Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (70) سورت: مائده
لَقَدْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ رُسُلًا ؕ— كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُهُمْ ۙ— فَرِیْقًا كَذَّبُوْا وَفَرِیْقًا یَّقْتُلُوْنَ ۟ۗ
له بني اسرائيلو څخه مو د اورېدنې او پيروۍ په اړه ټینګې ژمنې واخېستې او هغوی ته مو رسولان ور ولېږل ترڅو د الله شريعت ورته ورسوي، خو هغوی هغه ژمنه ماته کړه چې ورڅخه اخیستل شوې وه، او د هغه څه پیروي یې وکړه چې د هغوی نفسونو غوښتل - لکه - له هغه څه څخه مخنیوی چې پیغمبرانو ورته راوړي وو، او ځینې - پیغمبران - یې درواغجن وګڼل او ځینې نور یې ووژل.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• العمل بما أنزل الله تعالى سبب لتكفير السيئات ودخول الجنة وسعة الأرزاق.
په هغه څه عمل کول چې الله تعالی رالیږلي د ګناهونو د رژولو او جنت ته د ننوتلو او د رزق د پراخۍ سبب دی.

• توجيه الدعاة إلى أن التبليغ المُعتَدَّ به والمُبْرِئ للذمة هو ما كان كاملًا غير منقوص، وفي ضوء ما ورد به الوحي.
داعیان دې ته متوجه کول چې یقینا هغه دعوت چې اهتمام پرې کیدلی شي او د داعي غاړه پرې خلاصیږي هغه دعوت دی چې پوره وي ناقص نه وي، او د وحي په رڼا کې وي.

• لا يُعْتد بأي معتقد ما لم يُقِمْ صاحبه دليلًا على أنه من عند الله تعالى.
هیڅ یوه عقیده به نه شي منل کیدی تر څو چې یې راوړونکي سره دلیل نه وي چې بیشکه دا د الله تعالی له طرفه ده.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (70) سورت: مائده
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول