Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (1) سورت: منافقون

منافقون

د سورت د مقصدونو څخه:
بيان حقيقة المنافقين والتحذير منهم.
د منافقانو د حقيقت بيانول او له هغوی وېرول

اِذَا جَآءَكَ الْمُنٰفِقُوْنَ قَالُوْا نَشْهَدُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُ اللّٰهِ ۘ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَكٰذِبُوْنَ ۟ۚ
اې رسوله! کله چې ستا مجلس ته هغه منافقان حاضر شي چې اسلام ښکاره کوي، او کفر پټوي، وايي: موږ شاهدي ورکوو چې بېشکه ته هرومرو په حقه د الله رسول يې، او الله پوهيږي چې بېشکه ته په حقه د هغه رسول يې، او الله شاهدي ورکوي چې منافقان هرومرو درواغجن دي په هغه څه کې هغوی يې دعوا کوي چې پرته له شکه هغوی د زړونو له تلې شاهدي ورکوي چې ته د هغه رسول يې.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• وجوب السعي إلى الجمعة بعد النداء وحرمة ما سواه من الدنيا إلا لعذر.
د جمعې له اذان څخه وروسته د جمعې لمانځه ته د هڅې کولو واجبوالی او له عذر پرته د بل کوم دنيوي کار نارواوالی.

• تخصيص سورة للمنافقين فيه تنبيه على خطورتهم وخفاء أمرهم.
د منافقانو لپاره د يو سورت ځانګړي کولو کې د هغوی خطرناکوالي او په پته د کارونو تر سره کولو ته یوه پاملرنه ده.

• العبرة بصلاح الباطن لا بجمال الظاهر ولا حسن المنطق.
اعتبار د باطن سموالي ته دی نه د ظاهر ښکلا او خبرو ښه والي ته.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (1) سورت: منافقون
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مرکز تفسیر للدراسات القرآنیة لخوا خپور شوی.

بندول