د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

یونس

external-link copy
1 : 10

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِ ۟

الر [1]، دا د هغه كتاب آيتونه دي چې له حكمت نه ډك دى. info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير: |

external-link copy
2 : 10

اَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا اَنْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی رَجُلٍ مِّنْهُمْ اَنْ اَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؔؕ— قَالَ الْكٰفِرُوْنَ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ مُّبِیْنٌ ۟

آیا دې خلکو ته تعجب دی چې وحي مو وکړه یو سړي ته له دوی څخه چې ووېروه خلک او زېری ورکړه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی دی په دې خبره چې بې شکه دوی لپاره رښتینې مرتبه ده د دوی د رب په نزد، نو وایي دا کافران چې بې شکه دا (محمد) خامخا ښکاره کوډګر دی. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 10

اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ یُدَبِّرُ الْاَمْرَ ؕ— مَا مِنْ شَفِیْعٍ اِلَّا مِنْ بَعْدِ اِذْنِهٖ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

يقيناً ستاسو رب هماغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش پورته شو، هماغه ټول كارونه سمبالوي هېڅوك شفاعت كوونكى نشته، مګر د هغه له اجازې وروسته، همدا ستاسو رب دى نو هماغه ولمانځئ، آيا نو تاسو پند نه اخلئ. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 10

اِلَیْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— اِنَّهٗ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ بِالْقِسْطِ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِیْمٍ وَّعَذَابٌ اَلِیْمٌ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ ۟

د هماغه لوري ته ستاسو د ټولو ورستنېدل دي، د الله وعده رښتينې ده بې شكه هماغه پيدايښت پيل كوي بيا يې هماغه دوهم ځل پيدا كوي تر څو هغو خلكو ته چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي په عدالت سره بدله وركړي، او څوك چې كافر شوي هغوى لره به د خوټېدلو اوبو څښاك او دردناك عذاب وي، په دې چې دوى به كفر كولو. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 10

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الشَّمْسَ ضِیَآءً وَّالْقَمَرَ نُوْرًا وَّقَدَّرَهٗ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَالْحِسَابَ ؕ— مَا خَلَقَ اللّٰهُ ذٰلِكَ اِلَّا بِالْحَقِّ ۚ— یُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

دى هماغه ذات دى چې لمر يې روڼ او سپوږمۍ يې روښانه ګرځولې او (سپوږمۍ ته يې) پړاوونه ټاكلي تر څو د كلونو شمېر او حساب (پرې) معلوم كړئ، الله دا شيان پرته له يو مقصده نه دي پيدا كړي، هغه دا آيتونه هغو خلكو ته په تفصيل بيانوي چې پوهېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 10

اِنَّ فِی اخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللّٰهُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَّقُوْنَ ۟

بې شكه د شپې او ورځې په اوښتون كې او څه چې الله په اسمانو او ځمكه كې پيدا كړې، خامخا د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ويريږي. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 10

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا وَرَضُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَاطْمَاَنُّوْا بِهَا وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنْ اٰیٰتِنَا غٰفِلُوْنَ ۟ۙ

يقيناً هغه خلک چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري او د دنيا په ژوندانه باندې خوښ او ډاډه شوي دي او هغه چې زموږ له آيتونو غافلان دي. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 10

اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

د داسې كسانو استوګنځى اور دى، د هغو عملونو له امله چې دوى به كول. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 10

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ یَهْدِیْهِمْ رَبُّهُمْ بِاِیْمَانِهِمْ ۚ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

بې شكه چا چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي نو د ايمان په وجه به يې خپل رب (د جنت) لاره وروښيي چې هلته به له نعمتونو ډكو جنتو كې د هغوى لاندې ويالې بهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 10

دَعْوٰىهُمْ فِیْهَا سُبْحٰنَكَ اللّٰهُمَّ وَتَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ ۚ— وَاٰخِرُ دَعْوٰىهُمْ اَنِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

هلته به د دوى ناره دا وي چې يا الله تاته پاکي ده، او دعا به هلته سلام (سلامتیا) او وروستۍ خبره به يې دا وي چې ستاينه ده الله رب العالمين لره. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 10

وَلَوْ یُعَجِّلُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَیْرِ لَقُضِیَ اِلَیْهِمْ اَجَلُهُمْ ؕ— فَنَذَرُ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

او كه چېرې الله خلكو ته بدي هم په هماغسې بيړه ورسوي لكه دوى يې چې د (دنيايي) ښېګڼې په غوښتنه كې كوي نو نېټه به یې پوره شوې وه (تباه شوي به وو) خو موږ هغه خلک چې راسره د يو ځاى كېدو هيله نه لري هماغسې په خپله ناړامۍ كې لا لهانده پريږدو. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 10

وَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنْۢبِهٖۤ اَوْ قَاعِدًا اَوْ قَآىِٕمًا ۚ— فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهٗ مَرَّ كَاَنْ لَّمْ یَدْعُنَاۤ اِلٰی ضُرٍّ مَّسَّهٗ ؕ— كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْمُسْرِفِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

او كله چې كوم انسان ته څه كړاو رسيږي نو په اړخ، ناسته او ولاړه موږ وربولي خو كله چې كړاو يې ترې لرې كړو نو بيا داسې درومي لكه چې موږ يې په وررسېدلي كړاو كې له سره بللي نه وو، په همدې توګه زياتى كوونكو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 10

وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا ۙ— وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

او يقيناً له تاسو مخكې قومونه مو هلاک كړل، كله چې هغوى ظلم وكړ او رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورته راغلل خو دوى ايمان را نه وړو، مجرمو خلكو ته همدغه شان سزا وركوو. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 10

ثُمَّ جَعَلْنٰكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ مِنْ بَعْدِهِمْ لِنَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ ۟

بيا مو له هغوى وروسته په ځمكه كې تاسو د هغوى ځاى ناستي وګرځولئ تر څو وګورو چې تاسو څرنګه كارونه كوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 10

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیَاتُنَا بَیِّنٰتٍ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا ائْتِ بِقُرْاٰنٍ غَیْرِ هٰذَاۤ اَوْ بَدِّلْهُ ؕ— قُلْ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اُبَدِّلَهٗ مِنْ تِلْقَآئِ نَفْسِیْ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

او كله چې پر هغوى زموږ روښانه آيتونه لوستل كيږي، نو هغه كسان چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري، وايي چې د دې پر ځاى بل قرآن راوړه يا په همدې كې څه بدلون راوله، ورته وايه: زما دا كار نه دى چې له خپله ځانه څه بدلون پكې راولم، زه خو صرف هغه څه پسې روان يم چې وحى راته كيږي، زه كه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو د هماغې لويې ورځې له سزا وېرېږم. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 10

قُلْ لَّوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا تَلَوْتُهٗ عَلَیْكُمْ وَلَاۤ اَدْرٰىكُمْ بِهٖ ۖؗۗ— فَقَدْ لَبِثْتُ فِیْكُمْ عُمُرًا مِّنْ قَبْلِهٖ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

ورته وايه: كه الله غوښتي واى نو ما به (دا قرآن) نه و درباندې لوستى او نه به الله پرې تاسي خبر كړي وای، زه خو له دې مخكې هم په تاسو كې ډېر اوسېدلى يم آيا نو له عقله كار نه اخلئ؟ info
التفاسير: |

external-link copy
17 : 10

فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟

نو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي، يا يې آيتونه دروغ ګڼي؟ يقيناً مجرمان نه بريالي كيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 10

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهُمْ وَلَا یَنْفَعُهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ هٰۤؤُلَآءِ شُفَعَآؤُنَا عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ اَتُنَبِّـُٔوْنَ اللّٰهَ بِمَا لَا یَعْلَمُ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

او هغوى الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي، ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 10

وَمَا كَانَ النَّاسُ اِلَّاۤ اُمَّةً وَّاحِدَةً فَاخْتَلَفُوْا ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ فِیْمَا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

او دا خلک په پيل كې صرف يو امت وو خو بيا وروسته سره مختلف شول، او كه ستا د رب له خوا مخکې يوه خبره نه وی تېره شوې نو اوس به د هغه څه پرېكړه شوې وه چې دوى پكې اختلاف كوي. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 10

وَیَقُوْلُوْنَ لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ۚ— فَقُلْ اِنَّمَا الْغَیْبُ لِلّٰهِ فَانْتَظِرُوْا ۚ— اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ ۟۠

او دوى وايي چې په دې پېغمبر ولې د خپل رب له لوري كومه نښانه رانازله نشوه؟ نو ورته ووايه چې غيب خو يوازې الله سره دي نو تاسو هم انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 10

وَاِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّنْ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُمْ اِذَا لَهُمْ مَّكْرٌ فِیْۤ اٰیَاتِنَا ؕ— قُلِ اللّٰهُ اَسْرَعُ مَكْرًا ؕ— اِنَّ رُسُلَنَا یَكْتُبُوْنَ مَا تَمْكُرُوْنَ ۟

او كله چې خلكو ته له كړاوه وروسته د رحمت خوند وروڅكو نو بيا سمدلاسه زموږ په آيتونو كې دسيسې پېل كړي، ورته وايه: الله په تدبير جوړولو كې تر ټولو ګړندى دى، بې شكه زموږ استازي ستاسو مکرونه (چلونه) ليكي. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 10

هُوَ الَّذِیْ یُسَیِّرُكُمْ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا كُنْتُمْ فِی الْفُلْكِ ۚ— وَجَرَیْنَ بِهِمْ بِرِیْحٍ طَیِّبَةٍ وَّفَرِحُوْا بِهَا جَآءَتْهَا رِیْحٌ عَاصِفٌ وَّجَآءَهُمُ الْمَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَّظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ اُحِیْطَ بِهِمْ ۙ— دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— لَىِٕنْ اَنْجَیْتَنَا مِنْ هٰذِهٖ لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟

دى هماغه دى چې تاسو په وچه او لمده كې ګرځوي تر هغه چې بېړيو كې (سپاره) شئ او بيا له پاک باد سره روانې شي دوى وړي، او دوی پرې خوشاله وي نو توند (مخالف) باد ورباندې راشي او له هرې خوا څپې څپانده شي او دوى وانګيري چې دا دى ګير شولو نو دوى خپل دين يوازې د الله لپاره خالصوي او دعاګانې كوي چې كه موږ دې له دې وژغورلو نو خامخا به له شكر اېستونكو څخه يو. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 10

فَلَمَّاۤ اَنْجٰىهُمْ اِذَا هُمْ یَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّمَا بَغْیُكُمْ عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ ۙ— مَّتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؗ— ثُمَّ اِلَیْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

خو كله يې چې وژغوري نو بيا سمدلاسه په ځمكه كې ناروا فسادونه پېل كړي، اى خلكو ستاسو دا ناړامي خپله ستاسو د ځانونو په تاوان ده، د دنيايي (لنډ مهالي) ژوند خوندونه (واخلئ)، بيا زموږ په لور ستاسو راګرځېدل دي، هغه وخت به تاسو بيا خبر كړو چې څه مو كول. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 10

اِنَّمَا مَثَلُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ مِمَّا یَاْكُلُ النَّاسُ وَالْاَنْعَامُ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذَتِ الْاَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّیَّنَتْ وَظَنَّ اَهْلُهَاۤ اَنَّهُمْ قٰدِرُوْنَ عَلَیْهَاۤ ۙ— اَتٰىهَاۤ اَمْرُنَا لَیْلًا اَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنٰهَا حَصِیْدًا كَاَنْ لَّمْ تَغْنَ بِالْاَمْسِ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

د دنيا د ژوند مثال خو داسې دى لكه موږ چې له آسمانه اوبه را واورولې نو د ځمكې شنيلي چې انسانان او څاروي يې خوري، (ښه) ګڼ، پرېمانه شي، څو چې ځمكې خپله تازګي واخيسته او ښكلې شوه او څښتنانو يې ګومان وكړ چې اوس هغوى ورباندې واکمن دي، (ناڅاپه) د شپې يا د ورځې زموږ حكم ورته راغى نو داسې مو رېبلي (تباه) كړل لكه چې (هلته) پرون هېڅ نه وو، په همدې شان موږ خپل دلايل (نښانې) هغو خلكو ته په تفصيل بيانوو چې فكر كوي. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 10

وَاللّٰهُ یَدْعُوْۤا اِلٰی دَارِ السَّلٰمِ ؕ— وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او الله تاسو د سلامتۍ كور خواته بلي او چا ته يې چې خوښه شي نېغې لارې ته يې ورسموي. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 10

لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوا الْحُسْنٰی وَزِیَادَةٌ ؕ— وَلَا یَرْهَقُ وُجُوْهَهُمْ قَتَرٌ وَّلَا ذِلَّةٌ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

چا چې ښېګڼه وكړه هغو لپاره ښېګڼه (جنت) او لا نور هم زياتوالى دى او نه به يې پر مخونو توروالى او خواري خپره شي، هغوى د جنت خلک دي دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 10

وَالَّذِیْنَ كَسَبُوا السَّیِّاٰتِ جَزَآءُ سَیِّئَةٍ بِمِثْلِهَا ۙ— وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— مَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ ۚ— كَاَنَّمَاۤ اُغْشِیَتْ وُجُوْهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ الَّیْلِ مُظْلِمًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

او هغوى چې بدۍ ترلاسه كړي، بدله يې هماغسې يو برابر بدي ده او خواري به ورباندې خپريږي، هېڅوك به يې له الله نه ژغورونكى نه وي لكه پر مخونو يې چې د تورې شپې ټوټې راخپرې شوې وي، هغوى دوزخيان دي، دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 10

وَیَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا مَكَانَكُمْ اَنْتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ ۚ— فَزَیَّلْنَا بَیْنَهُمْ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُمْ مَّا كُنْتُمْ اِیَّانَا تَعْبُدُوْنَ ۟

او په هغه ورځ چې دوى ټول راغونډ كړو بيا به مشركانو ته ووايو چې په خپل خپل ځاى ايسار شئ هم تاسو او هم ستاسو جوړ كړي شريكان، نو سره بېل به يې كړو او د دوى شريكان به ووايې چې تاسو خو زموږ عبادت نه كولو. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 10

فَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ اِنْ كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغٰفِلِیْنَ ۟

نو الله زموږ او تاسو ترمنځ د شاهد په توګه بس دى چې يقيناً موږ خو ستاسو له عبادته ناخبره وو. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 10

هُنَالِكَ تَبْلُوْا كُلُّ نَفْسٍ مَّاۤ اَسْلَفَتْ وَرُدُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ مَوْلٰىهُمُ الْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠

همدلته به هر كس هغه څه ښكاره ومومي چې مخكې يې لېـږلي وو، او خپل حقيقى څښتن ته به وروګرځول شي او هغه دروغونه به ترې ورک شي كوم چې دوى به جوړول. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 10

قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اَمَّنْ یَّمْلِكُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَمَنْ یُّخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَمَنْ یُّدَبِّرُ الْاَمْرَ ؕ— فَسَیَقُوْلُوْنَ اللّٰهُ ۚ— فَقُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

ورته ووايه: له اسمان او ځمكې نه څوک تاسو ته روزي دركوي او دا د اورېدو او ليدو واک څوک لري، او څوک دى چې ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او د (نړۍ) چارې څوک سموي؟ نو زر به ووايي چې: الله، نو ورته ووايه: آيا نو تاسو نه وېرېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 10

فَذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ ۚ— فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ اِلَّا الضَّلٰلُ ۚ— فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ ۟

نو همدا ستاسو رښتينى رب دى، نو له حقه وروسته پرته له بې لارۍ نور څه دي؟ نو تاسو كومې خواته اړول كيږئ؟ info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 10

كَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ فَسَقُوْۤا اَنَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

همدغه شان ستا د رب خبره په سرغړوونكو باندې رښتينې شوه چې هغوى به ايمان نه راوړي. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 10

قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟

ووايه: يوازې الله ړومبى پيدايښت هم كوي او بيا يې هم راپيدا كوي نو تاسو كوم لور ته اړول كېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 10

قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یَهْدِیْ لِلْحَقِّ ؕ— اَفَمَنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ اَحَقُّ اَنْ یُّتَّبَعَ اَمَّنْ لَّا یَهِدِّیْۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّهْدٰی ۚ— فَمَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟

ورته ووايه: آيا ستاسو له شريكانو څوک د حق خوا ته لارښوونه كوي؟ ورته وايه: يوازې الله د حق لارښوونه كوي، نو آيا څوک چې د حق خواته لارښوونه كوي، ډېر د متابعت وړ دى، كه هغه څوک چې په خپله لار نه مومي مګر دا چې لارښوونه ورته وشي، نو په تاسو څه شوي؟ (دا) څنګه فيصلې كوئ؟ info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 10

وَمَا یَتَّبِعُ اَكْثَرُهُمْ اِلَّا ظَنًّا ؕ— اِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟

او زياتره يې پرته له ګومانه بل څه پسې نه ځي، خو په حقيقت كې ګومان د حق هېڅ اړتيا نه پوره كوي، يقيناً الله په هغه چې دوى يې كوي ښه پوه دى. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 10

وَمَا كَانَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ اَنْ یُّفْتَرٰی مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَتَفْصِیْلَ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۫

او دا قرآن خو داسې نه دى چې له الله پرته په دروغو جوړ شي، خو د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكې و، او د الكتاب تفصيل دى، په دې كې څه شک نشته چې دا د مخلوقاتو د رب له لوري دى. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 10

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّثْلِهٖ وَادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

آيا دوى وايي چې دا يې له ځانه جوړ كړى؟ ورته ووايه: ښه نو تاسو هم د دې په شان يو سورت راوړئ، او له الله پرته چې هر څوك راغوښتلى شئ راويې غواړئ، كه تاسو رښتيني ياست. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 10

بَلْ كَذَّبُوْا بِمَا لَمْ یُحِیْطُوْا بِعِلْمِهٖ وَلَمَّا یَاْتِهِمْ تَاْوِیْلُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ ۟

بلكه هغه څه يې دروغ وګڼلو چې پوهه يې ورته نه وه رسېدلې، او تر اوسه یې معنى او حقيقت دوى ته نه دى راغلى، له دوى مخكې خلكو هم دغه شان دروغ ګڼلي وو نو ګوره چې د ظالمانو انجام څنګه و؟ info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 10

وَمِنْهُمْ مَّنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهٖ ؕ— وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِیْنَ ۟۠

او ځينې يې هغه دي چې باور پرې کوي او ځينې يې پرې باور نه کوي، او ستا رب په مفسدانو ډېر ښه پوه دى. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 10

وَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ لِّیْ عَمَلِیْ وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۚ— اَنْتُمْ بَرِیْٓـُٔوْنَ مِمَّاۤ اَعْمَلُ وَاَنَا بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟

كه دوى تا دروغجن ګڼي نو ووايه چې زما كړه وړه زما لپاره او ستاسي كړه وړه ستاسي لپاره دي، څه چې زه كوم د هغه له مسئوليت نه تاسي خلاص ياست او څه چې تاسي كوئ د هغه له مسئوليت نه زه خلاص يم. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 10

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ ؕ— اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُوْا لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

او ځینی له دی کفارو څخه هغه خلک دي چې تاته غوږ نیسی، آیا نو ته ور اورولی شې کاڼه ته، اګر که وي دوی چې هېڅ عقل هم نه لري. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 10

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّنْظُرُ اِلَیْكَ ؕ— اَفَاَنْتَ تَهْدِی الْعُمْیَ وَلَوْ كَانُوْا لَا یُبْصِرُوْنَ ۟

او ځینې له دوى څخه هغه كسان دي چې تاته ګوري، خو آيا ته ړندو ته لاره ښيې كه هغوى هېڅ نه ويني؟ info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 10

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَظْلِمُ النَّاسَ شَیْـًٔا وَّلٰكِنَّ النَّاسَ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

حقيقت دا دى چې الله پر خلكو ظلم نه كوي، خلك خپله پر خپل ځان ظلم كوي. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 10

وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ كَاَنْ لَّمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ یَتَعَارَفُوْنَ بَیْنَهُمْ ؕ— قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ اللّٰهِ وَمَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ ۟

او په كومه ورځ يې چې راغونډ كړي نو لكه چې دوى د ورځې له كوم ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي چې خپلو كې سره وپېژني، په حقيقت كې هغه خلك (ډېر) زيانمن شول چې الله سره ملاقات بې دروغ ګڼلو او په نېغه لار سم نه وو. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 10

وَاِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللّٰهُ شَهِیْدٌ عَلٰی مَا یَفْعَلُوْنَ ۟

له كوم ناوړه سرنوشت څخه چې موږ هغوى وېروو د هغه يوه برخه به موږ ستا په ژوند كې دروښايو، يا به له هغه نه مخكې تا واخلو، په هر حال د دوى راتګ زموږ خوا ته دى او دوى چې څه كوي الله ورباندى شاهد دى. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 10

وَلِكُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلٌ ۚ— فَاِذَا جَآءَ رَسُوْلُهُمْ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

د هر امت لپاره يو پېغمبر دى، نو كله چې كوم امت ته د هغه پېغمبر راځي نو د هغه فيصله په پوره عدالت سره كېږي او پر هغوی به يو بڅرى ظلم هم نه كېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 10

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او دوى وایي: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب) كه تاسې ریښتيني ياست؟ info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 10

قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِیْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— لِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ ؕ— اِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ فَلَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟

ووايه: زما په واک كې د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته، هر څه د الله خوښې پورې اړه لري، د هر امت لپاره د مهلت يوه موده ده، كله چې دا موده پوره كېږي نو يو ساعت به هم وروسته مخکې نه نشي. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 10

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُهٗ بَیَاتًا اَوْ نَهَارًا مَّاذَا یَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟

دوى ته ووايه: تاسي كله په دې غور كړيدى چې كه د الله عذاب په ناڅاپي ډول د شپې يا دورځي راشي (نو تاسې څه كولى شئ؟) ښه نو دا كوم داسې شى دى چې د هغه لپاره مجرمان تلوار كوي؟ info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 10

اَثُمَّ اِذَا مَا وَقَعَ اٰمَنْتُمْ بِهٖ ؕ— آٰلْـٰٔنَ وَقَدْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

آيا كله چې هغه پر تاسي را پريوځي په هماغه وخت كې به يې ومنئ؟ اوس ځان ژغورل غواړئ؟ په داسې حال كې چې تاسي په خپله د هغه د چټک راتلو غوښتنه كوله! info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 10

ثُمَّ قِیْلَ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذُوْقُوْا عَذَابَ الْخُلْدِ ۚ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟

بيا به ظالمانو ته وويل شي چې اوس د ابدي عذاب خوند وڅكئ، څه چې تاسي کوئ آيا د هغه له مجازات نه پرته بله څه بدله تاسي ته دركول كيداى شي؟ info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 10

وَیَسْتَنْۢبِـُٔوْنَكَ اَحَقٌّ هُوَ ؔؕ— قُلْ اِیْ وَرَبِّیْۤ اِنَّهٗ لَحَقٌّ ؔؕ— وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟۠

او له تا څخه پوښتنه كوي آيا په واقعي ډول دا ريښتيا دي چې ته يې وايې؟ ووايه: هو، زما په رب قسم، دا بيخي ريښتيا دي، او تاسي د چا عاجزوونکي نه یاست. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 10

وَلَوْ اَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِی الْاَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهٖ ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او كه له هر هغه چا سره چې ظلم يې كړى وي، د ځمكې ټوله شتمني هم وي، د ځان ژغورنې لپاره به يې ځار كړي او كله چې عذاب وويني نو پټه به پښېماني وكړي او په انصاف به يې تر منځه فيصله وشي او پر دوى به ظلم نه كيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 10

اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

واورئ! په آسمانو او ځمكه كې چې هر څه دي، د الله دي، واورئ! رښتيا چې د الله وعده رښتينې ده خو زياتره يې نه پوهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 10

هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

هم دغه (الله) ژوندي کول او مړه کول کوي او هم ده ته به ورګرځول كيږئ (په قیامت کې). info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 10

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَّوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوْرِ ۙ۬— وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

اى خلكو! تاسي ته ستاسي د رب له لوري نصحيت راغلى دى، چې د زړونو د ناروغيو شفاء ده او مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى. info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 10

قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَبِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْا ؕ— هُوَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

ووایه: د الله په فضل او د هغه په رحمت، نو پدې (قران) دې خوشحاله شي، دا غوره دی د هغه (مال) څخه چې (خلک یې) جمع کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 10

قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ لَكُمْ مِّنْ رِّزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِّنْهُ حَرَامًا وَّحَلٰلًا ؕ— قُلْ آٰللّٰهُ اَذِنَ لَكُمْ اَمْ عَلَی اللّٰهِ تَفْتَرُوْنَ ۟

ورته ووايه: آيا تاسو پام كړی (خبر راکړئ) كومه روزي چې الله درته راكوزه كړې له هغې نه تاسو خپله ځينې حرامه او ځينې حلاله ګرځولې ده؟ ووايه: آيا الله تاسو ته اجازه دركړې وه كه پر الله دروغ تړئ. info
التفاسير: |

external-link copy
60 : 10

وَمَا ظَنُّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟۠

او هغه كسان چې پر الله دروغ تړي، څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ (به څه ورسره وشي)؟ بې شكه الله پر خلكو د لوى فضل څښتن دى خو زياتره يې شكر نه باسي. info
التفاسير: |

external-link copy
61 : 10

وَمَا تَكُوْنُ فِیْ شَاْنٍ وَّمَا تَتْلُوْا مِنْهُ مِنْ قُرْاٰنٍ وَّلَا تَعْمَلُوْنَ مِنْ عَمَلٍ اِلَّا كُنَّا عَلَیْكُمْ شُهُوْدًا اِذْ تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— وَمَا یَعْزُبُ عَنْ رَّبِّكَ مِنْ مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ وَلَاۤ اَصْغَرَ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرَ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

او ته چې په هر حالت كې اوسې او له قرآنه چې هر څه لولې او (ای خلكو) تاسو چې هر څه عمل كوئ (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو كله چې تاسو پكې بوخت (لګيا) ياست، او ستا له ربه نه په ځمكه او نه په آسمان كې د يو بڅري په اندازه (كوم شى) پټېداى شي او نه به تر دې هم لا ډېر كوچنى او يا ډېر لوى داسې كوم شى وي چې په يو روښانه دفتر كې نه وي (ليكلى). info
التفاسير: |

external-link copy
62 : 10

اَلَاۤ اِنَّ اَوْلِیَآءَ اللّٰهِ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

خبر شئ چې بې شکه د الله په دوستانو هېڅ قسم ویره نشته او نه به دوی غمجن شي. info
التفاسير: |

external-link copy
63 : 10

الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟ؕ

هغه کسان دي چې ایمان لري او ځان ساتي (له ګناهونو او له الله نه ویریږي). info
التفاسير: |

external-link copy
64 : 10

لَهُمُ الْبُشْرٰی فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِكَلِمٰتِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ؕ

د دنيا او آخرت دواړو په ژوندانه كې د هغو لپاره زيرى دى، د الله خبرې نه شي بدلېداى، همدا لوى برياليتوب دى. info
التفاسير: |

external-link copy
65 : 10

وَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ— اِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ؕ— هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

اى پېغمبره! دا خلک چې په تا پورې كومې خبرې تړي هغه دې تا ونه ځوروي، عزت په تمامه معنا د الله په واك كې دى، هغه هر څه اوري او په هر څه پوهېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
66 : 10

اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— وَمَا یَتَّبِعُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُرَكَآءَ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟

واورئ! هر هغه څوک چې په آسمانو كې دي او هغه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي، او هغه كسان چې له الله پرته د نورو شريكانو متابعت كوي، هغوى پرته له ګومانه د بل څه متابعت نه كوي او بل څه نه صرف اټكلونه كوي. info
التفاسير: |

external-link copy
67 : 10

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟

هماغه الله دى چې تاسي لپاره يې شپه پيدا كړې ده چې په هغې كې ارام و كړئ او ورځ يې روښانه ګرځولې ده، په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې په خلاصو غوږونو (د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بلنه) اوري. info
التفاسير: |

external-link copy
68 : 10

قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ ؕ— هُوَ الْغَنِیُّ ؕ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنْ عِنْدَكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ بِهٰذَا ؕ— اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

كافرانو وويل چې الله څوک زوى نيولى دى، پاکې ده الله لره! هغه خو بې نيازه دى، په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي ټول د هغه ملكيت دى، له تاسي سره د دې وينا لپاره هېڅ دليل نشته، آيا تاسي د الله په باب هغه خبرې كوئ چې پرې نه پوهېږئ؟ info
التفاسير: |

external-link copy
69 : 10

قُلْ اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَ ۟ؕ

ورته ووايه: يقيناً هغوى چې په الله پورې دروغ تړي هېڅکله نشي بریالي کېدلای. info
التفاسير: |

external-link copy
70 : 10

مَتَاعٌ فِی الدُّنْیَا ثُمَّ اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِیْقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِیْدَ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ ۟۠

په دنيا كې څه ګټه اخيستل (يې) دي، خو بيا يې موږ ته راتګ دى، بيا به سخت عذاب وروڅكو په دې چې دوى به كفر كولو. info
التفاسير: |

external-link copy
71 : 10

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ نُوْحٍ ۘ— اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَیْكُمْ مَّقَامِیْ وَتَذْكِیْرِیْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَعَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْتُ فَاَجْمِعُوْۤا اَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا یَكُنْ اَمْرُكُمْ عَلَیْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوْۤا اِلَیَّ وَلَا تُنْظِرُوْنِ ۟

او د نوح (علیه السلام) خبر پرې ولوله! كله يې چې خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! كه په تاسو كې زما اوسېدل او د الله په آيتونو سره درته نصيحت كول، پر تاسو درانه او سخت شوي وي نو ما خو په الله بروسه كړې، او تاسو هم خپل كار او شريكان راغونډ كړئ، بيا دې خپل دغه كار له تاسو پټ نه وي، بيا چې زما په اړه څه پرېکړه کوئ ویې کړئ، او (هېڅ) مهلت مه راكوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
72 : 10

فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَمَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ ۙ— وَاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

نو كه تاسو مخ وګرځولو نو ما هم څه اجر نه و درنه غوښتى، زما اجر له الله پرته په بل چا نه دى او ماته امر شوى چې زه په خپله له مسلمانانو څخه واوسم . info
التفاسير: |

external-link copy
73 : 10

فَكَذَّبُوْهُ فَنَجَّیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَجَعَلْنٰهُمْ خَلٰٓىِٕفَ وَاَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

نو هغه يې دروغجن وګڼلو بيا مو دى او څوك چې ورسره وو، په بېړۍ كې بچ كړل او (د ډوب شوو) ځاى ناستي مو وګرځول او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي وو، هغوى (ټول) مو ډوب كړل، نو ګوره چې د وېرول شوو انجام څنګه و. info
التفاسير: |

external-link copy
74 : 10

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهٖ رُسُلًا اِلٰی قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَذٰلِكَ نَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِ الْمُعْتَدِیْنَ ۟

بيا له ده وروسته مو (يېلا بېل) رسولان د هغوى قوم ته ولېږل چې له څرګندو نښانو سره ورغلل، خو څه چې مخكى يې دروغ ګڼلي وو، بيا يى ايمان ورباندې را نه وړو، همدغه شان مهر لګوو د تېرى كوونكو په زړونو. info
التفاسير: |

external-link copy
75 : 10

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی وَهٰرُوْنَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ بِاٰیٰتِنَا فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟

بيا مو له هغوى وروسته موسى او هارون (عليهما السلام) له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته ورواستول خو لويي يې وكړه او دوى مجرمان خلک وو. info
التفاسير: |

external-link copy
76 : 10

فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْۤا اِنَّ هٰذَا لَسِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

نو كله چې دوی ته زموږ له خوا حق راغی نو هغوی وويل چې دا خو ښكاره كوډې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
77 : 10

قَالَ مُوْسٰۤی اَتَقُوْلُوْنَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ ؕ— اَسِحْرٌ هٰذَا ؕ— وَلَا یُفْلِحُ السّٰحِرُوْنَ ۟

موسى (عليه السلام) وويل: آيا كله چې حق درته راغلو نو تاسو دا واياست؟ آيا دا كوډې دي؟ او حال دا چې كوډګران برياليتوب نه شي موندلى. info
التفاسير: |

external-link copy
78 : 10

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا وَتَكُوْنَ لَكُمَا الْكِبْرِیَآءُ فِی الْاَرْضِ ؕ— وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

دوى وويل: آيا ته د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له هغه څه مو واړوې چې پر هغه مو خپل پلرونه موندلي او په ځمكه كې همدا ستاسو دواړو لويي وي او موږ خو ستاسو د خبرې منونكي نه يو. info
التفاسير: |

external-link copy
79 : 10

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُوْنِیْ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ ۟

او فرعون وويل چې هر ماهر كوډګر ماته راولئ. info
التفاسير: |

external-link copy
80 : 10

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

كله چې كوډګران راغلل نو موسى (َعلیه السلام) هغوی ته وويل: تاسي چې د كومو شيانو غورځونكي ياست هغه وغورځوى. info
التفاسير: |

external-link copy
81 : 10

فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا قَالَ مُوْسٰی مَا جِئْتُمْ بِهِ ۙ— السِّحْرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَیُبْطِلُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

بيا كله چې هغوى وغورځول، موسى (علیه السلام) وويل: تاسو چې څه راوړل هغه كوډې دي يقيناً الله به يې زر باطل كړي، بې شكه الله د مفسدانو كار نه سموي. info
التفاسير: |

external-link copy
82 : 10

وَیُحِقُّ اللّٰهُ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ ۟۠

او الله په خپلو فرمانو سره حق رښتيا كوي، كه څه هم مجرمان ناخوښه اوسي. info
التفاسير: |

external-link copy
83 : 10

فَمَاۤ اٰمَنَ لِمُوْسٰۤی اِلَّا ذُرِّیَّةٌ مِّنْ قَوْمِهٖ عَلٰی خَوْفٍ مِّنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهِمْ اَنْ یَّفْتِنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِی الْاَرْضِ ۚ— وَاِنَّهٗ لَمِنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟

نو (همداسې) موسى (علیه السلام) د ده د قوم له (څو) ځوانانو پرته بل چا ونه منلو، د فرعون او د هغوى د مشرانو له وېرې چې په عذاب به يې كړي او فرعون خو حتماً په ځمكه كې زورواكى او له زياتى كوونكو څخه و. info
التفاسير: |

external-link copy
84 : 10

وَقَالَ مُوْسٰی یٰقَوْمِ اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ فَعَلَیْهِ تَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّسْلِمِیْنَ ۟

او موسى (علیه السلام) وويل: اى زما قومه! كه تاسو په الله ايمان لرئ نو پر هغه بروسه وكړئ، كه تاسو رښتيا غاړه اېښودونكي ياست. info
التفاسير: |

external-link copy
85 : 10

فَقَالُوْا عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا ۚ— رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

نو دوى وويل: پر الله مو بروسه كړې، زموږ ربه! موږ د ظالمانو خلكو لپاره فتنه مه ګرځوه. info
التفاسير: |

external-link copy
86 : 10

وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟

او په خپل رحمت سره مو له كافرانو وژغوره. info
التفاسير: |

external-link copy
87 : 10

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰی وَاَخِیْهِ اَنْ تَبَوَّاٰ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُیُوْتًا وَّاجْعَلُوْا بُیُوْتَكُمْ قِبْلَةً وَّاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او موسى (علیه السلام) او د هغه ورور ته مو وحى وكړه چې د خپل قوم لپاره په مصر كې څو كورونه تيار كړه او خپل کورونه قبله وګرځوئ او لمونځ ترسره كوئ او مومنانو ته زېرى وركړه. info
التفاسير: |

external-link copy
88 : 10

وَقَالَ مُوْسٰی رَبَّنَاۤ اِنَّكَ اٰتَیْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَاَهٗ زِیْنَةً وَّاَمْوَالًا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— رَبَّنَا لِیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِكَ ۚ— رَبَّنَا اطْمِسْ عَلٰۤی اَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْا حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟

او موسى (علیه السلام) وويل: ای زموږ ربه تا خو فرعون او د ده سردارانو ته د دنيا په ژوند كې ښكلا او مالونه وركړي دي، اى زموږ ربه! تر څو خلک ستا له لارې واړوي؟ اې زموږ ربه! پر مالونو يې تباهي راوله او پر زړونو يې مهر ولګوه چې تر هغه ايمان رانه وړي څو چې یې دردناک عذاب نه وي ليدلى. info
التفاسير: |

external-link copy
89 : 10

قَالَ قَدْ اُجِیْبَتْ دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِیْمَا وَلَا تَتَّبِعٰٓنِّ سَبِیْلَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

(الله تعالى) وفرمايل: ستاسو دواړو دعا قبوله شوه، نو ټينګ (سم) ودرېږئ، او د هغو خلکو لار پسې مه ځئ چې نه پوهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
90 : 10

وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُوْدُهٗ بَغْیًا وَّعَدْوًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ اٰمَنْتُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا الَّذِیْۤ اٰمَنَتْ بِهٖ بَنُوْۤا اِسْرَآءِیْلَ وَاَنَا مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

او بني اسرائيل مو له سمندره پورې اېستل نو فرعون او لښكر يې د ظلم او تېري په غرض ورپسې شول، تر هغه چې ډوبېدو راګير كړ، ويلې: ما ومنله چې له هغه (الله) پرته (په حقه) بل معبود نشته كوم چې بني اسرائيلو منلى، او زه له غاړه ايښودونكو څخه يم. info
التفاسير: |

external-link copy
91 : 10

آٰلْـٰٔنَ وَقَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

(ځواب وركړ شو) اوس (يې منې)! حال دا چې لږ ړومبى دې سرغړولو او له مفسدانو څخه وې. info
التفاسير: |

external-link copy
92 : 10

فَالْیَوْمَ نُنَجِّیْكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُوْنَ لِمَنْ خَلْفَكَ اٰیَةً ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ اٰیٰتِنَا لَغٰفِلُوْنَ ۟۠

نو نن به ستا جوسه (مړ تن) وژغورو تر څو وروستنيو ته نښانه شې، او بې شكه چې ډېر له انسانانو زموږ له نښانو بې پروايي كوي. info
التفاسير: |

external-link copy
93 : 10

وَلَقَدْ بَوَّاْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مُبَوَّاَ صِدْقٍ وَّرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ۚ— فَمَا اخْتَلَفُوْا حَتّٰی جَآءَهُمُ الْعِلْمُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

او بني اسرائيلو ته مو ښه استوګنځى وركړ او له پاكو شيانو مو روزي وركړه، نو تر هغه يې خپلو كې اختلاف سره ونه كړ څو چې علم ورته راغى، يقيناً ستا رب د قيامت په ورځ په هغه څه كې فيصله كوي چې دوى پكې اختلاف كولو. info
التفاسير: |

external-link copy
94 : 10

فَاِنْ كُنْتَ فِیْ شَكٍّ مِّمَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ فَسْـَٔلِ الَّذِیْنَ یَقْرَءُوْنَ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— لَقَدْ جَآءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟ۙ

نو كه ته په هغه څه كې شكمن يې چې موږ درته نازل كړي نو هغه خلک وپوښته چې له تا مخكې لا كتاب لولي، په حقيقت كې له خپل ربه تاته حق راغلى نو هېڅكله له شک كوونكو څخه مه كېږه. info
التفاسير: |

external-link copy
95 : 10

وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَتَكُوْنَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

او له هغو كسانو هم مه كېږه چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل بيا به له تاوانيانو څخه شې. info
التفاسير: |

external-link copy
96 : 10

اِنَّ الَّذِیْنَ حَقَّتْ عَلَیْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

بې شكه هغوى چې ستا د رب خبره ورباندې رښتيا شوې ده، هېڅكله ايمان نه راوړي. info
التفاسير: |

external-link copy
97 : 10

وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ اٰیَةٍ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟

كه څه هم هر ډول نښانه ورته راشي تر هغو چې دردناک عذاب ونه ويني. info
التفاسير: |

external-link copy
98 : 10

فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْیَةٌ اٰمَنَتْ فَنَفَعَهَاۤ اِیْمَانُهَاۤ اِلَّا قَوْمَ یُوْنُسَ ۚؕ— لَمَّاۤ اٰمَنُوْا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟

نو ولې داسې يو كلى نشته چې (له عذاب ليدلو وروسته يې) ايمان راوړى وي او ايمان يې ګټه ورته رسولې وي، پرته د يونس (عليه السلام) له قومه، كله چې هغوى ايمان راوړو نو په دنيايي ژوند كې مو د رسوايي عذاب ترې ايسته كړ، او تر يو مهال مو ګټه اخيستلو ته پرېښودل. info
التفاسير: |

external-link copy
99 : 10

وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَاٰمَنَ مَنْ فِی الْاَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِیْعًا ؕ— اَفَاَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتّٰی یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

او كه ستا رب غوښتي واى نو څوک چې په ځمكه كې دي ټولو به ايمان راوړى و، نو آيا ته خلک مجبوروې چې ايمان لرونكي دې شي. info
التفاسير: |

external-link copy
100 : 10

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ اَنْ تُؤْمِنَ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَیَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

او هېچاته دا نشته چې د الله له ارادې پرته ايمان راوړي، او پليتي (غضب) پر هغو خلكو وراچوي چې عقل نه كاروي. info
التفاسير: |

external-link copy
101 : 10

قُلِ انْظُرُوْا مَاذَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَا تُغْنِی الْاٰیٰتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟

ورته ووايه: تاسو وګورئ چې په آسمانونو او ځمكه كې څه دي؟ او هغه كسان چې ايمان نه راوړي، نښانې او د وېروونكو اخطارونه څه ګټه نه ور رسوي. info
التفاسير: |

external-link copy
102 : 10

فَهَلْ یَنْتَظِرُوْنَ اِلَّا مِثْلَ اَیَّامِ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— قُلْ فَانْتَظِرُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ ۟

نو آيا (اوس) د هغو خلكو له ورځې پرته چې تر دوى ړومبى تېر شوي وو، بل د څه انتظار باسي، ووايه: ښه نو انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم. info
التفاسير: |

external-link copy
103 : 10

ثُمَّ نُنَجِّیْ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كَذٰلِكَ ۚ— حَقًّا عَلَیْنَا نُنْجِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠

بيا نو خپل رسولان او هغه خلک ژغورو چى ايمان يې راوړى، همدغه شان، پر موږ ثابته ده چې مومنان به ژغورو. info
التفاسير: |

external-link copy
104 : 10

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ دِیْنِیْ فَلَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ اَعْبُدُ اللّٰهَ الَّذِیْ یَتَوَفّٰىكُمْ ۖۚ— وَاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ

ورته ووايه: ای خلكو! كه تاسو زما د دين په اړه په شک كې ياست نو زه خو هغه څه نه لمانځم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، خو يوازې هغه الله به لمانځم چې تاسو وفات كوي، او ماته امر شوى چې له ايمان راوړونكو څخه اوسم. info
التفاسير: |

external-link copy
105 : 10

وَاَنْ اَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا ۚ— وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

او دا چې خپل ځان سم (نېغ) په دغه دين برابر ودروه، او هېڅكله له مشركانو مه كيږه. info
التفاسير: |

external-link copy
106 : 10

وَلَا تَدْعُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكَ وَلَا یَضُرُّكَ ۚ— فَاِنْ فَعَلْتَ فَاِنَّكَ اِذًا مِّنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او له الله پرته داسې څه مه رابله چې نه ګټه درته رسوي او نه كوم زيان، نو كه داسې دې وكړل نو بيا به له ظالمانو شې. info
التفاسير: |

external-link copy
107 : 10

وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ۚ— وَاِنْ یُّرِدْكَ بِخَیْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهٖ ؕ— یُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

او كه الله څه كړاو در ورسوي نو بيا يې له هغه پرته څوک اېسته كوونكى نشته او كه څه ښېګڼه درته وغواړي نو بيا يې د فضل ايساروونكى څوک نشته، له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي ور رسوي يې او هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير: |

external-link copy
108 : 10

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍ ۟ؕ

ووايه: ای خلكو! دا دى خپل رب له لوري مو حق درته راغلى دى، نو څوک چې په سمه لار برابر شي نو صرف د ځان لپاره يې سمه لار وموندله او څوک چې بې لارې شو نو بې لارې كېدل يې يوازې پر خپل ځان دي. info
التفاسير: |

external-link copy
109 : 10

وَاتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ وَاصْبِرْ حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟۠

او د هغه څه متابعت كوه چې تاته وحى كيږي او تر هغه صبر وكړه چې الله فيصله وكړي او هماغه ښه فيصله كوونكى دى. info
التفاسير: |