Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت   آیت:
وَقَارُوْنَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ ۫— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانُوْا سٰبِقِیْنَ ۟ۚ
او قارون، فرعون او هامان (وګورئ) چې راغلی و هغوی ته موسى په څرګندو نښانوسره، خو هغوى پر زمكه لويې وکړه اونه ووهغوی وړاندې کیدونکي.
عربي تفسیرونه:
فَكُلًّا اَخَذْنَا بِذَنْۢبِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا ۚ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
نو دا هر يو مو په خپله ګناه راونيوه چې له هغوى مو پر چا كاڼي اوروونكى باد راواستولو، څوك يوې سختې چېغې راګير كړل، څوك مو په زمكه كې ننوېست او څوك مو ډوب كړل او الله پر هغوى ظلم نه كولو خو هغوى خپله پر ځانو ظلم كولو.
عربي تفسیرونه:
مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ ۚ— اِتَّخَذَتْ بَیْتًا ؕ— وَاِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
د هغو خلكو بېلګه چې له الله پرته يې نور دوستان نيولي، داسې ده لكه غڼې چې ځان ته يو كور نيولى او تر ټولو زيات كمزورى كور دغڼې كور دى، كاشكې هغوى پوهېدلى.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
يقيناً الله ته هغه څه ښه معلوم دي چې هغوى يې له الله پرته رابولي او همغه برلاسى حكمت والا دى.
عربي تفسیرونه:
وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۚ— وَمَا یَعْقِلُهَاۤ اِلَّا الْعٰلِمُوْنَ ۟
او دا بېلګې موږ خلكو ته بيانوو خو له عالمانو پرته د بل چا عقل نه پرې رسيږي.
عربي تفسیرونه:
خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
الله اسمانونه او ځمكه په حقه پيداكړي دي [د حکمت لپاره]، یقینا شته دی په دې کې نښه د مومنانو لپاره.
عربي تفسیرونه:
اُتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ ۟
لوله هغه كتاب چې تا ته وحى کړل شوى دى او لمونځ ترسره كوه، بې شكه لمونځ له بې حيايي او ناوړه كارونو څخه ايسارول كوي، او د الله يادول ډېر لوى (شى) دى او الله ته هغه څه معلوم دي چې تاسي يې كوئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول