د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

شوری

external-link copy
1 : 42

حٰمٓ ۟ۚ

حم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 42

عٓسٓقٓ ۟

الله ښه پوهیري په مقصد خپل د دې تورو. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 42

كَذٰلِكَ یُوْحِیْۤ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۙ— اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

همدغه شان برلاسى حكمت والا الله تا ته او هغو ته چې له تا مخکې وو، وحي راليږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 42

لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟

خاص د الله په اختیار کې دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي او همغه پورته [په مرتبه، غلبه او ذات کې] او لوی شان والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 42

تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

نږدې ده چې آسمانونه د هغوى له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل رب له ستاينې سره پاکي وايي او څوك چې ځمكه كې دي د هغوی لپاره بخښنه غواړي، واورئ چې بېشكه همغه الله بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 42

وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ اللّٰهُ حَفِیْظٌ عَلَیْهِمْ ۖؗ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟

او كومو كسانو چې له هغه پرته نور (شيان) چاره جوړوونكي نيولي، الله پر هغوى څارونكى دى او ته پرې (ذمه وار) ساتونكى نه يې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 42

وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَرِیْقٌ فِی الْجَنَّةِ وَفَرِیْقٌ فِی السَّعِیْرِ ۟

او همدغسې مو تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړى دى، چې مركزي كلى (مكه) او څوك يې چې شاوخوا دي، پرې ووېروې او د غونډېدو له ورځې يې ووېروې چې (هيڅ) شک پكې نشته (كله چې) يوه ډله په جنت كې او يوه (بله) ډله په دوزخ كې وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 42

وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَهُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمُوْنَ مَا لَهُمْ مِّنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

او كه الله غوښتي واى نو هغوى (ټول) به يې يو امت ګرځولي وو، خو چا ته چې يې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمانو لره خو به نه څوک دوست وي نه مرستندوى. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 42

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۚ— فَاللّٰهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَهُوَ یُحْیِ الْمَوْتٰی ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

آيا دوى له هغه پرته نور كار جوړوونكي نيولي نو (اصلي) كار جوړوونكى خو الله دى او همغه مړي راژوندي كوي او همغه په هر څه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 42

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُكْمُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبِّیْ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۖۗ— وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟

او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده، همدا الله زما رب دى، پر همغه مې بروسه كړې او د هغه په لور ورګرځم. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 42

فَاطِرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّمِنَ الْاَنْعَامِ اَزْوَاجًا ۚ— یَذْرَؤُكُمْ فِیْهِ ؕ— لَیْسَ كَمِثْلِهٖ شَیْءٌ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

د آسمانونو او ځمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته يې له تاسو څخه جوړې پيدا كړې او د څارويو يې هم جوړې پيدا كړې، تاسو په هغې كې (همداسې) خپروي، د هغه د صفاتو په شان صفات د هیچا نشته او همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 42

لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

د آسمانونو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) هغه لره دي، چا ته چې وغواړي روزي یې پراخوي او چا ته یې چې وغواړي تنګوي، بېشكه هغه په هر څه ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 42

شَرَعَ لَكُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا وَصّٰی بِهٖ نُوْحًا وَّالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَمَا وَصَّیْنَا بِهٖۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی وَعِیْسٰۤی اَنْ اَقِیْمُوا الدِّیْنَ وَلَا تَتَفَرَّقُوْا فِیْهِ ؕ— كَبُرَ عَلَی الْمُشْرِكِیْنَ مَا تَدْعُوْهُمْ اِلَیْهِ ؕ— اَللّٰهُ یَجْتَبِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یُّنِیْبُ ۟ؕ

تاسو ته يې هماغه دين ټاكلى (بيان كړى) چې په هغه سره يې نوح ته سپارښتنه كړى وه، او هغه چې تا ته مو وحى كړى، او چې په هغه سره موږ ابراهيم، موسى او عيسى -علیهم السلام- ته سپارښتنه كړى وه، چې (همدغه) دين قائم كړئ او اختلاف مه پكې اچوئ، مشركانو باندې هغه خبره دېره درنه ده چې ته يې وربلې، څوک چې الله يې وغواړې خپل لور ته يې غوره كوي او خپل لور ته يې هدايت كوي څوك چې هغه ته ورګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 42

وَمَا تَفَرَّقُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی لَّقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اُوْرِثُوا الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟

او هغوى يوازې د خپل منځي كينې له امله وروسته له هغه سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، او كه چېرې تر يوې ټاكلې نېټې پورې (ځنډېدلو) خبره ستا د رب لخوا مخكې نه واى شوې نو هرومرو به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه، او كوم كسان چې تر هغوى وروسته د كتاب وارثان شوي دي، هغوى هم له دې څخه په يو پرېشانوونكي شک كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 42

فَلِذٰلِكَ فَادْعُ ۚ— وَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ ۚ— وَقُلْ اٰمَنْتُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنْ كِتٰبٍ ۚ— وَاُمِرْتُ لِاَعْدِلَ بَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ؕ— لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؕ— لَا حُجَّةَ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ یَجْمَعُ بَیْنَنَا ۚ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟ؕ

د دې (تفرق) له کبله صحیح دین ته بلنه كوه او څنګه چې درته امر شوى همغسې ټينګ اوسه او د هغوى په هوسونو پسې مه ځه او وايه: الله چې کوم كتاب نازل كړی، ما منلی، او راته امر شوى چې ستاسي ترمنځ به انصاف كوم، الله زموږ او ستاسي رب دى، موږ لپاره خپل عملونه دي او تاسي ته خپل عملونه، زموږ او ستاسو ترمنځ كومه جګړه نشته، الله به موږ سره يوځاى كوي، او د هغه په لور ورتګ دى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 42

وَالَّذِیْنَ یُحَآجُّوْنَ فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِیْبَ لَهٗ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَّلَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟

او كوم خلك چې د الله په هكله جګړې كوي له هغه وروسته چې (د الله خبره) منل شوې ده، نو د خپل رب پر وړاندې يې دليل باطل، پر هغوى غضب او د هغوى لپاره سخت عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 42

اَللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ وَالْمِیْزَانَ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِیْبٌ ۟

الله هغه ذات دی چې حقه یې کتاب او تله (عدل) رالیږلي، څه شي پوه کړ تا لره چې قیامت نږدې دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 42

یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهَا ۚ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مُشْفِقُوْنَ مِنْهَا ۙ— وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهَا الْحَقُّ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الَّذِیْنَ یُمَارُوْنَ فِی السَّاعَةِ لَفِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

څوك يې چې نه مني، بيړه پرې كوي او كومو كسانو چې ايمان راوړى ترې ډارېدونكي دي او پوهيږي چې هغه (د قیامت ورځ) حق ده، خبر اوسئ! كوم كسان چې د قيامت په باره کې جګړې کوي خامخا په لرې بې لاريتوب كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 42

اَللّٰهُ لَطِیْفٌ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟۠

الله پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دى، چاته يې چې خوښه شي روزي وركوي او همغه زورور برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 42

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖ ۚ— وَمَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا ۙ— وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ ۟

څوك چې د آخرت كښت غواړي، كښت يې ورته زياتوو او څوك چې د دنيا كښت غواړي، څه ترې وركوو خو په آخرت كې به د ده لپاره كومه برخه نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 42

اَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوْا لَهُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا لَمْ یَاْذَنْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى، او كه چېرې د پرېکړې خبره (ځنډول) شوې نه واى، خامخا به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه او بېشكه د همدې ظالمانو لپاره دردوونکی عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 42

تَرَی الظّٰلِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا كَسَبُوْا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ رَوْضٰتِ الْجَنّٰتِ ۚ— لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟

ته به دا ظالمان وينې چې له خپلو كړنو به وېرېدونكي وي حال دا چې هغه ورباندې پرېوتونكي دي او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، هغوى به د جنتونو په باغچو كې وي، څه چې غواړي هغه به يې خپل رب سره دوى ته (چمتو) وي، دا ډېر ستر فضل دى. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 42

ذٰلِكَ الَّذِیْ یُبَشِّرُ اللّٰهُ عِبَادَهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا اِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبٰی ؕ— وَمَنْ یَّقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهٗ فِیْهَا حُسْنًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟

دا هغه څه دي چې الله يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي چې ايمان يې راوړى او د قران او سنت موافق كارونه يې كړي، ووايه: په دې (خبره) خو زه له تاسې څه بدله نه غواړم پرته له دوستۍ نه په خپلوۍ كې، او څوك چې ښه وكړي هغه ته به (نور هم) ښه والى پكې ورزيات كړو، په رېښتيا الله بخښونكى ښه قبلوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 42

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۚ— فَاِنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یَخْتِمْ عَلٰی قَلْبِكَ ؕ— وَیَمْحُ اللّٰهُ الْبَاطِلَ وَیُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

آيا هغوى وايي چې هغه (رسول) په الله پورې درواغ تړلي؟ نو كه الله وغواړي ستا پر زړه به ټاپه ووهي او الله په خپلو خبرو سره باطل له منځه وړي او حق ثابتوي بېشكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 42

وَهُوَ الَّذِیْ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَیَعْفُوْا عَنِ السَّیِّاٰتِ وَیَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟ۙ

او هغه داسې ذات دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي، له (ډېرو) بديو تېريږي او څه چې تاسو كوئ په هغه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 42

وَیَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَالْكٰفِرُوْنَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟

الله د مومنانو او نیک عملو دعاګانې قبلوي، او له خپلې پېرزوينې (نور هم) ور زياتوي او د كافرانو لپاره خو سخت عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 42

وَلَوْ بَسَطَ اللّٰهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهٖ لَبَغَوْا فِی الْاَرْضِ وَلٰكِنْ یُّنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرٌ بَصِیْرٌ ۟

او كه چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه كړې واى نو پر ځمكه كې به يې خامخا فساد (ظلم) كړى واى، خو هغه يې په يوه داسې كچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشكه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 42

وَهُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوْا وَیَنْشُرُ رَحْمَتَهٗ ؕ— وَهُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیْدُ ۟

او هغه داسې ذات دى چې باران نازلوي، له هغه وروسته چې (ټول) ناهيلي شي او خپل رحمت خپروي او همغه كار جوړوونكى ستايل شوی (ذات) دى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 42

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَثَّ فِیْهِمَا مِنْ دَآبَّةٍ ؕ— وَهُوَ عَلٰی جَمْعِهِمْ اِذَا یَشَآءُ قَدِیْرٌ ۟۠

او (بل) د هغه له نښانو د آسمانو او ځمكې پيدايښت دى او هغه (شيان) چې په هغو كې يې خپاره كړي له ژويو څخه او كله چې وغواړي هغه يې په راغونډولو قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 42

وَمَاۤ اَصَابَكُمْ مِّنْ مُّصِیْبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ اَیْدِیْكُمْ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ۟ؕ

او تاسو ته چې كوم مصيبت در رسيږي نو ستاسي د خپلو لاسونو له امله وي او له ډېرو (لا) تېريږي هم. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 42

وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۖۚ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

او تاسو نه په ځمكه كې (د الله) عاجزوونكي ياست او نه تاسو لره الله نه پرته كوم ملګرى او مرستندوى شته. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 42

وَمِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ؕ

او (بل) د هغه له نښانو څخه په سمندر كې د غرونو په شان چلېدونكې بېړۍ دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 42

اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟ۙ

كه خوښه يې شي باد به غلى كړي او هغه (بېړۍ) به يې په ډډه ولاړې پاتې شي، په رېښتيا په دې كې د هر صبرکوونکي شکرکوونکي لپاره (ډېرې) نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 42

اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَیَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ ۟ۙ

يا به يې په خپلو كړو وړو سره تباه كړي او له ډېرو (لا) تيريږي هم. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 42

وَّیَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟

او هغو خلكو ته معلومه شي كوم چې زموږ په آيتونو كې جګړې كوي چې د هغوى لپاره څه خلاصون نشته. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 42

فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚ

نو څه چې تاسو ته دركړل شوي، هغه معمولي څکه ده د دنیوي ژوند، او څه چې له الله سره دي هغه غوره او همیشه دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى او پر خپل رب بروسه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 42

وَالَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَاِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَ ۟ۚ

او هغه كسان چې له سترو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي او كله چې په غوسه شي بيا بخښنه (هم) كوي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 42

وَالَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ۪— وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ ۪— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۚ

او هغوى چې د خپل رب (د حكم) منل كوي، لمونځ ترسره كوي، (هر) كار يې په خپل منځي مشورې سره وي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 42

وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟

او هغوى چې كله تېرى ورباندې وشي نو (يوازې) خپل غچ اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 42

وَجَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۚ— فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او د بدۍ بدله همغسې بدي ده (نه زياته) خو څوک چې تېر شي او سوله وكړي نو اجر يې پر الله دى، بېشكه هغه ظالمان نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 42

وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ

او څوك چې له مظلوم كېدو وروسته (يوازې) خپل بدل اخلي نو پر هغوى (د پړې) كومه لار نشته. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 42

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَیَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بیشکه لار (د ملامتیا) پر هغو خلكو ده چې پر خلكو ظلمونه كوي او نا حقه په ځمكه كې تېرى كوي، د دوى لپاره دردوونکی عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 42

وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟۠

او څوک چې صبر او بخښنه كوي، په رېښتيا دا د مضبوطو كارونو څخه دي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 42

وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَتَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ۚ

او څوک چې الله يې بې لارې كړي نو له هغه وروسته بيا ده لره څوك كار جوړوونكى نشته او (دا) ظالمان به ته وينې كله چې هغوى عذاب وويني وايي به: آيا د بېرته تلو كومه لار شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
45 : 42

وَتَرٰىهُمْ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا خٰشِعِیْنَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُوْنَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ فِیْ عَذَابٍ مُّقِیْمٍ ۟

او وينې به يې چې هغه (اور) ته ور وړاندې كول کيږي، له (ډېرې) خوارۍ به وېرېدونكي وي د سترګو له كونجو به ورګوري، او چا چې ايمان راوړى وايي به: بېشكه (اصلى) تاوانيان هغه كسان دي چې د قيامت په ورځ يې خپل ځانونه او كورنۍ په تاوان كې راوستلې خبر اوسئ چې ظالمان به رېښتيا په تلپاتې عذاب كې وي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 42

وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ

او د هغو لپاره به څوك داسې ملګري هم نه وي چې له الله پرته يې مرسته وكړي، او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا هغه لره هيڅ لار نشته. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 42

اِسْتَجِیْبُوْا لِرَبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ مَّلْجَاٍ یَّوْمَىِٕذٍ وَّمَا لَكُمْ مِّنْ نَّكِیْرٍ ۟

د خپل رب حكم ومنئ مخكې تر دې چې د الله له لوري داسې ورځ راشي چې بيا د هغې ايسارېده نشته، په هغه ورځ به تاسي لره نه د پټونې ځاى وي، او نه ستاسي د منكرېدو څه لار. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 42

فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ؕ— اِنْ عَلَیْكَ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاِنَّاۤ اِذَاۤ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَاِنَّ الْاِنْسَانَ كَفُوْرٌ ۟

بيا كه هغوى مخ واړولو نو ته مو پرې ساتونكى نه يې لېږلى، پر تا له ښكاره تبليغه پرته بل څه نشته، او موږ چې كله انسان ته له خپل لوري څه رحمت وروڅكو نو پرې خوشاله شي او كه څه مصیبت ورورسیږي په سبب د هغه ګناهونو چې مخکې لیږلي لاسونو د دوی (بيا هغه) انسان په رېښتيا نا شكره دى. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 42

لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ اِنَاثًا وَّیَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ الذُّكُوْرَ ۟ۙ

الله لره د آسمانو او ځمكې پاچايي ده، څه چې غواړي هغه پيدا كوي، چا ته چې وغواړي انجونې ورکوي او چا ته چې وغواړي نارينه وركوي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 42

اَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَّاِنَاثًا ۚ— وَیَجْعَلُ مَنْ یَّشَآءُ عَقِیْمًا ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟

يا جوړه نارينه او ښځينه وركوي، او چا ته يې چې خوښه شي شنډوي يې، بېشكه هغه ډېر پوه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 42

وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّكَلِّمَهُ اللّٰهُ اِلَّا وَحْیًا اَوْ مِنْ وَّرَآئِ حِجَابٍ اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا فَیُوْحِیَ بِاِذْنِهٖ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟

او نه ښایی هيڅ انسان ته چې الله ورسره وغږيږي، پرته له دې چې وحي به وي، يا له پردې شاته، يا كوم رسول وليږي او هغه د ده په حكم سره څه چې غواړي وحي كړي، په رېښتيا هغه لوړ [په اعتبار د مرتبې، ذات اوغلبې] حکمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 42

وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا ؕ— مَا كُنْتَ تَدْرِیْ مَا الْكِتٰبُ وَلَا الْاِیْمَانُ وَلٰكِنْ جَعَلْنٰهُ نُوْرًا نَّهْدِیْ بِهٖ مَنْ نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا ؕ— وَاِنَّكَ لَتَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ۙ

همدارنګه وحې وکړه موږ تا ته د قران پخپل حکم او ته نه پوهیدې [مخکې له دې وحې] چې کتاب څه دی او ایمان څه دی؟ لیکن وګرځاوه موږ دا کتاب رڼا چې هدایت کوو چا ته یې چې وغواړو د خپلو بنده ګانو څخه او بیشکه ته ښودنه کوې د نیغې لارې. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 42

صِرَاطِ اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِلَی اللّٰهِ تَصِیْرُ الْاُمُوْرُ ۟۠

د هغه الله لارې ته چې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته د هغه دي، خبر اوسئ چې (ټول) كارونه همغه الله ته ورګرځي. info
التفاسير: