې وه، او الله تعالی په جګړه کې له دوی سره د مومنانو کافي شو، چې باد یې راولېږه او ملائکې یې نازلې کړې، او الله ځواکمن برلاسی دی، هېڅوک ورسره مقابله نه کوي مګر هغه پرې برلاسه کېږي او رسوا کوي یې.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْزَلَ الَّذِیْنَ ظَاهَرُوْهُمْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ صَیَاصِیْهِمْ وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِیْقًا تَقْتُلُوْنَ وَتَاْسِرُوْنَ فَرِیْقًا ۟ۚ
او راښکته شول هغه یهود چې د دوی مرسته یې کړې وه له خپلو کلاګانو چې ځانونه یې پکې له خپل دښمن څخه ژغورل، او د دوی په زړونو کې یې وېره واچوله، یوه ډله مو وژله -ای مومنانو- او بله ډله مو بندي کوله.
عربي تفسیرونه:
وَاَوْرَثَكُمْ اَرْضَهُمْ وَدِیَارَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ وَاَرْضًا لَّمْ تَطَـُٔوْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا ۟۠
او الله د دوی له هلاکت نه پس د هغوی د ځمکو مالکان کړئ چې فصلونه او خرما پکې وې، او د هغوی د کورونو او نورو شتمنیو مالکان شوئ، او د خیبر د زمکې مالکان هم شوئ چې تر اوسه مو پرې پښې نه وې ایښې، مګر زر ده چې پښې به پرې کېږدئ، او دا ژمنه او زېری دی مومنانو ته، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّاَزْوَاجِكَ اِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا وَزِیْنَتَهَا فَتَعَالَیْنَ اُمَتِّعْكُنَّ وَاُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا ۟
ای پېغمبره، خپلو میرمنو ته ووایه کله چې له تا څخه په نفقه (روزۍ) کې پراختیا غواړي او تا سره څه نه وي چې ورته یې پراخه کړې: که چېرې تاسو د دنیا ژوند او د هغې ښایست غواړئ نو راشئ ماته چې هغه ګټه درکړم کومه چې طلاقو شوو ښځو ته ورکول کېږي، او داسې مو طلاقې کړم چې نه پکې زیان وي او نه ضرر رسونه.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَالدَّارَ الْاٰخِرَةَ فَاِنَّ اللّٰهَ اَعَدَّ لِلْمُحْسِنٰتِ مِنْكُنَّ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
او که چېرې تاسو د الله او د هغه د پېغمبر رضا غواړئ، او د آخرت په کور کې جنت غواړئ، نو په خپل حال صبر وکړئ، بېشکه الله تعالی له تاسو څخه هغه چا ته چې په صبر او ښه وخت تېرولو سره نېکې وکړي ستر اجر تیار کړی دی.
عربي تفسیرونه:
یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ مَنْ یَّاْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ یُّضٰعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَیْنِ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟
ای د پېغمبر میرمنو! په تاسو کې چې څوک ښکاره ګناه وکړي نو د قیامت په ورځ به یې عذاب دوه برابره شي د دې د مرتبې او منزلت په خاطر، او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د خاطر ساتلو لپاره، او دا دوه برابره کول الله ته آسانه دي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• تزكية الله لأصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم ، وهو شرف عظيم لهم.
د الله تعالی لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو پاکي چې دا د دوی لپاره ستر عزت دی.

• عون الله ونصره لعباده من حيث لا يحتسبون إذا اتقوا الله.
د الله تعالی مرسته او مدد خپلو بندګانو لره له داسې خوا چې د دوی ګومان کې هم نه وي کله چې دوی له الله ووېرېږي.

• سوء عاقبة الغدر على اليهود الذين ساعدوا الأحزاب.
د هغو یهودو لپاره د لوظ ماتولو ناکاره پایله چې لښکرو سره یې مرسته کړې وه.

• اختيار أزواج النبي صلى الله عليه وسلم رضا الله ورسوله دليل على قوة إيمانهنّ.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د میرمنو لخوا د الله تعالی او د هغه د پېغمبر رضا غوره کول د دوی د ایمان د پیاوړتیا دلیل دی.

وَمَنْ یَّقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَاۤ اَجْرَهَا مَرَّتَیْنِ ۙ— وَاَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِیْمًا ۟
او له تاسو ( د نبي له مېرمنو) چې څوک د الله او د هغه د رسول پر پيروۍ پاتې کيږي، د الله د خوښې نېک عمل کوي، له ټولو نورو ښځو پرته به دوه برابره بدله ورکړو، او په آخرت کې مو د هغې لپاره لويه بدله چمتو کړې چې هغه جنت دی.
عربي تفسیرونه:
یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ كَاَحَدٍ مِّنَ النِّسَآءِ اِنِ اتَّقَیْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَیَطْمَعَ الَّذِیْ فِیْ قَلْبِهٖ مَرَضٌ وَّقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ۟ۚ
اې د نبي محمد صلی الله عليه وسلم مېرمنو! تاسو په فضل او شرف کې د نورو ښځو غوندې نه ياست، بلکې تاسو په فضل او شرف کې داسې مرتبه لرئ چې له تاسو پرته نورې نه شي ورته رسېدلای که چېرې تاسو د الله امرونه ومنئ او له نواهيوو يې ډډه وکړئ، نو کله چې له پرديو سړيو سره خبرې کوئ هيڅکله مو وينا او آواز مه نرموئ، چې له دې امله به د هغه چا تمه پيداشي چې په زړه کې يې د نفاق او ناروا شهوت ناروغي وي، نو له شک پيداکولو لېرې وينا کوئ داسې چې د اړتيا تر بريده جدي وي او بې ځايه نه وي.
عربي تفسیرونه:
وَقَرْنَ فِیْ بُیُوْتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْاُوْلٰی وَاَقِمْنَ الصَّلٰوةَ وَاٰتِیْنَ الزَّكٰوةَ وَاَطِعْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ اَهْلَ الْبَیْتِ وَیُطَهِّرَكُمْ تَطْهِیْرًا ۟ۚ
او په کورونو کې مو اوسئ، له اړتيا پرته مه ترې وځئ، خپلې ښکلاوې مو مه ښکاره کوئ، لکه څنګه چې له اسلام مخکې د ښځو کار و، چې هغوی دا د سړيو د میلان جلبولو د پاره ښکاره کولو، او په بشپړ ډول لمونځ کوئ، او د خپلو مالونو زکات ورکوئ، د الله او د هغه د رسول پيروي کوئ، بېشکه الله پاک غواړي ای د الله د رسول مېرمنو او د هغه د کورنۍ خلکو چې له تاسو بد او ناوړه لرې کړي، او غواړي چې ستاسو نفسونه د ښو خوينو په فضيلتونو سره په ښايسته کولو او له بدو څخه يې په خالي کولو سره په بشبړ ډول پاک کړي، چې له هغه وروسته هيڅ خيری پاتې نه شي.
عربي تفسیرونه:
وَاذْكُرْنَ مَا یُتْلٰی فِیْ بُیُوْتِكُنَّ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ وَالْحِكْمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ لَطِیْفًا خَبِیْرًا ۟۠
او ستاسو په کورونو کې د الله پر رسول نازل کړل شوي آيتونه او د هغه د رسول پاک سنت په ياد کړئ، بېشکه الله پر تاسو ډېر مهربان دی چې تاسو يې د خپل نبي په کور کې ګرځولې ياست، ښه باخبر دی چې تاسو يې د خپل رسول لپاره مېرمنې غوره کړې ياست، او د هغه د امت د ټولو مؤمنانو ميندې يې جوړې کړې ياست.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْمُسْلِمِیْنَ وَالْمُسْلِمٰتِ وَالْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ وَالْقٰنِتِیْنَ وَالْقٰنِتٰتِ وَالصّٰدِقِیْنَ وَالصّٰدِقٰتِ وَالصّٰبِرِیْنَ وَالصّٰبِرٰتِ وَالْخٰشِعِیْنَ وَالْخٰشِعٰتِ وَالْمُتَصَدِّقِیْنَ وَالْمُتَصَدِّقٰتِ وَالصَّآىِٕمِیْنَ وَالصّٰٓىِٕمٰتِ وَالْحٰفِظِیْنَ فُرُوْجَهُمْ وَالْحٰفِظٰتِ وَالذّٰكِرِیْنَ اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّالذّٰكِرٰتِ ۙ— اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ مَّغْفِرَةً وَّاَجْرًا عَظِیْمًا ۟
پرته له شکه الله عاجزي کوونکي نارينه او عاجزي کوونکې ښځينه، د الله رېښتيني بلونکي نارينه او رېښتينې بلونکې ښځينه، الله لره غاړه اېښودونکي نارينه او غاړه اېښودونکې ښځينه، په خپل ايمان او وينا کې رېښتيني نارينه او رېښتينې ښځينه، پر طاعاتو، له ګناهونو او پر ستونزو صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځينه، په فرض او نفلو کې د خپلو مالونو صدقه کوونکي نارينه او صدقه کوونکې ښځينه، د الله لپاره فرض او نفل روژه نيوونکي نارينه او روژه نيوونکې ښځينه، د خپلو شرم ځايونو ساتونکي نارينه او د خپلو شرم ځايونو ساتونکې ښځينه چې د هغه په وړاندې يې له لوڅولو پټوي چې کتل يې ورته روا نه وي، همدارنګه د زنا له ناروا او د هغې له مقدمو يې لېرې ساتي، او په زړونو او ژپو په پټه او ښکاره د الله ډېر يادوونکي نارينه او ډېرې يادوونکې ښځينه چې دي الله د هغوی لپاره له ګناهونو يې بخښنه چمتو کړې ده او د قيامت په ورځ يې لویه بدله ورته چمتو کړې چې هغه جنت دی.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من توجيهات القرآن للمرأة المسلمة: النهي عن الخضوع بالقول، والأمر بالمكث في البيوت إلا لحاجة، والنهي عن التبرج.
د مسلمانې ښخې لپاره د قرآن له لارښوونو څخه: په وينا کې له نرمښت ډډه کول، له اړتيا پرته په کورونو کې د پاتې کېدو امر او له لوڅوالي څخه منع کول دي.

• فضل أهل بيت رسول الله صلى الله عليه وسلم، وأزواجُه من أهل بيته.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کورنۍ غوره والی او دا چې مېرمنې يې د هغه له کورنۍ څخه شمېرل کيږي.

• مبدأ التساوي بين الرجال والنساء قائم في العمل والجزاء إلا ما استثناه الشرع لكل منهما.
د نارينه او ښځينه وو ترمنځ په عمل او بدله کې د برابرۍ بنسټ، مګر دا چې شريعت له هغوی هر يو په ځينو شيانو کې مستثنا کړی وي.

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَّلَا مُؤْمِنَةٍ اِذَا قَضَی اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اَمْرًا اَنْ یَّكُوْنَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ مِنْ اَمْرِهِمْ ؕ— وَمَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا مُّبِیْنًا ۟
او د مؤمن او مؤمنې لپاره صحيح نه ده چې کله الله او د هغه رسول د هغوی په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی لره دې په منلو او نه منلو کې اختيار وي، څوک چې د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړي، نو هغه له نېغې لارې څخه په څرګنده لار ورکۍ سره لار ورکی دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ تَقُوْلُ لِلَّذِیْۤ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَاَنْعَمْتَ عَلَیْهِ اَمْسِكْ عَلَیْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللّٰهَ وَتُخْفِیْ فِیْ نَفْسِكَ مَا اللّٰهُ مُبْدِیْهِ وَتَخْشَی النَّاسَ ۚ— وَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشٰىهُ ؕ— فَلَمَّا قَضٰی زَیْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنٰكَهَا لِكَیْ لَا یَكُوْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ حَرَجٌ فِیْۤ اَزْوَاجِ اَدْعِیَآىِٕهِمْ اِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟
او ای رسوله! کله چې دې هغه چا ته ويل چې الله پرې د اسلام پېرزوينه کړې وه او تا پرې د آزادۍ پېرزوينه کړې ده، چې هغه زيد بن حارثه رضي الله عنهما دی، کله چې د خپلې مېرمنې زينب بنت جحش د طلاق په اړه تاته د مشوره غوښتونکي په توګه راغی، تا هغه ته وويل: خپله مېرمن دې وساته طلاق مه ورکوه، د الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږه، او ای رسوله! په خپل زړه کې د خلکو له وېرې هغه څه پټوې چې الله تا ته د زينب د نکاح په اړه وحي کړې وه، او الله به ژر د زيد لخوا د هغې طلاق او بيا ستا سره د هغې نکاح څرګنده کړي، کله چې زيد په خپله خوښه وغوښتل او له هغې سره يې زړه نه غوښته چې پاتې شي او طلاقه يې کړه، تا ته مو په نکاح کړه، تر څو پر مؤمنانو د زوی بللیو د مېرمنو په نکاح کې کومه ګناه نه وي، کله چې يې هغوی طلاقې کړې او عدت يې تېر شي، او د الله امر ترسره کېدونکی و چې پر وړاندې يې هيڅ مانع او خنډ نه و.
عربي تفسیرونه:
مَا كَانَ عَلَی النَّبِیِّ مِنْ حَرَجٍ فِیْمَا فَرَضَ اللّٰهُ لَهٗ ؕ— سُنَّةَ اللّٰهِ فِی الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ قَدَرًا مَّقْدُوْرَا ۟ؗۙ
پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې نه کومه ګناه شته او نه کومه تنګي چې الله هغه ته د خپل بللي زوی د طلاق شوې مېرمنې نکاح حلاله کړې ده، او په دې خبره کې له هغه مخکې نبيانو د کړنلارې پيروي کوي، نو هغه صلی الله عليه وسلم په دې کې کوم نوی رسول نه دی، او څه چې الله د دغه نکاح او زوی بلل کېدو له منځه وړلو پرېکړه کوي، په دې کې نبي نه رايه لري او نه اختيار، ترسره کېدونکې پرېکړه ده چې هيڅ ردوونکی نه لري.
عربي تفسیرونه:
١لَّذِیْنَ یُبَلِّغُوْنَ رِسٰلٰتِ اللّٰهِ وَیَخْشَوْنَهٗ وَلَا یَخْشَوْنَ اَحَدًا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ حَسِیْبًا ۟
دغه نبيان چې د الله را نازل کړل شوي پيغامونه یې خپلو امتونو ته رسوي او له الله تعالی پرته له هيچا نه ډاريږي، او د هغه څه په کولو کې د نورو خلکو د وينا پروا نه کوي چې الله ورته روا کړي دي، او الله د خپلو بندګانو د کړنو لپاره د ساتندوی په توګه بسنه کوي ترڅو حساب ورسره وکړي، او بدله يې ورکړي، که خير وي، نو خير او که شر وي، نو شر.
عربي تفسیرونه:
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ اَبَاۤ اَحَدٍ مِّنْ رِّجَالِكُمْ وَلٰكِنْ رَّسُوْلَ اللّٰهِ وَخَاتَمَ النَّبِیّٖنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟۠
او محمد له تاسو سړيو څخه د هيچا پلار نه دی، نه هغه د زيد پلار دی، تر څو يې د مېرمنې نکاح ورسره حرامه شي کله چې هغه طلاق ورکړي، خو خلکو ته د الله استازی دی، او د نبيانو مهر دی، چې له هغه وروسته نبي نشته، او الله پر هرڅه ښه پوه دی او د بندګانو له امره يې هيڅ هم ترې پټ نه دي.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوا اللّٰهَ ذِكْرًا كَثِیْرًا ۟ۙ
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، په زړونو، ژبو او غړو مو الله ډېر ډېر ياد کړئ.
عربي تفسیرونه:
وَّسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
او د ورځې په پيل او پای کې د دغو دواړو وختونو د غوره والي له امل په سبحان الله او لا اله الله ويلو سره د هغه پاکي بيانوئ.
عربي تفسیرونه:
هُوَ الَّذِیْ یُصَلِّیْ عَلَیْكُمْ وَمَلٰٓىِٕكَتُهٗ لِیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَحِیْمًا ۟
همغه ذات دی چې لورېينې درباندې کوي او ستاينه مو کوي، او ملایک یې تاس ته دعا کوي ترڅو مو د کفر له تيارو څخه د ايمان رڼا ته را وباسي، او پر مؤمنانو ډېر مهربان دی، چې کله د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو پيروي کوي، نو سزا نه ورکوي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• وجوب استسلام المؤمن لحكم الله والانقياد له.
د الله پرېکړې ته د مؤمنانو د تسليمېدو او هغه ته د غاړه اېښودو واجبوالی.

• اطلاع الله على ما في النفوس.
د الله تعالی خبرتیا پر هغه څه چې د خلکو په زړونو کې دي.

• من مناقب أم المؤمنين زينب بنت جحش: أنْ زوّجها الله من فوق سبع سماوات.
د مؤمنانو د مور زينب بنت جحش له خو شهرتونو څخه دا هم دي چې الله يې له اوو آسمانونو پورته نکاح وروتړله.

• فضل ذكر الله، خاصة وقت الصباح والمساء.
د الله د ياد فضيلت په ځانګړي ډول د سهار او ماښام په وخت کې.

تَحِیَّتُهُمْ یَوْمَ یَلْقَوْنَهٗ سَلٰمٌ ۖۚ— وَّاَعَدَّ لَهُمْ اَجْرًا كَرِیْمًا ۟
په کومه ورځ چې مؤمنان له خپل پالونکي سره یې مخامخ کيږي هرکلی به يې د خپل رب له لوري په سلامتيا او ډاډ وي او الله هغوی لره پتمن اجر چمتو کړی چې د هغه جنت دی، د هغوی لپاره د خپلې پيروۍ او د هغه له سرغړونې څخه د لرې والي له امله بدله ده.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ
ای نبي ته مو خلکو ته پر هغوی د شاهد په توګه لېږلی يې، چې هغه څه دې ورته ورسول چې هغوی ته ورسره لېږل شوی وې، او مؤمنانو ته د هغه جنت د زيري ورکوونکي په توګه چې الله هغوی لره چمتو کړی دی، او کافرانو ته د هغه عذاب د وېروونکي په توګه چې هغوی لره يې چمتو کړی دی.
عربي تفسیرونه:
وَّدَاعِیًا اِلَی اللّٰهِ بِاِذْنِهٖ وَسِرَاجًا مُّنِیْرًا ۟
او د الله يووالي، د هغه په امر د هغه پيروۍ ته مو د بلونکي په توګه لېږلی يې، او د داسې رڼا کوونکي چراغ په توګه مو لېږلی يې چې هر څوک لارښوونه وغواړي، نو رڼا ترې ترلاسه کولای شي.
عربي تفسیرونه:
وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَضْلًا كَبِیْرًا ۟
او پر الله هغو ايمان راوړونکو ته چې پر هغه څه عمل کوي چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه خبر ورکړه چې خوشالوي يې چې هغوی لره د الله پاک له لوري داسې لويه پېرزوينه ده چې په دنيا کې د هغوی مرستې او آخرت کې جنت ته په داخلېدو د هغوی بريا ته شامله ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَدَعْ اَذٰىهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟
او په هغه څه کې د کافرانو او منافقانو پيروي مه کوه چې هغوی د الله له دينه ګرځولو ته بلنه کوي، او له هغوی مخ اړوه، کېدای شي دا زيات دې خبرې ته بلونکی وي چې هغوی پر هغه څه ايمان راوړي چې ته ورته ورسره راغلی يې، او په ټولو چارو کې دې پر الله بروسه کوه، چې له هغو ډلې دې پر خپلو دښمنانو بريا هم ده، او الله د کارجوړوونکي په توګه بسنه کوي چې بندګان يې په دنيا او آخرت کې په ټولو چارو کې پر هغه بروسه کوي.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَیْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّوْنَهَا ۚ— فَمَتِّعُوْهُنَّ وَسَرِّحُوْهُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله مو چې پر مؤمنو مېرمنو تړون وکړ د نکاح تړون، بيا مو هغوی له دخول مخکې طلاقې کړې، نو ستاسو لپاره پر هغوی عدت نشته، هغه بيا که په حيضونو سره وي او که مياشتو، ځکه دا خبره څرګنده شوه چې د هغوی په رحمونو کې څه نه دي جوړ شوي، له خپل توان سره سم مو هغوی ته په مالونو متعې ورکړئ، ترڅو په طلاق مات شوي زړونه يې لږ جوړ شي او پرته له ازاره يې په ښه توګه لاره پرېږدئ.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَحْلَلْنَا لَكَ اَزْوَاجَكَ الّٰتِیْۤ اٰتَیْتَ اُجُوْرَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ مِمَّاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلَیْكَ وَبَنٰتِ عَمِّكَ وَبَنٰتِ عَمّٰتِكَ وَبَنٰتِ خَالِكَ وَبَنٰتِ خٰلٰتِكَ الّٰتِیْ هَاجَرْنَ مَعَكَ ؗ— وَامْرَاَةً مُّؤْمِنَةً اِنْ وَّهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِیِّ اِنْ اَرَادَ النَّبِیُّ اَنْ یَّسْتَنْكِحَهَا ۗ— خَالِصَةً لَّكَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَیْهِمْ فِیْۤ اَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ لِكَیْلَا یَكُوْنَ عَلَیْكَ حَرَجٌ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ای نبي! موږ ستا هغه مېرمنې درته روا کړې دي چې مهرونه يې دې ورکړي، او هغه مينځې مو درته روا کړې چې الله په غنیمت کې درکړې دي، او ستا لپاره مو ستا د تره د لوڼو نکاح، ستا د عمه ګانو د لوڼو نکاح، ستا د ماما د لوڼو نکاح او ستا د هغو خاله ګانو د لوڼو نکاح حلاله کړې ده چې ستا سره يې له مکې څخه مدينې ته هجرت کړی، او د هغې مؤمنې ښځې نکاح مو درته روا کړې ده چې خپل ځان پرته له مهر درته ډالۍ کړي که ته ورسره نکاح غواړې، او د ډالۍ نکاح يوازې د هغه صلی الله عليه وسلم لپاره ده له امته يې د بل چا لپاره روا نه ده، بېشکه موږ پر هغه څه پوهېږو چې پر مؤمنانو مو د هغوی د مېرمنو په اړه واجب کړي دي، هغه دا چې له څلورو مېرمنو زياتې ورته روا نه دي، او څه مو چې هغوی لره د مينځو په اړه يې روا کړي دي هغه دا چې پرته د شمېر له قيده له څومره مينځو چې غواړي ګټه پورته کولای شي، او هغه څه مو درته روا کړي چې روا کړي مو دي کوم چې بيان کړل شول چې له تا پرته بل چا ته مو نه دي روا کړي، تر څو ستا لپاره کومه تنګي او سختي نه وي، او الله له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الصبر على الأذى من صفات الداعية الناجح.
پر اذيت صبر کول د بريالي بلونکي له صفتونو څخه دی.

• يُنْدَب للزوج أن يعطي مطلقته قبل الدخول بها بعض المال جبرًا لخاطرها.
د مېړه لپاره مستحب دي چې له کوروالي مخکې طلاق کړې مېرمنې ته يې د هغې د زړه خوشالولو لپاره څه مال ورکړي.

• خصوصية النبي صلى الله عليه وسلم بجواز نكاح الهبة، وإن لم يحدث منه.
د نبي صلی الله عليه وسلم دا ځانګړتیا ده چې د هغه لپاره د ډالۍ نکاح روا ده که څه هم دا پېښه شوې نه ده.

تُرْجِیْ مَنْ تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِیْۤ اِلَیْكَ مَنْ تَشَآءُ ؕ— وَمَنِ ابْتَغَیْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكَ ؕ— ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ تَقَرَّ اَعْیُنُهُنَّ وَلَا یَحْزَنَّ وَیَرْضَیْنَ بِمَاۤ اٰتَیْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا فِیْ قُلُوْبِكُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَلِیْمًا ۟
ای رسوله! له مېرمنو دې کومې چې ته غواړې وېش يې ورته وروسته کړه له هغې سره شپه مه تېروه، او له هغوی چې هره يوه غواړې در نېږدې يې کړه چې شپه ورسره تېروې، د کومې نېږدې کول او کومې وروسته کول چې غواړې په دې کې پرتا کومه ګناه نشته، ستا لپاره دغه اختيار اوپراخي دې خبرې ته ډېره نېږدې ده چې د مېرمنو سترګې دې يخې شي، پر هغه څه خوښې شي چې هغوی ټولو ته يې ورکوې، ځکه هغوی پر دې خبره پوهيږي چې ته د واجب پرېښودونکی نه يې، په حق بخل نه کوې، او ای سړيو الله پر هغه څه پوهيږي چې ستاسو په زړونو کې ځينو مېرمنو ته زړه کيږي او ځينو ته نه، او الله د خپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی چې له هغو هيڅ هم ترې پټ نه دي، زغمونکی دی چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي کېدای شي هغوی توبه ورته وباسي.
عربي تفسیرونه:
لَا یَحِلُّ لَكَ النِّسَآءُ مِنْ بَعْدُ وَلَاۤ اَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ اَزْوَاجٍ وَّلَوْ اَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ اِلَّا مَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ رَّقِیْبًا ۟۠
ای رسوله! ستا لپاره روا نه دي چې کومې مېرمنې ستا په نکاح کې دي له هغوی پرته له نور ښځو سره نکاح وکړې، نه دا درته روا دي چې هغوی طلاقې کړې يا ځينې يې طلاقې کړې ترڅو له هغوی پرته نورې وکړې، که څه هم له هغوی پرته د نورو هغو ښځو ښايست دې خوښ شي چې ته واده ورسره غواړې، خو دا درته روا دي چې له اينځو د څومره څښتن شې پرته له ټاکلي شمېر يې غوره کړې، او الله د هر څه ساتونکی دی، دغه پرېکړه د مؤمنانو د ميندو پر غوره والي دلالت کوي، چې د هغوی طلاق او پر هغوی د نورو بنو کړل منع کړل شول.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتَ النَّبِیِّ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْذَنَ لَكُمْ اِلٰی طَعَامٍ غَیْرَ نٰظِرِیْنَ اِنٰىهُ وَلٰكِنْ اِذَا دُعِیْتُمْ فَادْخُلُوْا فَاِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوْا وَلَا مُسْتَاْنِسِیْنَ لِحَدِیْثٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ فَیَسْتَحْیٖ مِنْكُمْ ؗ— وَاللّٰهُ لَا یَسْتَحْیٖ مِنَ الْحَقِّ ؕ— وَاِذَا سَاَلْتُمُوْهُنَّ مَتَاعًا فَسْـَٔلُوْهُنَّ مِنْ وَّرَآءِ حِجَابٍ ؕ— ذٰلِكُمْ اَطْهَرُ لِقُلُوْبِكُمْ وَقُلُوْبِهِنَّ ؕ— وَمَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُؤْذُوْا رَسُوْلَ اللّٰهِ وَلَاۤ اَنْ تَنْكِحُوْۤا اَزْوَاجَهٗ مِنْ بَعْدِهٖۤ اَبَدًا ؕ— اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمًا ۟
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان رواړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، د نبي عليه السلام کوټو ته مه ننوځئ مګر وروسته تردې چې ډوډۍ ته ستاسو په بللو سره د ننوتلو اجازه درته وشي، خو ناسته مو داسې مه اوږدوئ چې د ډوډۍ د پخېدو انتظار کوئ، بلکې کله چې ډوډۍ ته وبلل شوئ، نو ننوځئ، اوکله مو چې وخوړه، نو ووځئ، له هغه وروسته کرار مه کېنئ چې ځينې مو د ځينو په خبرو خوند اخلئ، ځکه دغه ناسته نبي صلی الله عليه وسلم ته اذيت رسوي، خو هغه شرميږي له دې چې له تاسو د وتلو غوښتنه وکړي، او الله په حقه له امر کولو نه شرميږي، نو تاسو ته يې ترې د وتلو امر وکړ تر څو هغه صلی الله عليه وسلم ته په ناسته اذيت ونه رسوئ، او کله چې د نبي صلی الله عليه وسلم له مېرمنو د اړتيا کوم لوښی څه غواړئ، نو د اړتيا توکي د پردې تر شا ترې وغواړئ داسې مخامخ يې مه ترې غواړئ چې تاسو هغوی وينئ، د هغوی د خونديتوب لپاره، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرتبې له امله، دغه د پردې ترشا غوښتنه ستاسو او د هغوی د زړونو لپاره ډېره پاکيزه ده، ترڅو شيطان ستاسو او د هغوی زړونو ته کومه د وسوسې او ناروا ښايسته کولو لار پيدا نه کړي، او ای مؤمنانو ستاسو لپاره په کار نه دي چې په خبرو د ځنډ له امله د الله رسول اذيت کړئ، او نه دا درته روا دي چې د هغه له وفات وروسته له مېرمنو سره يې نکاح وکړئ، هغوی د مؤمنانو ميندې دي، او د هيچا لپاره روا نه ده چې له خپلې مور سره نکاح وکړي، د آذیت یو ډول د هغه له وفات وروسته یې له مېرمنو سره نکاح کول دي، دا ناروا کار دی او د الله په وړاندې لويه ګناه شمېرل کيږي.
عربي تفسیرونه:
اِنْ تُبْدُوْا شَیْـًٔا اَوْ تُخْفُوْهُ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟
او که له کړنو مو څه ښکاره کوئ او يا يې په زړونو کې پټوئ، نو هيڅکله له هغو هيڅ هم له الله نه پټيږي، بېشکه الله پر هر څه ښه پوه دی، له هغه ستاسو له کړنو او نورو شيانو هيڅ هم نه پټيږي، ژر به ستاسو د کړنو بدله درکړي، که خير و، نو د خير او که شر و، نو د شر.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• عظم مقام النبي صلى الله عليه وسلم عند ربه؛ ولذلك عاتب الصحابة رضي الله عنهم الذين مكثوا في بيته صلى الله عليه وسلم لِتَأَذِّيه من ذلك.
د نبي - صلی الله عليه وسلم - د خپل پالونکي په وړاندې د مقام لوی والی، له همدې امله يې هغه صحابه رضي الله عنهم ملامت کړل چې د هغه صلی الله عليه وسلم په کور کې ترځنډه ناست وو، چې له دغه څخه ورته تکليف و.

• ثبوت صفتي العلم والحلم لله تعالى.
د الله لپاره د پوهې او زغم صفتونو ثبوت.

• الحياء من أخلاق النبي صلى الله عليه وسلم.
حیا د نبي صلی الله عليه وسلم له اخلاقو څخه ده.

• صيانة مقام أمهات المؤمنين زوجات النبي صلى الله عليه وسلم.
د مؤمنانو د ميندو؛ د نبي - صلی الله عليه وسلم - د مېرمنو د مقام خونديتوب.

لَا جُنَاحَ عَلَیْهِنَّ فِیْۤ اٰبَآىِٕهِنَّ وَلَاۤ اَبْنَآىِٕهِنَّ وَلَاۤ اِخْوَانِهِنَّ وَلَاۤ اَبْنَآءِ اِخْوَانِهِنَّ وَلَاۤ اَبْنَآءِ اَخَوٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآىِٕهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُنَّ ۚ— وَاتَّقِیْنَ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا ۟
پر هغو ښځو کومه ګناه نشته چې(لاندې یاد کسان) وويني يا له پردې پرته خبرې ورسره وکړي(چې هغه): د هغوی پلرونه، زامن يې، وروڼه يې، ورېرونه يې، نسبي يا رضاعي خورېيونه يې دي او نه پر هغوی کومه ګناه شته چې له پردې پرته مؤمنې ښځې خبرې ورسره وکړي يا هغه اينځې چې هغوی يې څښتنانې دي، او اې مؤمنو ښځو له الله ووېرېږئ په هغه څه کې چې امر يې پرې کړی او منع يې ترې کړې ده، او هغه د هغه څه ليدونکی دی چې له تاسو يې څوک ښکاره کوي او له تاسو صادريږي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ وَمَلٰٓىِٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَی النَّبِیِّ ؕ— یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَسَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا ۟
بېشکه الله د پرېښتو په وړاندې د رسول محمد صلی الله عليه وسلم ستاينه کوي، پرېښتې يې هغه لره دعا کوي، ای هغوکسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې هغه د خپلو بندګانو لپاره روا کړي دي، پر رسول درود ووايئ او پر هغه سلامتيا ووايئ په سلامتيا ويلو سره.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ وَاَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟
بېشکه هغه کسان چې الله او د هغه رسول ته په وينا يا کړنه ازار رسوي، الله به هغوی په دنيا او آخرت کې د خپل رحمت له پراخۍ لېرې کړي او وبه يې شړي، او هغوی لره يې په آخرت کې د سزا په ډول رسوا کوونکی عذاب چمتو کړی د هغه رسول ته د اذيت رسولو له امله.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ بِغَیْرِ مَا اكْتَسَبُوْا فَقَدِ احْتَمَلُوْا بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠
او هغه کسان چې مؤمنان او مؤمنانې په وينا او کړنه ځوروي پرته له کومې داسې ګناه چې هغوی دې کړې وي او د ځورولو لامل يې شي، نو هغوی درواغ او څرګنده ګناه پر غاړه اخېستې ده.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّاَزْوَاجِكَ وَبَنٰتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِیْنَ یُدْنِیْنَ عَلَیْهِنَّ مِنْ جَلَابِیْبِهِنَّ ؕ— ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ یُّعْرَفْنَ فَلَا یُؤْذَیْنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ای نبي! خپلو مېرمنو ته دې ووايه، خپلو لوڼو ته دې ووايه، او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: کوم پړوني چې اغوندي هغه دې پرځانونو را خپروي ترڅو د پرديو سړيو په مخکې د هغوی ستر ښکاره نه شي، دا ډېره نېږدې ده دېته چې هغوی وپېژندل شي چې هغوی آزادې دي، نو څوک به په آذيت رسولو سره نه ورته وړاندې کيږي لکه څنګه چې اينځو ته وړاندې کيږي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي، پر هغه مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
لَىِٕنْ لَّمْ یَنْتَهِ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْمُرْجِفُوْنَ فِی الْمَدِیْنَةِ لَنُغْرِیَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا یُجَاوِرُوْنَكَ فِیْهَاۤ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۚۛ
که دغه منافقان له خپل نفاقه، چې د خپل کفر په پټولو او اسلام په ښکاره کولو، او هغه کسان چې په زړونو کې يې د خپلو هوسونو سره د اړيکې له امله بې لارې ده او هغه کسان چې مدينې ته د درواغو خبرونه راوړي تر څو د مؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکړي لاس په سر نه شي: ای رسوله! هرومرو به تاته د هغوی د سزا امر وکړو، او هرومرو به دې پر هغوی مسلط کړو، بيا به له لږې زمانې پرته هغوی په مدينه کې ستاسره و نه اوسيږي، د هغوی د تباهۍ او يا په ځمکه کې د هغوی د ورانکارۍ له امله چې یا به تباه شي او یا به له مدینې وویستل شي.
عربي تفسیرونه:
مَّلْعُوْنِیْنَ ۛۚ— اَیْنَمَا ثُقِفُوْۤا اُخِذُوْا وَقُتِّلُوْا تَقْتِیْلًا ۟
د الله له رحمته به شړل شوي وي، په هرځای کې چې موندل کيږي، نيول کيږي به او سخت به وژل کيږي، د هغوی د نفاق او په ځمکه کې د ورانکارۍ د خپرولو له امله يې.
عربي تفسیرونه:
سُنَّةَ اللّٰهِ فِی الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ ۚ— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۟
دغه د الله روانه تګلاره ده د منافقانو په اړه کله چې هغوی خپل نفاق ښکاره کړي، او د الله تګلاره ثابته ده هيڅکله به هغې لره بدلون ونه مومې.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• علوّ منزلة النبي صلى الله عليه وسلم عند الله وملائكته.
د الله او د هغو د پرېښتو په وړاندې د نبي صلی الله عليه وسلم د مرتبې لوړوالی.

• حرمة إيذاء المؤمنين دون سبب.
پرته له لامله د مؤمنانو د آزارولو نارواوالی.

• النفاق سبب لنزول العذاب بصاحبه.
نفاق د خپل څښتن لپاره يې د عذاب نازلېدو لامل دی.

یَسْـَٔلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُوْنُ قَرِیْبًا ۟
ای رسوله! مشرکان له تا څخه د انکار او درواغ ګڼونکو په توګه پوښتنه کوي او همدا راز يهود هم درڅخه د قيامت په اړه پوښتنه کوي: دغو خلکو ته ووايه: د قيامت پوهه له الله سره ده، ما لره د هغو په اړه هيڅ هم نشته، او ای رسوله! ته څه پوهېږې یقینا قيامت نېږدې وي؟.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ لَعَنَ الْكٰفِرِیْنَ وَاَعَدَّ لَهُمْ سَعِیْرًا ۟ۙ
له شک پرته الله پاک کافران له خپل رحمته شړلي دي او د قيامت په ورځ يې هغوی لره داسې لمبه وهونکی اور چمتو کړی چې انتظار به يې کوي.
عربي تفسیرونه:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۚ— لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۚ
هغوی به د تل لپاره په دغه اور کې وي چې د هغوی لپاره چمتو کړل شوی دی، هلته به نه کوم دوست مومي چې مرسته يې وکړي او نه کوم مرستندوی چې له هغوی عذاب لېرې کړي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ یَقُوْلُوْنَ یٰلَیْتَنَاۤ اَطَعْنَا اللّٰهَ وَاَطَعْنَا الرَّسُوْلَا ۟
په کومه ورځ چې مخونه يې د دوزخ په اور کې اړول کيږي، هغوی به د سخت افسوس او پښېمانۍ له امله وايي: های کاشکي مو د دنيا په ژوند کې د الله امر منلی وای د هغه څه په پرځای کولو سره چې امر يې راته کړی و، او له هغه څه څخه په ډډه کولو سره چې ترې منع کړي يې وو، او د رسول پيروي مو کړې وای په هغه څه کې چې د خپل پالونکي له لوري يې راوړي و.
عربي تفسیرونه:
وَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّاۤ اَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَاَضَلُّوْنَا السَّبِیْلَا ۟
هغوی به له بې بنسټه باطل دليل سره راشي چې وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له شک پرته موږ د خپلو سردارانو او خپلو قومونو د مشرانو پيروي کړې وه، نو هغوی موږ له نېغې لارې لارورکي کړو.
عربي تفسیرونه:
رَبَّنَاۤ اٰتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِیْرًا ۟۠
ای زموږ پالونکيه! دغو سردارانو او لويانو ته چې موږ يې له نېغې لارې لارورکي کړي يو دوه برابره د هغه عذاب ورته وګرځوه چې موږ ته دې ګرځولی دی ځکه هغوی موږ لارورکي کړي يو، او له خپل رحمته دې یې په لوی شړلو سره وشړه.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اٰذَوْا مُوْسٰی فَبَرَّاَهُ اللّٰهُ مِمَّا قَالُوْا ؕ— وَكَانَ عِنْدَ اللّٰهِ وَجِیْهًا ۟
ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، رسول مو مه آزاروئ چې د هغو خلکو غوندې به شئ چې موسی يې آزارولو، لکه د هغوی لخوا د هغه په بدن کې عيب بيانول، نو الله له هغه څه برائت ورکړ چې هغوی ويل، د هغه سلامتي يې ورته په ډاګه کړه له هغه څه څخه چې هغوی به پسې ويل، او موسی د الله په وړاندې داسې مخور و، چې غوښتنه يې نه ردېدله او هڅه يې نه ناکامېدله.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟ۙ
ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، او سمه رېښتينې وينا وکړئ.
عربي تفسیرونه:
یُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟
له شک پرته که تاسو له الله څخه ووېرېږئ او سمه وينا وکړئ، هغه به مو کړنې درته سمې کړي او قبولې به يې کړي، او له تاسو به مو ګناهونه لېرې کړي، نو نه به مو رانیسي پرې، او څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي کوي، هغه ستره بريا ترلاسه کړه چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای، او هغه بريا د الله رضا او جنت ته ننوتل دي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا عَرَضْنَا الْاَمَانَةَ عَلَی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالْجِبَالِ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَاَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْاِنْسَانُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ ظَلُوْمًا جَهُوْلًا ۟ۙ
له شک پرته موږ شرعي تکليفونه او کوم مالونه او رازونه چې ساتل کیږي پر آسمانونو، ځمکه او پر غرونو وړاندې کړل، نو هغوی يې له پورته کولو انکار وکړه[دا عرض اختیاري وو]، او له پايلې يې ووېرېدل، او انسان هغه پر غاړه واخېستل، بېشکه هغه انسان خپل ځان لره ډېر ظلم کوونکی او د هغو په غاړه اخېستلو له پايلې ډېر ناپوه دی.
عربي تفسیرونه:
لِّیُعَذِّبَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ وَیَتُوْبَ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
انسان هغه د الله په تقدير پورته کړ، تر څو الله نارينه منافقانو او ښځينه منافقانو، نارينه مشرکانو او ښځينه مشرکانو ته د هغوی د نفاق او پر الله د شرک سزا ورکړي، او تر څو الله د هغو مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو توبه قبوله کړي چې د تکليفونو د امانت پورته کول يې په ښه توګه کړي دي، او الله خپلو هغو بندګانو لره بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• اختصاص الله بعلم الساعة.
د قيامت پوهه يوازې تر الله پورې ځانګړې ده.

• تحميل الأتباع كُبَرَاءَهُم مسؤوليةَ إضلالهم لا يعفيهم هم من المسؤولية.
د پيروانو لخوا پر خپلو مشرانو د هغوی د لارورکۍ مسؤوليت وراچول، هغوی له مسؤولیته نه شي خلاصولای.

• شدة التحريم لإيذاء الأنبياء بالقول أو الفعل.
په وينا او کړنه نبيانو ته د آزار رسولو سخت نارواوالی.

• عظم الأمانة التي تحمّلها الإنسان.
د هغه امانت لوی والی چې انسان پر غاړه واخېست.

 
د معناګانو ژباړه سورت: الأحزاب
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول