د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (10) سورت: المائدة
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
او هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی، او تکذیب یې کړی د هغه په آیتونو، نو دغه کسان چې دي هم دوی خاوندان د اور دي ورننوځي به هغه ته دا سزا ده د دوی لپاره د دوی د کفر او تکذیب په وجه، همیشه به وي په دې اور کې لکه څرنګه چې ملګری د ملګري سره همیشه وي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من عظيم إنعام الله عز وجل على النبي عليه الصلاة والسلام وأصحابه أن حماهم وكف عنهم أيدي أهل الكفر وضررهم.
د الله تعالی د لویو نعمتونو څخه په محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه په ملګرو دا دي چې دوی یې وساتل او د دوی څخه یې د کافرانو لاسونه بندکړل او د هغوی ضرر یې ترې بند کړ.

• أن الإيمان بالرسل ونصرتهم وإقامة الصلاة وإيتاء الزكاة على الوجه المطلوب، سببٌ عظيم لحصول معية الله تعالى وحدوث أسباب النصرة والتمكين والمغفرة ودخول الجنة.
بیشکه په پیغمبرانو باندې ایمان راوړل او د هغوی مرسته او مدد کول او ادا کول د لمانځه او ورکول د زکات په سم ډول سره، لوی سبب دی د الله تعالی د دوستۍ د حاصلولو او د پیدا کېدو د اسبابو د نصرت او په ځمکه کې د طاقت او د بخښنې او د ننوتلو جنت ته.

• نقض المواثيق الملزمة بطاعة الرسل سبب لغلظة القلوب وقساوتها.
ماتول د هغو لوظونو چې پیوست وي د پیغمبرانو په طاعت پورې سبب دی د سختۍ د زړونو .

• ذم مسالك اليهود في تحريف ما أنزل الله إليهم من كتب سماوية.
بدي بیانول د طریقو د یهودو په بدلولو د هغه څه کې چې الله تعالی رالیږلي د اسماني کتابونو څخه.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (10) سورت: المائدة
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول