Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: نمل   آیت:
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَهُمْ مِّنْ فَزَعٍ یَّوْمَىِٕذٍ اٰمِنُوْنَ ۟
څوك چې له نيكۍ سره راشي نو هغه ته به لا ترې ښه بدله وركړى شي او هغوى به د هغې ورځې له هيبته بې غمه وي.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ ؕ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او څوك چې له بدۍ سره راشي نو مخونه به يې په اور كې نسكور كړى شي، څه چې تاسي كول له هغو پرته خو به نوره سزا نه دركول كيږي؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ رَبَّ هٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِیْ حَرَّمَهَا وَلَهٗ كُلُّ شَیْءٍ ؗ— وَّاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۙ
ماته خو یوازې دا امر شوى چې د دې ښارګوټي د رب بندګي وکړم، كوم یې چې حرام ګرځولى او هر څه د هغه دي او ماته امر شوى چې مسلمان و اوسم.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْ اَتْلُوَا الْقُرْاٰنَ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟
او دا چې قرآن تلاوت كړم، نو څوك چې په سمه لار برابر شو، هغه د ځان لپاره سمه لار مومي او څوك چې بې لارې شو نو ورته ووايه چې زه خو ايله بیروونکی يم.
عربي تفسیرونه:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ سَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ فَتَعْرِفُوْنَهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
او ووايه چې ستاينه الله لره ده، زر به خپلې نښانې در وښايي بيا به يې وپېژنئ، او ستا رب له هغو كارو ناخبره نه دى چې تاسو يې كوئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نمل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول