د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

حج

external-link copy
1 : 22

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ۚ— اِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَیْءٌ عَظِیْمٌ ۟

ای خلکو! له خپل ربه ووېرېږئ، بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 22

یَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَی النَّاسَ سُكٰرٰی وَمَا هُمْ بِسُكٰرٰی وَلٰكِنَّ عَذَابَ اللّٰهِ شَدِیْدٌ ۟

په کومه ورځ چې تاسي ووینئ دا زلزله نو غافله به شي هره شېدې ورکوونکي میرمن له هغه بچي څخه چې شیدې ورکوي، او وبه غورځوي هر حمل والا خپل حمل لره، او ته به وېني خلکو لره نشیان؛ حال دا دی چې دوی به نشه نه وي خو د الله عذاب سخت دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 22

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّیَتَّبِعُ كُلَّ شَیْطٰنٍ مَّرِیْدٍ ۟ۙ

او ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته له کوم دلیل نه او تابعداري کوي د هر شیطان سرکش. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 22

كُتِبَ عَلَیْهِ اَنَّهٗ مَنْ تَوَلَّاهُ فَاَنَّهٗ یُضِلُّهٗ وَیَهْدِیْهِ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟

مقرر کړی شوی په باره د شیطان کې چې څوک د هغه سره ملګرتیا کوي نو یقېنا هغه یې بې لارې کوي او ښوونه ورته کوي عذاب د اور طرف ته. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 22

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّغَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَیِّنَ لَكُمْ ؕ— وَنُقِرُّ فِی الْاَرْحَامِ مَا نَشَآءُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْلَا یَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— وَتَرَی الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَاَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟

ای خلكو! كه د بيا ژوندون په هكله په څه شک كې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې، بيا د وينې له ټوټې، بيا د غوښې له بوټۍ نه چې پوره شكل لرونكې هم وي او نيمګړي شكل والا هم، دې لپاره چې تاسو ته (حقيقت) بيان كړو، او هره نطفه چې موږ يې وغواړو، تر يوې معلومې نېټې يې په رحمونو كې تم كوو، بيا مو د ماشوم په بڼه راوباسو، بيا (مو روزنه كوو) تر څو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ، او ځينې له تاسو نه (زر) وفات كېدلى شي، او ځينې مو تر ناكاره عمر ځنډېدلى شي (آن) چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ نه پوهيږي، او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شنېليو نه راوټوكوي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 22

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّهٗ یُحْیِ الْمَوْتٰی وَاَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۙ

دا (بیان) دلېل دی په دې خبره چې یقېنا الله تعالی حق دی او یقېنا الله تعالی هغه ذات دی چې ژوندي کوي مړي او یقېنا الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 22

وَّاَنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟

او بې شکه قیامت راتلونکی دی، نشته هېڅ شک په دې کې، او بې شکه الله تعالی به راپورته کوي هغه څوک چې په قبرونو کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 22

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟ۙ

او ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته د څه پوهې نه او پرته له هدایت نه او پرته د کتاب رڼا کوونکي نه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 22

ثَانِیَ عِطْفِهٖ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَهٗ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّنُذِیْقُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟

اړوونکي وي دی خپلې ډډې (څټ) لره د دې لپاره چې ګمراه کړي خلک د الله تعالی له لارې نه، شته ده لره په دنیا کې رسوایي او وروبه څکو موږ ده لره په ورځ د قیامت کې عذاب (د اور) سوځوونکي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 22

ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ یَدٰكَ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠

(وېل کېږي به دې ته) دا عذاب په سبب د هغو عملونو دی چې مخکې لېږلي لاسونو ستا او بې شکه الله تعالی نه دی هېڅ ظلم کوونکی په خپلو بندګانو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 22

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّعْبُدُ اللّٰهَ عَلٰی حَرْفٍ ۚ— فَاِنْ اَصَابَهٗ خَیْرُ ١طْمَاَنَّ بِهٖ ۚ— وَاِنْ اَصَابَتْهُ فِتْنَةُ ١نْقَلَبَ عَلٰی وَجْهِهٖ ۫ۚ— خَسِرَ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟

او ځینې له خلکو هغه څوک دي چې بندګي کوي د الله تعالی په څنګ (شک) باندې، نو که ورسېږي دوې ته څه فاېدې د دنیا نو کلک شي (د هغه په وجه)، او که ورته څه ورسېږي مصېبت نو بېرته په خپل مخ وګرځي، (نو) تاواني شو په دنیا او آخرت کې، بې شکه دا ډېر ښکاره تاوان دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 22

یَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهٗ وَمَا لَا یَنْفَعُهٗ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟ۚ

رابلي د الله تعالی نه پرته هغه څوک چې نه ده لره څه تکلېف ورکولی شي او نه ورته څه ګټه ورکولی شي، همدا ده ډیره لرې ګمراهي (له حق نه). info
التفاسير:

external-link copy
13 : 22

یَدْعُوْا لَمَنْ ضَرُّهٗۤ اَقْرَبُ مِنْ نَّفْعِهٖ ؕ— لَبِئْسَ الْمَوْلٰی وَلَبِئْسَ الْعَشِیْرُ ۟

رابلي دی هغه څوک چې خامخا د هغه ضرر زر رارسېدونکي وي د هغه د فاېدې او ګټې نه، خامخا بد دوست دی هغه او بد ملګری دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 22

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟

بې شکه الله تعالی ننباسي هغه کسان چې ایمان يې راوړی او نېک عملونه کړي يې دي جنتونو ته چې بهېږې به لاندې (د ماڼیو) د هغه ویالې، بې شکه الله تعالی کوي هر هغه څه چې ویې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 22

مَنْ كَانَ یَظُنُّ اَنْ لَّنْ یَّنْصُرَهُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ فَلْیَمْدُدْ بِسَبَبٍ اِلَی السَّمَآءِ ثُمَّ لْیَقْطَعْ فَلْیَنْظُرْ هَلْ یُذْهِبَنَّ كَیْدُهٗ مَا یَغِیْظُ ۟

څوك که ګومان كوي چې الله به په دنيا او آخرت كې د هغه (پيغمبر) سره څه مرسته ونكړي، هغه ته په كار ده چې د يوې رسۍ په وسيله تر اسمانه ځان ورسوي، بيا دې غوڅه كړي، بيا دې وګوري چې آيا د هغه تدبير د يو داسې شي مخنيوى كولاى شي چې هغه یې بد ګڼي؟ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 22

وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یُّرِیْدُ ۟

او همدغه شان موږ هغه په څرګندو آيتونو سره نازل كړ او دا چې الله چاته وغواړي لاره ورښيي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 22

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـِٕیْنَ وَالنَّصٰرٰی وَالْمَجُوْسَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا ۖۗ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟

يقيناً هغوى چې ايمان راوړي او هغه چې يهوديان شوي او صابيان، نصرانيان، مجوسيان او هغه چې مشركان شوي، الله به د دې ټولو ترمنځ د قيامت په ورځ فيصله كوي، بې شکه الله په هر څه ښه (عالم) شاهد دى. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 22

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَسْجُدُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُوْمُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَآبُّ وَكَثِیْرٌ مِّنَ النَّاسِ ؕ— وَكَثِیْرٌ حَقَّ عَلَیْهِ الْعَذَابُ ؕ— وَمَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ ۟

آيا ته نه وينې چې الله ته سجده كوي څوک چې آسمانونو كې دي او څوک چې ځمكه كې دي او لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، څاروي او زياتره انسانان او ډېر داسې دي چې د عذاب وړ ګرځېدلي او هغه څوک چې الله يې سپک كړي نو بيا هغه ته څوک عزت وركوونكى نشته، الله چې څه غواړي هماغه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 22

هٰذٰنِ خَصْمٰنِ اخْتَصَمُوْا فِیْ رَبِّهِمْ ؗ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِیَابٌ مِّنْ نَّارٍ ؕ— یُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوْسِهِمُ الْحَمِیْمُ ۟ۚ

دا دوه ډلې مدعيان دي چې د خپل رب په هكله يې سره جګړه ده، نو كوم چې كافر شوي هغوی لپاره د اور څخه جامې پرې شوي، د سرونو دپاسه به يې خوټېدلې اوبه وراچولى شي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 22

یُصْهَرُ بِهٖ مَا فِیْ بُطُوْنِهِمْ وَالْجُلُوْدُ ۟ؕ

چې په هغو سره به يې هغه څه هم ویلي (خوړين) شي چې په خېټو كې يې دي او پوستكي هم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 22

وَلَهُمْ مَّقَامِعُ مِنْ حَدِیْدٍ ۟

او هغوي لپاره به د اوسپنې ګوزرونه (څټکونه) وي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 22

كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ اُعِیْدُوْا فِیْهَا ۗ— وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟۠

كله چې له ډېره غمه له هغه نه وتل غواړي نو بېرته پكې ورګرځول كيږي او (ورته ويلى شي چې) د سوځونكي اور خوند وڅكئ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 22

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ؕ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟

يقيناً الله هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي داسې جنتونو ته ورننباسي چې لاندې يې ترې ويالې بهيږي، هلته به دوى د سرو زرو او ملغرو په بنګړو سينګار كړى شي، او جامې به يې پكې ورېښمينې وي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 22

وَهُدُوْۤا اِلَی الطَّیِّبِ مِنَ الْقَوْلِ ۖۗۚ— وَهُدُوْۤا اِلٰی صِرَاطِ الْحَمِیْدِ ۟

او هغوى ته د سپېڅلې خبرې لارښوونه شوې وه او د ستايل شوي (الله) لارې ته ور سم كړى شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 22

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِیْ جَعَلْنٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءَ ١لْعَاكِفُ فِیْهِ وَالْبَادِ ؕ— وَمَنْ یُّرِدْ فِیْهِ بِاِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟۠

بې شكه كوم كسان چې كافر شوي او د الله له لارې او هغه مسجد حرام نه ايسارول كوي چې موږ هغه د (ټولو) خلكو (د عبادت ځاى) ګرځولى، هغه چې په هغه كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكى يو برابر دي، او څوک چې په هغه كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 22

وَاِذْ بَوَّاْنَا لِاِبْرٰهِیْمَ مَكَانَ الْبَیْتِ اَنْ لَّا تُشْرِكْ بِیْ شَیْـًٔا وَّطَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْقَآىِٕمِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟

او كله چې موږ ابراهيم ته د بيت الله ځاى وټاكلو چې له ما سره هېڅ شى مه شريكوه، او زما كور طواف كوونكو، قيام كوونكو، ركوع او سجده كوونكو لپاره پاک كړه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 22

وَاَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰی كُلِّ ضَامِرٍ یَّاْتِیْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِیْقٍ ۟ۙ

او په خلكو كې د حج اعلان (غږ) وكړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 22

لِّیَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ۚ— فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَآىِٕسَ الْفَقِیْرَ ۟ؗ

تر څو هغوى خپلو ګټو ته راحاضر شي او په څو ټاكلو ورځو كې پر هغو څارويو د الله نوم ياد كړي چې ور روزي كړي يې دي، نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 22

ثُمَّ لْیَقْضُوْا تَفَثَهُمْ وَلْیُوْفُوْا نُذُوْرَهُمْ وَلْیَطَّوَّفُوْا بِالْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟

بيا دې هغوى خپلې خيرې ايسته كړي، خپل نذرونه دې پوره كړي او د دې لرغوني كور طواف دې وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 22

ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ حُرُمٰتِ اللّٰهِ فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— وَاُحِلَّتْ لَكُمُ الْاَنْعَامُ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْاَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوْا قَوْلَ الزُّوْرِ ۟ۙ

دا وشوه، او هر څوک چې د الله د حكمونو درناوى وكړي نو د الله پر وړاندې دا د هغه لپاره غوره ده، او ستاسي لپاره څاروي حلال ګرځول شوي، پرته له هغو چې (حرمت يې) پر تاسو لوستل كيږي، نو د بتانو له پليتۍ څخه ځان وساتئ او له دروغ خبرې څخه ډډه وكړئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 22

حُنَفَآءَ لِلّٰهِ غَیْرَ مُشْرِكِیْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَكَاَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ اَوْ تَهْوِیْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ مَكَانٍ سَحِیْقٍ ۟

خاص الله لره غاړه اېښودونكي شئ، چې هغه سره شرک كوونكي نه ياست، او هر څوک چې الله سره شريک ونيسي نو هغه لكه چې له آسمانه راوغورځېدو، چې يا به يې مرغان وتښتوي، يا به يې باد چېرته لرې ژور ځاى كې وغورځوي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 22

ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ ۟

همداسې ده، او څوک چې د الله (د دين) د نښانو درناوى كوي نو دا د زړونو له تقوى ده. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 22

لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ مَحِلُّهَاۤ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟۠

تاسو لره تر يوې ټاكلې نېټې په هغو كې ګټې شته، بيا يې د حلالولو ځاى هماغه لرغوني كور سره دى. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 22

وَلِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ؕ— فَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَلَهٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ— وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِیْنَ ۟ۙ

او هر امت لپاره موږ يوه قرباني (يا د عبادت يوه طريقه) ټاكلې ده تر څو په هغو څارويو باندې د الله نوم واخلي چې ور په برخه كړي يې دي، نو ستاسو معبود هماغه يو معبود (الله) دى، نو هماغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 22

الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَصَابَهُمْ وَالْمُقِیْمِی الصَّلٰوةِ ۙ— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟

هغوى چې كله د الله نوم ورته ياد شي، زړونه يې ولړزيږي او هغوى چې صبر كوونكي دي په هغو (كړاوونو) چې ورته رسېدلي وي او چې لمونځ ترسره كوونكي دي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 22

وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُمْ مِّنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ لَكُمْ فِیْهَا خَیْرٌ ۖۗ— فَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا صَوَآفَّ ۚ— فَاِذَا وَجَبَتْ جُنُوْبُهَا فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرْنٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او (د قربانۍ) اوښان مو ستاسو لپاره د الله (د دين) له نښانو څخه ګرځولي، تاسو ته په هغو كې ښېګڼه ده، نو په داسې حال كې د الله نوم ورباندې واخلئ چې هغه ولاړ وي، بيا چې كله يې اړخونه (پر ځمكه) پرېوتل نو تاسو هم ترې وخورئ، او په (هر) قناعت لرونکي او بې قناعته (فقير) يې هم وخورئ، همدغه شان مو هغه (څاروي) درته تابع كړي دي تر څو تاسو شكر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 22

لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰی مِنْكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰی مَا هَدٰىكُمْ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

هېڅکله یې هم نه غوښې الله ته رسيږي او نه وينې، هغه ته خو (يوازې) ستاسو تقوا رسيږي، همداسې يې درته تابع كړي، تر څو په هماغه شان د هغه (الله) درناوى وكړئ چې درښوولي يې دي، او نېک عملو ته زېرى وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 22

اِنَّ اللّٰهَ یُدٰفِعُ عَنِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُوْرٍ ۟۠

يقيناً الله له هغو خلكو ملاتړ كوي چې ايمان يې راوړى، رښتيا چې الله هېڅ خيانت ګر او ناشكره نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 22

اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّهُمْ ظُلِمُوْا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ عَلٰی نَصْرِهِمْ لَقَدِیْرُ ۟ۙ

هغو خلكو ته اجازه وركړل شوه چې جګړه ورسره كيږي، ځكه چې دوى سره ظلم شوى او يقيناً الله يې په مرسته كولو قدرت لرونکی دى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 22

١لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِیَعٌ وَّصَلَوٰتٌ وَّمَسٰجِدُ یُذْكَرُ فِیْهَا اسْمُ اللّٰهِ كَثِیْرًا ؕ— وَلَیَنْصُرَنَّ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟

هغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو واېستل شول، يوازې په دې خبره چې دوى وايي: (زموږ رب الله دى) او كه الله خلک يو د بل په وسيله نه ايسارولى نو خامخا به نړول شوې وې خانقاګانې (د راهبانو)، كليساوې (د عیسویانو)، صلوات (د یهودو عبادت ځايونه) او جوماتونه (د مسلمانانو) چې په هغو كې د الله نوم ډېر ياديږي او الله به خامخا له هغه چا سره مرسته كوي چې د هغه مرسته كوي، بې شكه الله زورور او برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 22

اَلَّذِیْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَاَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَلِلّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟

دوى هغه خلک دي چې كه موږ په ځمكه كې قدرت وركړو، لمونځ ودروی (ترسره كوي)، زكات وركوي، د نېكۍ امر كوي او له بديو نه ايسارول كوي، او د ټولو چارو خاتمه الله لره ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 22

وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّثَمُوْدُ ۟ۙ

او كه هغوى دې دروغجن ګڼي نو له دوى مخكې د نوح قوم، عاديانو او ثموديانو هم (خپل رسولان دروغجن) ګڼلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 22

وَقَوْمُ اِبْرٰهِیْمَ وَقَوْمُ لُوْطٍ ۟ۙ

او قوم د ابراهیم -علیه السلام- او قوم د لوط -علیه السلام-. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 22

وَّاَصْحٰبُ مَدْیَنَ ۚ— وَكُذِّبَ مُوْسٰی فَاَمْلَیْتُ لِلْكٰفِرِیْنَ ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ ۚ— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟

او (همدارنګه) د مدين خلک، او موسىٰ -علیه السلام- هم دروغجن وګڼلى شو نو كافرانو ته مې مهلت وركړو او بيا مې راونيول نو (ګوره) زما عذاب څنګه و؟ info
التفاسير:

external-link copy
45 : 22

فَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ فَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ؗ— وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَّقَصْرٍ مَّشِیْدٍ ۟

نو څومره كلي دي چې هغه موږ تباه كړي دي په داسې حال كې چې هغوى ظالمان وو نو (اوس) هغه په خپلو چتونو پراته دي او څومره كوهيان شاړ او څومره دنګې ماڼۍ كنډواله شوې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
46 : 22

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَتَكُوْنَ لَهُمْ قُلُوْبٌ یَّعْقِلُوْنَ بِهَاۤ اَوْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ۚ— فَاِنَّهَا لَا تَعْمَی الْاَبْصَارُ وَلٰكِنْ تَعْمَی الْقُلُوْبُ الَّتِیْ فِی الصُّدُوْرِ ۟

اّيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې بيا يې زړونه داسې وي چې پوهېدلى ورباندې، يا غوږونه داسې چې اورېدلى يې ورباندې نو خبره دا ده چې سترګې نه ړنديږي، خو هغه زړونه ړنديږي چې په سينو كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 22

وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ وَعْدَهٗ ؕ— وَاِنَّ یَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَاَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟

او هغوى د عذاب په راوستو كې بيړه درباندې كوي، حال دا چې الله به هېڅكله خپلې وعدې نه مخالفت ونه كړي او بې شكه چې ستا د رب په وړاندې يوه ورځ لكه زر كاله ده له هغو كلونو چې تاسو يې شمارئ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 22

وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَمْلَیْتُ لَهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ اَخَذْتُهَا ۚ— وَاِلَیَّ الْمَصِیْرُ ۟۠

او څومره ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړ، چې ظالم وو، بيا مې راونيول او (خاص) زما لور ته راتله دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 22

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّمَاۤ اَنَا لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

ورته ووايه: ای خلكو! خبره دا ده چې زه تاسو لره څرګند وېروونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 22

فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟

نو هغوى لره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي بخښنه او عزتمنه روزي ده. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 22

وَالَّذِیْنَ سَعَوْا فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟

او كوم خلک چې زموږ د آيتونو د كمزوري كولو هڅې كوي، همغوى دوزخیان دي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 22

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ وَّلَا نَبِیٍّ اِلَّاۤ اِذَا تَمَنّٰۤی اَلْقَی الشَّیْطٰنُ فِیْۤ اُمْنِیَّتِهٖ ۚ— فَیَنْسَخُ اللّٰهُ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ ثُمَّ یُحْكِمُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟ۙ

او له تانه مخكې مو هېڅ يو رسول او نبي له دې حالته پرته نه دى لېږلی چې كله به هغه لوستل كول نو شيطان به يې په لوستلو كې څه (خلل) وراچولو، نو الله هغه څه له منځه وړي چې شيطان يې پكې اچوي بيا الله خپل آيتونه محكموي، او الله ډېر پوه حكمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 22

لِّیَجْعَلَ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْقَاسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَفِیْ شِقَاقٍ بَعِیْدٍ ۟ۙ

دې لپاره (داسې كوي) چې كوم شى شيطان پكې غورځوي هغه د هغو خلكو لپاره فتنه وګرځوي چې په زړونو كې يې ناروغي ده او د هغو لپاره چې زړونه يې سخت دي او يقيناً دا ظالمان په دېر لرې مخالفت كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 22

وَّلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَیُؤْمِنُوْا بِهٖ فَتُخْبِتَ لَهٗ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او تر څو هغه خلک چې علم وركړى شوى، وپوهيږي چې دا حق دى ستا د رب له خوا، نو په هغه به ايمان راوړي او زړونه به يې ورته نرم شي، او بې شكه الله ايمان راوړونكو ته د سمې لارې ښوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 22

وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْهُ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً اَوْ یَاْتِیَهُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَقِیْمٍ ۟

او هغه خلک چې كافران شوي، تل به د هغه له پلوه په شک كې وي تر دې چې ناڅاپه قيامت ورته راشي يا د شنډې ورځې عذاب. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 22

اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ؕ— یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

پاچايي به په هغه ورځ يوازې الله لره وي، هماغه به يې ترمنځ فيصله كوي، نو چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى به له نعمتونو ډكو جنتو كې وي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 22

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟۠

او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو د دوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 22

وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ قُتِلُوْۤا اَوْ مَاتُوْا لَیَرْزُقَنَّهُمُ اللّٰهُ رِزْقًا حَسَنًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

او هغو كسانو چې د الله په لار كې هجرت كړى بيا وژل شوي يا مړه شوي دي نو الله به خامخا غوره روزي وركړي او بې شكه هماغه الله ډېر ښه روزي وركوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 22

لَیُدْخِلَنَّهُمْ مُّدْخَلًا یَّرْضَوْنَهٗ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَلِیْمٌ حَلِیْمٌ ۟

خامخا به يې داسې ځاى ته ننباسي چې هغوى ورباندې خوښ شي او الله خامخا ډېر پوه زغم والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 22

ذٰلِكَ ۚ— وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوْقِبَ بِهٖ ثُمَّ بُغِیَ عَلَیْهِ لَیَنْصُرَنَّهُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟

دا (زیری یقېني دی)، او څوک چې بدل واخلي هماغسې لكه چې هغه سره شوي، بيا (نور) ظلم پرې وشي نو الله به يې خامخا مرسته وكړي، الله يقيناً ډېر تېرېدونكى بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 22

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟

دا ځكه چې الله شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې الله بې شكه ښه اورېدونكى ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 22

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ هُوَ الْبَاطِلُ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟

دا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې الله نه پرته وربولي هغه باطل دي او يوازې الله اوچت (برلاسى) او لوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 22

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؗ— فَتُصْبِحُ الْاَرْضُ مُخْضَرَّةً ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟ۚ

آيا ته نه ګورې چې الله له آسمانه اوبه را وروي نو ځمكه تكه شنه شي بې شكه الله مهربان او ښه خبردار دى. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 22

لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟۠

په آسمانونو او ځمكه كې (ټول) شته هغه لره دي او بې شكه هماغه الله بى پروا او ستايل شوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 22

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَیُمْسِكُ السَّمَآءَ اَنْ تَقَعَ عَلَی الْاَرْضِ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟

آيا ته نه وينې چې الله هغه څه درته تابع كړي چې په ځمكه كې دي او هغه بېړۍ (هم) چې د ده په امر سمندر كې چليږي او هماغه (الله) آسمان داسې ساتي چې د ده له حكمه پرته په ځمكه را ونه غورځيږي، بې شكه الله په خلكو ډېر نرمي كوونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 22

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَحْیَاكُمْ ؗ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ ۟

او هماغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي ياست، بيا مو مړه كوي، وروسته مو بيا راژوندي كوي (خو) انسان خامخا ناشكره دى. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 22

لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوْهُ فَلَا یُنَازِعُنَّكَ فِی الْاَمْرِ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ ؕ— اِنَّكَ لَعَلٰی هُدًی مُّسْتَقِیْمٍ ۟

موږ د هر امت لپاره د عبادت يوه لاره ټاكلې ده چې دوى ورباندې روان دي نو دوى دې په دې كار كې جګړه نه درسره كوي او ته د خپل رب لور ته بلنه كوه، يقيناً ته خو په سمه لار برابر يې. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 22

وَاِنْ جٰدَلُوْكَ فَقُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

او كه هغوى جګړه درسره كوي نو ورته ووايه چې الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 22

اَللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟

الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ هغه څه كې فيصله كوي چې تاسو پكى اختلاف كولو. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 22

اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ فِیْ كِتٰبٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟

آيا ته نه پوهيږې چې الله په هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، دا خامخا په يو كتاب كې دي، دا خو په الله ډېر آسانه دي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 22

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّمَا لَیْسَ لَهُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟

او هغوى الله نه پرته داسې څه لمانځي چې هغه يې په هكله څه سند نه دى نازل كړى او نه دوى څه علم پرې لري او ظالمانو لره څوک مرستيال نشته. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 22

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ ؕ— یَكَادُوْنَ یَسْطُوْنَ بِالَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ؕ— قُلْ اَفَاُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكُمْ ؕ— اَلنَّارُ ؕ— وَعَدَهَا اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠

او كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي نو ته د كافرانو په مخونو كې د انكار نښانې پېژنې، نږدې وي چې پر هغو كسانو ورټوپ كړي كوم چې زموږ آيتونه ورباندې لولي، ورته ووايه: تاسو ته له دې لا زيات بد شى دروښيم؟ اور دى! چې الله يې له كافرانو سره وعده كړې او ډېر بد استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 22

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَنْ یَّخْلُقُوْا ذُبَابًا وَّلَوِ اجْتَمَعُوْا لَهٗ ؕ— وَاِنْ یَّسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْـًٔا لَّا یَسْتَنْقِذُوْهُ مِنْهُ ؕ— ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوْبُ ۟

اى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 22

مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟

دوى لكه چې ښايي هغه شان د الله قدر ونه پېژندو، الله يقيناً زورور او برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 22

اَللّٰهُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا وَّمِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟ۚ

الله د ملايكو نه هم استازي ټاكي او له انسانانو هم، بې شكه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 22

یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟

په هغه څه هم پوهيږي چې د هغوى د وړاندې دي او په هغه هم چې تر شايې دي، او یوازې الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 22

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ارْكَعُوْا وَاسْجُدُوْا وَاعْبُدُوْا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَیْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

ای مومنانو! ركوع او سجده وكړئ، خپل رب لمانځئ او د خير كارونه كوئ، دې لپاره چې بريالي شئ. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 22

وَجَاهِدُوْا فِی اللّٰهِ حَقَّ جِهَادِهٖ ؕ— هُوَ اجْتَبٰىكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَیْكُمْ فِی الدِّیْنِ مِنْ حَرَجٍ ؕ— مِلَّةَ اَبِیْكُمْ اِبْرٰهِیْمَ ؕ— هُوَ سَمّٰىكُمُ الْمُسْلِمِیْنَ ۙ۬— مِنْ قَبْلُ وَفِیْ هٰذَا لِیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ شَهِیْدًا عَلَیْكُمْ وَتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ ۖۚ— فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاعْتَصِمُوْا بِاللّٰهِ ؕ— هُوَ مَوْلٰىكُمْ ۚ— فَنِعْمَ الْمَوْلٰی وَنِعْمَ النَّصِیْرُ ۟۠

او د الله په لار كې رښتینی جهاد وكړئ، هماغه تاسو (خپل كار ته) غوره كړي ياست، او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى، د خپل پلار ابراهيم په دين اوسئ هماغه (الله) تاسو ړومبى هم مسلمانان ونومولى او په دې (قرآن) كې هم، دې لپاره چې رسول پر تاسو شاهد وي او تاسو پر خلكو شاهدان، نو لمونځ ودروئ، زكات وركوئ او (د) الله (په دین) ټینګ شئ، هماغه ستاسو مالک دى، غوره مالک او ښه مرستندوى. info
التفاسير: