د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
47 : 56

وَكَانُوْا یَقُوْلُوْنَ ۙ۬— اَىِٕذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

او هغوی له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوله، د ملنډو او لېرې ګڼلو په توګه به يې ورته ويل: کله چې موږ مړه شو، خاورې وراسته هډوکي وګرځو؛ نو له دغه وروسته به بيا را پاڅېږو؟! info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• العمل الصالح سبب لنيل النعيم في الآخرة.
نېک عمل په آخرت کې د نعمتونو ترلاسه کولو لامل دی. info

• الترف والتنعم من أسباب الوقوع في المعاصي.
عيش او عشرت په ګناهونو کې د اخته کېدو له لاملونو څخه دي. info

• خطر الإصرار على الذنب.
پر ګناه د ټينګار کولو خطر. info