Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: اسراء   آیت:
وَاِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَآءَ رَحْمَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلًا مَّیْسُوْرًا ۟
او كه تا له هغو نه څنګ كولو د خپل رب د رحمت د لټون په هيله، نو بيا هغوى ته پسته نرمه خبره وكړه.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوْمًا مَّحْسُوْرًا ۟
او خپل لاس دې مه تر غاړې تړلى نيسه او مه يې داسې بشپړ پرانيستى چې بيا پړ او پښېمانه كېنې.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّكَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟۠
بې شكه ستا رب چاته چې وغواړي روزى پراخوي او (يا يې) تنګوي، هغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ خَشْیَةَ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَاِیَّاكُمْ ؕ— اِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْاً كَبِیْرًا ۟
او خپل اولاد مو د نېستۍ له وېرې مه وژنئ، موږ هغوى ته هم روزي وركوو او تاسو ته هم، د هغوى وژل خو يقيناً لويه ګناه ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤی اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟
او زنا ته مه نږدې كېږئ هغه يو ډېر ناوړه كار او بده لاره ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟
او هغه كس مه وژنئ چې الله (یې قتل) حرام كړى دى مګر په حقه، او هر څوک چې په ظلم سره ووژل شو نو یقیناً موږ يې وارث ته (د بدل اخيستلو) ځواک وركړى خو په وژلو كې به زياتى نه كوي، بې شكه هغه سره مرسته شوې ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۪— وَاَوْفُوْا بِالْعَهْدِ ۚ— اِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔوْلًا ۟
او د يتيم مال ته مه ورنږدې كېږئ مګر په هغه توګه چې ډېره ښه وي، تر هغو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږي او په ژمنه وفا كوئ، د ژمنې په هكله يقيناً پوښتنه كېدونكې ده.
عربي تفسیرونه:
وَاَوْفُوا الْكَیْلَ اِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟
او چې پيمانه كوئ نو پوره يې وركوئ او په سمه تله تول كوئ، دا ښه او په انجام كې ډېره غوره (طريقه) ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔوْلًا ۟
او په هغه څه پسې مه كېږه چې تاته يې پوهه نه وي، غوږ، سترګې او زړه دا ټول پوښتېدونكي دي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ۚ— اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا ۟
او د لويي په نخرو په زمكه كې مه ګرځه، بې شكه ته نه زمكه څيرولى شې او نه په هسكوالي غرونو ته رسېدلى شې.
عربي تفسیرونه:
كُلُّ ذٰلِكَ كَانَ سَیِّئُهٗ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوْهًا ۟
د دې ټولو چارو بدي ستا د رب په وړاندې ناخوښه ده.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اسراء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول