د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړ - مرکز رواد الترجمة * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه آیت: (12) سورت: النساء
وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ اَزْوَاجُكُمْ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهُنَّ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْنَ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّكُمْ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِّنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ تُوْصُوْنَ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— وَاِنْ كَانَ رَجُلٌ یُّوْرَثُ كَلٰلَةً اَوِ امْرَاَةٌ وَّلَهٗۤ اَخٌ اَوْ اُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ ۚ— فَاِنْ كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْ ذٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِی الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصٰی بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ۙ— غَیْرَ مُضَآرٍّ ۚ— وَصِیَّةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَلِیْمٌ ۟ؕ
او ستاسي ښځو چې څه پريښي وي د هغه نيمايي برخه تاسي ته رسېږي كه اولاد يې نه وي، او كه اولاد يې وي بيا د تركې څلورمه برخه ستاسي ده، البته د هغوی د کړي وصیت او پور څخه وروسته، او ښځې به ستاسي له تركې نه د څلورمې برخې حقدارې وي كه تاسي بې اولاده یاست، او كه ستاسې اولاد وو نو بيا ستاسي له تركې څخه د هغو اتمه برخه ده، وروسته د وصيت له پوره كولو كه تاسي وصيت كړى وي او د پور له اداء كولو كه پور وړي یاست. او كه هغه نارينه يا ښځه (چې د هغه ميراث بايد وويشل شي) بې اولاده هم وي او مور پلار يې هم ژوندي نه وي، خو يو ورور يا يوه خور يې موجوده وي نو ورور او خور هر يوه ته به شپږمه برخه ورسېږي، او كه وروڼه او خويندې له يوه څخه زيات وي نو د ټولې تركې په درېيمه برخه كې به هغوى ټول برخه وال وي، كله چې هغه وصيت پوره كړاى شي چې كړى يې وي او هغه پور اداء شي چې ورباندې وي، په دې شان چې زيان رسوونكى نه وي. دا د الله له لورې حكم دى او الله پوه باخبره او صبرناک دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (12) سورت: النساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړ - مرکز رواد الترجمة - د ژباړو فهرست (لړلیک)

پښتو ژبې ته د قرآن کریم د معناګانو ژباړه، دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة اړوند د اسلام هاوس ویب پاڼې په همکارۍ سره د یو ټیم لخوا تر سره شوې ده. IslamHouse.com.

بندول