د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (6) سورت: الأعراف
فَلَنَسْـَٔلَنَّ الَّذِیْنَ اُرْسِلَ اِلَیْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
نو خامخا تپوس به وکړو مونږ د قیامت په ورځ د هغو امتونو نه چې مونږ ورته پیغمبران لیږلی وو د هغه جواب باره کې چې دوی پیغمبرانو ته ورکړی و، او خامخا مونږ به تپوس وکړو د پیغمبرانو نه د هغو د تبلیغ باره کې د کوم شي چې دوی ته یې په رسولو امر شوی و، او چې دوی ته د دوی امتونو څه جواب ورکړی و.
عربي تفسیرونه:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من مقاصد إنزال القرآن الإنذار للكافرين والمعاندين، والتذكير للمؤمنين.
د قران کریم د رالیږلو د مقاصدو نه دا دي: ویره ورکول کافرانو او ضدیانو خلکو ته، او پند او نصیحت مومنانو ته.

• أنزل الله القرآن إلى المؤمنين ليتبعوه ويعملوا به، فإن فعلوا ذلك كملت تربيتهم، وتمت عليهم النعمة، وهُدُوا لأحسن الأعمال والأخلاق.
الله تعالی قران کریم رالیږلی مومنانو ته د دې لپاره چې تابعداري یې وکړي او په هغه عمل وکړي، نو که چیرته دوی دا کار وکړ نو د دوی تربیت پوره شو، او په دوی باندې نعمت پوره شو، او د دوی هدایت وشو ښایسته عملونو او اخلاقو ته.

• الوزن يوم القيامة لأعمال العباد يكون بالعدل والقسط الذي لا جَوْر فيه ولا ظلم بوجه.
د قیامت په ورځ به د بندګانو د عملونو تلل په عدل او انصاف سره وي هیڅ قسم زیاتی او ظلم به په کې نه وي.

• هَيَّأ الله الأرض لانتفاع البشر بها، بحيث يتمكَّنون من البناء عليها وحَرْثها، واستخراج ما في باطنها للانتفاع به.
الله تعالی ځمکه د مخلوقاتو د فایدې لپاره تیاره کړې، داسې چې دوی کولی شي په دې کې ابادي وکړي او فصلونه پکې وکري، او کولی شي دوی چې راوباسي هغه څه چې د دې په منځ کې د فایدې اخیستلو لپاره.

 
د معناګانو ژباړه آیت: (6) سورت: الأعراف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - د ژباړو فهرست (لړلیک)

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بندول