د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (24) سورت: المائدة
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَاۤ اَبَدًا مَّا دَامُوْا فِیْهَا فَاذْهَبْ اَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ ۟
وویل یو قوم د موسی –علیه السلام- له بنی اسرائیلو څخه په داسې حال کې چې کلک ولاړ وو په خلاف د حکم د خپل پیغمبر موسی –علیه السلام-: بیشکه مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ښار ته تر څو چې پدې کې دا زورور خلک موجود وي، نو -ای موسی-! لاړ شه ته او ستا رب نو تاسو دواړه جنګ وکړئ د دې زورورو خلکو سره، هر چې مونږ یو نو مونږ به په دې خپل ځای کې پاتي یو وروسته پاتي کیدوونکې د جنګ نه ستاسو سره.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• مخالفة الرسل توجب العقاب، كما وقع لبني إسرائيل؛ إذ عاقبهم الله تعالى بالتِّيه.
د پیغمبرانو مخالفت کول د عذاب سبب کیږي، لکه څرنګه چې د بنی اسرایلو سره شوي وو؛ کله چې الله تعالی هغوی ته سرګردانۍ سره عذاب ورکړو.

• قصة ابني آدم ظاهرها أن أول ذنب وقع في الأرض - في ظاهر القرآن - هو الحسد والبغي، والذي أدى به للظلم وسفك الدم الحرام الموجب للخسران.
د ادم –علیه السلام- د دوو زامنو د قیصې څخه ښکاره دا معلومیږي چې اوله ګناه چې په ځمکه کې شوې- په قران کې چې ښکاره ذکر شوې- هغه کینه او تیرې دی، چې د دې دواړو په وجه یې ظلم وکړ او حرامه وینه یې توی کړه چې دا د تاوان سبب دی.

• الندامة عاقبة مرتكبي المعاصي.
پښیمانتیا د ګناهګار سړي اخري انجام دی.

• أن من سَنَّ سُنَّة قبيحة أو أشاع قبيحًا وشجَّع عليه، فإن له مثل سيئات من اتبعه على ذلك.
چاچې غلطه طریقه کیښوده او یا یې غلطه طریقه خپره کړه او هغې ته یې خلک وهڅول، نو د هغه لپاره د هغه چا په شان ګناه ده چې د دې تابعداري يې وکړه.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (24) سورت: المائدة
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول