Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (36) سورت: مائده
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لِیَفْتَدُوْا بِهٖ مِنْ عَذَابِ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، که چېرې د هغوی هر يوه ته فرض کړو چې د ځمکې د ټولو شيانو او هغو ته ورته په اندازه شيان وي او هغوی يې د قيامت په ورځ د الله له عذاب څخه د خلاصون په موخه وړاندې کړي؛ نو دغه فديه به ترې ونه منل شي او هغوی لره به دردوونکې سزا وي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• حرمة النفس البشرية، وأن من صانها وأحياها فكأنما فعل ذلك بجميع البشر، وأن من أتلف نفسًا بشرية أو آذاها من غير حق فكأنما فعل ذلك بالناس جميعًا.
د بشری نفس (بنی ادم) حرمت او عزت، او چاچې وساته دې لره او بچ یې کړ لکه ده چې د ټولو بني ادمو سره داسې کړي وي، او چاچې هلاک او ضایع کړ یو بنی ادم او یا یې ورته تکلیف ورساوه په ناحقه سره نو لکه ده چې د ټولو خکلو سره داسې کړي وي.

• عقوبة الذين يحاربون الله ورسوله ممن يفسدون بالقتل وانتهاب الأموال وقطع الطرق هي: القتل بلا صلب، أو مع الصلب، أو قطع الأطرف من خلاف، أو بتغريبهم من البلاد؛ وهذا على حسب ما صدر منهم.
د هغو کسانو سزا چې له الله او رسول سره يې جګړه کوي، په وژنه، مالونو اخېستلو، او لار شکونې سره ورانکاری کوي، سزا يې پرته له را ځړولو او يا سره له ځړولو او بېلابېلو اړخونو پرېکولو وژل او يا له ښارونو شړل دي، دا د هغې کړنې مطابق سزا ده چې له دوی نه صادر شوي دي.

• توبة المفسدين من المحاربين وقاطعي الطريق قبل قدرة السلطان عليهم توجب العفو.
توبه د هغو فسادیانو چې جګړه کوونکی وي او د لارې لوټ کوونکي وي مخکې لدې چې واکمن پرې برلاسی شي؛ هغوی ته بخښنه واجبوي.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (36) سورت: مائده
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول