د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (151) سورت: الأعراف
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِاَخِیْ وَاَدْخِلْنَا فِیْ رَحْمَتِكَ ۖؗ— وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠
نو موسی -علیه السلام- د خپل رب څخه دعا وغوښتله: ای ربه زما! بخښنه وکړې ماته، او زما ورور هارون ته، او داخل کړې مونږ دواړه په خپل رحمت کې او وګرځوې ستا رحمت چې راګیر کړي مونږ لره د هر طرف نه، او ته چې یې -ای زمونږه ربه! ډیر مهربان یې پر مونږ باندې د هر یو رحم کوونکي نه.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• في الآيات دليل على أن الخطأ في الاجتهاد مع وضوح الأدلة لا يعذر فيه صاحبه عند إجراء الأحكام عليه، وهو ما يسميه الفقهاء بالتأويل البعيد.
په دې آیتونو کې دلیل دی په دې خبره چې په اجتهاد کې خطایې د ښکاره دلیل سره په دې کې د احکامو د اجراء په وخت کې دا کس معذور نه ګڼل کیږي، او دې ته فقها لرې تاویل وایې.

• من آداب الدعاء البدء بالنفس، حيث بدأ موسى عليه السلام دعاءه فطلب المغفرة لنفسه تأدُّبًا مع الله فيما ظهر عليه من الغضب، ثم طلب المغفرة لأخيه فيما عسى أن يكون قد ظهر منه من تفريط أو تساهل في رَدْع عَبَدة العجل عن ذلك.
د دعا له ادابو نه دا دي چې لومړی له ځان څخه پیل وکړي، کله چې موسی -علیه السلام- دعا شروع کړه نو اول یې د ځان لپاره د بخښنې دعا وغوښتله د الله تعالی سره د ادب له وجې نه کله چې ده باندې د غصې اثر ښکاره شوی و، بیا یې د خپل ورور لپاره بخښنه وغوښتله په هغه څه کې چې کیدای شي د ده نه د خوسي د عبادت په منع کولو کې څه کمی او یا نرمي شوی وي.

• التحذير من الغضب وسلطته على عقل الشخص؛ ولذلك نسب الله للغضب فعل السكوت كأنه هو الآمر والناهي.
له غصې او د يو چا پر عقل - د غصې - له واک لرلو څخه وېرول، او له همدې امله الله غصې ته د خاموشۍ فعل نسبت کړی، ګويا چې هغه امر او نهي کوونکی دی.

• ضرورة التوقي من غضب الله، وخوف بطشه، فانظر إلى مقام موسى عليه السلام عند ربه، وانظر خشيته من غضب ربه.
ضرور دي ځان ساتل د الله تعالی له غصې نه، او ویره کول د هغه د رانیولو نه، نو ته د موسی -علیه السلام- مرتبې ته د خپل رب سره وګوره، او وګوره د هغه ویرې ته د خپل رب د غصې نه.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (151) سورت: الأعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول