د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (31) سورت: الأعراف
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ خُذُوْا زِیْنَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّكُلُوْا وَاشْرَبُوْا وَلَا تُسْرِفُوْا ؕۚ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟۠
ای اولاد د ادم -علیه السلام-! واغوندئ هغه جامه چې ستاسو عورت پټوي، او هغه چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د پاکو او ښایسته جامو نه د لمانځه او طواف په وخت کې، او خورئ او څښئ څه چې مو خوښ وي د پاکو هغو شیانو نه چې الله تعالی تاسو ته حلال کړي، او تاسو مه تیریږئ د درمیانه والي د حدودونو نه په دې کې، او مه تیریږئ د حلالو څخه حرامو ته، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د درمیانه والي د پولو نه.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• المؤمن مأمور بتعظيم شعائر الله من خلال ستر العورة والتجمل في أثناء صلاته وخاصة عند التوجه للمسجد.
مومن ته امر شوی چې مسجد ته د تلو او هلته د لمانځه پر مهال د عورت په پټولو او ځان ډولي کولو سره د الله تعالی د شعایرو درناوی وکړي.

• من فسر القرآن بغير علم أو أفتى بغير علم أو حكم بغير علم فقد قال على الله بغير علم وهذا من أعظم المحرمات.
چاچې قران کریم په غیر د علم نه تفسیر کړ او یا یې په غیر د پوهې نه فتوا ورکړه او یا یې فیصله وکړه په غیر د علم نه نو یقینا دې کس په الله تعالی باندې دروغ وویل پغیر د علم نه او دا کار د ډیرو لویو محرماتو څخه دی.

• في الآيات دليل على أن المؤمنين يوم القيامة لا يخافون ولا يحزنون، ولا يلحقهم رعب ولا فزع، وإذا لحقهم فمآلهم الأمن.
په دې آیتونو کې پدې خبره دلیل دی چې مومنان به د قیامت په ورځ نه ویریږي او نه به غمجن کیږي، او نه به ورته ویره او وحشت رسیږي، او که چیرته ورسیږي هم نو د دوی ځای د ورتللو به په امن کې وي.

• أظلم الناس من عطَّل مراد الله تعالى من جهتين: جهة إبطال ما يدل على مراده، وجهة إيهام الناس بأن الله أراد منهم ما لا يريده الله.
ډیر ظالم د خلکو نه هغه څوک دی چې د الله تعالی مقصد د خلکو په ذهنونو کې له دوو اړخونو نه تخريبوي: یو اړخ یې ګډوډول د هغه څه دي چې د الله په مقصد باندې دلالت کوي(یعنې په اړه یې غلط مفهوم خلکو ته رسول چې د الله د غوښتنې خلاف وي)، او بل اړخ یې خلکو ته دوکه ورکول دي پداسې ویلو سره چې الله تعالی له تاسو څخه دا کړنې غواړي؛ حال دا چې هغه به الله تعالی نه وي غوښتي، بلکه حرامې کړي به یي وي.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (31) سورت: الأعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول