د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (194) سورت: الأعراف
اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ عِبَادٌ اَمْثَالُكُمْ فَادْعُوْهُمْ فَلْیَسْتَجِیْبُوْا لَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
بیشکه هغه کسان چې تاسو یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوئ -ای مشرکانو- هغوی هم الله تعالی پیداکړي دي، او د هغه د واک لاندې دي، نو هغوی هم په دې کې ستاسو په شان دي سره لدینه چې تاسو د هغوی نه په ښه حالات کې یاست؛ ځکه چې تاسو ژوندي یاست خبرې کوئ او ګرځئ هم او اوریدل او لیدل هم کولی شئ، او ستاسو بتان داسې نه دي، نو تاسو هغوی راوبلئ او هغوی دي تاسو ته جواب درکړي که چیرته تاسو ریښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• في الآيات بيان جهل من يقصد النبي صلى الله عليه وسلم ويدعوه لحصول نفع أو دفع ضر؛ لأن النفع إنما يحصل من قِبَلِ ما أرسل به من البشارة والنذارة.
په دې آیتونو کې بیان د ناپوهۍ د هغه چا دی چې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- لورې ته قصد کوي او هغه رابلي د فایدې د حاصلولو او یا د ضرر دفع کولو لپاره؛ ځکه چې فایده صرف د هغې لارې نه حاصلیږي چې هغه پرې رالیږل شوی د زیري ورکولو نه او د ویرې ورکولو نه.

• جعل الله بمنَّته من نوع الرجل زوجه؛ ليألفها ولا يجفو قربها ويأنس بها؛ لتتحقق الحكمة الإلهية في التناسل.
الله تعالی په خپل فضل او احسان سره ښځه د سړي د جنس نه ګرځولې؛ د دې لپاره چې هغې سره مینه محبت وکړي او د هغې نه لرې ونه اوسي او په هغې سره ارام شي؛ د دې لپاره چې د الله تعالی حکمت په نسل پیدا کیدو کې څرګند شي.

• لا يليق بالأفضل الأكمل الأشرف من المخلوقات وهو الإنسان أن يشتغل بعبادة الأخس والأرذل من الحجارة والخشب وغيرها من الآلهة الباطلة.
د ټولو مخلوقاتو نه غوره پوره او عزتمند مخلوق لره مناسب ندي چې ځان مشغول کړي په بندګئ د بیکاره او ذلیل شي د ګټو (تیږو) او لرګیو او نورو باطلو معبودانو کې.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (194) سورت: الأعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول