Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: قصص   آیت:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًی وَّمَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟
نو كله چې موسى زموږ له څرګندو نښانو سره هغوى ته ورغى، وېلې دا خو په درواغو جوړ شوو كوډو پرته بل څه نه دي او دا خو موږ په پخوانيو پلرونو كې نه وې اورېدلې.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ مُوْسٰی رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی مِنْ عِنْدِهٖ وَمَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
او موسى وويل: زما رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لوري هدايت سره راغلى او (دا چې) ښه پايله به د چا وي؟ يقيناً ظالمان برى نه مومي.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَاُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرِیْ ۚ— فَاَوْقِدْ لِیْ یٰهَامٰنُ عَلَی الطِّیْنِ فَاجْعَلْ لِّیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَطَّلِعُ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی ۙ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
او فرعون وويل: اى د قوم مشرانو! نه پېژنم زه ستاسو لپاره د بندګۍ هېڅ حقدارپرته له ما څخه، نو ای هامانه زما لپاره په خټو باندې اور بل کړه، نو جوړه کړه ما لره یوه بنګله، کېدی شي چې پورته د موسی معبود ته وروخېژم، او یقینا زه په ده باندې د دروغجنو ګمان کوم.
عربي تفسیرونه:
وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُوْدُهٗ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ اِلَیْنَا لَا یُرْجَعُوْنَ ۟
او لویې وکړه ده او لښکرو د ده په ملک کې بغیر د حق نه او ګمان وکړ دوی چې یقینا دوی به موږ ته نشي راګرځیدلی.
عربي تفسیرونه:
فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو موږ هغه او د هغه لښكرې راونيولې او په سيند كې مو وغورځول، نو ګوره چې د ظالمانو پايله څنګه وه.
عربي تفسیرونه:
وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
او وګرځول موږ دوی لره پېشوایان چې اور ته بلنه کوي او د قیامت په ورځ به د دوی مرسته نشي کیدلی.
عربي تفسیرونه:
وَاَتْبَعْنٰهُمْ فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا لَعْنَةً ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ هُمْ مِّنَ الْمَقْبُوْحِیْنَ ۟۠
او په دې دنيا كې مو هم لعنت ورپسې كړ او هغوى به د قيامت په ورځ هم له بد ویلی شوو څخه وي.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِ مَاۤ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ الْاُوْلٰی بَصَآىِٕرَ لِلنَّاسِ وَهُدًی وَّرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او یقینا ورکړی و موږ موسی ته کتاب وروسته له هغې نه چې موږ هلاکې کړې مخکینۍ پيړۍ تر څو شي د خلکو لپاره بينايي (د زړه)، لارښوونه او رحمت، تر څو هغوى درس واخلي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قصص
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول