د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

حجر

external-link copy
1 : 15

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

الر [1]، دغه د كتاب او واضح قرآن آیتونه دي. info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير: |

external-link copy
2 : 15

رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟

ډیر ځلې به ارزو (هېله) کوي هغه کسان چې کافران شوي دي چې کاشکې وی دوی مسلمانان. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 15

ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَیَتَمَتَّعُوْا وَیُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

پريږده دوی (ای پیغمبره) چې خوراکونه کوي او مزې اخلي (د دنیا) او غافل کړي دوی لره امیدونو، نو زر دی چې دوی ته به ښکاره شي. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 15

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ ۟

او موږ هيڅ كلي والا نه دي تباه كړي مګر د هغوی لپاره ټاکلي لیکل وو. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 15

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟

نه شي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې نېټې څخه او نه وروسته کیدلی شي. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 15

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌ ۟ؕ

او ویلی (دغو کافرانو محمد صلی الله علیه وسلم ته) ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی دی پر هغه باندې ذکر (قرآن) بې شکه ته خامخا لیونی يې. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 15

لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ولې نه راولې ته موږ ته ملائکې که یې ته له ريښتینو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 15

مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ ۟

نه نازلوو موږ پريښتې مګر له حق سره، او بيا خلكو ته مهلت نه وركول كېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 15

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟

بې شکه موږ پخپله نازل کړې دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 15

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او خامخا په تحقیق سره لیږلي و موږ (رسولان) پخوا له تا په ډلو د پخوانیو (خلکو) کې. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 15

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او نه به راته هغوی ته هیڅ رسول مګر حال دا چې وو به دوی چې په هغه پورې به یې مسخری کولې. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 15

كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ

همدغه شان موږ ورننباسو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 15

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

هغوى پرې ايمان نه راوړي، له پخوا نه د دغه ډول خلكو همدا كړنلاره ده. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 15

وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَ ۟ۙ

او که راپرانیزو موږ په دوی باندې یوه دروازه له اسمانه چې شي دوی په دې کې (ټوله ورځ) ورخیژي. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 15

لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ ۟۠

بيا به يې هم همدا ويل چې زموږ سترګې غولول كېږي، بلكې پر موږ كوډې شوې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 15

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّزَیَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِیْنَ ۟ۙ

او بې شکه په اسمان كې موږ ډير پاخه برجونه جوړ كړي او هغه مو د نندارچيانو لپاره ښايسته كړيدي. info
التفاسير: |

external-link copy
17 : 15

وَحَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ

او له هر رټل شوي شيطان څخه مو هغه خوندي ساتلي دی. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 15

اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِیْنٌ ۟

مګر هغه څوک چې په غلا غوږ ونیسي، نو بیا هم يوه روښانه پلوشه ورپسې شي. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 15

وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ ۟

او موږ ځمكه غوړولې، په هغې كې مو غرونه نصب كړي، په هغې كې مو هر ډول شينکي په ټاكلې تللې اندازه راټوكولي. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 15

وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ وَمَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرٰزِقِیْنَ ۟

او پیدا کړي مو دي تاسي ته په دغه (ځمکه) کې (اسباب د) ژوند او هغه چا لره چې نه ياست تاسي هغوی ته رزق روزي ورکوونکي. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 15

وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىِٕنُهٗ ؗ— وَمَا نُنَزِّلُهٗۤ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟

هېڅ څه شی نشته چې د هغه زيرمې له موږ سره نه وي، او موږ چې هر شى نازلوو په يوه ټاكلې اندازه يې نازلوو. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 15

وَاَرْسَلْنَا الرِّیٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَیْنٰكُمُوْهُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِیْنَ ۟

موږ بارداروونكى بادونه ليږو، بيا له اسمانه اوبه وروو او په هغو اوبو سره تاسي خړوبه كوو، د دې (زېرمې) خزانه داران تاسي نه ياست. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 15

وَاِنَّا لَنَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَنَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ ۟

ژوند او مرګ موږ وركوو، او همدا موږ د ټولو وارثان يو. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 15

وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِیْنَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِیْنَ ۟

له تاسي نه مخكې چې كوم خلك تېر شويدي پر هغوى هم موږ علم لرو او وروسته راتلونكي هم موږ ته معلوم دي. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 15

وَاِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَحْشُرُهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟۠

او یقینا ستا رب به راجمع کوي دې خلکو لره، او یقینا ستا رب حکمت والا، پوه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 15

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟ۚ

او یقینا پیدا کړی موږ (اولنی) انسان د کړنګاري کوونکی له تورې زړې خټې نه. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 15

وَالْجَآنَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ ۟

او جان (د پیریانو پلار) موږ پیدا کړی دی پخوا له (ادم علیه السلام) له ګرم بې لوګي اور څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 15

وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

او (یاد کړه) کله چې وویل ستا رب ملایکو ته یقینا زه جوړوم یو بنده د کړنګاری کوونکې تورې زړې خټې نه. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 15

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

پس كله چې ما هغه برابر كړ او له خپل روح څخه مې پکې ورپو کړ، نو پرېوځئ ورته سجده کوونکي. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 15

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

پس سجده وكړه ملائكو ټولو په یو ځل. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 15

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

بې له ابليس نه چې هغه د سجده كوونكو له ملګرتيا څخه انكار وكړ. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 15

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

پروردګار پوښتنه وكړه: اى ابليسه! پر تا څه وشول چې تا له سجده كوونكو سره ملګرتيا ونه كړه؟ info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 15

قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

و ویل (ابلیس) چې نه یم زه چې سجده دې وکړم بنده ته چې تا جوړ کړی د کړنګارې کوونکي تورې زړې خټې نه. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 15

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ

وفرمایل (الله تعالی) پس ووځه له هغه (جنته)، یقینا ته یې رټلی شوی. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 15

وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او بی شکه پر تا باندې (ای شیطانه) لعنت دی د جزا تر ورځې پورې. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 15

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

وويل (ابليس): اى ربه زما! پس مهلت راكړه ما ته تر هغي ورځې پورې چې پورته كولی شي مړي (له قبرونو نه). info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 15

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

وفرمایل (الله تعالی) پس بي شكه ته (اى ابليسه) له مهلت وركړل شويو څخه يې. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 15

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

د ټاكلي وخت تر ورځې. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 15

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

هغه وويل: زما پروردګاره! څنګه چې تا زه بې لارې كړم په هماغه شان به اوس زه په ځمكه كې د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندې كولو دوى ټول بې لارې كړم. info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 15

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

مګر له دوی څخه ستا هغه بندګان چې بچ پاتي کړی شوي. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 15

قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟

ويې فرمايل: دا هغه لاره ده چې سمه نیغه ماته رارسېدلې ده. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 15

اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

بې شکه زما پر خاصو بندګانو ستا واک نشته، مګر هغه څوک چې ستا تابعداري وکړي د بې لارې شویو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 15

وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

او بیشکه چې جهنم (دوزخ) خامخا ځای د وعدی د دغو (ستا د پېروانو) دی د ټولو. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 15

لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠

چې دې (دوزخ) لره اوه دروازې دي او د هرې دروازې لپاره د دې خلکو نه برخه ده تقسیم کړی شوې. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 15

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ

یقینا پرهیزګاران خلک به وي په جنتونو او چینو کې. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 15

اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟

(ویلی کیږي به دوی ته) ننوځئ دې جنتونو ته په سلامتۍ سره په داسې حال کې چې په امن به یاستئ. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 15

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

او وبه باسو (لرې به کړو) هر هغه حسد چې د دې په سینو کې و، ورونه ورونه به وي او په تختونو به وي یو بل ته مخامخ. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 15

لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟

نه به رسیږي دغه (جنتیانو) ته په دغه (جنت) کې هیڅ ستړې والی او نه به دوی د هغه نه ویستلی کیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 15

نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

خبر ورکړه (ای پیغمبره!) زما بندګانو لره چې زه یم بخښنه کوونکی رحم کوونکی. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 15

وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟

او (بله دا چې) بې شکه عذاب زما هم دی دردناک عذاب. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 15

وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- کې. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 15

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ ۟

کله چې دوی ننوتل (ابراهیم -علیه السلام) ته نو وویل دوی موږ سلام کوو، هغه ورته وویل یقینا موږ له تاسي څخه ویریدونکي یو. info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 15

قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

نو وویل (ملاېکو) مه ویریږه بې شکه موږ زیری کوو تا ته په هلک ډیر پوه سره. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 15

قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ ۟

ابراهيم علیه السلام وويل: آيا تاسي په دې زوړوالي كې ماته زېرى راكوئ؟ نو د څه زېرى راكوئ؟ info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 15

قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ ۟

وویل (ملائکو ابراهیم -علیه السلام- ته) چې زیری کړی دی موږ تا ته په یقیني خبره نو مه کیږه ته د ناهیلي کېدونکو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 15

قَالَ وَمَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ ۟

وویل (ابراهیم -علیه السلام-) ناهیلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه مګر ګمراهان. info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 15

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

وويل (ابراهيم -علیه السلام-) نو څه دی لوی کار ستاسو ای رالیږل شویو ملاېکو. info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 15

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

وويل دوي بې شكه موږ رالیږل شوي د مجرمانو یو قوم پسې. info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 15

اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

يوازې د لوط علیه السلام كورنۍ مستثنا ده، هغوى ټول به موږ وژغورو. info
التفاسير: |

external-link copy
60 : 15

اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ ۙ— اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟۠

پرته د هغه (لوط -علیه السلام-) له میرمنې، مقرر کړې موږ چې یقینا دا به خامخا د پاتې کیدونکی څخه وي (په عذاب کې). info
التفاسير: |

external-link copy
61 : 15

فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ ١لْمُرْسَلُوْنَ ۟ۙ

نو کله چې راغلل کورنۍ د لوط -علیه السلام- ته رالیږل شوي ملائک. info
التفاسير: |

external-link copy
62 : 15

قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

نو هغه وويل: تاسپ نا اشنا ښكارېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
63 : 15

قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

هغو ځواب وركړ: نه بلكې موږ له هماغه څه سره درته راغلې يو چې د هغه په راتګ كې دوی شک کاوه. info
التفاسير: |

external-link copy
64 : 15

وَاَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

او راوړې ده موږ تا ته حق خبره او یقینا موږ خامخا ریښتیا ویونکي یو. info
التفاسير: |

external-link copy
65 : 15

فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَاتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّامْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ ۟

نو بوځه کورنۍ خپله په یوه برخه د شپې کې او ورپسې شاته روان شه، او وروسته دې نه ګوري هیڅ یو کس ستاسو څخه، او ځئ تاسې هغه ځای ته چې تاسو ته حکم شوی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
66 : 15

وَقَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ ۟

او فیصله واوروله موږ دې ته دغه فیصله چې یقنیا د دې کسانو جرړي به پرې کړای شي په وخت د سبا کې. info
التفاسير: |

external-link copy
67 : 15

وَجَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

او راغلل د ښار والا چې خوشحالي یې ښکاره کوله. info
التفاسير: |

external-link copy
68 : 15

قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِ ۟ۙ

(لوط علیه السلام) وويل: دوى زما مېلمانه دي، ما مه شرموئ. info
التفاسير: |

external-link copy
69 : 15

وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ ۟

له الله نه ووېرېږئ ما مه رسوا كوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
70 : 15

قَالُوْۤا اَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

دوی وویل: آیا ته مو نه یې منع کړی د خلکو (د میلمه پالنې) څخه؟ info
التفاسير: |

external-link copy
71 : 15

قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ

وویل (لوط -علیه السلام-): دغه زما لوڼي دي ( نکاح ورسره وکړئ) که چېرته تاسو تر سره کوونکي یاست. info
التفاسير: |

external-link copy
72 : 15

لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

قسم دی ستا په ژوند؛ یقینا دوی په خپله نشه کې دي پریشانه. info
التفاسير: |

external-link copy
73 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ

نو د لمر له څرك سره سم هغوى يوې قوي چغې ونيول. info
التفاسير: |

external-link copy
74 : 15

فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ

او موږ هغه سيمه پر بل مخ نسكوره كړه او پر هغو مو د پخې شوې خټې د تيږو باران ووراوه. info
التفاسير: |

external-link copy
75 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟

په دې پېښه كې د ځيركو خلكو لپاره سترې نښانې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
76 : 15

وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟

او بې شکه دغه (کلي) خامخا پراته دي په لار سمه (چلنده) کې. info
التفاسير: |

external-link copy
77 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

په هغې كې د عبرت درس دى هغو خلكو لپاره چې د ايمان خاوندان دي. info
التفاسير: |

external-link copy
78 : 15

وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او یقینا وو خاوندان د بڼ (ځنګل) خامخا ظلم کوونکي. info
التفاسير: |

external-link copy
79 : 15

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠

نو بدل واخیست موږ له دوی څخه او یقینا خامخا دوی دواړه قومونه په مشهوره او ښکاره لاره باندې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
80 : 15

وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

د حجر خلكو (د كندې اوسيدونكو ثموديانو) هم پېغمبران دروغجن ګڼلي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
81 : 15

وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ

او ورکړي وو موږ دوی ته ډیر معجزات خپل نو وو دوی له هغو (معجزو) څخه مخ ګرځوونکي. info
التفاسير: |

external-link copy
82 : 15

وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟

او دوی به د غرونو نه تراشلې کوټې او په امن سره اوسیدونکي وو. info
التفاسير: |

external-link copy
83 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

نو ونیول دوی لره یوې ناڅاپه چغې په وخت د سبا کې. info
التفاسير: |

external-link copy
84 : 15

فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ

او د هغو ګټلې هغوی ته هېڅ په درد ونه خوړل. info
التفاسير: |

external-link copy
85 : 15

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟

او نه دي پیدا کړي موږ اسمانونه او ځمکه او هر هغه څه چې په منځ د دواړو کې دي مګر د حق د ښکاره کولو لپاره، او بې شکه قیامت خامخا راتلونکی دی نو مخ واړوه له دې خلکو څخه په ښایسته مخ اړولو سره. info
التفاسير: |

external-link copy
86 : 15

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟

بې شکه رب ستا دی ښه پیداکوونکی او پوهه دی په هر څه. info
التفاسير: |

external-link copy
87 : 15

وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟

موږ تا ته اوه بیا تکرارېدونکې ايتونه دركړيدي، او تا ته مو ستر قراّن دركړيدى. info
التفاسير: |

external-link copy
88 : 15

لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

ته هغه سامانونو ته سترګې مه اړوه چې موږ له دوى څخه بيلابېلو خلكو ته وركړيدي، او مه د دوى پر حال خپل زړه ځوروه، او مومنانو ته د خواخوږۍ او مهربانۍ وزرې ښکته کړه. info
التفاسير: |

external-link copy
89 : 15

وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ

او (نه منونكو ته) ووايه: بې شکه زه خو ښكاره څرګند اخطار وركوونكى يم. info
التفاسير: |

external-link copy
90 : 15

كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ

دا هماغسې اخطار دى لكه چې مو تفرقه اچوونكو ته لېږلى و. info
التفاسير: |

external-link copy
91 : 15

الَّذِیْنَ جَعَلُوا الْقُرْاٰنَ عِضِیْنَ ۟

هغوی چې ګرځولی یې و (قرآن کریم) ټوټې ټوټې. info
التفاسير: |

external-link copy
92 : 15

فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو قسم دى ستا په رب، موږ به هرومرو له دوى ټولو څخه پوښتنه وكړو. info
التفاسير: |

external-link copy
93 : 15

عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

د هغو عملونو باره کې چې دوی يې کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
94 : 15

فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

نو ښکاره بیان کړه هغه چې تا ته حکم شوی دی، او مخ واړوه له مشرکانو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
95 : 15

اِنَّا كَفَیْنٰكَ الْمُسْتَهْزِءِیْنَ ۟ۙ

ستا له لوري موږ له ملنډو وهونكو څخه (د غچ اخيستلو) لپاره كافي يو. info
التفاسير: |

external-link copy
96 : 15

الَّذِیْنَ یَجْعَلُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۚ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

هغه کسان چې له الله سره بل د عبادت وړ نیسي، ډېر ژر به دوى ته معلومه شي. info
التفاسير: |

external-link copy
97 : 15

وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ یَضِیْقُ صَدْرُكَ بِمَا یَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

او موږ ته معلومه ده كومې خبرې چې دوى پر تا پورې كوي په هغو سره ستا زړه ته خپګان رسيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
98 : 15

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟ۙ

نو تسبیح وایه سره د حمدونو د رب خپل، او شه له سجده کوونکو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
99 : 15

وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰی یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ ۟۠

او د خپل رب بندګي تر هغه چې مرګ درته راشي. info
التفاسير: |