د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (13) سورت: الصف
وَاُخْرٰی تُحِبُّوْنَهَا ؕ— نَصْرٌ مِّنَ اللّٰهِ وَفَتْحٌ قَرِیْبٌ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او د دغه سوداګرۍ له ګټې څخه يوه بله ځانګړتیا چې تاسو يې خوښوئ هغه نغده په دنيا کې ده، چې الله به ستاسو د دښمن پر خلاف ستاسو مرسته وکړي، او فتحه نېږدې ده چې پر تاسې به يې فتحه کړي چې هغه د مکې او نورو ځايونو فتحه ده، اې رسوله! مؤمنان په دنيا کې پر هغه مرسته او په آخرت کې د جنت پر هغه بريا خبر کړه چې خوشحالوي يې.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• تبشير الرسالات السابقة بنبينا صلى الله عليه وسلم دلالة على صدق نبوته.
زموږ د نبي صلی الله عليه وسلم په اړه د مخکېنيو رسالتونو زيری ورکول د هغه د نبوت پر رېښتينولۍ دلالت کوي.

• التمكين للدين سُنَّة إلهية.
د دين برلاسي کول يوه الهي تګلاره ده.

• الإيمان والجهاد في سبيل الله من أسباب دخول الجنة.
ايمان او د الله په لار کې جهاد جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• قد يعجل الله جزاء المؤمن في الدنيا، وقد يدخره له في الآخرة لكنه لا يُضَيِّعه - سبحانه -.
کله الله مؤمنانو ته په دنيا کې په بدله ورکولو سره بيړه کوي، او کله يې بيا اځرته ته زېرمه کوي خو ضايع کوي يې نه.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (13) سورت: الصف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول