Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: یس   آیت:
وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی قَوْمِهٖ مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ جُنْدٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِیْنَ ۟
او موږ د هغه د قوم د تباه کولو لپاره کوم چې هغه يې درواغجن بللی او وژلی يې دی، د پرېښتو لښکر نه لېږو، چې له اسمانه يې ولېږو، او نه موږ پر امتونو د پرېښتو لېږونکي يو، کله يې چې تباه کوو، نو کار يې موږ ته تردې هم ډېر اسانه دی، نو د هغوی تباهي له اسمانه په يوه چېغه کوو، نه د عذاب د پرېښتو په لېږلو سره.
عربي تفسیرونه:
اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ خٰمِدُوْنَ ۟
پس د ده د قوم د تباهۍ کیسه نه وه مګر د یوې چیغې وه چې پر دوی مو راولېږله نو یو دم دوی پرېوتي[هلاک] شول چې هېڅوک ترې پاتې نشول، دوی د هغه اور په څېر وو چې بل وي بیا مړ شي، او هېڅ اثر یې پاتې نشي.
عربي تفسیرونه:
یٰحَسْرَةً عَلَی الْعِبَادِ ۣۚ— مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
ای د دروغجنوونکو بندګانو پښیمانتیا او افسوس د قیامت په ورځ کله چې دوی عذاب وویني؛ ځکه دوی به وو په دنیا کې چې هېڅ پېغمبر به ورته نه راتللو مګر دوی به پرې ملنډې وهلې او مسخرې به یې ورپسې کولې، نو د دوی پایله به د قیامت په ورځ د پښیمانتیا وي لدې کبله چې د الله په هکله یې کمی کړی ؤ.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ اَنَّهُمْ اِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟
آیا دا دروغجنونکي او پر پېغمبرانو پورې ملنډې وهونکي په مخکینیو امتونو کې عبرت نه وینې؟ بېشکه هغوی مړه شو، او دې دنیا ته به بیا هېڅکله را ونه ګرځې، بلکې هغه څه سره مخ شو کومې کړنې یې چې وړاندې کړې وې، او زر دی چې الله پرې بدله ورکړي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ كُلٌّ لَّمَّا جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟۠
او نه دي ټول امتونه پرته له استثناء مګر زمونږ وړاندې به دقیامت په ورځ له پاڅون وروسته حاضرېدونکي وي څو په خپلو کړنو ورته بدله ورکړي.
عربي تفسیرونه:
وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الْاَرْضُ الْمَیْتَةُ ۖۚ— اَحْیَیْنٰهَا وَاَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ یَاْكُلُوْنَ ۟
داښه دلیل دی دقیامت نه منونکوته په حقانیت دقیامت چې په دې وچه کلکه ځمکه مو له آسمانه باران را و وراوه، نو ډول ډول شینکي مو پرې را شنه کړل او قسما قسم دانې مو پرې را وویستلې ددې دپاره چې خلک یې وخوري، نو هغه چا چې دا ځمکه یې د باران په را ورولو او شینکیو په شنه کولو ژوندۍ کړې ځواکمن دی په ژوندي کولو د مړو او په دوباره پاڅون د هغوی.
عربي تفسیرونه:
وَجَعَلْنَا فِیْهَا جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ وَّفَجَّرْنَا فِیْهَا مِنَ الْعُیُوْنِ ۟ۙ
او پر هغه ځمکه کې چې مونږ باران ورولی د کجورو او انګورو باغونه مو پرې ګرځولي، او د اوبو هغه چینې مو پرې بیولي دي چې خړوبه کوي یې.
عربي تفسیرونه:
لِیَاْكُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖ ۙ— وَمَا عَمِلَتْهُ اَیْدِیْهِمْ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟
دې لپاره چې خلک د دې باغونو له میوو څخه وخوري کوم چې پرې الله خپله لورینه کړې او د دوی پکې هېڅ کوښښ نه وه، نو آیا د الله په نعمتونو شکر نه وباسي په بندګۍ کولو یوازې د هغه او د هغه پر پېغمبرانو باور لرلو سره؟!.
عربي تفسیرونه:
سُبْحٰنَ الَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ وَمِنْ اَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
پاکي ده او لوړ دی هغه ذات دی چې د نباتاتو او ونو انواع یې پېدا کړې دي، او د خلکو له ځانونو څخه چې نارینه او ښځینه یې پېدا کړي، او هغه چې خلک یې لا نه پېژني د الله له مخلوقاتو څخه په وچه او سمندر کې او له دې دواړو پرته.
عربي تفسیرونه:
وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الَّیْلُ ۖۚ— نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَاِذَا هُمْ مُّظْلِمُوْنَ ۟ۙ
او د الله پر توحید خلکو لپاره لارښونه داده چې مونږ روښنایي د ورځې په وړلو سره او د شپې په راتللو سره وړو کله چې ورځ ترېنه وباسو، او د ورځې له تللو وروسته تیاره راوړو، پس یو دم خلک په تیاره کې ننوتونکي شي.
عربي تفسیرونه:
وَالشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ؕ
او دوی لپاره د الله په یووالي دا لمر نښه ده چې ټاکلي ځای ته چې الله یې په اندازه پوهېږي چلېږي او ترې نه تېرېږي، دا اندازه کول د هغه غالب ذات اندازه ده چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلی، پوه ذات چې هېڅ ترې نشي پټېدلای د مخلوقانو له کار څخه.
عربي تفسیرونه:
وَالْقَمَرَ قَدَّرْنٰهُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ كَالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ ۟
او د الله تعالی پر توحید دوی لپاره نښه دا سپوږمۍ ده چې هره شپه مو په پړاوونو سره اندازه کړې ده؛ کوچنۍ پېل کېږي بیا غټېږي بیا کوچنۍ کېږي تر دې چې په نريوالي، کوږوالي، زیړوالي او زوړوالي کې د کجورې د وږې دهغه کږې اوزړې نیلې په څېر وګرځي.
عربي تفسیرونه:
لَا الشَّمْسُ یَنْۢبَغِیْ لَهَاۤ اَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا الَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ؕ— وَكُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟
د لمر او سپوږمۍ او شپې او ورځې نښانې د الله تعالی په اندازه کولو سره ټاکل شوې دي، نو له هغه څه څخه مخکې نه ځي کوم چې ورته ټاکل شوی وي، نو نه لمر لره شونې ده چې په سپوږمۍ پسې ورسي چې لاره یې بدله کړي او یا یې روښنایي یوسي، او نه شپې لره شونې ده چې له ورځ مخکې شي او له وخت پوره کېدلو مخکې داخله شي، او دا ټول تابع شوي مخلوقات او نورو، ستارو او سیارو لپاره خپل ځانګړي لارې دي د الله په اندازه کولو او ساتنې سره.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• ما أهون الخلق على الله إذا عصوه، وما أكرمهم عليه إن أطاعوه.
څومره سپک مخلوقات دې د الله کله چې یې نافرماني کوي، او څومره عزتمند دي کله چې یې اطاعت کوي.

• من الأدلة على البعث إحياء الأرض الهامدة بالنبات الأخضر، وإخراج الحَبِّ منه.
په پاڅون باندې د دلیلونو څخه د مړې ځمکې ژوندۍ کول دي په شنو نباتو، او د هغې څخه د دانو راویستل دي.

• من أدلة التوحيد: خلق المخلوقات في السماء والأرض وتسييرها بقدر.
د توحید له دلیلونو څخه: په ځمکه او آسمان کې د مخلوقاتو پېدا کول او په اندازې سره یې چلول دي.

 
د معناګانو ژباړه سورت: یس
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول