د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

ص

د سورت له موخو څخه:
ذكر المخاصمة بالباطل وعاقبتها.
په باطل سره د جګړې کولو او د هغې د بدې پایلې یادونه. info

external-link copy
1 : 38

صٓ وَالْقُرْاٰنِ ذِی الذِّكْرِ ۟ؕ

(ص) د دې په څېر بېل بېل حروفو په اړه مخکې د سورت بقرې په پېل کې خبره شوې، قسم دې په قرآن چې خلکو ته په هغه نصیحت کولو شامل دی چې د دوی په دنیا او آخرت کې ورته ګټه رسوي، داسې نده لکه مشرکان چې الله سره د شریکانو د شتون ګومان کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
2 : 38

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ عِزَّةٍ وَّشِقَاقٍ ۟

لیکن کافران د الله د یووالي په اړه په لویۍ او جاهلانه غیرت کې دي او د محمد صلی الله علیه وسلم سره په مخالفت او دښمنۍ کې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 38

كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَّلَاتَ حِیْنَ مَنَاصٍ ۟

څومره هغه ولسونه مو له دوی مخکې تباه کړل چې خپل رسولان یې دروغجن ګڼل، نو د عذاب پر مهال یې د ژغورلو لپاره چېغې وهلې، خو هغه وخت دوی لپاره د عذاب څخه د خلاصون وخت نه ؤ چې ژغورنې غوښتلو ورته ګټه رسولی وای. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 38

وَعَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ ؗ— وَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟ۖۚ

او په دې حیران شو چې کله ورته له خپلو څخه رسول راغی چې د الله له عذاب څخه یې وېرول که چېرې په خپل کفر پاتې شي، او کله چې کافرانو د هغه څه د ریښتنولۍ دلائل ولېدل چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي نو ویې ویل: دا سړی کوډګر دی په خلکو کوډې کوي، په خپله دې دعوا کې دروغجن دی چې د الله لخوا رسول دی او وحی ورته کېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 38

اَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ ۟

آیا دې سړي له ګڼو معبودانو څخه یوازې یو معبود جوړ کړی چې له هغه پرته بل حق معبود نشته؟! بېشکه دا کار خو یې د حیرانتیا حد دی. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 38

وَانْطَلَقَ الْمَلَاُ مِنْهُمْ اَنِ امْشُوْا وَاصْبِرُوْا عَلٰۤی اٰلِهَتِكُمْ ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ یُّرَادُ ۟ۚ

او سرداران او مشران یې ولاړل په داسې حال کې چې خپلو تابعدارانو ته ویونکي وو: په هغه څه (لاره) ځئ چې مخکې پرې وئ او د محمد په دین کې مه ننوځئ او د خپلو خدایانو پر عبادت ټینګ شئ، بېشکه هغه څه چې محمد ورته تاسو رابلي چې یوازې د یو خدای عبادت دی دا یو غرضي کار دی چې غواړي پر مونږ ځان لوړ کړي او مونږ د هغوی پېروان شو. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 38

مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِی الْمِلَّةِ الْاٰخِرَةِ ۖۚ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا اخْتِلَاقٌ ۟ۖۚ

دا د الله یووالی کوم ته مو چې محمد رابلي مونږ ندي اورېدلي او نه مو پلرونه پرې موندلي او نه مو د عیسی علیه السلام په ملت کې موندلی، نو نه دي هغه څه چې له ده مو اورېدلي پرته له دروغو تړلو بل څه. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 38

ءَاُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَیْنِنَا ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ ذِكْرِیْ ۚ— بَلْ لَّمَّا یَذُوْقُوْا عَذَابِ ۟ؕ

آیا سمه ده چې زمونږ تر منځ (یوازې) پر ده قرآن نازلېږي او دې پرې ځانګړی شي او پر مونږ نه نازلېږي په داسې حال کې چې مونږ سرداران او مشران یو، بلکې دا مشرکان په شک کې دي له هغه وحي چې مونږ یې پر تا نازلوو او دوی لا د الله عذاب تر اوسه نه دی څکلی، نو دوی په مهلت ورکولو دوکه شوي او که چېرې یې وڅکه نو په کفر او الله سره شریک او هغه څه کې چې تاته یې وحي شوې شک کولو باندې به یې دومره جرات (بې ځایه زړورتیا) نه وه کړې. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 38

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِیْزِ الْوَهَّابِ ۟ۚ

آیا دې دروغجنونکو مشرکانو سره ستا د هغه برلاسي رب چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کېدلای د فضل خزانې دي؟ هغه ورکوي څه چې وغواړي چاته چې وغواړي، او د هغه د فضل د خزانو څخه نبوت (پېغمبري) ده، نو چاته چې خوښه وي ورکوي یې او دا (پېغمبري) د دوی په واک کې نده څو یې ورکړي هغه چاته چې د دوی خوښه وي او له چا چې وغواړي منعه یې کړي. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 38

اَمْ لَهُمْ مُّلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۫— فَلْیَرْتَقُوْا فِی الْاَسْبَابِ ۟

یا که له دوی سره د آسمانو او د ځمکې او د هغو شیانو چې ترمنځ یې دي پاچایي ده؟ نو بیا خو یې حق دی چې چاته یې ورکړي او له چا یې منعه کړي؟ که چېرې یې دا دعوه وي نو آسمان ته دې د ختلو اسباب واخلي څو د ورکړې او منع کولو پرېکړې وکولای شي او هېڅکله به یې ونکړی شي. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 38

جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ ۟

دا د محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي یو په شا تمبیدلی لښکر دی د مخکینیو هغو لښکرو په څېر چې خپل رسولان ته یې نسبت د درواغو کړي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 38

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ ذُو الْاَوْتَادِ ۟ۙ

دا دروغجنونکي لومړي دروغجنونکي نه دي، بېشکه له دوی وړاندې د نوح علیه السلام قوم دروغجن کړي وو، عادیانو دروغجن کړي وو، او هغه فرعون هم دروغجن کړي وو چې د خلکو د تعذیبولو لپاره ورسره میخونه وو. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 38

وَثَمُوْدُ وَقَوْمُ لُوْطٍ وَّاَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الْاَحْزَابُ ۟

او ثمودیانو دروغجنول وکړل، د لوط قوم دروغجنول وکړل او د شعیب قوم دروغجنول وکړل، همدا لویې ډلې وې چې د خپلو رسولانو په دروغجنولو سره راټولې شوې وې او په هغه څه یې کفر کړی چې (رسولانو) یې راوړي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 38

اِنْ كُلٌّ اِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ۟۠

له دې ډلو څخه یوه هم نه وه مګر د رسولانو تکذیب یې وکړ، نو د الله عذاب پرې ثابت شو او د هغه سزا پرې نازله شوه اګر که تر یوه وخته پورې روسته شوې وه. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 38

وَمَا یَنْظُرُ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً مَّا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ ۟

او دا په محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي انتظار نه باسي پرته له دې چې په شپېلۍ کې دویم پوکی وشي چې بېرته ګرځېدل ترې نشته، نو عذاب پرې راوغورځي که د تکذیب په همدې حال کې مړه شي. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 38

وَقَالُوْا رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ ۟

او د ملنډې وهونکو په توګه وایي: ای زمونږ ربه! زمونږ د عذاب برخه راته د دنیا په ژوند کې د قیامت د ورځې څخه مخکې په بیړه سره راکړه. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أقسم الله عز وجل بالقرآن العظيم، فالواجب تَلقِّيه بالإيمان والتصديق، والإقبال على استخراج معانيه.
الله تعالی په قرآن عظیم قسم خوړلی، نو لازمه ده چې په ایمان او باور سره ومنل شي، او د هغې د معناګانو راویستلو ته مخه وکړل شي. info

• غلبة المقاييس المادية في أذهان المشركين برغبتهم في نزول الوحي على السادة والكبراء.
د مشرکانو په ذهنونو کې د مادي معيارونو غلبه، چې خوښ ګڼي تر څو پر سردارانو او لويانو یې وحي نازله شي. info

• سبب إعراض الكفار عن الإيمان: التكبر والتجبر والاستعلاء عن اتباع الحق.
د ایمان څخه د کافرانو د مخ اړولو لامل: لویي، زور او د حق په پېروۍ کې ځان پورته ګڼل دي. info

external-link copy
17 : 38

اِصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوٗدَ ذَا الْاَیْدِ ۚ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

ای رسوله! په هغه څه صبر چې دا دروغجنونکي یې وایې کوه، څه چې تا نه خوشحالوي، او زمونږ بنده داود رایاد کړه کوم چې دښمنانو سره په توره وهلو کې د ځواک څښتن ؤ او د الله په طاعت کې د حوصلې، بېشکه هغه الله ته په توبه کولو سره زیات ګرځېدونکی و او په هغه څه عمل کونکی و چې (رب) خوشحالوي. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 38

اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِشْرَاقِ ۟ۙ

بېشکه مونږ د داود سره غرونه تابع کړي وو، چې د هغه تسبیح سره به یې تسبیح ویله کله به چې ده د ورځې په پای کې او (د ورځې په) پېل د لمر ختلو مهال کې تسبیح ویله. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 38

وَالطَّیْرَ مَحْشُوْرَةً ؕ— كُلٌّ لَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

او په هوا کې بند شوي مرغان مو (هم) تابع کړل، ټول منونکي وو چې له هغه پسې به یې تسبیح ویله. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 38

وَشَدَدْنَا مُلْكَهٗ وَاٰتَیْنٰهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ۟

او مونږ یې پاچایي کلکه کړې وه چې هیبت او ځواک او په خپلو دښمنانو مو مرسته ورکړې وه او پېغمبري او په خپلو چارو کې مو سمون ورکړی و او په هره موخه کې مو ورته روغوونکی بیان ورکړی ؤ، او په خبرو او حکم کې مو د پرېکړې ځواک ورکړی ؤ. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 38

وَهَلْ اَتٰىكَ نَبَؤُا الْخَصْمِ ۘ— اِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ۟ۙ

او ای رسوله! آیا تا ته د جګړه مارو خبر راغلی؟ کله چې د داود علیه السلام په عبادتځای ورپورته شول. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 38

اِذْ دَخَلُوْا عَلٰی دَاوٗدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوْا لَا تَخَفْ ۚ— خَصْمٰنِ بَغٰی بَعْضُنَا عَلٰی بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَاۤ اِلٰی سَوَآءِ الصِّرَاطِ ۟

کله چې دواړه ناببره په داود ورننوتل، نو په دې نا اشنا توګه د ناببره ننوتلو څخه وډار شو، کله چې دوی ته د هغه ویره ښکاره شوه دواړو وویل: مه ډارېږه؛ مونږ دوه جګړه ماران یو چې یو پر بل مو ظلم کړی، زمونږ تر منځ په انصاف پرېکړه وکړه او د پرېکړې پر مهال پر مونږ ظلم مه کوه او برابرې لارې ته مو لارښونه وکړه چې سمه لار وي. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 38

اِنَّ هٰذَاۤ اَخِیْ ۫— لَهٗ تِسْعٌ وَّتِسْعُوْنَ نَعْجَةً وَّلِیَ نَعْجَةٌ وَّاحِدَةٌ ۫— فَقَالَ اَكْفِلْنِیْهَا وَعَزَّنِیْ فِی الْخِطَابِ ۟

یو له دوو جګړه مارو څخه داود ته وویل: بېشکه دا سړی زما ورور دی، نهه نوي مېږي لري، او زما یوه مېږه ده، نو ما څخه یې وغوښتل چې ده ته یې ورکړم، او په دلیل کې پر ما برلاسی شو. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 38

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ اِلٰی نِعَاجِهٖ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْخُلَطَآءِ لَیَبْغِیْ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَقَلِیْلٌ مَّا هُمْ ؕ— وَظَنَّ دَاوٗدُ اَنَّمَا فَتَنّٰهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهٗ وَخَرَّ رَاكِعًا وَّاَنَابَ ۟

نو داود علیه السلام یې ترمنځ پرېکړه وکړه، او دعوا لرونکي ته یې وویل: ریښتیا چې ستا ورور درباندې ظلم کړی کله چې یې درڅخه ستا مېږه د خپلو مېږو سره د یوځای کولو غوښتنه وکړه او زیاتره شریکان یو پر بل زیاتی کوي د حق په اخیستلو او بې انصافۍ کې، پرته له هغو مؤمنانو څخه چې نیک اعمال کوي نو بېشکه هغوی د خپلو شریکانو سره انصاف کوي او زیاتی پرې نه کوي، لیکن دا خلک لږ دي، او داود علیه السلام باور وکړ چې په دې جګړه کې مونږ ده لره په ازمیښت کې واچوه، نو د خپل رب څخه یې بخښنه وغوښتله او الله ته یې د نږدېوالي لپاره سجده وکړه، او توبه یې ورته ویستله. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 38

فَغَفَرْنَا لَهٗ ذٰلِكَ ؕ— وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟

نو مونږ یې دعا قبوله کړه او بخښنه مو ورته وکړه، او بېشکه هغه له مونږ سره له نږدیو څخه دی، او په آخرت کې دهغه د پاره ښایسته ځای د ورتګ دی info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 38

یٰدَاوٗدُ اِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِیْفَةً فِی الْاَرْضِ فَاحْكُمْ بَیْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰی فَیُضِلَّكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَضِلُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا نَسُوْا یَوْمَ الْحِسَابِ ۟۠

ای داوده! بېشکه مونږ ته پر ځمکه کې خلیفه وګرځولې چې احکام نافذوې او دیني او دنیوي مسائل فېصله کوې، نو د خلکو ترمنځ په انصاف سره پرېکړه کوه، او د خلکو تر منځ د فیصلې کولو پر مهال هوس پسې مه ځه؛ چې یو جګړه مار ته د خپلولۍ یا دوستۍ له کبله ورکوږ شې او بل څخه د دښمنۍ له کبله کوږ شې، نو هوس به دې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کړي، بېشکه هغه کسان چې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کېږي هغوی لپاره ځواکمن عذاب دی، لدې کبله چې د حساب ورځ یې هېره کړې؛ ځکه که چېرې یې په یاد وی او ترې ډارېدلی نو خپلو هوسونو سره به نه کږېدلی. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• بيان فضائل نبي الله داود وما اختصه الله به من الآيات.
د داود علیه السلام د فضائلو بیانول، او هغه چې الله تعالی په ځینو معجزو غوره کړی. info

• الأنبياء - صلوات الله وسلامه عليهم - معصومون من الخطأ فيما يبلغون عن الله تعالى؛ لأن مقصود الرسالة لا يحصل إلا بذلك، ولكن قد يجري منهم بعض مقتضيات الطبيعة بنسيان أو غفلة عن حكم، ولكن الله يتداركهم ويبادرهم بلطفه.
نبیان -صلوات الله علیه وسلم- په هغه څه کې چې د الله له خوا یې رسوي له ټولو خطاګانو پاک دي؛ ځکه د پېغمبرۍ موخه پرته له دې په بل څه نه ترلاسه کېږي، لیکن د انساني طبیعت غوښتنو سره سم پرې کله هېره او غفلت راځي، خو الله تعالی یې بېرته راګرځوي او خپله لورینه پرې کوي. info

• استدل بعض العلماء بقوله تعالى: ﴿ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ اْلْخُلَطَآءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ ﴾ على مشروعية الشركة بين اثنين وأكثر.
ځینو علماوو پدې وینا د الله تعالی: (او بېشكه زياتره شريكان يو پر بل زياتى كوي) دلیل نیولی په جواز د شریکوالي د دوو یا زیاتو کسانو تر منځ. info

• ينبغي التزام الأدب في الدخول على أهل الفضل والمكانة.
د فضل او لویې مرتبې خاوندانو ته د ورننوتلو پر مهال د آدابو پاملرنه اړینه ده. info

external-link copy
27 : 38

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا ؕ— ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِ ۟ؕ

او مونږ آسمان او زمکه چټي ندي پېدا کړي، دا خو د هغو کسانو ګومان دی چې کفر یې کړی، نو د هغو کافرانو لپاره چې دا ګومان کوي د قیامت په ورځ د اور د عذاب هلاکت دی کله چې په همدې کفر او په الله د بد ګومانۍ په حال کې مړه شي. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 38

اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ ۟

هېڅکله به هغه کسان چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه د رسول پېروي یې کړې او نېک اعمال یې کړي په ځمکه کې په کفر او ګناهونو د فساد کوونکو په شان ونه ګرځوو، او نه به د رب څخه وېرېدونکي په منلو د اوامرو او له نواهیو څخه ځان ساتلو سره د هغو منافقانو په شان وګرځوو چې په ګناهونو کې ورننوتي وي، بېشکه د دوی دواړو تر منځ برابروالی ظلم دی چې د الله سبحانه وتعالی سره وړ او لائق نه دی، بلکې الله مؤمنو پرهېزګارانو ته د جنت د ننوتلو بدله ورکوي، او بدبختو کافرانو ته اور ته د ننوتلو سزا ورکوي؛ ځکه چې د الله په نزد سره برابر نه دي، نو بدله یې هم د ده په نزد برابره نه ده. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 38

كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَلِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟

بېشه دا قرآن داسې کتاب دی چې تاته مو نازل کړې او د ډېر خیر او ګټې والا دی، دې لپاره چې خلک یې په آیاتونو کې سوچ وکړي او په معناګانو کې یې فکر وکړي، او د پیاوړي او روڼ عقل خاوندان ترې درس واخلي. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 38

وَوَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ ؕ— نِعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟ؕ

او داود ته مو سلیمان زوی ورکړ د انعام او غوره والي په توګه څو یې پرې سترګه یخه شي، څومره ښه بنده ؤ سلیمان! بېشکه هغه زیات توبه کوونکی او الله ته په عاجزۍ ورګرځېدونکی ؤ. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 38

اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُ ۟ۙ

یاد کړه کله چې ماځېګر مهال ده ته تېز اصیل آسونه وړاندې کړل شول، په درې پښو ولاړ، څلورمه پورته، نو تل به ورته دا اصیل آسونه وړاندې کېدل تر دې چې لمر وغورځېد. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 38

فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ ۚ— حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ۟۫

نو سلیمان وویل: بېشکه ما د مال مینه-چې له هغې څخه دا آسونه دي- د خپل رب په یاد غوره کړه تر دې چې لمر پټ شو او د مازديګر د لمانځه څخه روسته شوم. info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 38

رُدُّوْهَا عَلَیَّ ؕ— فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوْقِ وَالْاَعْنَاقِ ۟

دا آسونه ماته راوګرځوئ، نو ور ویې ګرځول، نو پېل یې وکړ په وهلو د پنډیو او د غاړو په تورې سره. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 38

وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَاَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ ۟

او پرته له شکه سليمان مو وازمويلو او د پاچايۍ پر څوکۍ مو يې شيطان واچولو چې د انسان تمثيل يې کولو، په پاچايۍ کې يې د لنډې مودې لپاره تصرف وکړ، بيا الله سليمان ته پاچايي او پر شيطانانو ولکه ور وګرځوله.
info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 38

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْ بَعْدِیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟

سلیمان وویل: ای ربه! ماته زما د ګناهونو بخښنه وکړه، او ماته یوه ځانګړې داسې پاچایي راکړه، چې له ما وروسته بل چا ته نه وي، بېشکه ته -ای ربه- د ډېرې ورکړې او لوی سخا والا یې. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 38

فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَ ۟ۙ

نو دعا مو ورته قبوله کړه او باد مو ورته تابع کړ چې د ده امر ته یې غاړه ایښودله په نرمۍ سره، لړزه پکې نه وه سره له ځواک او تېز تګ، باروه به یې چېرته یې چې غوښتل. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 38

وَالشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّغَوَّاصٍ ۟ۙ

او تابع کړي وو مونږ ده لره شیطانان چې د ده په حکم به یې کارونه تر سره کول، له هغوی څخه ځینې ودانۍ جوړونکي، ځينې هغه غوټه وهونکي وو چې په سمندر کې به یې غوټې وهلې او له هغې څخه به یې ملغلرې راویستلې. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 38

وَّاٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟

او له شیطانانو څخه ځېنې سرکښ وو چې ده ته تابع کړل شوي وو، نو په ځنځیرونو کې تړل شوي وو او خوځېدلی نشو. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 38

هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟

ای سلیمانه! دا زمونږه هغه ورکړه ده چې تاته مو درکړې ستا د غوښتنې په منلو سره، نو ورکړه چاته چې ته غواړې، او منع کړه له چا چې غواړې، هېڅکله به تا سره د ورکړې او منع کولو حساب ونشي. info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 38

وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟۠

او بېشکه سلیمان له مونږ سره د نږدو څخه دی، او هغه لره ښایسته د ورتللو ځای دی چې ورګرځي به او هغه جنت دی. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 38

وَاذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ ۘ— اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّعَذَابٍ ۟ؕ

ای رسوله! زمونږ بنده ایوب یاد کړه کله چې یې خپل رب الله ته نارې کړې: بېشکه ماته شیطان ستړی کوونکی زورونکی کار را رسولی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 38

اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۚ— هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّشَرَابٌ ۟

نو مونږ ورته وویل: په پښه دې ځمکه ووهه، نو ځمکه یې په پښه خپله ووهله، نو ترې اوبه وبهېدلې چې څښل او غسل ترې وکړي، نو کوم رنځ او تکلیف یې چې درلود هغه به ترې لاړ شي. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الحث على تدبر القرآن.
په قرآن کریم کې سوچ وهلو ته هڅونه. info

• في الآيات دليل على أنه بحسب سلامة القلب وفطنة الإنسان يحصل له التذكر والانتفاع بالقرآن الكريم.
په آیتونو کې پدې خبره دلیل دی چې د زړه د روغتیا او د انسان د هوښیارتیا په اندازه ورته پند او له قرآن څخه ګټه ترلاسه کېږي. info

• في الآيات دليل على صحة القاعدة المشهورة: «من ترك شيئًا لله عوَّضه الله خيرًا منه».
په آیتونو کې د دې مشهورې قاعدې د صحت دلیل دی چې:(چا چې د الله لپاره څه پرېښودل نو الله به له هغه غوره بدله ورکړي). info

external-link copy
43 : 38

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

نو دعا مو ورته قبوله کړه او رنځ مو ترې لرې کړ، او کورنۍ مو ورکړه او نور بچي او لمسي مو هماغسې ور زیات کړل، زمونږ لخوا لورینه وه ورباندې، او د ده د صبر کولو بدله وه، او دې لپاره چې د غوره عقولونو څښتنان پند واخلي چې د صبر پایله راحت او ثواب دی. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 38

وَخُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَلَا تَحْنَثْ ؕ— اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا ؕ— نِّعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

کله چې ایوب علیه السلام خپلې میرمنې ته غصه شو، نو قسم یې وخوړ چې خامخا به یې سل درې وهي، مونږ ورته وویل: ای ایوبه! د ډکو یوه ګېډۍ دې په لاس کې واخله نو د خپل قسم څخه د خلاصېدو په موخه يې پرې ووهه، او په هغه قسم چې تا کړې ځان مه ګنهګاروه، نو د ډکو ګېډۍ یې واخیسته او پرې یې ووهله، بېشکه مونږ ده لره په هغه څه چې پرې مو ازمایلی و صبر کوونکی وموند، څومره ښه بنده ؤ هغه، بېشکه الله ته زیات ورګرځېدونکی ؤ. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 38

وَاذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَالْاَبْصَارِ ۟

ای رسوله! زمونږه هغه بندګان یاد کړه چې غوره کړي مو وو، او هغه رسولان چې لېږلي مو وو چې: ابراهیم او اسحاق او یعقوب وو، بېشکه دوی د الله په طاعت او د هغه د خوښۍ په لټولو کې د ځواک خاوندان وو، او د حق په اړه د ریښتیني بصیرت خاوندان وو. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 38

اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِ ۟ۚ

بېشکه مونږ پر هغوی یو ځانګړی احسان کړی ؤ، او هغه دا چې د دوی زړونه مو د آخرت په یادولو، او هغې ته په نېک عمل چمتوالي او خلک هم نېک عمل ته رابللو باندې ودان کړي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 38

وَاِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

او بېشکه دوی له مونږ سره خامخا له هغو څخه وو چې مونږ خپل طاعت او عبادت لپاره غوره کړي وو، او مونږ د خپل پېغام وړلو او خلکو ته رسولو لپاره غوره کړې وو. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 38

وَاذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— وَكُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

اې پېغمبره! اسماعیل د ابراهیم زوی یاد کړه، الیسع یاد کړه، او ذا الکفل یاد کړه، او ښه ستاینه یې وکړه، همدوی یې وړ دي، او دا ټول د الله په نزد د غوره شوو څخه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 38

هٰذَا ذِكْرٌ ؕ— وَاِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟ۙ

دا په قرآن کې د دوی د ښایسته ستاینې یاد دی، او بېشکه د الله د اوامرو په ترسره کولو او د هغه د نواهیو څخه ځان ژغورلو باندې پرهېزګارانو لپاره د آخرت په کور کې ښایسته د ورګرځېدلو ځای دی. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 38

جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ ۟ۚ

دا د ورګرځېدو ښایسته ځای د تلپاتې کېدلو جنت دی چې دوی به د قیامت په ورځ ورننوځي، او د دوی ښه راغلاست لپاره به یې ورونه پرانیستي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 38

مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّشَرَابٍ ۟

دوی لپاره په سینګار شوو تختونو به ډډه وهلي ناست وي، له خپلو خادمانو به غواړي چې هر هغه ډول زیاتو میوو څخه ورته وړاندې کړي چې دوی یې اشتها لري، او له څښاک څخه هغه شراب او نور څه چې دوی یې اشتها لري. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 38

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ ۟

او دوی سره به ښځې وي چې یوازې خپلو میړونو ته نظر اچوونکي وي، بل چا ته به نه اوړي، او دوی به په عمر کې سره برابرې وي. info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 38

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟

دا د هغې بدلې پاکه وعده ده -ای پرهېزګارانو- چې تاسو ته دنیا کې د نېکو عملونو په کولو د قیامت په ورځ درکول کېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 38

اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍ ۟ۚۖ

بېشکه دا کومه بدله چې یاده شوله زمونږ هغه روزي ده چې پرهېزګارانو ته یې د قیامت په ورځ ورکوو، او دا جاري روزي ده، نه پرې کېږي او نه ختمېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 38

هٰذَا ؕ— وَاِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍ ۟ۙ

دا کوم چې مو یاد کړل د پرهېزګارانو بدله ده، او د الله د حدودو څخه په کفر او ګناهونو تېری کوونکو لپاره د پرهېزګارانو د بدلې څخه متفاوته بدله ده، نو دوی لپاره بد ځای د ورګرځېدو دی چې د قیامت په ورځ به وروګرځي. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 38

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟

دا بدله دوزخ دی چې ترې چاپېره دی، او دوی یې تودوښه او لمبې ویني، دوی لپاره له همدې څخه بسترې دي، نو بدې بسترې د دوی دي. info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 38

هٰذَا ۙ— فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّغَسَّاقٌ ۟ۙ

دا عذاب خو سختې ګرمې اوبه دي، او په دې کې د عذاب شوو دوزخیانو له تنو څخه روانې زوې، نو ودې څښي، دا د دوی هغه څښاک دی چې له تندې خړوبول نه کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 38

وَّاٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌ ۟ؕ

او دوی لره بل د دې په شان عذاب هم شته، نو دوی لره ګڼ ډول عذابونه دي چې په آخرت کې ورکول کېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 38

هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۚ— لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ؕ— اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ۟

او کله چې دوزخیان ننوځي نو د دوی تر منځ هغه ښکنځلې وشي کومې چې د جګړه مارو ترمنځ وي، او یو له بل څخه بېزاره شي، نو ځینې یې وایي: دا ډله د دوزخیانو تاسو سره دوزخ ته ننوځي، نو ځواب ورکوي: دوی ته دې هرکلی نه وي، دوی به هم د اور هغه شان عذاب څکي چې مونږ یې څکو. info
التفاسير: |

external-link copy
60 : 38

قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ ۫— لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ؕ— اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا ۚ— فَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

د تابعدارانو ډله به خپلو مشرانو ته وایي: بلکې تاسو -ای تابعداري کړل شوو مشرانو- ته دې هرکلی نه وي، هم تاسو زمونږ د دې دردناک عذاب لامل یاست زمونږ په بې لارې کولو او ستاسو په سرکښۍ کولو، نو بد تمځای خو همدا تمځای دی، د ټولو هغه تمځای چې د دوزخ اور دی. info
التفاسير: |

external-link copy
61 : 38

قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ ۟

تابعداران به وایي: ای زمونږه ربه، چا چې مونږ د هدایت له راتللو څخه وروسته بې لارې کړي یو، نو په اور کې یې عذاب څو برابر کړه. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من صبر على الضر فالله تعالى يثيبه ثوابًا عاجلًا وآجلًا، ويستجيب دعاءه إذا دعاه.
چا چې په رنځ صبر وکړ نو الله تعالی به ورته عاجل او وروسته ثواب ورکړي، او دعا به یې قبوله کړي کله چې دعا وکړي. info

• في الآيات دليل على أن للزوج أن يضرب امرأته تأديبًا ضربًا غير مبرح؛ فأيوب عليه السلام حلف على ضرب امرأته ففعل.
په آیتونو کې په دې دلالت دی چې مېړه ته جائز دي چې خپله میرمن د ادب په موخه داسې ووهي چې زخم جوړ نکړي، ځکه ایوب علیه السلام د خپلې مېرمنې د وهلو قسم خوړلی ؤ نو ویې وهله. info

external-link copy
62 : 38

وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ

او لویي کوونکي سرکښان به وایي: څه شوي چې ځان سره په اور کې هغه سړي نه وینو په کومو چې مو په دنیا کې د هغو بدبختیو ګمان کولو چې د عذاب وړ دي. info
التفاسير: |

external-link copy
63 : 38

اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟

آیا په هغوی زمونږ ملنډې او ټوکې نا سمې وې نو د عذاب وړ نشو، او که زمونږ ملنډې سمې وې، او اور ته ننوتي خو زمونږ سترګې پرې نه دي لګېدلي. info
التفاسير: |

external-link copy
64 : 38

اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠

بېشکه دا څه مو چې تاسو ته یاد کړل د قیامت په ورځ د کافرانو خپلمنځي جګړه خامخا حق ده او هېڅ شک پکې نشته. info
التفاسير: |

external-link copy
65 : 38

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ

ووایه -ای محمده- د خپل قوم کافرانو ته: بېشکه زه بیرونکی یم تاسولره په واقع کیدلو دعذاب د الله پر تاسو، ستاسې دکفر دوجه او پیغمبرانو ته ددرواغو نسبت کولو له کبله، او نشته په خارج کې [وجود] نلري بل لایق د عبادت پرته له الله نه، نو هغه په خپله لویې، صفاتو او نومونو کې یوازې دی، او هغه داسې غالب دی چې په هر شي برلاسی دی، او هر شی ده ته عاجزي کوونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
66 : 38

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟

او هغه دی رب د آسمانونو او رب د ځمکې او رب د هغه څه چې د دې دواړو تر منځ دي، او هغه په خپل هغه سلطنت کې برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، او هغه د توبه کوونکو بندګانو زیات توبه قبلوونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
67 : 38

قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ

وایه -ای رسوله- دوی دروغجنوونکو ته! بېشکه قرآن د ستر شان لرونکی خبر دی. info
التفاسير: |

external-link copy
68 : 38

اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟

تاسو د دې ستر شان لرونکي خبر څخه مخ اړونکي یاست، دې ته هیڅ توجه نه کوئ info
التفاسير: |

external-link copy
69 : 38

مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

هغه څه جې د ملایکو تر مینځ څرخیدل د ادم ـعلیه السلام ـ دپیدایش په باره کې ما سره یې هیڅ علم نه وو که الله ما ته وحې نه وای کړی او زه یې نه وای پوه کړی. info
التفاسير: |

external-link copy
70 : 38

اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

بېشکه ماته الله وحی کوي هغه څه چې وحې کوي، ځکه چې زه تاسو لره وېروونکی یم د هغه له عذاب څخه ښکاره، د وېرونکو له جملې. info
التفاسير: |

external-link copy
71 : 38

اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟

هغه وخت یاد کړه کله چې ستا رب ملائکو ته وویل: بېشکه زه له خټو څخه د یو بشر پېداکوونکی یم چې هغه آدم علیه السلام دی. info
التفاسير: |

external-link copy
72 : 38

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

نو کله مې چې د هغه پېدایښت برابر کړ، او شکل مې ورجوړ کړ او له خپل روح څخه مې پکې پوکی وکړ، نو تاسو ورته په سجده شئ. info
التفاسير: |

external-link copy
73 : 38

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

نو ملائکو د خپل رب امر پرځای کړ، ټولو د عزت سجده وکړه، او هېڅوک ترې پاتې نشو پرته له سجدې کولو آدم علیه السلام ته. info
التفاسير: |

external-link copy
74 : 38

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

پرته له ابلیس څخه چې له سجدې کولو یې لویي وکړه، او د خپل رب په امر کې په لویي کولو سره له کافرانو شو. info
التفاسير: |

external-link copy
75 : 38

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟

الله وویل: ای ابلیسه! څه شي ایسار کړی یې له سجدې کولو څخه هغه آدم ته چې ما په خپلو لاسونو پېدا کړی؟! آیا لویۍ له سجدې کولو ایسار کړی یې، یا له مخکې څخه په خپل رب د لویي کولو له خاوندانو څخه وې؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
76 : 38

قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟

ابليس وويل: زه له آدمه غوره يم، زه دې له اوره پيداکړی يم او هغه دې له خټې پيداکړی دی، دا د هغه ګومان و چې اور تر خټې غوره عنصر دی.
info
التفاسير: |

external-link copy
77 : 38

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ

الله تعالی ابلیس ته وویل: نو له جنت څخه وځه بېشکه ته لرې شوی[دالله د رحمت څخه] ښکنځل شوی یې. info
التفاسير: |

external-link copy
78 : 38

وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او بېشکه لازم دي شړل ستا د جنت څخه د بدلې تر ورځ پورې چې هغه د قیامت ورڅ ده. info
التفاسير: |

external-link copy
79 : 38

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ابلیس وویل: نو ما ته مهلت راکړه، او ترهغې ورځې پورې مې مه مړ کوه په کومه چې ته خپل بندګان را پاڅوې. info
التفاسير: |

external-link copy
80 : 38

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

الله وویل: نو بېشکه ته له مهلت ورکړل شوو څخه یې. info
التفاسير: |

external-link copy
81 : 38

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

ستا د تباه کېدلو تر ټاکل شوې معلومې ورځې پورې. info
التفاسير: |

external-link copy
82 : 38

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ابلیس وویل: نو ستا په قدرت او غلبې قسم، زه به خامخا ټول بنی آدم بې لارې کړم. info
التفاسير: |

external-link copy
83 : 38

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

پرته له هغو چې تا زما له بې لارې کولو ژغورلي، او یوازې خپل عبادت ته دې چاڼ کړي. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• القياس والاجتهاد مع وجود النص الواضح مسلك باطل.
د څرګند نص په شتون کې د قیاس او اجتهاد کول یو باطل مسلک دی. info

• كفر إبليس كفر عناد وتكبر.
د ابلیس کفر د سرکښۍ او لویې ؤ. info

• من أخلصهم الله لعبادته من الخلق لا سبيل للشيطان عليهم.
الله چې څوک له مخلوقاتو څخه خپل عبادت لپاره چاڼ کړي نو د شیطان لاره پرې نشته. info

external-link copy
84 : 38

قَالَ فَالْحَقُّ ؗ— وَالْحَقَّ اَقُوْلُ ۟ۚ

الله تعالی وویل: حق زما لخوا دی، او زه حق وایم، له هغه پرته بل څه نه وایم. info
التفاسير: |

external-link copy
85 : 38

لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَمِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

خامخا به د قیامت په ورځ له تا او په کفر کې ستا تابعداري کوونکو ټولو بني آدمو څخه دوزخ ډکوم. info
التفاسير: |

external-link copy
86 : 38

قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِیْنَ ۟

ووایه -ای رسوله- دې مشرکانو ته: کومه خېرخواهي (نصیحت) چې تاسو ته رسوم نو بدله یې له تاسو نه غواړم، او نه زه له ځانه جوړونکی یم په راوړلو د زیاتوالي په هغه څه کې چې ما ته پرې امر شوی. info
التفاسير: |

external-link copy
87 : 38

اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

قرآن مکلفو انسانانو او پېریانو ته له نصیحت کولو پرته بل څه نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
88 : 38

وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَاَهٗ بَعْدَ حِیْنٍ ۟۠

او خامخا به د دې قرآن په خبر پوهه شئ، چې دا ریښتینی دی، په نږدې وخت کې کله چې مړه کېږئ. info
التفاسير: |
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الداعي إلى الله يحتسب الأجر من عنده، لا يريد من الناس أجرًا على ما يدعوهم إليه من الحق.
الله ته بلنه ورکوونکی د هغه څخه د اجر هیله لري، د خلکو څخه په هغه حق چې دوی ته یې بلنه ورکوي کوم اجر نه غواړي. info

• التكلّف ليس من الدِّين.
په دیني چارو کې ځان په تکلیف کې غورځول له دین څخه نه دي. info

• التوسل إلى الله يكون بأسمائه وصفاته وبالإيمان وبالعمل الصالح لا غير.
الله ته وسیله نیول د هغه په نومونو او صفتونو او په ایمان او نېک عمل سره کېږي نه په بل څه. info