Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: صافات   آیت:
فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
خو هغه يې دروغجن وګڼلو نو دوى به خامخا (په عذاب كې) د حاضر کړای شوو څخه وي.
.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
پرته د الله له سوچه بندګانو.
عربي تفسیرونه:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
او په وروستنو كې مو د هغه (ښه نوم) پرېښودلو.
عربي تفسیرونه:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟
په الياسين دې سلام وي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشكه لوط له استول شوو رسولانو څخه و.
عربي تفسیرونه:
اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
كله چې هغه او د هغه ټوله كورنۍ مو وژغورله.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟
پرته له يوې بوډۍ چې پاتېدونكو كې وه.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بيا مو نور تباه كړل.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ
او يقيناً تاسو ورتېریږئ په دوی باندې د سبا په وخت کې.
عربي تفسیرونه:
وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
او د شپې هم، نو اّيا عقل نه چلوئ؟
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشكه يونس له رسولانو څخه و.
عربي تفسیرونه:
اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
كله چې هغې ډكې بېړۍ ته وروتښتېد.
عربي تفسیرونه:
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ
بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.
عربي تفسیرونه:
فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟
بيا ماهي (کب) ده لره روغ تېر کړ په داسې حال کې چې دی ملامتونكى و.
عربي تفسیرونه:
فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ
نو كه چېرې هغه له تسبيح ويونكو څخه نه وى.
عربي تفسیرونه:
لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ
خامخا به د هغه ګېډه كې د بيا راپاڅېدو تر ورځې ځنډېدلى و.
عربي تفسیرونه:
فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ
بيا موږ په ناروغه حالت ډاګ ميدان كې وغورځولو.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ
او د كدو يو بوټى مو ورباندې را زرغون كړ.
عربي تفسیرونه:
وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ
هغه موږ سل زره يا څه زياتو (خلكو) ته ور استولى و.
عربي تفسیرونه:
فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ
نو هغوى ايمان راوړ، بيا مو تر څه وخته مهلت او سوكالي وركړه.
عربي تفسیرونه:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ
نو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟
عربي تفسیرونه:
اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟
(او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل.
عربي تفسیرونه:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
خبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي.
عربي تفسیرونه:
وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
چې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي.
عربي تفسیرونه:
اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ
اّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: صافات
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول