د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (45) سورت: الأعراف
الَّذِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ۚ— وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ كٰفِرُوْنَ ۟ۘ
دا ظالمان هغه کسان دي چې پخپله د الله تعالی د لارې څخه مخ اړوي، او نور خلک هم په دې مجبوروي چې مخ ترې واړوي، او دا تمنا او ارزو کوي چې د حق لاره دې کږه وي؛ تر څو خلک پرې لاړ نشي، او خاص همدوی په آخرت باندې کافران دي هغه ته تیار ندي.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• عدم الإيمان بالبعث سبب مباشر للإقبال على الشهوات.
په بیا راژوندي کېدلو باندې ایمان نه لرل خواهشاتو ته د لیوالتیا مباشر سبب دی.

• يتيقن الناس يوم القيامة تحقق وعد الله لأهل طاعته، وتحقق وعيده للكافرين.
د قیامت په ورځ به خلک یقیني شي په ریښتیا کیدلو د وعدو دالله تعالی د هغه تابعداري کوونکو سره، او په ریښتیا کیدلو د هغه د ویرې ورکولو (عذاب ورکولو) کافرانو لره.

• الناس يوم القيامة فريقان: فريق في الجنة وفريق في النار، وبينهما فريق في مكان وسط لتساوي حسناتهم وسيئاتهم، ومصيرهم إلى الجنة.
د قیامت په ورځ به خلک دوه ډلې وي: یوه ډله به په جنت کې وي او بله ډله به په اور کې وي، او د دې دواړو ډلو په منځ کې به یوه بله ډله وي لدې امله چې د هغوی نیکۍ او بدۍ سره برابر شوي، او د دوی اخیر ځای د ورتللو به جنت وي.

• على الذين يملكون المال والجاه وكثرة الأتباع أن يعلموا أن هذا كله لن يغني عنهم من الله شيئًا، ولن ينجيهم من عذاب الله.
هغه کسان چې ډیر مال وقار او ډیر ملګري لري باید په دې پوهه شي چې دا ټول دوی لره د الله تعالی څخه هیڅ شی هم نشي کولی، او هیڅکله یې هم د الله تعالی د عذاب نه نشي بچ کولی.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (45) سورت: الأعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول