Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: سبا   آیت:
قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیْدُ ۟
ووايه: حق راغى، او باطل (معبود) نه لومړی څه پيدا كړي دي او نه يې بيا پيدا كولاى شي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ ۚ— وَاِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ ۟
ووايه: كه زه بې لارې شوى يم نو د بې لارې كېدو تاوان مې پر خپل ځان دى او كه په سمه لار يم نو د هغې وحي په واسطه چې زما رب يې راته كوي، بېشكه همغه ښه اورېدونكى رانېږدې دى.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ فَزِعُوْا فَلَا فَوْتَ وَاُخِذُوْا مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ
که چیرته تا (دا حالت) لیدلای (ای مخاطبه!) چې كله ووېريږي [ملک الموت یا عذاب ورته راشۍ] پټېدلای به نه شي، او په كوم نېږدې ځاى كې به راګير كړى شي.
عربي تفسیرونه:
وَّقَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖ ۚ— وَاَنّٰی لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟ۚ
وايي به: موږ پرې ايمان راوړى دى، نو څرنکه به شي دوی لپاره (له مرګ وروسته د ایمان رانیول) له لېرې ځایه (له دنیا څخه)؟
عربي تفسیرونه:
وَقَدْ كَفَرُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَیَقْذِفُوْنَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟
حال دا چې مخکې ترې منكر شوي وو، او له لېرې ځايه به يې د غيبو ويشتل كول.
عربي تفسیرونه:
وَحِیْلَ بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ مَا یَشْتَهُوْنَ كَمَا فُعِلَ بِاَشْیَاعِهِمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا فِیْ شَكٍّ مُّرِیْبٍ ۟۠
او د هغوى او غوښتنو تر منځ يې پرده جوړه شوې ده لكه چې لا مخکې يې په سيالانو دا كار شوى و، بېشكه هغوى هم په زړه نا زړه كوونكي شك كې وو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: سبا
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول