د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

لقمان

external-link copy
1 : 31

الٓمّٓ ۟ۚ

الم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير: |

external-link copy
2 : 31

تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ

دا آیتونه د داسې کتاب دي چې د حکمتونو نه ډک دی. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 31

هُدًی وَّرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ

هدایت او رحمت دی لپاره د نېکانو. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 31

الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ

هغه خلك چې پابندي کوي د لمانځه، ورکوي زكات او هغوى په آخرت باور لري. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 31

اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

دغو (صفتونو والا) د خپل رب لخوا په سمه لار برابر او همدوى برى موندونكي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 31

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْتَرِیْ لَهْوَ الْحَدِیْثِ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۖۗ— وَّیَتَّخِذَهَا هُزُوًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟

او له خلكو څخه ځينې هغه دي چې چټي خبرې پيري، تر څو پرته له دلیل نه (خلك) د الله له لارې واړوي او هغه ټوكې وګڼي، د داسې خلكو لپاره سپكونكى عذاب دى. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 31

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا وَلّٰی مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا كَاَنَّ فِیْۤ اُذُنَیْهِ وَقْرًا ۚ— فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

او كله چې پر هغه زموږ اّيتونه لوستل كيږي نو داسې په لويي مخ واړوي لكه چې (بيخي يې) اورېدلي نه وي، (يا) لكه غوږونو كې يې چې دروندوالى وي، نو هغه ته د يو دردناك عذاب زېرى وركړه. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 31

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتُ النَّعِیْمِ ۟ۙ

يقيناً چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي دي هغو لپاره له نعمتونو ډك جنتونه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 31

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

تلپاتې به وي په هغو كې، د الله ریښتينې ژمنه ده او هغه حكمت والا برلاسى دى. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 31

خَلَقَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِیْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ ؕ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟

اّسمانونه يې بې له ستنو پيدا كړي ( لکه څرنګه یې) چې تاسې وينئ، او په ځمكه كې يې كلك ولاړ غرونه پيدا كړل چې هغه پر تاسي ونه خوځيږي او هر ډول خوځېدونكي ژوي يې پكې خپاره كړل او موږ له اسمانه اوبه را وورولې بيا مو په هغې كې هر ډول ګټور بوټي را شنه کړل. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 31

هٰذَا خَلْقُ اللّٰهِ فَاَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— بَلِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟۠

دا پيدايښت د الله دى، نو را وښاياست چې له هغه پرته دوى (باطلو معبودانو) څه پيدا كړي دي، بلكې دا ظالمان خو په څرګنده بې لاریتوب کې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 31

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا لُقْمٰنَ الْحِكْمَةَ اَنِ اشْكُرْ لِلّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّشْكُرْ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟

او بې شكه ورکړی و موږ لقمان ته پوخ علم (ورته مو ویلی و) د الله شكر وباسه، او څوك چې شكر وباسي نو خپل ځان ته شكر وباسي او څوك چې ناشکري کوي نو بې شكه الله بې پروا ستايل شوى دى. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 31

وَاِذْ قَالَ لُقْمٰنُ لِابْنِهٖ وَهُوَ یَعِظُهٗ یٰبُنَیَّ لَا تُشْرِكْ بِاللّٰهِ ؔؕ— اِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ ۟

او كله چې لقمان خپل زوى ته په نصيحت كې وويل: اې زما زویه الله سره څه مه شريكوه، يقيناً شرك يو ستر ظلم دى. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 31

وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ ۚ— حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ وَهْنًا عَلٰی وَهْنٍ وَّفِصٰلُهٗ فِیْ عَامَیْنِ اَنِ اشْكُرْ لِیْ وَلِوَالِدَیْكَ ؕ— اِلَیَّ الْمَصِیْرُ ۟

او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په هكله نصيحت كړى دى، ځكه مور يې د سستۍ دپاسه سستۍ حالت كې بار كړى دى، او (له تي) پرېکول يې په دوو كلونو كې دي، چې زما او د مور او پلار دې شكر وباسه، یوازې ما ته راګرځېدل دي. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 31

وَاِنْ جٰهَدٰكَ عَلٰۤی اَنْ تُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیَا مَعْرُوْفًا ؗ— وَّاتَّبِعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّ ۚ— ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او كه چېرې هغوى دواړه پر تا زور واچوي چې ما سره هغه څه شريك كړې چې تا سره د هغه څه علم نشته نو بيا د هغوى مه منه، او ملګرتیا د دوی کوه د دنیا په کار کې؛ ملګرتیا نېکه، او د هغه چا په لار ځه چې زما په خوا راګرځېدلى وي، بيا ستاسي راتلل زما په لور دي نو زه به مو په هغه څه خبروم چې تاسي به كول. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 31

یٰبُنَیَّ اِنَّهَاۤ اِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِیْ صَخْرَةٍ اَوْ فِی السَّمٰوٰتِ اَوْ فِی الْاَرْضِ یَاْتِ بِهَا اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟

اې زما زویه! خبره دا ده چې كه هغه (نېکي یا بدي) د اوري د يوې دانې په اندازه هم وي او په يو ګټ، يا په اسمانو يا ځمكه كې وي، الله به يې راوړي، بې شكه الله ډېر با خبره باريك ليدونكى دى. info
التفاسير: |

external-link copy
17 : 31

یٰبُنَیَّ اَقِمِ الصَّلٰوةَ وَاْمُرْ بِالْمَعْرُوْفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلٰی مَاۤ اَصَابَكَ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟ۚ

اې زما زویه! پابندي کوه د لمانځه او حکم کوه د نیکۍ او منع کوه له بدۍ نه او صبر کوه په هغه مصیبتونو چې تا ته رسیږي، یقینا دا له اړینو کارونو څخه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 31

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرٍ ۟ۚ

او (په لویۍ سره د خبرو پرمهال) له خلكو نه مخ مه اړوه او مه ګرځه په ځمكه كې په لویۍ او ناز سره، بې شكه الله كبرجن او لویي کوونکی نه خوښوي. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 31

وَاقْصِدْ فِیْ مَشْیِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ ؕ— اِنَّ اَنْكَرَ الْاَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِیْرِ ۟۠

او خپل تګ كې منځنی اوسه او غږ دې لږ ورو كړه، بې شكه تر ټولو غږونو ناكاره غږ د خرو وي. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 31

اَلَمْ تَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَسْبَغَ عَلَیْكُمْ نِعَمَهٗ ظَاهِرَةً وَّبَاطِنَةً ؕ— وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟

آيا تاسي نه دي ليدلي چې الله هغه څه ستاسو تابع ګرځولي چې په اسمانو او هغه څه چې ځمكه كې دي او پر تاسي يې خپل ټول ښكاره او پټ نعمتونه تمام كړي دي؟ خو ځينې خلك داسې دي چې پرته له پوهې، هدايت او روښانه كتاب، د الله په اړه [دهغه د وجود او د یووالي په اړه] جګړې کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 31

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّبِعُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا ؕ— اَوَلَوْ كَانَ الشَّیْطٰنُ یَدْعُوْهُمْ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟

او کوم وخت چې وویل شي دوی ته د هغه څه تابع شئ چې الله را نازل كړي! وايي: بلکې موږ د هغه څه تابعداري کوو چې خپل پلرونه مو پرى موندلي [آیا تابعداري کوي دوی د پلارانو] اګر که شیطان دوی ته د جهنم د عذاب بلنه ورکوي. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 31

وَمَنْ یُّسْلِمْ وَجْهَهٗۤ اِلَی اللّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟

او چا چې خپل مخ الله تعالی ته وسپارلو (تابع کړ) په داسې حال كې چې نېكي کوونکی هم وي نو هغه کلکه كړۍ ټینګه کړله، او د كارونو انجام د الله په لور دى. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 31

وَمَنْ كَفَرَ فَلَا یَحْزُنْكَ كُفْرُهٗ ؕ— اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

او چا چې کفر وکړ نو د هغه كفر دې تا خپه نكړي، زموږ خوا ته يې راګرځېدل دي، بيا به يې په هغه څه خبر كړو چې كړي يې دي، بې شكه الله ښه عالم دى په هغه څه چې سينو كې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 31

نُمَتِّعُهُمْ قَلِیْلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ اِلٰی عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟

لږه فائده به وركړو [په دنیا کې] خو بيا به يې د يو سخت عذاب په لور مجبور كړو [په اخرت کې]. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 31

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ خامخا به وايي چې الله، و وايه الله لره ستاينه ده، خو زياتره يې نه پوهيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 31

لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟

په اسمانونو او ځمكه كې هر څه الله لره دي، بې شكه هماغه الله بې پروا ستايل شوى دى. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 31

وَلَوْ اَنَّمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ اَقْلَامٌ وَّالْبَحْرُ یَمُدُّهٗ مِنْ بَعْدِهٖ سَبْعَةُ اَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمٰتُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

او كه په ځمكه كې چې څه ونې دي، قلمونه شي او سمندر يې رنګ او بيا اوه نور سمندرونه هم يې ورسره شي نو بيا به هم د الله خبرې خلاصې نه شي، بې شکه الله برلاسى حكمت والا دى. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 31

مَا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ اِلَّا كَنَفْسٍ وَّاحِدَةٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟

ستاسو د ټولو پيدايښت او بيا پاڅون ندی مګر لكه د يو تن (پيدايښت او پاڅون) په څېر (اسان) دى، بې شكه الله اورېدونكى ليدونكى دى. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 31

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؗ— كُلٌّ یَّجْرِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّاَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟

آیا ته نه وینې چې بې شکه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول يوې ټاكلې نېټې پورې چليږي او بې شکه الله ستاسي په كړنو خبردار دى. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 31

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الْبَاطِلُ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟۠

دا ځكه چې بې شکه الله حق دی او دوى چې له هغه پرته څه رابلي هغه باطل دي او بې شكه چې هماغه الله ډېر اوچت او لوي ذات دی. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 31

اَلَمْ تَرَ اَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللّٰهِ لِیُرِیَكُمْ مِّنْ اٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟

آيا تا نه دي ليدلي چې په سمندر كې بېړۍ د الله په فضل چليږي چې تاسي ته له خپلو نښانو څه در وښايي، په دې كې خو بې شکه د هر صبرناك شكر وېستونكي لپاره (ډېرې) نښانې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 31

وَاِذَا غَشِیَهُمْ مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ فَمِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُوْرٍ ۟

او كله چې د ورېځو غوندې څپې يې را لاندې كړي نو په سوچه عقيده سره الله رابولي، خو چې بيايې وچې ته وژغوري نو له دوی څخه ځېنې يې درمیانه تګ والا شي او زموږ له آيتونو پرته له هر بې لوظه او ناشكره بل څوك انكار نه كوي. info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 31

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا یَوْمًا لَّا یَجْزِیْ وَالِدٌ عَنْ وَّلَدِهٖ ؗ— وَلَا مَوْلُوْدٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَّالِدِهٖ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۥ— وَلَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟

اې خلكو له خپل رب نه مو ووېرېږئ او له هغې ورځې وډار شئ چې پلار به خپل زوی ته ګټه نشي رسولی، او نه به زوى خپل پلار ته ګټه رسونکی وي د څه شي، د الله ژمنه بې شكه رښتينې ده، نو د دنيا ژوند مو دوكه نه كړي او غولونكى (شيطان) مو د الله په اړه دوكه نه كړي. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 31

اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَیُنَزِّلُ الْغَیْثَ ۚ— وَیَعْلَمُ مَا فِی الْاَرْحَامِ ؕ— وَمَا تَدْرِیْ نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ؕ— وَمَا تَدْرِیْ نَفْسٌ بِاَیِّ اَرْضٍ تَمُوْتُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ ۟۠

بې شكه الله سره خو د قيامت معلومات دي، او باران وروي، او په هغه څه پوهيږي چې (د ميندو) په خېټو كې دي، او هيڅ ساكښ نه پوهيږي چې سبا به څه كوي؟ او نه هيڅوك پوهيږي چې په كومه ځمكه به مري، بې شكه الله خبردار عالم دى. info
التفاسير: |