Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: دخان   آیت:

دخان

حٰمٓ ۟ۚۛ
حم [1]
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
عربي تفسیرونه:
وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ
په (دې) څرګند كتاب قسم.
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةٍ مُّبٰرَكَةٍ اِنَّا كُنَّا مُنْذِرِیْنَ ۟
چې بېشکه هغه مو په يوه بركتي شپه كې نازل كړى، په رېښتيا موږ وېرونكي يو.
عربي تفسیرونه:
فِیْهَا یُفْرَقُ كُلُّ اَمْرٍ حَكِیْمٍ ۟ۙ
په هغه (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي.
عربي تفسیرونه:
اَمْرًا مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟ۚ
زموږ لخوا حكم شوى، بېشكه موږ د رسولانو لېږونكي يو.
عربي تفسیرونه:
رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ
ستا د پالونکي له لوري د يو رحمت په توګه، په رېښتيا همغه ښه اورېدونكى ډېر پوه دى.
عربي تفسیرونه:
رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۘ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟
د آسمانونو، ځمكې او هغه څه پالونکی دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، كه تاسي باور كوونكي ياست.
عربي تفسیرونه:
لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
له هغه پرته بل الله نشته، هغه ژوندي كوي او مړه كوي ستاسي رب دى او ستاسي د لومړنيو پلرونو رب دى.
عربي تفسیرونه:
بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ یَّلْعَبُوْنَ ۟
خو په اصل كې هغوى په شك كې (پراته) لوبې كوي.
عربي تفسیرونه:
فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَاْتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
نو د هغې ورځې انتظار كوه چې آسمان يو څرګند لوګى راوړي.
عربي تفسیرونه:
یَّغْشَی النَّاسَ ؕ— هٰذَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
چې پر خلكو به راخپور شي، دا يو دردوونکی عذاب دى.
عربي تفسیرونه:
رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ اِنَّا مُؤْمِنُوْنَ ۟
(وايي به) زموږ ربه! دا عذاب رانه ايسته كړه په رېښتيا موږ ايمان راوړونكي يو.
عربي تفسیرونه:
اَنّٰی لَهُمُ الذِّكْرٰی وَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
(بيا به) د هغوى لپاره نصيحت له كومه شي؟ حال دا چې هغوى ته ښكاره بيانوونكى رسول هم راغلی.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوْا مُعَلَّمٌ مَّجْنُوْنٌ ۟ۘ
خو بيايې هم مخ ترې وګرځولو او ويې ويل: ښوونه ورته شوې (يا) لېونى دى.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا كَاشِفُوا الْعَذَابِ قَلِیْلًا اِنَّكُمْ عَآىِٕدُوْنَ ۟ۘ
موږ دا عذاب لږ (موده) ايسته كوو خو تاسي بېرته خپل حال ته ورګرځېدونكي ياست.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرٰی ۚ— اِنَّا مُنْتَقِمُوْنَ ۟
هغه ورځ چې موږ به سخت نيول وكړو بېشكه موږ غچ اخيستونكي يو.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَآءَهُمْ رَسُوْلٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ
او له هغوى مخكې مو د فرعون قوم ازمويلى و او يو عزتمن رسول ورغلى و.
عربي تفسیرونه:
اَنْ اَدُّوْۤا اِلَیَّ عِبَادَ اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
چې د الله بندګان (بني اسرائيل) راته وسپارئ، زه تاسىي لپاره يو امانتداره رسول يم.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: دخان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول